عبدالحفيظ منصور

عبدالحفيظ منصور (۱۹۶۳ ز. - ) (په انگرېزي: Abdul Hafiz Mansoor) د جميعت اسلامي د گوند او د ملي جبهې د اېتلافي گوند غړی دی. هغه په ۲۰۰۱ ز. کال کې د طالب حکومت د پرزېدو وروسته د افغانستان د راډيو تلويزون ريس شو. کله چې د رياست په چوکئ کېناسته نو لومړی يې په تلويزون کې د ښځينه سندرغاړو په ښکاره کېدلو بنديز ولگاوه. په ۲۰۰۳ ز. کال کې چې لويه جرگه جوړه شوه نو منصور خپل ځان د جرگې مشرتابه ته کانديد کړی و چې بيا صبغت الله مجددي ترې وگټله او د لويې جرگې ريس شو. هغه په ۲۰۰۴ ز. کال کې ځان د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې هم کانديد کړی و او نژدې 0,2% رايې يې ترلاسه کړې. منصور د حامد کرزي له سرسختو مخالفينو څخه دی او تل يې حامد کرزي په ديکتاتورۍ تورن کړی.[۱]

عبدالحفيظ منصور

مخينه

عبدالحفيظ منصور د پنجشېر په ولايت کې زېږېدلی دی.

سرچينې

  1. "mansoor bio on Afghan web". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)