عبدالجليل وجدي يو افغان ژورنالسټ، ليکوال او څېړونکی و. نوموړي د خپل عمر په اوږدو کې د پښتو ژبې د پراختيا لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي. هغه يو شمېر کتابونه په پښتو ژبه هم ليکلي او وروستنی کتاب يې د خبر او نظر نړی په نامه چاپ شوی دی.

عبدالجليل وجدي

زوکړه

عبدالجليل وجدي په ۱۳۱۶ لمريزكال د وردگو د چك ولسوالۍ د سېوكې په سپېدار كلي كې وزېږيد. تر مروجو زده کړو وروسته په ۱۳۳۰ لمريز كال په پښتو ټولنه كې يې خپل لومړنى رسمي مامويت پيل كړ. په همدغه كال کې يې د خپلې دندې تر څنگ يو مالي او اداري كورس ته هم مټې بډ وهلې، چي درې كاله وروسته يې په بريالي توب سره د نهم ټولگي برى ليك تر لا سه كړ.

مخينه

د وجدي صاحب د رسمي زده كړې يو بل پړاو د ژورناليزم د زده كړې يوه بله دوره وه، چې د كا بل پوهنتون د مطرحو استادانو له خوا يې تدريس كېده. كله يې، چې لومړنى رسمي ماموريت په پښتو ټولنه كې پيل شو، له هغه ځايه بيا وروسته د اصلاح ورځپاڼې مسلكي غړى شو. په ۱۳۴۱ لمريز كال کې د اطلا عاتو او كلتو ر وزارت له خوا په ميمنه كې د مطبوعاتو د مدير او د ستوري ورځپا ڼې د چلوونكي په توگه وگمارل شو او څه له پاسه دوه كاله وروسته يې بيا په همدغه چوكۍ او دندې په ننگرهار كې په كار پيل وكړ. پوره يو كال يې ننگرهار ورځپاڼه وچلوله. بيا په كا بل کې د پيا م حق ديني مجلې مسوول مدير وټا كل شو، وروسته د فلكلور په مديريت كې يې هم خورا په زړه پورې برياوې لاسته راوړې. وجدي ته د داود خان د جمهوريت په موده كې د هيواد ورځپاڼې رياست وروسپارل شو، يو كال يې دغه دنده په خورا مينه پر مخ يوړه، بيا د اطلاعاتو او كلتور وزارت د پښتو د پرمختيا او پراختيا امريت ور وسپارل شو. په دغه موده كې يې د پښتو مجلې (پلوشې ) بنسټ كيښود او ورسره يې په وروستيو دوو پيړيو كې د پښتو د چاپي اثارو د نړيوال سيمينار د جوړولو اړوند اداري چارې پرمخ بوتلې. وجدي له پښتو او دري سربېره په انگرزي باندې هم ډېرې ليكنې كړې دي. خپل هېواد، خلك او كلتور يې نړيوالو ته ور پېژندلى دى. د غوايي له كودتا وروسته وجدي څه موده وزگار شو بيا وروسته يې د هيواد په ورځپاڼه كې، چې ده يې د رياست چارې پر مخ بېولې د يو عادي خبريال په توگه مقرر شو، بيا د وخت چارواكو وردگو ولايت ته د روغې جوړې په جرگه كې واستاوه، خو دا پخلاينه ممكنه نه وه او هملته په وردگو كې له خلكو سره پاتې شو. بیا له هغه ځایه كوټې ته لاړ او هلته يې په نړ يوالو مرستندويه موسسو كې د ژباړن په توگه دنده سرته رسوله. د ژوند په وروستيو کلونو كې كاناډا ته كډه شوى و او غوښتل يې هيواد ته راستون شي، ځكه ډ اكټرانو ورته ويلي وو، چې نور يې روغتيا ښه ده او كولاى شي، چې په سفر لاړ شي. د ۲۰۰۵ كال د مې په ۱۵ نيټه د خپل ټاټوبي په لور د خوځېدو په بندوبست کې و، چې د همدې مياشتې په ۴ نيټه يې له دې فاني نړۍ نه سترگې پټې كړې.

ليکلي اثار

چاپ شوي

وجدي په لسگونه كتابونه ليكلي دي او همدارنگه يې په پښتو، انگريزي او دري ژبو په سلگونه ليكنې چاپ شوې دي، ځانگړي ا ثار يې په لاندې ډول دي.

  1. ړنگې كنډوالې.
  2. د روښا نيانو روښانه ملي لار .
  3. د افغانانو ملي كر كټر.
  4. ملي لار.
  5. د افغا نستا ن د عنعنوي جرگو نن او پرون.
  6. د افغا نستان د لويې لوبې سټيج چې دغه كتاب يې د سميع الله له خوا تازه دري ته ژباړ ل شوى هم دى>
  7. د زړونو او دماغونو ماينونه
  8. د كوچنيانو لپاره لنډې كيسې.
  9. د لنډو كيسو مجموعه، چې ناچاپه ده.

زده کړې

دندې