ارواښاد عبدالبصير عبرت پر ١٣٥٢ل كال د زابل ولايت، ناوې والسوالۍ په بلبلي كلي كې زېږېدلى دى. له اره د وردگو ولايت د سيداباد ولسوالۍ اوسېدونكى دى، چې پلار او نيكونه يې ډېر كلونه پخوا زابل ولايت ته راكډه شوي او هملته يې استوگنه غوره كړې ده. په څوارلس كلنۍ كې يې د پاكستان په يوه ديني مدرسه كې خپلې لومړنۍ زده كړې پيل كړې او بيا يې د همدې هېواد د بېلابېلو سيمو په ديني مدرسو كې درسونه وويل. تر څه مودې وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو؛ يو كال يې تېر كړى نه و چې بېرته پاكستان ته لاړ او يو ځل بيا يې پر ديني زده كړو پيل وكړ، د يوه كال په بهير كې يې قران كريم په بشپړ ډول حفظ كړ. نوموړي په خپل ژوند كې گڼ شمېر فرهنگي او ادبي كارونه ترسره كړي، د هرات او كندهار ولايتونو په اطلاعاتو او كلتور رياستونو كې يې ډېره موده د يوه ژمن او هوډمن ليكوال او ادبپال په توگه دنده ترسره كړې ده. نوموړي پر دې بوختتياوو سربېره شاعري هم كوله چې د شعرونو ټولگه يې د ده تر شهادت وروسته د كندهار اطلاعاتو او كلتور رياست له خوا پر ١٣٧٨ل كال خپره شوه، په دې ټولگه كې د عبرت هغه شعرونه راغلي چې له ١٣٧١_١٣٧٠ل كال راوروسته شعرونه راغلي دي. كېدى شي دا ټولگه بشپړه نه وي او ډېر نور شعرونه يې له چاپه پاتې وي، ددې ټولگې ډېر شعرونه حماسي او رزمي بڼه لري، ورسره ځينې داسې بېلگې هم لولو چې د هنريت له مخې ډېر لوړ او ارزښتمن دي. د عبرت شاعري دده د عمر په پرتله ډېره اوچته ښكاري كه چېرې ژوند ورسره وفا كړې واى نو عبرت به خپلې ټولنې ته داسې هنري بېلگې وړاندې كړي واى چې په ښو او معياري بېلگو كې وشمېرل شي، له بده مرغه نوموړى پر ١٣٧٦ل كال په بادغيس ولايت كې په شهادت ورسېد. او هنري ژوند يې هم نيمگړى شو