ښاغلى عبدالباري حيرت د حيات الله كاكړ زوى پر ۱۳۵۶ ل كال د زابل ولايت په "دارې" كلي كې زېږېدلى دى.

زده کړې

د جگړو تور ښامار كډوالۍ ته اړويست، په كډوالۍ كې يې تر اتم ټولگي پورې د لورلايي په "زنگيواله" كې زده كړه وكړه. پر1376ل. له "گورنمنټ ډگري كالج" څخه ددوولسم ټولگي په برياليو زده كوونكو كې و،پر همدې كال د كانكور تر ازموينې وروستهد كندهار پوهنتون ته بريالى شو او اوس د كندهار پوهنتون د طب پوهنځي ددرېيم كال محصل دى.

ادبي ژوند

له پنځو كلونو راپه د ېخوا شعرونه ليكي. حيرت د خپل شعري پر مخيون په بري كې د"پښتو ادبي جرگې " مشر خير محمد عارف ډېرې هڅونې ستايي، چې دده په اند ډېر څه يې ترې زده كړي دي. شعري بيان يې ساده او عاطفي دى، كه يې ډېر څه ولوستل د راتلونكي لپاره دډېرو ښو هنري پنځونو لپاره به د پياوړي مگټ څښتن شي، كه د وزن او څپو په برخه كې يې هم له لږ څه غور څخه كار واخيست شعري بيان به يې لا ښكلى شي، د نويو غورو شعري ټولگو لوستل هم په دې كار كې ورسره مرسته كولاى شي. د كندهار پوهنتون فرهنگي څانگې په مياشتنيو غونډو كې هم گډون كوي، همدا راز كله كله كندهار ادبي ټولنې ته هم ورځي او خپله ادبي تنده په كې ماتوي، د پوهنتون د درسونو تر څنگ ادبي او فرهنگي هڅې روانې ساتي.

باندنۍ تړنې