عبدالباري آشنا (۱۳۰۵ ل. - ۱ د وږي، ۱۳۴۷ ل.) يو افغان ليکوال و.[۱] په طلوع افغان ورځپاڼه کې يې يو شمېر ليکنې خپرې شوي.

مخينه

عبدالباري آشنا د محمد نور زوی و. هغه په ۱۳۰۵ ل. کال کې د کندهار د بالاکرز په کلي کې زېږېدلی و.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د ميرويس بابا په لېسه کې وکړې او د دولسم ټولگي بريليک يې د احمد شاه بابا له لېسې په ۱۳۲۷ ل. کال ترلاسه کړ. تر دې وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي ته ومنل شو او په ۱۳۳۲ ل. کال کې له همدې پوهنځي څخه په برياليتوب فارغ شوی و.

دندې

تر زده کړو وروسته يې لومړنۍ دنده د ښوونکي په توگه د احمد شاه بابا په لېسه کې پيل کړه، په ۱۳۳۵ ل. کې د همدې لېسې اداري معاون او په ۱۳۳۶ ل. کې د لېسې مدير وټاکل شو. په ۱۳۳۷ ل. کې د لېسې د مديريت دندې سره سره د کندهار د پوهنې د مديريت د چارو غړی وټاکل شو. په ۱۳۳۹ ل. کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي تدريسي هيت په توگه ترسره کړه او د پوهيالي رتبې ته ورسېده.

چاپ شوي آثار

د متعلمۍ له وخته يې بېلابېلې ليکنې په پښتو ژبه کښلي دي چې يو شمېر يې په سيمه ايزې ورځپاڼې طلوع افغان کې هم خپرې شوي. له بهرنيو ژبو يې هم يو شمېر مضامين پښتو ته اړولي. د ادبياتو په برخه کې يې يو کتاب چاپ شوی:

  1. ادبيات - چاپکال ۱۳۳۶ ل. - په پيل کې برخې برخې په طلوع افغان کې خپور شو چې بيا وروسته د يوه ځانگړي کتاب په بڼه سره راټول شو.

باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. اوسني ليکوال - د عبدالروف بېنوا اثر - ۳۷ مخ.