عامه افکار څه ته وايي؟

عامه افکار سمول

¨   عامه افکار څه ته وايي؟ سمول

¨    ددې پوښتنې په ځواب کې بايد ووايو چې د يوې ځانګړې موضوع په اړه د عامه خلکو دريځ ته عامه افکار وايي.

¨   د بېلګې په ډول ټول افغانان غواړي چې په هېواد کې روانې پردۍ جګړې ته نور بايد د پای ټکی کېښودل شي او دغه پردۍ راتپل شوې جګړه بايد نور زمونږ له خاورې بهر ووځي ځکه په روانو جګړو کې مونږ هر رنګه ځاني ټولنيز ، سياسي ،اقتصادي او کلتوري ستونزې وليدې او وګاللې، دخلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ شو ، فردي او ټولنيزې ګټې مو زيانمنې شوې ، وګړې مو بې سواده او له روانې نړۍ نه ډېر وروسته پاتې شو ، دولت مو د نورو په وړاندې کمزوری او خپل سياسي موقف مو له لاسه ورکړ او ملت مو د تباهۍ او بربادۍ په لورې ټيل وهه. دخلکو دغه رنګه فکرونو ته عامه افکار وايي.


د عامه افکارو ارزښت سمول

¨   عامه افکار ډېر ارزښت لري او ځينې وختونه د نړيوالو شخړو او جګړو  د مخنيوي سبب ګرځيدلي دي چې له دې جملې څخه د امريکا د زده کړيالانو لاريونونه يادولی شو چې  د د متحده ايلاتونو له حکومته يې غوښتنه کوله ترڅو په ويتنام کې روانه جګړه پای ته ورسوي او د هغوی د پراخو لاريونو په پايله کې نوموړې جګړه پا ی ته ورسيده.

¨   همدارنګه ژان نکر چې د شپاړسم لوی د مالي وزير وو يو قانون د مالي د راټولولو لپاره وړانديز کړ چې له مخې يې په عوامو ماليه لږه او پاتې ماليه د کليسا او اشرافو را غونډه شي ،خو شپاړسم لوی نوموړی له دندې ګوښه کړ چې د نوموړي ګوښه کونه ددې سبب شوه چې د خلکو عامه افکار د څوارلسم لوی په هکله بدلون ومومي ځکه ژان نکر په خلکو کې ډېر محبوبيت درلوده او دنوموړي له دندې په ګوښه کېدو د خلکو عامه افکار راڅرګند شو او له مخې يې په فرانسه کې انقلاب رامنځ ته شو چې  د اروپا حالت  ته يې تغير ورکړ. شپاړسم لوی عامه افکار په ټوله اروپا کې رواج کړه نوموړي به عامه افکار د ټولنې روح ګڼه او ويل به يې(( عامه افکار د وګړو ترمنځ د اړيکو ميوه  ده او هغه ځواک دی چې پرته له پوليسو ،زندانونو او پوځ څخه پاچاهانو ته قوانين جوړوي.او عامه افکار هغه نيويتون (محکمه)دی چې په هغې کې ټول مغروره او ظالم وګړي محاکمه کيږي او د خپلو کړنو سزا ويني.)).

¨   همدارنګه عامه افکار ډېری وخت ددې سبب کيږي چې دولتونه راپرځوي ،تر ټولو ښه بېلګه به يې په افغانستان د شوروي اتحاد ماته وي ،ځکه همدا عامه افکار وه چې په هېواد کې يې د خلق ديموکرات دولت راوپرځوه او يرغلګرو شوروي ځواکونو ته يې ماتې ورکړه.

¨   بل پلو پاسکال بيا عامه افکار دنړۍپاچا بولي .

¨   عامه افکار په د حکومتونو او سياست والو لپاره هم ډېر مهم دي ځکه خو  يادې دواړه ډلې خپلې خپرونې او پروګرامونه عامه افکارو ته په پام سره جوړوي که چېرته داسې ونکړي ،نو لرې نه ده چې ډېر ژر خپل باور او اعتبار په ټولنه کې له لاسه ورکړي او خلک يې په وړاندې پاڅون وکړي.



د عامه افکارو او سياسي کلتور ترمنځ توپير سمول

سياسي کلتور د عمومي کلتور هغه برخه ده ،چې د سياسي نظام او سياسي بهير په اړه د خلکو نظرونه او دريځونه په ګوته کوي ،خوعامه افکار د يوې ځانګړې موضوع په اړه د خلکو دريځ ته وايي.


¨   سياسي کلتور په يو سياسي سيستم کې په مشروعيت پسې ګرځي ،خوعامه افکار د روانو حالاتو په هکله د خلکو غبرګون پلټي

¨   عامه افکار او سياسي کلتور په يو بل تاثير غورځوي او ديو بل په وړاندې بدلون مومي.

¨   که چېرته عامه افکار تر ډېره پاتې شي په سياسي کلتور بدليږي.

درسنيو اغېز په عامه افکارو سمول

¨   رسنۍ د عامه افکارو په جوړښت  او بدلون کې ډېره اغېزناکه او ستره ونډه اخلي .

¨   رسنۍ کولی شي په لږ وخت کې د يوې موضوع په هکله د ډېرو  خلکو پام راواړوي.

¨   د رسنيو له لارې دولتونه کولی شي د خپلو ستراتيژيکو موخو د لاسته راوړلو لپاره عامه ذهنيت د ځان په لوري مايله کړي .

¨    رسنۍ د افرادو او دولت ترمنځ د اړيکو ټينګولو تر ټولو غوره او اسانه لار ده دولت له دې لارې خپلې پاليسۍ او ولس له دې لارې خپلې غوښتنې وړاندې کوي او دولتونه مجبوروي چې ددوی غوښتنې ومني.داچې رسنۍ په عامه افکارو ډېر اغېز لري نو بايده ده چې يو داسې قانون او مرجع  د رسنيو لپاره شتون ولري چې هغوی پرېنږدي چې بې ځايه تبليغات وکړي او د خلکو تر منځ تعصباتو او نفاق ته ببوزی ووهي ، او خلک هيڅ بې هيڅه د دولت په وړاندې راوپاروي.