عامه اداره

عامه اداره (چې د حکوالۍ یوه بڼه ده) د عامه پالیسۍ پلي کولو، د دولتي بنسټونو ادارې (عامه حکومتوالۍ)، د غیر انتفاعي بنسټونو مدیریت (غیر انتفاعي حکومتوالۍ) ته ویل کېږي. همدارنګه، عامه اداره یوه علمي څانګه هم ده - یعنې د سیاسي علومو یوه فرعي څانګه ده او د عامه پالیسۍ په پوهنځیو کې، چې د عامه پالیسۍ او ادارې په نوم یادېږي، تدریس کېږي. دا څانګه د عامه سیاست پلي کول تر څېړنې لاندې نیسي او په دولتي او غیر انتفاعي سکتور کې، په ځانګړې توګه د اداري موخو لپاره، ملکي مامورین چمتو کوي. دا څانګه چې "د څېړنې یو ځانګړی ډګر لري" او بنسټیز موخه یې " مدیریت او پالیسۍ پرمختګ دي ترڅو حکومت په غوره بڼه فعالیت وکړي." ځینې بېلابېل تعریفونه چې د دې اصطلاح لپاره وړاندیز شوي دي، عبارت دي له: "د عامه مدیریت پروګرامونو مدیریت"؛ "واقعیت ته د سیاست ژباړه چې خلک یې هره ورځ ویني"؛ او "د حکومت د پرېکړو د بهیر مطالعه، د سیاستونو شننه، بېلابېل عوامل چې دوی منځ ته راوړي، او د بدیلو سیاستونو د منځ ته راوړلو لپاره د اړینو عوامولو پکار اچول دي." د عامې ادارې کلمه د دوو کلمو، عامه او اداره، جوړښت دی. د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند په هره برخه کې اداره شته چې د ادارې یا یو بنسټ د سم فعالیت باید په سمه توګه اداره یا پر مخ یوړل شي او له همدې لیدلوري څخه د ادارې اند راپورته کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵]

عامه اداره "په اساسي توګه د حکومت د کړنلارو او پروګرامونه تنظیم او همدارنګه (عموماً د غیر انتخابي) چارواکو چلند چې په رسمي ډول د خپل د چلند مسولیت لري"، تر بحث لاندې راولي. ډېری غیر انتخابي عامه کارکوونکو ته عامه مدیران ویل کېدای شي، چې په کې ښاري، ناحیوي، سیمه ایز رئیسان، د دولتي او فدرالي څانګو رئیسان لکه د ښاري بودجوي واحدونو رئیسان، د بشري سرچینو مدیران، ښاري مدیران، د سرشمېرنې مدیران، د رواني روغتیا رئیسان او د کابینې منشیان ګډون لري. عامه مدیران عامه کارکوونکي دي چې د دولت په ټولو کچو کې په عامه څانګو او ادارو کې په چوپړ بوخت دي.  [۶][۷]

په متحده ایالاتو کې ملکي کارکوونګي او د علمي څانګو غړو لکه ووډرو ویلسن په ۱۹۸۰ کلونو کې د ملکي خدماتو اصلاحاتو ته وده ورکړه چې عامه اداره یې په علمي چاپېریال بدله کړه. خو "د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې او د آلماني د ټولنپوه ماکس ویبر د اداري تشکیلاتو د تیورۍ تر خپرېدو پورې" "د عامه ادارې له تیورۍ سره ډېره لېوالتیا موجوده نه وه". دا څانګه د خپلو ځانګړتیاوو پر بنسټ کثیر الرشتوي ده؛ چې د عامه ادارې د فرعي برخو لپاره د بېلابېلو وړاندیزونو له ډلې یې یو شپږ ستونونه وړاندې کوي، چې په کې بشري سرچیني، اداري تیوري، د پالیسۍ شننه، احصایه، بودجه، او د سلوک بڼه ګډون لري. عامه اداره د ادارې د لوی ډګر یوه برخه ده. په ساده ډول اداري تشکیلات ګڼل کېږي، همدارنګه اداري تشکیل د یوې ځانګړي سازماني بڼې په توګه نه یوازې په حکومت کې لیدل کېږي، بلکې په خصوصي او دریم سکتور (غیر دولتي بنسټونو، رضاکار بنسټونو، غیر انتفاعي بنسټونو، دولتي او غیر دولتي ګډو سازمانونو) کې هم شتون لري (Dhameja,2003, p.2). عامه اداره هغه ځانګه ده چې د خلکو د هوساینې لپاره د پالیسیو په تنظیم، ترتیب او اجرا ټینګار کوي. دا څانګه په سیاسي جوړښت کې د هغو موخو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي، چې د سیاسي پرېکړه کونکو له لوري ټاکل کېږي. نو له همدې امله د عامه ادارې تمرکز په عامه اداري تشکیلاتو باندې را څرخېږي. دې موضوع د مینوبروک کنفرانس څخه وروسته چې په ۱۹۶۸ کال کې د سیراکوز په پوهنتون کې چې د ډوایټ والډو په مشرۍ په لاره اچول شوی و، خورا وده وکړه. دا هغه وخت و چې د نوې عامه ادارې مفهوم راڅرګند شو. [۸][۹][۱۰]

تعریفونه سمول

پاول ایچ اپلبي په ۱۹۴۷ کال کې عامه اداره داسې تعریف کړه: "عامه اداره د عامه چارو عامه رهبري ده چې په مستقیم ډول د اجرایوي کړنې تر بحث لاندې راولي". په ولسواکه نظامونو کې، عامه اداره باید رهبري او اجرایوي کړنې په داسسې شرایطو کې ترسره کړي چې وګړو عزت، ارزښت او وړتیاوو ته درناوي او له هغوی سره مرسته وکړي. یو کال وروسته ګورډن کلیپ  چې پخوا د ټینیسي والې د ادارې رئیس و، عامه اداره "د یوې داسې عامه وسیلې په توګه تعریف کړه چې پر بنسټ یې ولسواکه ټولنه ښایي په بشپړه توګه احساس شي." دا پدې معنی ده چې عامه اداره باید " د عدالت، ازادۍ، او د انسانانو لپاره د بشپړو اقتصادي فرصتونو له اند سره اړیکه ولري" او په دې توګه "له خلکو، لیدلورو او فزیکي سرچینو سره تړاو لري" د جیمز ډي کارول او الفریډ ایم زوک په وینا، په ۱۸۸۷ کال کې د "وډرو ویلسن" مقاله چې د "د ادارې مطالعه" تر نوم لاندې وه، په عموم ډول د یوې څېړنیزې څانګې په توګه عامه ادارې پیل ګڼل کېږي.  [۱۱][۱۲][۱۳]

د ولسواکه نظامونو لیدلوري ته په پام سره او د اجرایوي څانګې سره د اړیکو په نظر کې نه نیولو سره، پیټریشیا ایم شیلډز ټینګار کوي چې عامه اداره "د ژوندۍ ولسواکۍ د محصول د څارنې او پلي کولو سره تړاو لري". د "محصول" کلیدي اصطلاح "هغه توکي تر بحث لاندې لري چې جوړ شوي یا تولید شوي وي"، لکه زندانونه، سړکونه، قوانین، ښوونځي، او امنیت. " عامه مدیران د تطبیق کونکو په توګه، دا محصولات په کار اچوي." دوی د "ژوندۍ" ولسواکۍ په اجرایي کولو او منځ ته راوړلو کې برخه اخلي. ژوندۍ ولسواکي "یو بدلېدونکی، بنیادي، نیمګړی او متحول چاپیریال او د ارزښتونو یوه ټولګه ده . "په څارنه له دې امله ټینګار کېږي چې عامه اداره "د حساب ورکونې او د کمو سرچینو له اغېزمنو کارولو او بالاخره د ولسواکه ارزښتونو د اجرایي کولو او را منځ ته کولو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو" سره تړاو لري. [۱۴][۱۵]

پوهان په دې وروستیو کې ادعا کوي چې په عمومي ډول "عامه اداره منل شوی تعریف نلري"، ځکه چې "د دې موضوع ډګر دومره پراخه او د بحث وړ دی چې تر تعریف یې تشرېح اسانه ده." عامه اداره د مطالعې یو ساحه (یعنې څانګه) او یو مسلک دی. په دې اړه ډېر اختلاف شته چې آیا د عامه ادارې مطالعې یوه څانګه ده یا نه. په لویه کچه دا د هغه بحث له امله ده چې آیا عامه اداره د سیاسي علومو فرعي برخه ده یا د اداري علومو فرعي برخه ده"، خو له دې دوو دوهم اند د پالیسۍ د شننې او ارزونې په څیړنې کې د ریښې له امله زیاته وده کړې ده. عالم ډونالډ کیټل د هغو کسانو له ډلې دی چې عامه اداره "د سیاسي علومو د فرعي برخې په توګه" انګېرې. د لالور په وینا، د یوې ټولنې عامه اداره چې لږ تر لږه یو عامه چوپړ وړاندې کوي عامه اداره ګڼل کېدای شي پداسې حال کې چې له دې څخه یا د ادارې نشتوالی یا هم د یو عامه جنس نشتوالی (یا په قوي استدلال د دواړو نشتوالی) د عامه ادارې په نشتوالي دلالت کوي. نوموړی استدلال کوي چې عامه اداره د عامه اجناسو داسې چمتو کول دي چې تقاضا لږ یا دېره د هغو سیاستونو پر مټ اغېزمنه شي، چې د عامه توکو د چمتو کولو لپاره یې لومړنۍ وسیله یې شعار دی، او د عرضه لږ یا ډېره د هغه عامه مدیریت پر مټ اغېزمنه شي، چې لومړنۍ وسیلې یې په ویناوو عمل دی ترڅو عامه توکي تولید کړي. د عامه ادارې اخلاقي موخه چې د هغې د ونډې په منلو کې نغښتې ده، د خلکو د غوښتنو د پوره کولو لپاره اعظمي کچې ته د فرصتونو رسول دي.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د شمالي امریکا د صنعتونو د ډلبندۍ د سیستم د عامه ادارې تعریف (NAICS 91) وایي چې عامه اداره "... د هغو تاسیساتو ټولګه ده چې اساساً په دولتي اجراآتو کې ښکېل وي، یعنې د قوانینو په وضع او او قضایي تفسیر او د هغوی د تعقیب په مقرراتو کې وڼده ولري او د هغوی پر بنسټ د پروګرامونه اداره کړي". په دې کې "مقننه فعالیتونه، مالیه ورکول، ملي دفاع، عامه نظم او خوندیتوب، د کډوالۍ چوپړتیاوې، بهرنۍ چارې او نړیوالې مرستې ګډون لري، او د دولتي پروګرامونو اداره هغه فعالیتونه دي چې په بشپړ ډول دولتي بڼه لري". [۲۰]

له علمي اړخه، په متحده ایالاتو کې د زده کړې د احصایې ملي مرکز (NCES) عامه اداره داسې تعریفوي: "عامه اداره هغه پروګرام دی چې وګړي د سیمه ایز، ایالتي او فدرالي حکومت په اجرایوي برخه کې د چوپړ لپاره د مدیرانو په توګه چمتو کوي او د اجرایوي سازمان او مدیریت په سیستماتیکه مطالعه تمرکز کوي. یا د مسئولیتوتو، پراختیا او اصولو لپاره لارښوونې چمتو کوي؛ یا د عامه پالیسۍ مدیریت ته ویل کېږي. یا هم اجرایوي- مقننه اړیکې؛ د عامه بودجې بهیر او مالي مدیریت؛ اداري قانون؛ د عامه پرسونل مدیریت؛ مسلکي سلوک؛ او د څیړنې میتودونه تر پوښښ لاندې راولي." [۲۱]

سرچينې سمول

  1. "Random House Unabridged Dictionary". Dictionary.infoplease.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Handbook of Public Administration. Eds Jack Rabin, W. Bartley Hildreth, and Gerard J. Miller. 1989: Marcel Dekker, NY. p. iii
  3. Robert and Janet Denhardt. Public Administration: An Action Orientation. 6th Ed. 2009: Thomson Wadsworth, Belmont CA.
  4. Kettl, Donald and James Fessler. 2009. The Politics of the Administrative Process. Washington D.C.: CQ Press.
  5. Jerome B. McKinney and Lawrence C. Howard. Public Administration: Balancing Power and Accountability. 2nd Ed. 1998: Praeger Publishing, Westport, CT. p. 62
  6. UN Economic and Social Council. Committee of Experts on Public Administration. Definition of basic concepts and terminologies in governance and public administration. 2006
  7. Kettl, Donald and James Fessler. 2009. The Politics of the Administrative Process. Washington D.C.: CQ Press.
  8. Wilson, Woodrow. June, 1887. "The Study of Administration", Political Science Quarterly 2.
  9. Public administration. (2010) In Encyclopædia Britannica. Retrieved August 18, 2010, from Encyclopædia Britannica Online.
  10. Shafritz, J.M., A.C. Hyde. 2007. Classics of Public Administration. Wadsworth: Boston.
  11. Appleby, Paul 1947. "Toward Better Public Administration", Public Administration Review Vol. 7, No. 2 pp. 93–99.
  12. Clapp, Gordon. 1948. "Public Administration in an Advancing South", Public Administration Review Vol. 8. no. 2 pp. 169–75. Clapp attributed part of this definition to Charles Beard.
  13. Carroll, J.D. & Zuck, A.M. (1983). "The Study of Public Administration Revisited". A Report of the Centennial Agendas project of the American Society for Public Administration. Washington, DC; American Society for Public Administration.
  14. Shields, Patricia. 1998. "Pragmatism as a Philosophy of Science: A Tool for Public Administration" Research in Public Administration Vol. 4. pp. 195–225.
  15. Shields, Patricia. 1998. "Pragmatism as a Philosophy of Science: A Tool for Public Administration", Research in Public Administration Vol. 4. p. 199.
  16. "Public Administration | the Canadian Encyclopedia". د اصلي آرشيف څخه پر March 28, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Haveman, R. H. (1987). Policy analysis and evaluation research after twenty years. "Policy Studies Journal", 16(1): 191–218.
  18. Kettl, Donald F. "The Future of Public Administration" (PDF). H-net.org. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lalor, Stephen A General Theory of Public Administration (2014)
  20. "Definition Public Administration (NAICS 91)". Ic.gc.ca. د اصلي آرشيف څخه پر May 6, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "CIP user site". Nces.ed.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)