عامر بن عبدالله التميمی

د تابیعینو د ژوند انځور


ژباړه: مولوي سید عبدالباري


علقمة بن مرثدرحمة الله عليه وايي:

زهد اوتقوى پراتوکسانو پاي ته ورسيده چي په  لومړي سر کي يې عامر بن عبدالله التميمي دى .


دهجرت اتلسم کال وو چي داميرالمؤمنين حضرت عمربن خطاب رضي الله تعالی عنه په  امر مشرانو صحابه کرامو او تابعينودبصرې ښار دجوړ يدونقشه جوړه ول اوديوداسي ښاردبنيادايښودلوقصد يې کړي وو چي دفارس  په علاقوکي دجنګيدونکو غازيانواولښکرولپاره ايستاد ګاه وګرځي اود الله  جل جلاله لاري ته د رابلوونکو لپاره تګلاره اوپه  مځکه کي دالله جل جلاله دکلمي د لوړولو لپاره يو ځلاند منار وګرځي ودغه ځوان ښار ته  په جزيرة العرب کي مسلمانان په  ډلييزه  توګه  له هري خوا څه راکوچيدل ترڅوددښمن  په  مقابل کي دمسلمانانودسرحد دفاع وکړي دمهاجرينو په  دغه  ډلو کي دنجدد بنى تميم قبيلې يوځوان  چي عامر بن عبدالله التميمي العننبرى  نوميدى هم شامل وو  په دغه وخت کي  دعبدالله بن عامر دځوانۍ غوټى تازه  په غوړيدووه   ښائسته ځوان  پاک  نفسه  او صاف زړی انسان  وو بصره داوخت  دمسلمانانو په  ترټولوشتمنو اوغني ښارونوکي شميرل کيدل داپدي چي دلته  دغنيمت  مالونه  ډير  راوړل کيدل اود سرو اوسپينوهيڅ کمى نه وو خودغه تميمي ځوان  عامر بن عبدالله  ودي هيڅ  شي ته  اړتيا نه  درلوده  دهغه څه څخه چى دخلګو په لاسوکي وه زيات لاپروا او هغه څه  ته چي دالله جل جلاله  سره  دى  زيات ليوال وو هغه   ددنيا او دهغۍ دښکلا څخه مخ اړوونکي او الله جل جلاله او دهغه  و رضاء ته مخ کوونکي وو.


په دغه وخت کي د بصرې د ښکلي ښار والۍ دمسلمانانو ستر قائداو دهغوی لارښود او معلم  ابوموسى اشعري رضي الله تعالی عنه وو عامر بن عبدالله  دابوموسى اشعري رضي الله  تعالی عنه ملتيا وکړه دهغه  صحبت  يې دځان  لپاره غوره کړ اود هغه سره به هر وخت  په ننګ ،  جنګ ، حضر اوسفرکي ملګري وو او دهغه څخه  يې دالله جل جلاله کتاب داسي تازه  تازه اخستي لکه څه  ډول  چي به درسول صلى الله عليه وسلم  پر زړه  مبارک  باندي رانازليدي درسول الله  صلى الله عليه وسلم  صحيح موصول  احاديث يې ورڅخه روايت کړه اودهغه  په  توسط  يې دالله عزوجل  په دين کي ښه پوهه او تفقه حاصله کړه کله چي دخپلي غوښتني او ارادې سره سم  دعلم  اوپوهي څخه  په  پوره  توګه  برخمن سو نو يې دخپل ژوند کړنلار په درو حصو وويشل په يوه برخه به يې د ذکر  په حلقو کي تيرول  چي په هغي کي به  يې خلګوته دبصرې  په مسجد کى دقران کريم قرائت اوتلاوت کاوه بله برخه يې دالله جل جلاله دعبادت لپاره  په  خلوت کى تيرول او دالله جل  جلاله  په حضور کي به ولاړ وو تردي چي  دپښو به ولويدي دريمه حصه  دژوند يې دالله  جل جلاله  په لارکي  ديوغازى په صفت  دجهاد دنده ترسره کول اودژوند تر پايه  دياد سوي کارو څخه  پرته  بل هيڅ شي ته ځاي ورنه کړ  آن تردي چى د بصرې په عابد اوزاهد سره ونومول  سو.



د بصرې  يو اوسيدونکي د عامر بن عبدالله  رحمة الله عليه سره دخپل سفر قصه کوي وايي چي زه دعامر بن عبدالله سره په يوه قافله کي ملګري وم کله چي شپه سوه نو موږ  په يوه ځنګله کي واړول عامر خپل دسفر ساز وسامان سره راغونډکړخپل آس يې  په  يوه  درخته  پوري  وتړي رسۍ يې ښه  ور وږده کړه واښه  يې ورته راټول کړه  دآس  مخ ته يې ور وا چول اودی خپله ځنګله ته دننه  سو ښه ډير ولاړي ما د ځانه سره وويل چي راسه  پسي ورسه ترڅومعلوم کړي چي  په دي نيمه شپه کي په ځنګله کي دننه څه کوي ؟ نو ورپسي ولاړم دی تلي تلي آخر يوي غونډۍ ته چي  په  درختو ښه  پټه وه خلګوته نه  معلوميده ورغي قبلې ته يې مخ کړ  په  لمانځه  ودريدي دومره  ښه  ښائسته  پوره  ا و دخشوع  څخه ډک لمونځ  ما دچانه وو ليدلي کله چي دلمانځه  څخه  فارغ  سو نو يې په  دعاو او مناجات  پيل  وکړ او داسي يې ويل:

الهي لقد خلقتنيی با مرک .............. اي الله جل جلاله  زه  تا په  خپل  امر او حکم  سره  پيدا کړي  ىم  اوپه  خپله  خوښه  سره دي ددې دنيا په  مصيبتونو سره اخته کړي  ىم اوبيا راته  وايي (استمسک ) خپل نفس وژغوره کنترول  يې که  نوچي تا نه يم ساتلي زه خپل نفس څنګه راوګرځوم  (ياقوى يامتين ) اي دقوت او زبردستۍ خاونده  که دا دنيا اومافيها ټوله زماوای اويو چا ستا درضا لپاره  زما څخه  غوښتي واى نومابه  دهغه غوښتوونکي ته ورکړی واى  نواي ارحم الراحمين ذاته ما ته خپل نفس  را هبه کړه اي الله جل جلاله  ماستا سره داسي مينه اومحبت  وکړ چي له وجهي يې پرماددنيا ټوله  مصيبتونه  آسانه  سوه  او زه  يېژ ستاپر هري قضا اوفيصلې سره  راضي کړم  پس  ستا ددغه محبت سره پرهغه  څه چي  زه  ورسره سهار او ماښام مخ کيږم بي پروا يم دبصرې دغه  اوسيدونکي وايي له دي وروسته پر ما باندي خوب غلبه  وکړه  اوبيده  سوم  بيا به  زه هرګړي راپورته  کيدم او بیرته  به  بیدیدم خو عامر به  لا هغه  ډول په  لمانځه  او مناجات  سره  مشغول  وو  تر څوسهار سو او بيا يې دسهارفرضي لمونځ  اداکړ او بيا يې په دعا شروع وکړه او ويل يي:


(اللهم هاقداصبح الصبح........... اي الله جل جلاله دا دى سهار سوخلګ سهار  اوماښام اخته دي ستا دفضل (مال ) په تلاښ کي دي اوهريو  يوه اړتيا لري مګر دعامر اړتيا او حاجت  دادى چي ته  ورته  بخښنه  وکړي اي  الله جل جلاله  زما او ددوي  ټولو اړتياوې ورپوره کړی ( يااکرم الاکرمين) اي دعزت خاونده  ماستا څخه دري شيان  غوښتي وه  خو دوه  دي  راکړه  اود يوه څخه دي منع کړم اي الله جل جلاله  هغه هم راته  راکړي  ترڅو زه  دخپلي غوښتني اوميني سره سم ستا عبادت  اوبندګي وکړم  بيادخپله  ځايه  څخه راولاړسو سترګي يې  پر ما ولګيدلي دى پدي پوه سو چي زه  دشپي دلته وم نو ډير غمجن سواوپه تاسف  سره يې راته  وويل (اراک کنت ترقبني الليلة يااخا البصرة)  ته لکه چي دشپي هم  دلته ماته پټ اوانتظاروې  ؟ ماورته وويل هو ده راته وويل کوم څه چي دي وليدل  هغه  درسره  پټ  وساته الله جل جلاله  به ستا پرده  وکړي ماورته  وويل  کومي غوښتني چي تا دخپل  رب څخه کړي وي هغه به ماته  راښوې کنه نو زه  په  والله  ستا ټول حال چي ما وليدي خلګو ته  بيان  کړم  ده  راته  وويل (و يحک لاتفعل) داسي مه کوه  ماورته  وويل  هغسي نه کيږي کله چي ما ډير اصرار وکي نو يې راته  وويل  په دي شرط  يې درښيم  چي  ته  زما سره  دا لوظ وکړي چي هيچاته به نه وايي ما ورته وويل  ستاسره داعهد کوم چي ترڅو ته  ژوندي يي ستا سر او راز  به چاته  ونه  وايم  نو يې راته وويل:


زه پخپل دين کى پرځان  تر ټولو زيات  دښځو دفتني څخه  بيريدم  نومي دخپل  رب  څخه  دا خواست  وکې  چي زما دزړه څخه دښځو محبت وباسي  الله جل جلاله  زما دغه  دعا قبوله کړه  آن  تردي چي اوس  زه دانه  وايم چي ماښځه وليدل اوکه ديوال ماورته وويل ښه داخو يې يوه  بله؟ ده  راته  وويل  ما دخپل رب څخه داخواست  وکې چي زه دهيچاڅخه ونه بيريږم  دا دعا مي هم  الله جل جلاله قبوله کړه تردي چي اوس زه  د الله جل جلاله څخه  پرته  په مځکه اواسمان کي بل  دهيچا څخه  نه بيريږم  ماورته وويل  ښه دريمه دعا؟ ده  راته وويل دريمه دعا داوه چي مادخپل رب څخه داسوال وکې چي زماڅخه خوب  يوسي ترڅو زه شپه اوورځ دالله جل جلاله عبادت وکړم دا دعا مي الله جل جلاله نه کړه قبوله کله چى ما دده  داخبري واوريدي نومي ورته وويل لږ پرځان باندي ورحميږه ځکه چي شپه ټوله په عبادت باندي تيره وې  او دورځي له خوا دي روژه وي اوجنت  تردي  په کمه پيداکيږي اوددوږخ له اوره څخه تردي په کمه سړى ژغورل کيداسي (تردغو اعمالو چه ته يې کوې) ده وويل زه بيریږم چي په هغه ورځ پښیمانه  نه سم په کمه ورځ چي پښيمانتياهيڅ ګټه نه کوي په الله جل جلاله قسم  ترڅومي توان اوطاقت وي ترهغه به خپل زياراومحنت ته ادامه ورکوم که مي نجات پيداکړ  نودابه دالله جل جلاله  رحمت وي اوکه اور ته داخل سوم نودابه زماخپله کوتاهي وي .... البته عامر بن عبدالله نه يوازي د عابدانو او راهبانو څخه يو راهب وو بلکه دورځي له خوا بيادسپروغازيانوڅخه يو غازي هم وو دجهاد في سبيل الله لپاره داسي يواعلان نه دى سوی چي دی به دهغوکسانو په سرکي نه  وو چي ودغه اعلان ته يې لبيک وايه کله چي به ده دمجاهدينوسره ديوې غزالپاره تياري نيول نوبه ودر يدي خلګ به يې څارل ددي لپاره چي خپل ځان  ته  ملګري پيداکړي که به يې ملګري خوښ سو نوبه يې ورته وويل اي ملګرو زه غواړم چي ستاسي ملګرې وکړم خوپه دې شرط چي تاسي ماته د درو شيانوواک اواختيار راکړي چي هغه به زه کوم هغوی به ورته وويل کم درې شيان ؟ لومړی داچي زه به ستاسوخدمت کوم  زماسره به په دغه کارکي هيڅوک جنجال نه کوي دوهم داچي زه به  ستاسي مؤذن يم اذان زه کوم زماسره به څوک دلمانځه لپاره په اذان کولو کي هيڅوک جنجنال نه کوي دريم داچي زه ترخپله وسه پرتاسي باندي څه مصرف اوخرچه کوم ...که به  هغوى ورته وويل چي صحي ده نوبه ورسره ملګري کېدی اوکه به چا پدغو کارو کى څه جنجنال ورسره کوى نوبیابه و يوې بلي ډلي تلى .


يقيناعبدالله بن عامر دهغو مجاهدينو څخه وو چي دجنګ  او ننګ  په  ډګر کي به ډير ليدل کيده مګر دطمعي او غنيمتونودويش  پر مهال  به  ډيرکم ليدل کيده  اودې به په جنګ  داسي ورګډيدي چي ساری يې نه درلودی او دغنيمت  ځايونو څخه  يې  په  ځان  ساتلو کي هم سارى نه درلودى کله چي سعد ابن ابي وقاص رضي الله تعالی عنه  دقادسې په جنګ کي دکسرى ايوان (قصر )  ته راغی نويې عمرابن  مقرن  ته  امر  وکړ چي د غنيمت  مال  راټول  کړي او و یئ شميري ترڅو يې خمس  و بيت المال ته ولیږي او پاته  نور  پر  مجاهدينو باندي تقسيم کړي عمرابن مقرن  ډير زيات  قيمتي او عمده  مالونه او ګران بها شيان  دده  په  مخ  کي راټول کړه  چي  پکښي دفارس  بادشاهانو دسرو اوسپنوزرو دخوراک  ډول  ډول لوښي  اوځیني  هغه  صندوقونه  چي  پکښي  دکسرى  دباچا قيمتي جامې  په  ملغرو زبرجدواو ياقوتوسره ښائسته هارونه، زغري،  توري،د تورو و تيکۍ چي دتاريخ  په  اږدو کي دفارس  بادشاهانو ته  يو په  بل  پسي په لاس ورغلې وه  موجود وه  په  داسي حال کي چي مسئول کسانو دغه دغنيمت مالونه دخلګو  په  مخ  کي حسابول چي ناڅاپه  يو سپيره خاکساره سړى ديو خواڅه  راښکاره سو او يوه  غټه  درنه  تيلۍ  يې  په دواړو لاسونيولي ده  دخلګو نظر  تيلۍ ته ور واوښت  چي خلاصه  يې کړه  او ويي کتل  ټوله  دلعلو او جواهرو څخه  ډکه  وه  دوي ودغه يادسوي کس ته داسي  په  حيرانتيا سره وويل : داقيمتي خزانه  چيري  په لاسه  دره غله ؟ هغه  ورته  وويل داما ته په پلانکي ځاى اوپلانکۍ معرکه  کي په  لاس  راغله  هغوى  ورته  وويل:اياتا يوشي ورڅخه  اخستي دى که يا ؟ ده ورته وويل :


هداکم الله........الله جل جلاله دي تاسي ته  هدايت  وکړي قسم  په  الله  داخلطه او دفارس دبادشاهانو ټوله  شتمني زما په  اند دنوکانو دخيرو غوندي لا  هم  کوم  قدر او ارزښت  نه لري که  دمسلمانانو دبيت المال حق  پکښي نه  واى  ما به  بلکل  را اخستي لانه واى او نه  به  مي تاسو ته راوړې واى .هغوى ورته وويل :من انت اکرمک الله ؟ ته څوک يې الله جل جلاله  دي عزتمن  ولره  ده  ورته  وويل  يا والله که زه  ددې لپاره تاسي او يا نورو ته خپل ځان  معرفي کړم  چي بيا به  تاسي زما تعريف  اوستاينه  وکړي  زه يوازي اويوازي دالله تعالى حمد اوثناوايم  او دهمهغه څخه دثواب  اميد لرم  داخبره  يې وکړه  اوتری روان سو..........دوي يوسړى ته امر وکړ چي پسي ورسه او ددې سړى معلومات وکړه چي داڅوک  دى .داسړى هم ورپسې سو هغه  نه  وو په خبر تر څو دده  ملګرو ته ورسېدى نو يې دهغو څخه پوښتنه وکړه چي داسړى څوک دى  هغوى ورته  وويل  دا ته  نه پېژني ؟ دادبصرې زاهد عامر بن عبدالله تميمي دى .        


ددې سره سره دعامر بن عبدالله  ژوند د ناخوالواو د خلګو دازار څخه  په امن  پاته  نه سو او طبعا دداسي ناخوالو سره هر هغه څوک مخ کيږي  چي هغه  په  ډاګه  دحق  وينا کوي او د منکر(د بدو) منکِر وي اودهغه په ختمه ولو کي خپل توان نه سپموي ... ده ته  دتکليف  رسولو يو لامل  داهم  وو چي  يوه  ورځ  ده  يوصاحب منصب ولىدې  چي  يو ذمي  يې تر غاړه نيولې دى او راکشوي يي ذمي نارۍ وهي چي اي خلګو دخداى  لپاره  ماخلاص  کړي اي مسلمانانو دخپل نبي  په  خاطر  ماته  له  دغه  ظالم  څخه  پناه  راکړى  عامر را وړاندي سو اوورته  يې وويل : تا جزية  ادا کړي ده ؟ هغه ورته وويل  بلي هو اداکړي مي ده .عامر بن  عبدالله  هغه  نفر  ته  چي دغه  ذمي  يې تر غاړه نيولي وو وويل : ته  ددغه  نفر څخه  څه  غواړي ؟ هغه  ورته  وويل  زه غواړم  چي دې  زماسره  ولاړسي او زموږ دکور دغولې او باغيچۍ صفائي وکړي عامربن عبدالله  و ذمي  ته  وويل : ايا پر دغه  کار باندي راضي  يي ؟ هغه ورته وويل :


يا بلکل  نه  يم  راضي  دې ما د خپل کار اوکسب  څخه  راګرځوي  عامر  و هغه سړى ته وويل : دعه...دا سړى  پرېږده  هغه ويل  نه  يې  پرېږدم  بلاخره  عامر  پر هغه  ذمي  باندي  پټو  واچوې او ويي ويل قسم  په الله جل جلاله  تر څو چي زه  ژوندى  يم  دنبي علیه سلام  ذمه  او عهد به نه ماتېږي  بيا خلګ  سره  راټول  سوه دعامر پلوي  يې وکړه  او  هغه  ذمي يې  په  زو ره  د زورواکي له  منګلو څخه  خلاص کړ هغه صاحب منصب  او دهغه ملګرو  پر عامر  باندي د حاکم  د خلاف  ورزي  او دسنت  او جماعت  څخه  دوتلو  تور  پوري کړ  او ويي ويل :دې دښځو سره  نکاح  نه کوي ، دحيوانانو غوښي  اوشىدې نه  خوري او واليانو او حاکمانو د مجلس  څخه  سرغړ ونه کوي د دغه  شکايت  يې  وحضرت عثمان بن  عفان  رضي الله تعالی عنه  ته  وکړ هغه  وخپل  نائب الحکومة دبصرې والي  ته  امر  وکړ  چي دې  را وغواړې او ده  ته منسوب  دټولو تورونو  په  اړه  تري  پوښتني  وکړي دبصرې خليفه  دې  راوغوښت  ازور ته يې وويل امير المؤمنين اطال الله بقائه  ( الله جل جلاله دي يې تل پاتي ولري ماته  دا امر کړي دي  چي  زه ستا څخه  څه  پوښتني وکړم   ده ورته  وويل : مهرباني کولاى سي هغه ورته وويل ته ولي درسول الله صلى الله عليه وسلم  دسنتو څخه  ډډه  کوي او دښځو سره دنکاح  کولو منکر  يي ؟ ده ورته وويل ما نکاح  له  دي کبله  نه  ده  پري ايښې چي  زه د رسول الله صلى الله عليه وسلم  دسنتو څخه اعراض کوم ځکه زه  پردې شاهدي اداکوم  چي  په  اسلام  کي  رهبانيت  نسته  بلکه زه  داسي يوڅوک يم چى خپل دا يونفس  مي د الله جل جلاله  درضا لپاره  وقف  کړي دى اوپه دې بیره لرم چى ښځه  ورباندي  غالبه  نسي .


هغه ورته وويل ته  غوښي ولي نه خورې ؟ ده  ورته  وويل  :ولي نه  چي  پيداسي او اشتها مي ورته  وسي خورم  يي او داچي يا خو وي نه اوکه وي خو اشتهامي  نه  ورته  کيږي نو بيا يې  نه خورم :هغه  ورته  وويل  ته پنېر ولي نه  خورې ده ورته وويل صاحب  موږ په  داسي علاقعه کي  يو چي هلته  مجوسيان  (آفتاف پرست) دغه  پنېرجوړه وي او هغه  داسي قوم  دي  چي د مردارو اوحلالو فرق  نه  کوي نو  زه  بيرېږم  چي هغه سيلۍ کوم  چي دوي  ورباندي پنېر جوړوي د مړه حيوان  څخه  دي  وي  نو څوک  دا شاهدي اداکولاى سي  چي دا پنېر چي زه  يې وخورم  دحلال  سوی حيوان  په  سيلۍ سره دي جوړ سوی  دی  هغه  ورته  وويل :ته  دواليانو دربار او دهغوى  ومجلس  ته ولي  نه ورځي ؟ ده ورته وويل  ستاسي  په  دروازو کي نور ډير اړ اومحتاج  کسان  سته  هغه  در وغواړي او دهغوى اړتياوي ورپوره کړي څوک چي درته  ضرورت  نه  لري هغه څه کوي .....د عامر بن عبدالله  دا ټولي خبر‌ي  و اميرالمؤمنين حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه  ته  ورسول  سوې  هغه داسي خبره  پکښي  پيدانه کړه چي په  هغى کي دي د حکم خلاف ورزى اويا دسنت او جماعت  څخه  دوتلو څه  پکښي وى مګر پدي سره هم هغه بل سوی اور مړ نه سواو د عامربن عبدالله  په باره کي قيل وقال  بيخي زيات سو نژدي وه چي دعامر د پلويانو او دهغه  دمدعيانو  ترمينځ يوه غټه  فتنه  جوړه  سي ځکه  نو حضرت عثمان رضي لله تعالی عنه عامر بن  عبدالله  ته  امر وکړ چي شام  ته ولاړ سي او هلته  هستوګنه  غوره کړي  او د شام  والي معاوية  بن  ابي سفيان  ته  يې حکم  وکړ چي  دده  ښه  استقبال ، قدر  او عزت وکړئ کله چي عامربن عبدالله  د بصرې څخه  دوتلو او کوچ کولو ارده  وکړه  نو دده شاګردان او نور ډير خلګ  دخداى په اماني لپاره  تر ((مر بد)) پوري  ورسره  راووتل  دلته  نو عامر  و خلګو ته  مخ  را واړاوه او ويي ويل  زه  دعا کوم  تاسي  راسره  آمين  واياست  خلګو غاړي  او سرونه  راپورته  کړه  چي  دې وويني ټوله  چپ او کرار سول  ده  ته   يې کتل  ده  لاسونه  پورته  کړه  او ويي ويل :


اللهم  من  وشى  بى  وکذب  على ،وکان سببافى اخراجى من  بلدى  والتفريق  بينى  وبين  صحبى  ....اللهم  انى  صفحت  عنه  فاصفح  عنه .... وهبه  العافية  فى دينه  ودنياه.... ....................اي الله جل جلاله  هر چا چي  زما چغلګري کړی ده ،په ماپسي يې درواغ  تړلي دي ،زما دښار څخه  زما په  ايستلو کي لاس  لري زما او زما دملګرو تر مينځ  يې بيلتون  راوستي وي ....اي الله جل جلاله  زه تر ورتير يم  بخښلۍ مي دى ته  ترې ورتيرسي اوپه  دنيا او آخرت  کي  عافيت  او سلامتيا ورپه برخه کړي  ما او دوي او نور  ټول  مسلمانان  په  خپل  رحمت  ،بخښني اواحسان سره ونازه وې    برحمتک  ياارحم الراحمين.بيا يې خپله سپرلي دشام  پر خوا رهي کړه او لاړ پاته  نور ژوند يې  په  شام  کي تيرکړ په بيت المقدس کي يې هستوګنه کوله او دخپل  لياقت  او وړتيا مطابق  يې دمعاوية بن سفيان  دښېګڼو احترام  او عزت څخه استفاده  وکړه  کله  چي  يې دوفات  وخت  رانژدې سو ملګري يې  دپوښتني لپاره  وره غله  ده ژړل   هغوى ورته وويل  په  چشي او ولي ژاړې ته خو داسي داسى (تقواداره سړى وى) وې؟ ده وويل  قسم  په  الله  جل جلاله  زه پر دنيا باندي  دحرص  او دمرګ  څخه  دبېري له  کبله  نه  ژاړم  بلکه  په دي  ژاړم  چي سفر مي ډير  اوږد او توښه  مي ډىره کمه ده همدا نن  نه  ده معلومه  چي  پرکوم  لور  به  مي  تله وي دجنت  پر لور او که  د دوږخ  بيايې څوساوي په داسي حال کي وکښلې چي  ژبه  يې دالله جل جلاله  په  ذکر سره  لنده  وه  او په  لومړي قبله  دريم  حرم  او درسول لله صلى الله  عليه وسلم   په تګ لاره (بيت المقدس ) کى  يې  له  فاني دنيا څخه  سترګي پټي کړي ...الله جل جلاله دي  دعامر قبر منور کړي.


ونضرفى جنات الخلدوجهه .١٤٣٤-١٠-١٥ شوال  المکرم  هجرى  القمرى.

کتبه وترجمه  العبد الفقير سيد عبدالبارى الحنفى  الخويدم  لدارالافتاء فى المذياع  الملية  بقندهارالمسمى بتعليم الاسلام ادام الله نشراتها الدينية .

ماخذ: صور من حياة التابعين

https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=4003