عالم چاته وايي؟
د دین عالم د لغوي معنی له مخې هغه څوک دی چې دیني زده کړې او تخصص لري، خو د بشپړو معنویاتو له پلوه یوازې هغه څوک دیني عالم نه دی چې له مدرسې،پوهنتون، او معهدونو فارغ وي. ښايي یو نا مسلمانه کس هم زموږ دین لوستی وي په قران کریم پوه وي خو موږ ورته د خپلې ټولنې او مروجې ترمېنالوژۍ له مخې دیني عالم نه وایو. دیني عالم، امام،خطیب،ملا، مولوي .. هغه څوک دی چې عالم وي،عمل یې وي، حلیم او خیرخواه وي، د خپلې ډلې د ګټو لپاره دیني روایات نه تفسیروي، پر خپلو مقتدیانو سترګې نه راوباسي، غوسه او په تنده ژبه خبرې نه کوي، پر خلکو د کفر او الحاد ټاپې له محکمې او قضا پرته نه لګوي، له جنجالي سیاسي اړخونو سره په څنګ کې نه ودریږي، د مذاهبو ترمنځ اختلاف نه راپاروي، ځان ته په لوړ مقام او عوامو ته د ناپوهو په نظر نه ګوري او ګڼې نورې ښېګڼې. دا ټولې ځانګړنې د محمدي اخلاقو بېلګې دي. زموږ پیغمبر هیڅ ځای خلک نه دي سپک کړي، څوک یې لارو کې په پايپونو نه دی وهلی، د ګناه له امله یې د مخ تورولو او تحقیر سزاګانې نه دي ورکړي،ښکنځل او نورو ته توهین یې د منافق کار بللی، هیڅ وخت په لوړ غږ نه غږېده، په مسلمانانو یې د الحاد ټاپې نه لګولې او په ټولنه کې ان نا مسلمانه وګړي یې له چلنده اغېزمن او خوښ وو. د الله تعالی امر هم دی چې موسی علیه السلام ته یې د ښه لارښود او غوره عالم د لټون ویلي هغه چې د پرمختګ او بریالیتوب لاره درته جوړوي. «قالَ لَهُ مُوسى هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلى أَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدا»سورة کهف
سرچينې
سمولسيد عبدالله نظامي