عارفه عمرلور
عارفه عمرلور بشیر (۱۳۵۳ ل. -) يوه افغانه کيسه ليکواله ده.
مخينه
عمرلور په جلال آباد ښار کې زېږېدلې ده، خو اصلي استوگنځی يې د لغمان ولايت د اليشنگ ولسوالۍ د سالاو درې د باړېزيو سيمه ده. اوس له هېواد څخه بهر د بلجیم په هېواد کې اوسېږي. په بېړنۍ لویه جرگه کې په کال 2002 کې د لغمان ولایت وکیله وه.
زده کړې
تر يوولسم ټولگي پورې يې په لښکرگاه ښار کې د نجونو لېسه ولوسته، د دوولسم ټولگي بريليک يې د کابل ښار له سلطان راضيې لېسې نه ترلاسه کړې. بيا په ۱۳۶۹ ل. کال کې د کابل انجنيرۍ پوهنځي ته لاړه او هلته يې تر څلورم ټولگي پورې لوړې زده کړې ترلاسه کړې خو د نجونو پر تعليم د بنديز له امله يې لوړې زده کړې نيمگړې پاتې شوې.
کاري مخینه
عمرلور له 2001 نه تر 2010 کال پورې د بی بی سي په تعلیمي پروژه کې د لیکوالې او پروډیوسرې په حیث کار کړئ.
ليکوالي
عارفه عمرلور له ۱۳۶۷ ل. کال راهيسې ليکنې کوي او تر اوسه يې دا لانديني اثار ليکلي:
چاپ شوي آثار
- ماتې سيپۍ - ناول
- د واده پر سبا - ناول
- ستومانه تېښته - ناول
ناچاپ آثار
- شمه توره - ناول
- انگریز پلاوی - ناول
- ډار - ناول
- په ماښام کې واټکی - ناول
- یو بډوډی - ناول
باندنۍ تړنې
- د لیکوالې ویب سایټ عمرلور Archived 2016-06-30 at the Wayback Machine.