سوريان د هندوستان له ځواکمنو پاچاهانو څخه يو هم فريد د حسن زوی، چې په لومړيو کې نوموړي د لاهور د حاکم دولت خان پواسطه د سلطان ابراهيم لودي دربار ته لاره ومونده او شهرت یې ترلاسه کړ،وروسته د بهار نائب الحکومه وټاکل شو.نوموړي دهغې زړورتیا له کبله د شېرخان لقب ترلاسه کړ چې د زمري د ښکار په وخت کې یې ښودلې وه په سند کې دمغولي پاچاهۍ سره د شېرخانً مخالفت ددې لامل شو چې همايون د بابر زوی پرده بريد وکړي.خو په لومړني يرغل کې کې همايون ته د شېرخان فکري او نظامي لوړتيا ښکاره شو.وروسته له دې شېرخان په (1537ز.کال)کې بنګال ونيوو او د دويم ځل لپار په(1538ز.کال)کې همايون سره مخ شو. په دې جګړه کې جلال خان د شېرخان زوی د بهاراو بنګال په منځ کې همايون ته ماتې ورکړه او او همدارنګه په (1538ز.کال)کې د دوی ترمنځ بله جګړه وشوه او پايله کې همايون ماتې وخوړه او نيږدي دګنګا په سیند کې ډوب شوی و خو ديو سقاو له خوا راوايستل شو.نور اړ شو چې هند پرېږدي.لدې ځایه خپل ورور عسکري خان ته چې د کندهار حکم و ورغی خو نوموړي ورسره مرسته ونه کړه.نوموړی (1542ز.کال)كې فارس ته لاړ.پدې توګه شېرشاه سوري د شمالي او مرکزي هند دټولو برخو له نيولو وروسته په کورنيو اصلاحاتو پيل وکړ.د اوبو بندونه،کاروان سرایونه او جوماتونه یې جوړ کړل.د بنګال لاره یې د اټک تر سیند پورې پورې ورغوله او وروسته له پېنځوکروو(په ټولنيزه توګه 1000ګزه)یې کاروان سرای،د اوبو څاه او جومات جوړ کړل.څه وخت چې شېرشاه سوري غوښتل د کالنجر کلکه کلا ونسي،وروسته له څوارلسو(14)کلونه حکمرانۍ او شپږً(6)کلونو واکمنۍ په(1544ز.کال)کې د باروتو په پوه چاودنه کې مړ شو.شېرشاه سوري پوهانو ته پاملرنه کوله، پخلپه یې ځينې وخت شعرونه وايل او د قافیې په پوه کې ښه پوهيدو.له شېرشاه سوري وروسته دده مشر زوی عادل خان پاچا شو خو نوموړی دسردارانو د مخالفت له امله لرې او په (1544ز.کال) کې دده کشر ورور جلال خام چې سليم شاه سوري په نوم یاديدو واکمنۍ ته ورسيد.له يوه پلوه دده ورور عادل خان مخالفت او له پلوه همايون لښکر کشۍ ددې لامل شو چې نوموړي دولت کمزوری شي ترڅو (1554ز.کال)کې له منځه لاړ.سليم شاه سوري وروسته دهغه ولس(17)کلن زوی فیروز پاجا شو خو وروسته له دریو(3)ورځو د شېرشاه سوري د وراره مبارزخان له له خوا ووژل شو او مبارزخان د محمدشاه عدلي په نوم پاچا شو.د شېرشاه سوري او سلیم شاه سوری امرين له دې وضې څخه نا خوښ شول او په ځينو سيمو کې د پاچاهۍ اعلان وکړ. د سختو اختلافتو د رامنځته کيدو له امله،همایون وخت غنیمت وبالو او په(1556ز.کال) کې هند ته لاړ. که څه هم له دې وروسته افغانان په پوره توګه له صحنې نه ونه وتل او کله ناکله به دمغلولو د سزخوږي لامل کيدل خو د احمدشاه بابا تروخته چې دهندوستان زياتې برخې یې ونيولې،په ښه توګه راڅګند نه شول