ظفر اسحاق انصاري

ظفر اسحاق انصاري جنازه وکړه او جسد يې خاورو ته وسپارل شو. انصاري د ماضي ښه شاهد او د فکر او علم سړی و. د اسلامي تحقيقاتو انستيتيوت او اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون پخوانی مشر و. هغه په کاناډا کې په ۱۹۶۶م کې دوکتورا کړې وه او د اسلامي فقهې پر لومړي پرمختگ يې تيسېز ليکلی و. دغه راز، د مولانا مودودي تفسير يې انگليسي ته ژباړلی و او تېر پنځوسو کلونو کې انصاري ډېرې علمي څېړنې خپرې کړې او فکري او علمي اړخ کې يې ډېر کار کړی و. انصاري د وتلي مستشرق جوزف شاخت او دغه راز د وتلي فقېه، مصطفی الزرقا شاگرد و. دغه ډول تنوع د هغه پر علمي او فقهي اړخ ډېر مثبت تاثير لرلی و. د هغه د دوکتورا تيسېز عموماً د مستشريقينو او په ځانگړې توگه د جوزېف شاخت پر نظرياتو رد گڼل کېدای شي. له جنازې وروسته د انصاري شاگرد او زما استاد، ډاکټر مشتاق يې ځينې خاطرې راته وويلې. هغه راته کړه چې د انصاري د سترتوب له پاره همدا بس ده چې ډېر کسان يې روزلي، چې اوس پراخې علمي څېرې دي. يو له دغو کسانو څخه عمران احسن خان نيازی دی. هغه يوازې د قانون استاد و. انصاري د هغه نبوغ درک کړ او د اسلامي فقهې سره يې وتاړه. انصاري په ۱۹۳۲م کال کې زېږېدلی و او نن سهار وفات شو. هغه د عمر تر وروستۍ شېبې د اسلامي تحقيقاتو مرکز ته ورته او تر خپلې وسې يې علمي کارونه کول. تقريباً پنځلس ورځې وړاندې يې دفتر ته ورغلم، چې د ملاقات فيض يې واخلم او ورسره مرکه وکړم، خو سکرتر يې راته ويل چې روغتيايي حالت يې ښه نه دی. بالآخره نن ماسپښين يې له وفاته خبر شوم.