طلحه بن عبيدالله

حضرت طلحة بن عبیدالله التیمي القرشي رضي الله عنه هم د هغو لسو صحابه کرامو له جملې نه دی، چې الله تعالی په دنیا کې د جنت زیری ورکړی دی.

د نوموړی د اسلام راوړلو واقعه داسې وه، چې حضرت طلحة رض یو ځل د قریشو له کاروان سره د شام بازار ته د ګټې لپاره ولاړ کله چې کاروان د بُصری ښارګوټي ته ورسېد، نو د قریشو مخکنیو تجارانو د خپلې تجربې له مخې په دغه بازار کې په اخيستلو خرڅولو شروع وکړه. حضرت طلحة رض دا وخت نوی د ځوانۍ په درشل قدم ایښی و. د تجارت په اړه يې کومه پخه تجربه نه لرله، البته د خدای ورکړي استعداد له مخې يې د اجناسو ښه او بد معلومولای شوای. حضرت طلحه رض به هم هر سهار او ماسپښين هغه بازار ته د تجارت لپاره راتله، کوم ته چې به له ډېرو لرې لرې ځایو خلک راتلل. حضرت طلحة رض په دې بازار کې هغه څه واورېدل او ولیدل، چې نه یواځې د ده بلکې د ټول تاریخ د بدلون سبب وګرزېد.

حضرت طلحة رض وايي چې یوه ورځ موږ دغه د بُصری په بازار کې په تجارت لګیا وو چې د یوه نصراني راهب نارې مو تر غوږ شوې چې ویل يې: ای سوداګرو! تاسې دغه بازار ته له راغلیو خلکو څخه پوښتنه وکړﺉ، چې په دوی کې څوک د مکې اوسیدونکی شته؟ حضرت طلحه رض وايي، چې زه په چالاکۍ سره ور وړاندې شوم او ورته ومې ویل، هو زه د حرم له اوسیدونکو څخه یم، راهب راته وویل چې په تاسو کې د احمد په نامه کوم څوک را ښکاره شوی که نه؟ ما ورته وویل احمد څوک دی؟ ده راته وویل د عبد الله بن عبد المطلب زوی.

او وايي دا هغه میاشت ده چې همدا احمد به د حرم له سیمې په کې راڅرګند شي او دا به وروستنی نبي وي، بیا به وروسته داسې یو ځای ته هجرت وکړي چې هلته به د تورو ډبرو، د کجورو د ونو او مالګینې ځمکې تر څنګ اوبه هم راوتلې وي، ای ځوانه! تلواره وکړه تر هر چا مخکې ورسره رابطه ونیسه. حضرت طلحة رض وايي: د راهب په خبرو مې یقین راغی، خپل سامان مې سره راټول کړ، په ګړندي مزل سره تر کاروان مخکې د مکې په لور را روان شوم، کله چې مکې ته ورسیدم، نو له خپلې کورنۍ نه مې پوښتنه وکړه چې له ما وروسته خو به څه نوې پېښه نه وي شوې؟ ځواب کې يې را ته وویل ولي نه! محمد -صلی الله علیه وسلم- بن عبدالله د نبوت دعوه کړې ده او ابوبکر د ابو قحافه زوی يې تصدیق کړی دی.

حضرت ابو طلحة رض وایي چې ما حضرت ابوبکر صدیق رض لا پخوا د یوه حلیم او مینه‌ناک کس په صفت پیژاند، نوموړی د غوره اخلاقو تر څنګ یو بااستقامته سوداګر و، موږ به ډیره مینه ورسره کړه او د ده مجلس به مو ځکه ډیر خوښاوه چې ده ته د قریشو تاریخ او د نسب شجره معلومه وه، زه ورغلم ورته ومې ویل چې رښتیا محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت دعوه کړې ده او تا یې تصدیق کړی؟ حضرت ابوبکر صدیق رض راته وویل چې هو بلکل!

بیا یې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په باره کې ما ته ډیرې خبرې وکړي او د اسلام دمنلو دعوت يې راکړ.

ما ورته هغه د راهب خبره وکړه، حضرت ابوبکر صدیق رض ډیر په تعجب کې شو، راته ویې ویل درځه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دواړه ورشو دا خبره به ورته وکړو. هغه څه به خپله واورې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یی وایي او ته به هم د الله تعالی په دین کې داخل شې.

طلحة رض وايي، چې زه له ابوبکر رض سره یو ځای د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شوم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د قران کریم څو ایاتونه تلاوت کړل او ما ته یې د اسلام د منلو وړاندیز وکړ، د دنیا او اخرت د خوښیو زیری یې را باندی وکړ. بس له دې سره الله تعالی زما زړه ته د ایمان د منلو لاره برابره کړه او هغه د بُصری ښارګوټي د راهب کیسه مې ورته وکړه چې په اوریدو سره یې د رسول الله په مخ کې د خوشحالۍ نښې له ورایه ښکارېدې او د رسول الله په وړاندې مې د اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمدا رسول الله کلمه وویله. تر دا وخته زه څلورم کس وم چې د حضرت ابوبکر رض په برکت په اسلام مشرف شوم.

د حضرت طلحة رض په اسلام مشرف کیدل د خپلې کورنۍ خاصتاً د مور لپاره د یو اسماني تندر په شان و، ځکه حضرت طلحة رض د ډېرو غوره اخلاقو څښتن و، مور یې د ده د غوره اخلاقو له برکته په دې تمه وه چې یوه ورځ به د خپل قوم مشر او سردار شي.

قوم یې په اول کې ډېره هڅه وکړه چې په نرمه طریقه یې له اسلامه بیرته را وګرځوي، خو کله چې له دې لارې بریالي نه شول نو یې د وهلو او هر ډول تکلیف په ورکولو شروع وکړه. مسعود بن حراش رض وایي، چې یوه ورځ مې د صفا او مروه تر منځ سعي منډه وهله یو ناڅاپه مې په ډیرو خلکو نظر شو چې د یو نوي ځوان تر شا تیز تیز روان دي او د دې ځوان دواړه لاسونه یې په خپله غاړه کې ور تړلي دي او د شا له خوا یې ټیله کوي او په دا سر سر یې وهي. په دوی پسې له شا نه یوه سپین سرې بوډۍ روانه ده او دې ځوان ته په جګ اواز سره بد رد وايي. د دې حالت په لیدو سره مې له چا نه پوښتنه وکړه چې دا څه کیسه ده؟ هغو راته وویل چې دا طلحة بن عبید الله دی، له خپل دین څخه اوښتی دی، د بني هاشم د قبیلې د یو ځوان د دین تابع شوی دی. ما ويل دا له شا سپين سرې زنانه څوک ده چې کنځلې ورته کوي؟ وای دا یې خپله مور صعبة بنت الحضرمي ده.

وروسته بیا نوفل بن خویلد چې د قریشو د زمري په نامه یې هم شهرت درلود، حضرت طلحة رض ته ور پاڅېد، دی او حضرت ابوبکر صدیق رض دواړه یې په یوه رسۍ يا پړی سره وتړل او د مکې کمعقلانو ته یې وسپارل تر څو هغه یې ښه وځوروي. له همدی امله به حضرت ابوبکر صدیق رض او حضرت طلحة رض ته قرینین ویل کېدل!<ref