طبیعي حقوق او قانوني حقوق


طبیعي حقوق او قانوني حقوق د حقوقو دوه بنسټيز ډولونه دي.[۱]

  • طبیعي حقوق هغو خپلواکو حقوقو ته ويل کېږي، چې په قوانينو او يا په کوم ځانګري دود، عنعناتو او حکومت پوری تړاو نه لري، نو پر دې اساس دا عمومي، بنسټیزاو ثابت حقوق دي ( دا حقوق د بشري حقوقو له لوري فسخ کېدای نه شی، که څه هم يو کس کېدای شی، د دې لپاره خپل حق له لاسه ورکړي چې، د بل کس حقوق په خپلو کړنو سره تر پښو لاندی کړی). طبیعي قانون د طبیعي حقوقو قانون دی.
  • قانوني (وضعي) حقوق ، هغه حقوق دي چې يوه کس ته د قانونې نظام له لوري ورکول کېږي ( په دې حقوقو کې کېدای شي چې، د بشري قوانينو له لوري فسخ، تغيیر او بدلون راشي). د مثبت قانون مفهوم، د قانوني (وضعی) حقوقو په مفهوم پورې تړاو لري.

طبیعي قانون د لومړي ځل لپاره د پخواني يونان په فلسفه کې را ښکاره شو او د رومي فلیسوف سيسرو له لوري ورته په کې اشاره شوی وه. ورپسی د انجيل په کتاب کې ورته اشاره شوې او بيا له هغه وروسته په منځنیو پېړیو کې د کاتوليکی فلیسوفانو، لکه: د لوی البرت (Albert the Great) او توماس اکويناس (Thomas Aquinas) له لوري انکشاف ورکړل شو.[۲][۳]

د روښانتيا عصر په دوران کې د طبیعي قوانينو مفهوم د پاچاهانو الهی حق ( divine right of kings) د ننګولو لپاره کارول کېده او د ټولنيز قرارداد (social contract)، مثبت قانون (positive law) او دحکومت د تاسيس لپاره  یو توجيهی بديل شو او په دې توګه قانوني حقوق د کلاسيکي )قديمی)  جهوريت پالنی په بڼه منځ ته راغلل. د طبیعي حقوقو مفهوم بيا د نورو له خوا برعکس کارول کېږي، تر څو په دی سره د ټولو دا ډوله جوړښتونو مشروعيت وننګوی. د بشر دحقوقو نظريه د طبیعي حقوقو له نظريو څخه اخستل شوې ده. هغوی چې د طبیعي حقوقو او د بشر حقوقو ترمنځ د غوره والي نظريه ردوی او بشري حقوق د طبیعي حقوقو د بديل په توګه یې نه قبلوی او وايې چې: د بشر حقوق په طبیعي حقوقو، طبيعت پېژندنې او د مسيحیت په دیني عقيدی پوری تړاو نه لري. طبیعي قوانين په ځانګړی توګه، د هرحکومت يا نړيوال سازمان له صلاحيت نه پورته دي چې دا قوانين ملغا اعلان کړي.[۴][۵][۶]

د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ ز کال د بشر حقوقو نړيواله اعلاميه يو مهم قانونې سند دی، چې د طبیعي حقوقو نظريه د نړيوال نرم قانون (soft law) د درناوی وړ برخه کڼې. طبیعي قوانيننو ته په دوديز ډول سره په منفی حقوقو پوری د منحصرو قوانينو په سترګه کتل کېدل، په داسې حال کې چې د بشر مثبتو حقوقو (positive rights) ته هم شاملېږي. ان د طبیعي حقوقو مفهموم له بشري حقوقو څخه، دا دوه هغه اصطلاحات دي چې د يو بل مترادفات نه شي جوړېدای. [۷]

تاریخچه                                                                                            سمول

دا نظريه چې ځینې حقونه طبیعي يا مسلم حقونه دي، يوه تاريخي مخینه لري چې دا تاريخې شاليد  لږ تر لږه د سټايکس (Stoics) د فکری مکتب د پخوانۍ زمانې له وروستیو نه د کاتوليک قانون د منځنیو پېړیو تر لومړيو او د رومي پروتستانت تر اصلاحاتو (Protestant Reformation) او د روښانتیا له دورې څخه تر نن ورځی پوری رسېږي.[۸][۹]

د طبیعي حقوقو د موجوديت ادعا د ګڼو کسانو له خوا په ګڼو ځايونو کې، لکه: په پخوانيو فلسفی استدلالونو يا دیني اصولو کې شوې ده. د مثال په ډول: ايمانيول کانت دا ادعا کوي چې طبیعي حقونه، هغه دي چې يواځې د دليل له لاری لاسته راځي. په داسې حال کې چې د متحده ايالاتو خپلواکۍ د اعلاميې پر بنسټ دا ښکاره او واضح  حقيقت دی، چې ټولو نارينه وو ته د دوی د خالق له لوري ځني مسلم او ثابت حقوق ورکړل شوي دي. همدا ډول، د ګڼو فلیسوفانو او حکومتي کسانو له لوري ګڼ شمېر د طبیعي حقونو نوملړونه، د دوی په اند ترتیب شوي دي، چې د ژوند او آزادی حقونه په کې تر ټولو لومړيتوب لري. [۱۰]

هربریت ال اې هارت  پر دی خبر باندې استدلال کوي، چې په ټوله کې که چېرې حقونه وي، نو بايد د آزادۍ حق هم وي او نور ټول حقونه په آزادی پوری تړاو لري.

توماس هیل ګرین بيا داسې استدالال کوي چې: که د حقوقو په نوم داسې څه شتون ولرې، نو بيا بايد ژوند او آزادی ته د لاسرسي حق هم وي، يا  که په سم ډول ووايو، باید د آزاد ژوند کولو حق شتون ولري.

جان لاک بيا په ژوند، آزادی او مالکيت باندی د يوه لومړيتوب په ډول  ټينګار کاوه. د جان لاک د انقلاب حق څخه د ټینګې دفاع سره، توماس جفيرسن د خوشحالۍ پر لور "pursuit of happiness" د مليکت پر ځای د متحده ايالاتو خپلواکۍ په اعلاميه کې ذکر کړی.[۱۱][۱۲]

لرغونیسمول

د نيويارک ټايمز د ورځپاڼۍ پخوانی خبريال او د شاه ټول کسان (All The Shah's Men) د کتاب ليکوال ستيفن کنزر، په پای کې ليکې چې:

زردشتي مذهب ايرانيانو ته دا ورزده کړي وو چې، ښاريان يې يو مسلم حق لري چې خپل مشر (پاچا) ته نصيحت وکړي او دا يي يوازنی مسؤليت نه دی، چې د هوښيارو مشرانو اطاعت وکړي، مګر دوی مسؤليت لري چې، بايد د هغو بدکارو مشرانو په مقابل کې را پاڅېږي. رهبرانو (پاچایانو)  ته پر ځمکه د خدای د استازي په سترګه کتل کېږي، مګر دوی له وفادارۍ سره سره، بايد د خدای رحمت یا (farr) هم ترلاسه کړی، فار يو ډول الهی پيرزوينه ده چې د اخلاقی چلند په پايله کې لاسته راځي. [۱۳]

د يپيکيورينس یا لذت لټوونکو (Epicureans) د عقيدی ۴۰ اصول دا ښيي چې د دې لپاره چې د نورو سړيو څخه ځان وساتو، د دی پايلې د لاسته راوړلو لپاره هره وسيله کارول يوه ښه طبیعي کړنه ده (۶ اصل). دوی په اخلاقي قراردادنو باندي باور درلود، چې په کې دوی هوکړې ته رسېدل، چې نه به چاته زيان رسوی او نه به ورته زيان رسول کېږي. دا اړين نه وو چې هرومرو بايد له دې هوکړه ليکونو څارنه وشي ( ۳۳ اصل) ، مګر شرايطو ته په کتو سره، بايد تغیير په کي راشي (۳۷ تر ۳۸ اصول). [۱۴]

د لذت لټوونکو اصول په دی باندې دلالت کوي چې انسانان په طبیعي حالت کې له خپل شخصي قلمرو نه خوند واخلی او دوی بايد له هغه قانون سره سم دا کړنې وکړي چې له دوی څارنه کوي. دا قانون کېدای شي چې د حالاتو له بدلون سره سم  په دوره يې ډول بدلون وکړي.

ستویکس (Stoics) باور دردلود چې،  په فطري ډول سره هېڅ څوک غلام نه و، غلامي يو بهرنی حالت و، چې له باطني آزدی سره یو ځای شو.

سينيکا د يانګر ليکلي: دا يوه تېروتنه ده، چې داسې تصور وکړو چې غلامي د يوه سړي ټولو شيانو ته راجع کېږي، مګر د هغه غوره برخه تری مستثنی ده، بدن په حقيقت کې د يو بادار تابع ده، مګر د هغه فکر آزاد دي او په حقيقت کې دا فکر دومره خپلواکه او وحشي دی، چې ان د بدن د زندان له لاری چي هغه په کی زنداني دی، نه شو مهار کولی. [۱۵]

د طبیعي حقونو د نظريې د پرمختګ  اساسي او مهم دليل، د طبیعي انساني برابرۍ د نظریې ظهور او پيدايښت و.

لکه څنګه چې تاريخ ليکونکي اې. جي. کارلیل (A.J. Carlyle) ذکر کړی: د سياسی تيوري د کمال په نظريه کې داسې ډېر ژور بدلون شتون نه لري، لکه څرنګه چې د ارستو په تيوري کې او په وروستيو کې د سيسرو او د سينيکا له خوا وړاندی شوې تیوري کې چې و.

موږ دا فکر کوو چې دا مثال د انسان د طبیعي برابروالی اړوند غوره مثال نه شي ګڼل کېدای. همدغسی چارلس اچ مک الیوین په دی اند دی چې، د نارينه وو د برابروالي په اړه تر ټولو ژوره نظريه د ستايکس سياسی نظريه ده او د دې تر ټولو غوره نفوذ، د هغه قانون مفهوم بدلول دي چې، دا پایله ترې را منځته کېږي.

سيسرو بيا په لجيبس (د قانونو یوه ټولګه) کې استدلال کوي چې: موږ د عدل لپاره پيدا شوي يو او دا حق د طبیعیت پر بنسټ ولاړ دی، نه د نظریاتو پر بنسټ. [۱۶][۱۷]

سرچينې او ياداښتونهسمول

  1. "Natural Rights | History of Western Civilization II". courses.lumenlearning.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rommen, Heinrich A., The Natural Law: A Study in Legal and Social Philosophy trans. Thomas R. Hanley, O.S.B., Ph.D. (B. Herder Book Co., 1947 [reprinted 1959] ), p.. 5
  3. کينډۍ:Bibleverse
  4. Jones, Peter. Rights. Palgrave Macmillan, 1994, p. 72.
  5. Jones, Peter. Rights. Palgrave Macmillan, 1994, p. 81.
  6. For example, the imperative "not to harm others" is said to be justified by natural law, but the same is not true when it comes to providing protection against harm
  7. See James Nickel, Human Rights, 2010. The claim that "..all human rights are negative rights.." is rejected, therefore human rights also comprise positive rights.
  8. Tierney, Brian (1997). The Idea of Natural Rights. Eerdmans. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Siedentop, Larry (2014). Inventing the Individual: The Origins of Western Liberalism. Belknap Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "America's Founding Documents | National Archives". Archives.gov. 12 October 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lectures on the Principles of Political Obligation, T. H. Green, 1883, p.114.
  12. "American Enlightenment Thought | Internet Encyclopedia of Philosophy". د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kinzer, Stephen (12 August 2004). All the Shah's Men: An American Coup and the Roots of Middle East Terror. Wiley, 2004. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470581032. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Principle Doctrines". epicurus.net. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Seneca, De beneficiis, III, 20.
  16. McIlwain, Charles H. (1932). The Growth of Political Thought in the West: From the Greeks to the End of the Middle Ages. New York. د کتاب پاڼي 114–15. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Cicero, De Legibus (Keyes translation), book 1, section 28.