ضیاء الرحمن خوږیاڼی

شهید ضیاء الرحمن خوږیاڼی د افغان سرحدي ځواکونو سرتېری و چې د ۲۰۱۶ز کال د جون میاشټې په ۱۲ نیټه د پاکستاني ځواکونو له خوا پیل شوې جګړې کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

جنازه سمول

د شهید خوږیاڼي جنازه د جون میاشت په ۱۳مه نیټه د ننګرهار عامې روغتیا روغتون څخه د شېرزي لوبغالي پر لور ۹ بجې سهار د یو لړ پوځي مراسمو په ترڅ کې وخوځول شوه او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلو زرګونو ولسونو په شتون کې یې جنازه ترسره او مړی یې خپل پلرني ټاټوبي خوږیاڼو ته ولېږدول شوه.