ضرت علي د حضرت ابوبكر(رض) له نظره

حضرت علي د حضرت ابوبكر(رض) له نظره : سمول

٭ حضرت ابوبكر (رض) وايي:څښتن او رسول يې رښتيا وويل؛د څښتن رسول له غاره دباندې پر هغه شپه،چې مدينې ته د تګ اراده موكړې وه، وويل:(( زما او د علي  لاس په عدالت او مساوات كې يو شان دى . )) سمول

وګورئ : 1 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 438مخ، 953حديث . 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : باب مناقب السبعون؛ 277مخ، 17حديث، 300مخ . 3 _ متقي هندي ، كنزالعمال؛ 11ټوك، 604مخ، پينځم ټوك د بيروت چاپ . سمول

  سمول

٭  ام المومنين عايشه وايي:پلار مې (حضرت ابوبكر ) ليده،چې ډېر  د علي  څېرې ته ګوري. ورته مې وويل : پلار جانه ! ولې د علي  څېرې ته ډېر ګورې؟ سمول

راته يې وويل : لورجانې!د څښتن له رسوله مې واورېدل چې: (( د علي  څېرې ته كتل عبادت دى . )) سمول

وګورئ : 1 _ ابن كثير، البدايه والنهايه؛ 7ټوك، 358مخ . 2 _ سيوطي ، تاريخ الخلفاء؛ 172مخ. 3 _ابن مغازلي؛ مناقب؛210مخ، 252حديث، لومړى چاپ. 4 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 391مخ، 895حديث ( دمحمودي شرحه) سمول

٭ له حضرت ابن عمر نه روايت دى،چې حضرت ابوبكر ويلي دي:د اهلبيتو په هکله  د حضرت محمد عليه السلام د خبرو خيال ساتئ او په اهلبيتوكې يې درناوى وکړئ او اهلبيت يې مۀ ازاروئ. سمول

وګورئ :1 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 54باب، 194او 256مخونه . 2 _ متقي هندي ، كنزالعمال؛ 13ټوك، 638مخ . سمول

٭ له حضرت حارث بن اعور نه روايت دى، چې يوه ورځ پېغمبر اکرم  پخپلو يارانو كې ولاړ و،چې ويې ويل:(( هغه سړى درته وښيم، چې په علم كې د حضرت آدم (ع)،په پوهه كې د حضرت نوح (ع) او په حكمت كې د حضرت ابراهيم (ع) غوندې دى؟)) ډېر وخت لا تېر شوى نۀ و،چې حضرت ابوبكر وويل:دا سړى څومره نېكمرغه دى،چې له درېو پېغمبرانو سره دې برابر كړ؛ نو هغه څوك دى؟پېغمبر اکرم ورته وويل:((ابابكره! آيا هغه نۀ پېژنې؟))  ابوبكر وويل:څښتن او استازى يې ښه پوهېږي.پېغمبر اکرم وويل:((هغه "ابالحسن علي  بن ابيطالب" دى.))بيا حضرت ابوبكر وويل: وا وا ابالحسنه! ستا جوړه به پېدا نشي. سمول

وګورئ : سيد هاشم حسيني تهرانى، بوستان معرفت؛ 447مخ، د خوارزمي  د مناقبو له 7فصل، 45مخه راخېستى دى. سمول

٭ شعبي وويل: يوه ورځ حضرت ابوبكر ناست و،چې له ورايه يې پر حضرت علي يې سترګې ولګېدې او و يې وويل:كه څوك غواړي، چې تر ټولو  د ستر مقام نوم او منزلت خاوند او تر ټولو پېغمبر (ص) ته نږدې ووينئ؛نو دا هغه دى چې را روان دى . سمول

وګورئ : بوستان معرفت،650مخ، چې له ابن عساكر (تاريخ اميرالمومنين، 3ټوك، 70مخ، 100حديث) او خوارزمي (مناقب، 14فصل، 98مخ) يې راخېستې دى. سمول

٭ له زيد بن علي بن الحسين نه روايت دى: له خپل پلار "علي بن الحسين" نه مې اورېدلي:له خپل پلار "حسين بن علي" مې اورېدلي: حضرت ابوبكر ته مې وويل:ابوبكره! تر رسول الله وروسته تر ټولو غوره انسان څوك دى؟ راته يې وويل: ستا پلار..... سمول

وګورئ : كنزالعمال؛ 12ټوك، 489مخ (موسسه الرساله بيروت – پينځم چاپ) سمول

٭ له معقل بن سيار مزني روايت دى:له حضرت ابوبكر نه مې اورېدلي دي چې و يې ويل:علي  بن ابيطالب د پېغمبر اکرم  له اهلبيتو دى. سمول

وګورئ : كنزالعمال؛ 13ټوك، 115مخ. سمول

د رياض النضره د2ټوك په 163مخ كې راغلي:حضرت ابوبكر او حضرت علي د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته د هغه قبر ته ولاړل،چې حضرت علي  حضرت ابوبكر ته وويل:مخكې شئ !حضرت ابوبكر ورته وويل: زه به كله هم  تر هغه چا مخكې قدم وانۀ خلم،چې خپله مې له رسول الله،د هغه په هکله  اورېدلي:((علي له ما سره هغه مقام او منزلت لري؛لكه زه يې چې له څښتن سره لرم. )) سمول

وګورئ : آثارالصادقين؛ 14ټوك، 277مخ، له فضايل الخمسه، لومړى ټوك، 297حديث يې راخېستې دى. سمول

٭ له معقل ابن سيار مزني روايت دى:وا مې ورېدل،چې حضرت ابوبكر حضرت علي ته ويل:((عقدة رسول الله))؛يعنې هغه چې د مسلمانانو له پېغمبر سره يې بيعت وكړ. سمول

وګورئ : العقده :كحرمه، والجمع عقد كحرم، الولايه، البيعه المعقوده او همداسې : ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 3ټوك، 54مخ، 1092حديث. سمول

٭ له حضرت قيس بن حازم نه روايت دى:حضرت ابوبكر له حضرت علي  سره وكتل. حضرت ابوبكر د حضرت علي څېرې ته وكتل او په موسكا شو؛ حضرت علي ورته وويل: ولى موسكى شوې.حضرت ابوبكر وويل: له پېغمبر اکرم نه مې واورېدل چې ويې ويل:(( هغه به له پُل صراطه تېرېږي، چې علي  ورته اجازه وركړى وي. )) سمول

دا روايت د ډاكټر تيجانى سماوي د" آنګاه هدايت شدم" د كتاب په 2مخ كې راغلى چې هغه هم له لاندې كتابونو راخېستې دى : 1 _ ابان السمان په الموافقه كې 137مخ . 2 _ ابن حجر ، الصواعق المحرقه؛ 126مخ،3 _ ابن مغازلي  شافعي، مناقب علي ؛ 119مخ . سمول

٭ حضرت ابوبكر پر منبر وويل:ما پريږدئ! ما پريږدئ! علي چې وي؛نو زه په تاسې كې غوره نۀ يم. سمول

وګورئ : "چرا شيعه شدم" ، محمد رازى؛ 332مخ چې له لاندې  كتابونو نه چې راخېستى دى : فخر رازي، نهايه العقول. طبري پخپل تاريخ كې. بلاذري په انساب الاشراف كې. سمعاني په فضايل كې غزالي په سرالعالمين كې. سبط بن جوزي په تذكره كې. قاضي فضل ابن روز بهان او ابن ابي الحديد. سمول