ضايعاتو بياموندنه
د ضایعاتو بیاموندنه، د ضایعاتو بیا کارول او یا ریسایکل پر نویو موادو او شیانو د ضایعاتو د بدلولو پروسې ته ویل کېږي. له ضایعاتو یا فاضله موادو څخه د انرژۍ بیاموندنه هم تر ډېره په دې مفهوم کې ځای شوې ده. د یوې مادې د بیاموندنې وړتیا د هغو خواصو په بیا ترلاسه کولو کې د مادې په وړتیا پورې تړاو لري چې په لومړي حالت کې یې لرل. دا د ضایعاتو د هغې معمولې دفعې لپاره یو بدیل دی چې په موادو کې د سپما او د ګلخانهيي ګازونو د خپرښت د کمېدو لامل کېدای شي. همدا راز د ګټورو موادو د ضایع کېدو مخنیوی کولی شي او د تازه خامو موادو د مصرف، د انرژۍ د مصرف، (د سون له امله) د هوا د ککړتیا او (د ضایعاتو د خښولو له امله) د اوبو د ککړتیا کچه کمولی شي.[۲]
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
کارول |
برخه د |
waste management (en) — circular economy (en) — aquaponics (en) — European waste hierarchy (en) — رغاوه |
---|
د بیاموندنې یا بیا کارولو په وړ موادو کې د ښيښې، کاغذ، کلک کاغذ یا مقوا، فلز، پلاستیک، ټایرونو، منسوجاتو، بېټریو او الکترونیکي وسایلو ګڼ ډولونه شاملېږي. له بیولوژيکي پلوه د ویجاړېدونکو یا تجزیه کېدونکو ضایعاتو بیا کارول یا کمپوسټ کول هم یو ډول بیاموندنه ده چې خوراکي توکي او د باغونو ضایعات یې د بېلګې په توګه یادولی شو. مواد د بیاموندنې یا ریسایکل لپاره د کورني ریسایکل یوه مرکز ته سپارل کېږي او یا هم له ستلونو څخه راټولېږي، وروسته بیا بنډلبندي کېږي، پاکېږي او بیا د نویو محصولاتو د تولید لپاره بیاځلي د نویو موادو په توګه پروسېس کېږي.[۳][۴][۵]
په ایډیال تطبیق کې د یوې مادې بیاموندنه د هماغې مادې یوه نوې سرچینه تولیدوي – د بېلګې په توګه د دفتر کارول شوی کاغذ د دفتر پر نوي کاغذ بدلېږي او د کارول شوي پولي سټایرین فوم پر نوي پولي سټایرین بدلېږي. د فلزي قوطیو په څېر ځينې مواد د خالصیت له بایللو پرته بیا بیا تولیدېدای شي. دغه چاره د نورو موادو په مورد کې ډېره ستونزمنه ده (له خامو موادو یا نورو سرچینو څخه د هماغه محصول د تولید په پرتله)، له دې امله ګڼ مواد یا محصولات تر بیا موندنې وروسته د بېلابېلو موادو (مثلاً مقوا) په تولید کې بیاځلي کارول کېږي. د بیاموندنې بل ډول د پېچلو محصولاتو د جوړوونکو موادو ژغورل دي چې دلیل یې ذاتي ارزښت دی (د بېلګې په توګه سرپ د موټرونو له بېټریو څخه او سره زر د چاپي سرکټ بورډونو څخه) او یا یې هم دلیل خطرناک ماهیت دی (د بېلګې په توګه له تودوخه سنجوونکو او ترموستاتونو څخه د سیمابو لرې کول او بیا کارول).[۶][۷]
تاریخچه
سمولپیدایښت
سمولبیاموندنه یا د ضایعاتو ریسایکل په انساني تاریخ کې یو معمول عمل و چې د پلویانو ثبت شوی تاریخ یې په څلورمه مخزېږده پېړۍ کې د اپلاتون مهال ته رسېږي. په کومو دورو کې چې سرچینې کمپیدا وې، د لرغونو ضایعاتو څېړنې څرګندوي چې کورني ضایعات (لکه ایرې، مات شوي وسایل او خاورین لوښي) کم دي او دا د دې ښکارندويي کوي چې د نویو موادو د جوړېدو پر ځای تر ډېره ضایعات ریسایکل کېدل.[۸][۹]
تر صنعتي کېدو په مخکې وختونو کې په اروپا کې د برونزو او نورو فلزاتو د ټوټو د راټولولو او د بیاځلي استفادې لپاره د ویلي کولو شواهد موجود دي. د کاغذ بیاموندنه یا ریسایکل د لومړي ځل لپاره په ۱۰۳۱ کال کې ثبت شوه او دا هغه مهال و چې جاپاني پلورنځیو خمیره شوی کاغذ پلوره. په بریتانیا کې هغه خاورې او ایرې چې د لرګیو او ډبرو سکرو له سوځېدنې څخه حاصلېدې، د بنسټیزې مادې په توګه د پخو خښتو د تویولو لپاره کارول کېدې. د ریسایکل دغه ډولونه د نویو موادو پر ځای د ضایعاتو د ترلاسه کولو اقتصادي ښېګڼه او په ګڼنفوسنه سیمو کې د ضایعاتو د غورځولو اړتیا وه. په ۱۸۱۳ کال کې «بنجامین لاو» د یورکشایر ایالت په بټلي ښار کې پر بېلابېلو وړیو د ټوټو د بدلولو پروسه رامنځته کړه چې ریسایکل شوي تارونه به یې له نويو وړیو سره ترکیبول. د لوېديځ یروکشایر دغه صنعت په بټلي او ډوزبري غوندې ښارونو کې د نولسمې پېړۍ له لومړیو څخه تر ۱۹۱۴ کال پورې دوام درلود.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
له صنعتي کېدو سره هغو موادو ته تقاضا زیاته شوه چې لګښت یې کم و. پر زړو شیانو سربېره اوسپنیز فلزات هم د پام وړ ګرځېدل، ځکه چې پېر یې تر نویو کاني ډبرو ارزانه تمامېده. رېللارو په نولسمه پېړۍ کې فلزي ضایعات وپېرل او وپلورل او د پولادو او موټر جوړونې مخ پر ودې صنایعو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پاتې شوني یا ټوټې وپېرلې. ډېری نور ثانوي توکي هغو کسانو له خځلنیو او د ښار له واټونو څخه راټول کړل، پروسېس یې کړل او ویې پلورل چې په خځلنیو او واټونو کې د فلزاتو په ضایعاتو پسې ګرځېدل. په لومړۍ نړیواله جګړه کې زرګونه کسان د امریکا د ښارونو په واټونو کې ګرځېدل او تر مصرف وروسته یې له موادو څخه د صنعتي تولید استفاده کوله.[۱۴][۱۵][۱۶]
د جګړې پر مهال
سمولبیاموندنه یا ریسایکل د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د دولتونو لپاره یوه لویه ستونزه وه او دا هغه څه وو چې مالي محدودیتونو او د موادو ډېر کمښت د توکو بیاځلي استفاده او د موادو ریسایکل یا بیاموندنه اړینوله. د نړیوالو جګړو او نورو نړۍ بدلوونکو پېښو له امله د سرچینو دغه کمښت د ضایعاتو بیاموندنې ته خلک هڅول. د اکثرو کورونو لپاره اړینه وه چې خپل ضایعات ریسایکل کړي او خلکو ته دا امکان ورکول کېده چې له شته شیانو څخه تر نهايي کچې پورې استفاده وکړي. د کورنیو موادو بیاموندنه د دې لپاره وه چې د جګړهيیزو هڅو لپاره لا ډېرې سرچینې باقي پاتې شي. په هر هغه هېواد کې چې جګړه وه، لوی دولتي کمپاینونه په کې وشول چې په بریتانیا کې د ضایعاتو د بیاموندنې ملي کمپاین او د متحدو ایالتونو د بریا لپاره د ضایعاتو د بیاموندنې کمپاین یې بېلګې دي. دوی له ټولو ښاریانو غوښتل چې د وطندوستۍ د مسؤولیت په توګه فلز، کاغذ، زاړه شیان او ربړونه بسپنه کړي.[۱۷][۱۸][۱۹]
تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته
سمولپه ۱۹۷۰یمو کلونو کې د انرژۍ د لګښتونو ډېرېدو له امله د ضایعاتو په بیا موندنه یا ریسایکل کې پام وړ پانګونې وشوې. د المونیم بیاموندنه د انرژۍ د نوي تولید یوازې ۵ سلنه انرژي مصرفوي. ښيښه، کاغذ او نور فلزات د بیاموندنې یا ریسایکل پر مهال په انرژۍ کې کمه خو پام وړ سپما لري.[۲۰][۲۱]
سرچينې
سمول- ↑ سرچينې تړی: https://www.drawdown.org/sites/default/files/pdfs/TheDrawdownReview%E2%80%932020%E2%80%93Download.pdf.
- ↑ Villalba, G; Segarra, M; Fernández, A.I; Chimenos, J.M; Espiell, F (December 2002). "A proposal for quantifying the recyclability of materials". Resources, Conservation and Recycling. 37 (1): 39–53. doi:10.1016/S0921-3449(02)00056-3.
- ↑ Lienig, Jens; Bruemmer, Hans (2017). "Recycling Requirements and Design for Environmental Compliance". Fundamentals of Electronic Systems Design. pp. 193–218. doi:10.1007/978-3-319-55840-0_7. ISBN 978-3-319-55839-4.
- ↑ European Commission (2014). "EU Waste Legislation". Archived from the original on 12 March 2014.
- ↑ Geissdoerfer, Martin; Savaget, Paulo; Bocken, Nancy M.P.; Hultink, Erik Jan (1 February 2017). "The Circular Economy – A new sustainability paradigm?" (PDF). Journal of Cleaner Production. 143: 757–768. doi:10.1016/j.jclepro.2016.12.048. S2CID 157449142.
- ↑ The League of Women Voters (1993). The Garbage Primer. New York: Lyons & Burford. pp. 35–72. ISBN 978-1-55821-250-3.
- ↑ "7 Things You Didn’t Know About Plastic (and Recycling)" National Geographic. Retrieved 26 July 2019.
- ↑ Wood, J.R. (2022). "Approaches to interrogate the erased histories of recycled archaeological objects". Archaeometry. 64: 187–205. doi:10.1111/arcm.12756.
- ↑ Black Dog Publishing (2006). Recycle : a source book. London, UK: Black Dog Publishing. ISBN 978-1-904772-36-1.
- ↑ "The truth about recycling". The Economist. 7 June 2007.
- ↑ Cleveland, Cutler J.; Morris, Christopher G. (15 November 2013). Handbook of Energy: Chronologies, Top Ten Lists, and Word Clouds. Elsevier. p. 461. ISBN 978-0-12-417019-3.
- ↑ Dadd-Redalia, Debra (1 January 1994). Sustaining the earth: choosing consumer products that are safe for you, your family, and the earth. New York: Hearst Books. p. 103. ISBN 978-0-688-12335-2. OCLC 29702410.
- ↑ Nongpluh, Yoofisaca Syngkon. (2013). Know all about : reduce, reuse, recycle. Noronha, Guy C.,, Energy and Resources Institute. New Delhi. ISBN 978-1-4619-4003-6. OCLC 858862026.
- ↑ Carl A. Zimring (2005). Cash for Your Trash: Scrap Recycling in America. New Brunswick, NJ: Rutgers University Press. ISBN 978-0-8135-4694-0.
- ↑ "sd_shire" (PDF). Archived from the original (PDF) on 14 October 2012. نه اخيستل شوی 27 October 2012.
- ↑ Rethinking economic incentives for separate collection. Zero Waste Europe & Reloop Platform, 2017
- ↑ "Report: "On the Making of Silk Purses from Sows' Ears," 1921: Exhibits: Institute Archives & Special Collections: MIT". mit.edu. Archived from the original on 3 June 2016. نه اخيستل شوی 7 July 2016.
- ↑ Public Broadcasting System (2007). "The War Episode 2: Rationing and Recycling". نه اخيستل شوی 7 July 2016.
- ↑ Out of the Garbage-Pail into the Fire: fuel bricks now added to the list of things salvaged by science from the nation's waste, Popular Science monthly, February 1919, page 50-51, Scanned by Google Books: https://books.google.com/books?id=7igDAAAAMBAJ&pg=PA50
- ↑ "The price of virtue". The Economist. 7 June 2007.
- ↑ "Recycling through the ages: 1970s". Plastic Expert. Plastic Expert. 30 July 2014. نه اخيستل شوی 7 March 2015.