ضاحي خلفان

ډګرجنرال ضاحي خلفان د متحده عرب اماراتو د دوبۍ امارت د پولیسو مرستیال مشر دی، نوموړی د ۱۹۸۰ - ۲۰۱۳ کلونو ترمینځ د دوبۍ د پولیسو عمومي قومندان و. همدا راز یې د دوبۍ د اجرایوي بورډ د غړي او د متحده عرب اماراتو د اتلانتیک فدراسیون د رئیس په توګه دندې هم ترسره کړي. ښاغلی خلفان د اوقافو او دیني چارو د شورا غړیتوب هم لري او د پولیسي وړتیا د ودې په برخه کې یې یو شمېر کتابونه هم لیکلي دي.[۱]

  1. ضاحي خلفان د کندهار پيښي په اړه څرګندوني