صنعتي کرنه

صنعتي کرنه د عصري کرنې یوه بڼه ده چې د حاصلاتو او څارویو او د څارویو تولید لکه د هګیو یا شیدو صنعتي تولید ته اشاره کوي. د صنعتي کرنې په تګلارو کې په کرنیزو ماشینونو او د کروندو په تګلارو که نوښت، جینیتیکي ټیکنالوژي، په تولید کې د اقتصادي صرفه جويي کچې ته د رسېدلو تخنیکونه، د مصرف لپاره د نوو بازارونو رامنځ ته کول، په جینیټیکي معلوماتو کې د حق الاختراع د خوندیتوب پلي کول او نړیوال تجارت ګډون لري. یادې تګلارې په پرمختللو هېوادونو کې په پراخه کچه کارول کېږي او په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه عامې دي. زیاته غوښه، لبنیات، هګۍ، میوې او سبزیجات چې په سوپر مارکیټونو کې شته، د صنعتي کرنې د دې تکلارو پر مټ تولیدېږي.

تاریخي پراختیا او راتلونکی لیدلوری 

سمول

په عمومي توګه صنعتي کرنه د صنعتي انقلاب سره لاس په لاس را منځته شوه. د نايتروجن، پوتاشيم او فاسفورس پېژندنه (چې د لنډون په توګه د NPK يادېږي) د نبات په وده کې د مهمو فکتورونو په توګه د مصنوعي سرې د را منځ ته کېدو لامل شول، چې د کرنې د تشدیدي ډولونو شونتیا یې رامنځ ته کړه. د شلمې پېړۍ په لومړیو دوو لسیزو کې د ویټامینونو کشف او د حیواناتو په تغذیه کې د هغو ونډه، د بشپړوونکو ویټامینو د را منځ ته کېدو لامل شول، چې په ۱۹۲۰ ز کلونو کې یې د کور د ننه د ځینو څارویو ودې ته لاره هواره کړه او د زیان رسوونکو طبیعي عناصرو پر وړاندې یې د هغو څرګندتیا کمه کړه. د انټي بیوټیکونو او واکسینونو کشف د څارویو په ساتلو کې د ناروغیو د کمښت له لارې چې د رمو له امله رامنځه شوې وې، متمرکز او کنټرول شوې تغذیه آسانه کړه. کیمیاوي توکي چې د دویمې نړیوالې جګړې لپاره رامنځ ته شوي وو، د مصنوعي حشره وژونکو د پراختیا لامل شول. د بار وړلو شبکو او ټیکنالوژیکو پرمختګونو د کرنیزو توکو د وېش اوږد واټنونه آسانه کړل.

د ۱۸۲۰ او ۱۹۷۵ ز کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې د کرنې تولید څلور چنده شو (د ۱۸۲۰ او ۱۹۲۰ ز کلونو، د ۱۹۲۰ او ۱۹۵۰ کلونو، د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۵ ز کلونو ترمنځ دوه چنده، او بیا د ۱۹۶۴ او ۱۹۷۵ز کلونو ترمنځ بیا دوچنده) ترڅو په ۱۸۰۰ ز کال کې د نړۍ د نفوس یو ملیارد انسانانو ته او په ۲۰۰۲ ز کال کې ۶.۵ ملیارد انسانانو ته خواړه چمتو کړي: په همدې دوره کې، د کرنې په برخه کې د بوختو کسانو شمېر د اتومات کېدو له امله کم شو. په ۱۹۳۰ کلونو کې، د امریکا ۲۴ سلنه نفوس په کرنه کې بوخت و چې د دې په پرتله په ۲۰۰۲ کال ۱.۵ سلنه بوخت و. په ۱۹۴۰ کال کې، د کروندې هر کارګر ۱۱ مصرف کونکو ته خواړه چمتو کول، پداسې حال کې چې په ۲۰۰۲ کال کې، هر کارګر ۹۰ مصرف کونکو ته خواړه چمتو کول. په متحده ایالاتو کې د کروندو شمېر هم را ټيټ شو او د هغوی ملکیت زیات متمرکز شو. د بېلګې په توګه، په ۲۰۰۰ کلونو کې د ځمکې بیه د مېډویست د کرنې د ناورین له امله لوړه شوه. کوچنۍ او متوسطې کروندې د تولید د لوړوالي او د ګروندو د لګښت له امله کمې شوې. دې کار بزګران اړ کړل چې د صنعتي کرنې د نویو محصولاتو لکه مالي کولو څخه په ګټه بدیلې لارې ومومي. [۱][۲]

مالي کول په دوامداره توګه په پیسو د تبدیلولو د بهیر له لارې ترسره کېږي. په پیسو د تبدیلولو یوه بېلګه د مالي بنسټونو پراختیا او په  بازار کې واک ترلاسه کول دي. مالي کول د فارم په ټولو اړخونو، لکه: د کار په جوړښت، د هغې ارزښت او په ټولنیزو بنسټونو اغېزه کوي. د برازیل په سیراډو کې کروندګرو د پانګوالو په مرسته او د مالي کولو لپاره د اړینې پانګې د لاسته راوړلو د نورو تګلارو له لارې د ځمکې شتون ته مخه کړه. پانګه اچوونکو غوښتل چې په دې کې ښکېل شي، ځکه چې پانګه اچونه د لوړې ګټې سره کم خطره ښکارېده. د بېلګې په توګه: پانګه اچوونکو په برازیل کې د بازار دننه معلومات ترلاسه کول. د برازیل په سیراډو کې د سوی د بدلېدونکو کروندګرو ترمنځ د کار، ارزښت او ټولنیز جوړښت مالي کول تر عنوان لاندې مقاله کې اوفسټیج مثالونه وړاندې کوي چې صنعتي کرنې څرنګه د مدیریت ماډل ته وده وکړه. [۳]

د مدیریت ماډل جوړښت او قواعد شاملوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د مدیریت کار بشپړ دی. کار باندینیو سرچینو ته ورکول کېږي، ترڅو د کرنې د کار دندې بشپړې کړي. همدارنګه کار د مدیریت او مالي کارونو په بشپړولو کې هم اړینه برخه ګڼل کېږي. د کرنې ټولنیز ارزښت سیسټم د مدیریت د ماډل په کارولو سره بلدېږي. د نوي مدیریت تر ماډل لاندې بزګران باید د ښو او بدو کرنیزو تاکتیکونو ترمنځ کرښه په پام کې ونیسي. زیاتره بزګران د خوځښت لپاره زړه نازړه وو، ځکه چې دې کولای شو د دوی په کورنۍ سوداګرۍ اغېزه وکړي. د کروندګرو د مدیریت د لیدلورو ترمنځ بېلتون دوو تګلارو ته را لنډ شو: کرنه د ژوندانه د بڼې په توګه او کرنه یوازې د ګټې لپاره. د برازیل په سیراډو کې د کرنې ماډل په پراخه کچه د ګټې د زیاتوالي پر بنسټ ولاړ دی چې د مدیریت او د کاري ځواک د کار په اړه پرېکړې کوي.[۴]

په متحده ایالاتو کې، څلور شرکتونه ۸۱ سلنه غواګانې، ۷۳ سلنه پسونه، ۵۷ سلنه خوګان او ۵۰ سلنه چرګان تولیدوي، چې د متحده ایالاتو بزګرانو د ملي اتحادیې د رئیس له خوا د "عمودي ادغام" د بېلګې په توګه یاد شوي. د متحده ایالاتو د خنزیر د تولید کوونکو د ملي شورا په وینا: په ۱۹۶۷ ز کال کې، په امریکا کې د خوګانو یو میلیون فارمونه وو، له ۲۰۲۰ زکال راهیسې، ۱۱۴۰۰۰ فارمونه دي چې ۸۰ میلیونه خوګان (له ۹۵ میلیونو څخه) په فابریکو کې تولیدېږي. د نړیوالې څارنې د بنسټ له قوله: د نړۍ ۷۴ سلنه چرګان، ۴۳ سلنه د غوایي غوښه او ۶۸ سلنه هګۍ په همدې بڼه تولیدېږي.[۵][۶]

د بریتانیا کرنیز انقلاب

سمول

د بریتانیا کرنیز انقلاب د ۱۶ پېړۍ او ۱۹ پېړۍ تر منځ په دې هېواد کې د کرنې د پرمختګ دوره په ګوته کوي، چې په کرنیزو تولیداتو او خالص محصول کې په لویه کچه د زیاتوالي شاهده وه. دا زیاتوالی په خپل وار سره د نفوس بې سارې ودې لامل شو، چې د کاري ځواک لویه سلنه یې وزګاره کړه او په دې توګه یې صنعتي انقلاب ته لاره هواره کړه. دا چې دا هرڅه څنګه پیښ شول، په بشپړ ډول روښانه نه دي. تاریخ پوهانو په وروستیو لسیزو کې په کرنیزو کړنو کې څلور مهم بدلونونه، لکه: احاطه، میکانیزه، څلور فصله حاصل، او ټاکلې نسل نیونې ته اشاره کوي او  نسبتاً لږو وګړو ته یې د دې امتیاز ورکوي.  [۷]

سرچينې

سمول
  1. Matthew Scully Dominion: The Power of Man, the Suffering of Animals, and the Call to Mercy Macmillan, 2002
  2. Ofstehage, A. L. (2018). "Financialization of work, value, and social organization among transnational soy farmers in the Brazilian Cerrado". Economic Anthropology. 5 (2): 274–285. doi:10.1002/sea2.12123.
  3. Ofstehage, A. L. (2018). "Financialization of work, value, and social organization among transnational soy farmers in the Brazilian Cerrado". Economic Anthropology. 5 (2): 274–285. doi:10.1002/sea2.12123.
  4. Ofstehage, A. L. (2018). "Financialization of work, value, and social organization among transnational soy farmers in the Brazilian Cerrado". Economic Anthropology. 5 (2): 274–285. doi:10.1002/sea2.12123.
  5. State of the World 2006 Worldwatch Institute
  6. Testimony by Leland Swenson, president of the U.S. National Farmers' Union, before the House Judiciary Committee, September 12, 2000.
  7. * Overton, Mark. Agricultural Revolution in England 1500 - 1850 (September 19, 2002), BBC.
    • Valenze, Deborah. The First Industrial Woman (New York: Oxford University Press, 1995), p. 183.
    • Kagan, Donald. The Western Heritage (London: Prentice Hall, 2004), p. 535–9.