صليبي غڼه
صليبي غڼه Araneus diadematus | |
---|---|
مملکه | ژوی |
ښاخ | بندپايان |
ټبر | Arachnida |
ډله | غڼې |
تیره | Araneidae |
صليبي غڼه (په لاتين: Araneus diadematus په انگرېزي: cross spider) یا باغی معمولی غڼه د غوښه خور غڼو څخه ده چی په اروپا او شمالي امريکا کی په ځنگلونو او باغونو کی ژوند کوي.
پېژندنه
سمولصلیبي غڼه د بند پایانو څخه ده چی څلور جوړې پښې، سر- ټټر او نس لري او سور، توراو نسواري رنگونه درلودلای سی. د غڼې ښځينه د غڼې د نارينې څخه لوی ده. د غڼې پر نس باندی د صلیب سپين نقاشي دی. نوموړي غڼه د ونو پر شاخو باندی د حشرو د ښکارولو لپاره شبکې جوړوي.