صدای صلح راډیو

صدای صلح راډیو دا راډيو د پروان ولایت له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې په ١٣٨٠ لمريز کال کې يې خپلې خپرونې پيل کړې دي . د صلح راډيو خپرونې هره ورځ دسهار له ٦ دغرمې تر ١٢ او د مازديګر له ٤ دشپې تر ١٠ بجو پورې دوام لري ، چې له پروان پرته په کاپيسا او د کابل په شمالي ولسواليو کې هم اورېدل کېږي . ددې راډيو مسوول مدير عبدالاحد رنجبر دى، ١٦ کارکوونکي لري او له شخصي بوديجې څخه تمويلېږي.