ويکيپېډيا:صحیح بخاري: پېغمبر اکرم (ص) : علي له ما او زه له علي ځنې يم

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

پېغمبر اکرم (ص) : علي له ما او زه له علي ځنې يم سمول

( صحيح بخاري ) له براء بن عازب څخه په خپل سند روايتوي : پاک نبي د ذي القعده په مياشت کې عمرې ته ولاړ؛خو خلکو ښار ته ورننووتو ته پرېنښود،چې د خداى رسول په مکه کې د درې ورځو د پاتې کېدو غوښتنه وکړه او بيا يې وليکل : (( دا هغه تړون دى،چې محمد د خداى رسول د مکې له خلکو سره  وکړ ))؛ خو د مکې خلکو ورسره و نه منله او ورته يې وويل : "محمد رسول الله" مه ليکه؛ځکه که پېغمبر مو منلې؛ نو ولې به مو دومره جګړې درسره کولې او اوس به مو د خداى د کور زيارت ته پرېښى وې او بايد وليکې : "محمد بن عبدالله" . رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((زه هم محمد د عبدالله زوى او هم پېغمبر يم او علي ته يې وويل: هغه ليکنه پاکه کړه!))  حضرت علي ورته وويل : پر خداى، چې هېڅکله به مو پر نامه کرښه را نه کاږم . پاک نبي په خپله تړون راواخست او داسې يې وليکل : (( دا هغه ژمنه ده،چې محمد بن عبدالله کړى،چې په پوښ کې بې له وسلې هېڅ ډول وسله مکې ته دننه نه کړي او همدسې ژمنه کوي،چې که چا پرې په مکه کې ايمان راووړ؛ نو له ځان سره يې مدينې ته بو نه ځي او همداراز که يارانو يې غوښتل په مکه کې پاتې شي؛نو محمد يې له ځان سره بېرته ستنېدو ته اړ نه کړي .)) ددې تړون تر لاسليک وروسته مکې ته ولاړل او همدا چې درې ورځې پاى ته ورسېدې؛نو حضرت علي ته راغلل او ورته يې وويل : ملګري ته دې ووايه، چې له ښاره ووځي ! پېغمبراکرم (ص) له مکې ووت او د حضرت حمزه سيد الشهداء لور هم ورپسې ورووته او چغې يې کړې:کاکا جانه ! کاکا جانه !

حضرت علي په غېږ کې راوخسته  او بي بي فاطمې ته يې وويل : د تره لور دې له ځان سره سمبال کړه . فاطمې بي بي له ځان سره سپره کړه. د نجلۍ پر سر حضرت جعفر او حضرت زيد له حضرت علي سره شخړه وکړه . حضرت علي وويل : زه يې د روزنې لپاره وړ يم؛ځکه د تره لور مې ده .حضرت زيد وويل : هغه زما ورېره ده . حضرت جعفر وويل : زما د تره لور هم ده او پردې سربېره، ترور يې زما کورودانه ده؛ خو رسول الله مبارک د حضرت جعفرپه ګټه حکم وکړ او و يې ويل : (( ترور د مور په څېر وي .)) او حضرت علي ته يې وويل : (( ته له ما او زه له تا ځنې يم . )) حضرت جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې )) او حضرت زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ورور او مولا يې .))

ليکوال : دا روايت بخاري  په همدې سند په همدې مضمون د بداء  الخلق د کتاب د عمرة قضا په باب کې راوړې او بيهقي هم د خپل سنن د اتم ټوک په ٥ مخ کې له براء نقل کړى، نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې له براء او احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ٩٨ مخ کې له هاني بن هاني له حضرت علي څخه،په عبارت کې په لږ اختلاف سره راخستى او حاکم د مستدرک الصحيحين د درېم ټوک په ١٢٠ مخ کې له هاني بن هاني او طحاوي د مشکل الاثار د څلورم ټوک په ١٧٣ مخ کې له هاني بن هبيرة له  حضرت علي او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د څلورم ټوک په ١٤٠ مخ کې له هاني بن هبيره له علي څخه نقل کړى دى .  

( صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٧ مخ ) په خپل سند د عمران بن حصين (رض) د خولې وينا را اخلي ، وايي : رسول اکرم (ص)،حضرت علي د يو لښکر مشر کړ. حضرت علي له لښکر سره ووت، چې يوه وينځه يې لاس ته راغله،چې وايې خسته او دا خبره د رسول الله مبارک پر ځينو اصحابو کرامو ښه و نه لګېده او هم ژمني شول،چې رسول الله (ص) يې وليد؛ نو هرومرو به ورته له حضرت علي سر ټکوي . په مسلمانانو کې دود و، چې له هر سفره به راستنېدل؛ نو تر هر څه له مخه به د رسول الله مبارک کتو ته ورتلل او وروسته به خپلو کورونو ته ورتلل؛ نو همدا چې لښکر راستون شو؛ نو رسول الله مبارک ته ورغلل،چې په هغو څلور کسانو کې يو پاڅېد او ويې ويل : رسول الله ! علي ته څه نه وياست،چې داسې او هغسې يې وکړل. رسول اکرم (ص) يې خبرې ته پام و نه کړ،چې دويم يې پاڅېد او هماغه خبره يې وکړه،د خداى رسول ترې مخ واړو،درېمى يې پاڅېد او پر ګيلو شو؛ نو دا مهال د رسول اکرم (ص) په څېره کې غوسه څرګنده شوه، ويې ويل : (( له علي څه غواړئ ! له علي څه غواړئ ! علي له ما او زه له علي ځنې يم . علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

ليکوال : دا روايت احمد بن حنبل په مسند ( څلورم ټوک،٤٣٧ مخ )، حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک،١١٠ مخ )، ابوداوود طيالسي په خپل مسند ( درېم ټوک،١١١ مخ )، ابونعيم په حلية ( شپږم ټوک،٢٩٤ مخ) ،متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) له ابن جرير_ هغه دا روايت صحيح ګڼلى _ او له ابن ابي  شيبه ( د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې ) له دوو لنډو  لارو له ابن ابي  شيبه او همداراز نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې راخستى دى .

(صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٩ مخ ) په خپل سند له براء  بن عازب څخه روايت کړى : د خداى استازي وويل : (( علي له ما او زه له علي ځنې يم . ))

ليکوال : دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٩ مخ کې راوړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حبشي بن جنادة روايت کړى،وايي :رسول اکرم (ص) وويل : (( علي له ما او زه له علي ځنې يم زما دندې يا بايد زه تر سره کړم او يا علي او بل څوک نه .))

ليکوال : دا روايت ابن ماجه هم د خپل صحيح په ١٢ مخ، احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ١٦٤ مخ کې له پينځو لارو نقل کړى دى . خصايص هم له دوو لارو؛ يو په نولسم او بل په شلم مخ کې راخستى او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٤ مخ کې له حافظ سلفي نقل کړى دى.

( امام احمد حنبل؛مسند: لومړى ټوک، ١٠٨ مخ ) په خپل سند له هاني بن هاني له حضرت علي څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : زه ،زيد او جعفر د خداى له استازي سره وو،چې زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ازاد شوى يې . )) زيد وشرمېد .ما ته يې وويل : (( ته له ما او زه له تا يم .)) زه تر زيد وروسته وشرمېدم .

ليکوال :  دا حديث بيهقي د سنن د لسم ټوک په ٢٢٦ مخ او نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.

( امام احمد حنبل؛ مسند : پينځم ټوک، ٣٥٦ مخ ) په خپل سند د حضرت بريده وينا را اخلي،وايي : رسول الله مبارک دوه ډلې د يمن پر لور ولېږلې،چې د يوې ډلې مشر يې  حضرت علي او د بلې يې حضرت خالد بن وليد کړ او و يې ويل : ((که يو ځاى شوئ؛ نو د دواړو ډلو مشر به حضرت علي وي او که يو ځاى نه شوئ؛ نو هر يو د خپلې ډلې مشر ياست. )) حضرت بريده وايي : د يمن له بني زيد ټبر سره پر جګړه شو او ماتې مو ورکړه، چې ډېر مو پکې اسيران کړل. په اسيرانو کې حضرت علي يوه مینزه ځان ته ځانګړې کړه . حضرت بريده وايي : دا خبره حضرت خالد بن وليد په يوه ليک کې رسول اکرم (ص) ته وليکله او ما ته يې راکړه،چې رسول الله (ص) ته يې ورسوم؛ نو چې د خداى استازي ته ورورسېدم؛ نو ليک مې ورکړ،چې په لوستو يې د رسول اکرم (ص) د څېرې رنګ واوخوت،ما ورته وويل : د خداى رسوله ! زه ستاسې په پناه کې يم او حکم مو راکړ، چې له خپل مشره لاروي وکړم؛ نو ما هم ترې لاروي وکړه او د هغه ليک مو درته راوړ؛ رسول اکرم (ص) وويل : (( پام مو وسه، چې هېڅکله په علي پسې بد و نه وياست او پوه شئ،چې علي له ما او زه له علي يم او هغه تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى؛ هغه له ما او زه له هغه يم .))

ليکوال : دا حديث هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک : ١٢٧مخ ) کې راوړى،وايي : احمد او بزار په لنډه نقل کړى او نسائي هم په ټکيو کې په لږ اختلاف د خصايص په ٢٣ مخ کې راوړى او پکې راغلي :  حضرت خالد هر څه رسول اکرم (ص) ته وليکل او ما ته يې هم حکم وکړ، چې رسول الله (ص) ته له حضرت علي سر وټکاوه؛ نو ما هم ليک رسول اکرم (ص) ته ورکړ او په علي پسې مې خوله راوسپړله؛نو ناڅاپه پوه شوم،چې د رسول اکرم څېره له غوسې سره اوښتې او و يې ويل : (( پام ! پام ! بريده ! علي خپل دښمن مه ګڼه،چې علي زما او زه د علي يم او تر ما وروسته ستاسې ولي دى . ))

هيثمي يو ځل بيا د نهم ټوک په ١٢٨ مخ کې دا روايت راوړى، چې پکې راغلي : رسول الله مبارک غوسه ووت او ويې ويل : (( ولې خلک په علي پسې خبرې کوي؛څوک چې په علي پسې بدې ردې کوي؛ نو په ما پسې به يې کړې وي ؛څوک چې له علي بېل شي؛ نو له ما به بېل شوى وي؛علي له ما او زه له علي يم؛علي زما له خټې او زه د ابراهيم له خټې جوړ شوى يم،زه تر ابراهيمه افضل يم ( تر دې چې وايي ) بريده ! خبر نه يې،چې په غنيمت کې د علي حق تر يوې وينځې ډېر دى؟ او خبر نه يې چې علي تر ما وروسته ستاسې ولي دى.)) ما ورته وويل : رسول الله ! لاس مو راکړئ،چې له سره درسره بيعت وکړم او تر هغه ترې نه وم،بېل شوى ،چې مې په اسلام کې ورسره بيا بيعت نه وکړى . ( اوسط طبراني )

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٣٣٠ مخ ) په خپل سند د حضرت عمرو بن ميمون وينا راخستې ، وايي : زه له حضرت ابن عباس سره ناست وم، چې نهه تنه راغلل،ويې ويل : ابن عباسه ! يا راسره ګوښه شه او يا دې خپل کور خالي کړه،چې درشو.ابن عباس : زه درځم . وايي : په دې ورځو کې لا حضرت ابن عباس ړوند شوى نه و او پر خبرو اترو شول؛ خو پوه نه شوو،چې څه وايي؛خو ناڅاپه مې وليدل،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي،را روان دى،وايي : تون لعنت دې پر هغوى وي،چې په هغه پسې سپکې سپورې وايي،چې لس ځانګړنې لري ( لس ځانګړنې يې وشمېرلې،چې دلته راورسېد ) بيا يې پلانى مکې ته ولېږه، چې د توبې سورت ورته ووايي او علي يې ورپسې ورولېږه،چې سورت ترې واخلي او و يې ويل : (( دا سورت به يا زه پخپله او يا هغه چې له ما ځنې وي،خلکو ته اوروي .))

ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په ٨ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : احمد او حافظ ابوالقاسم دمشقي په موافقات او اربعين طوال کې راوړى او ويلي يې دي : نسائي يې ځينې يادې کړي او همداراز هيثمي په مجمع (نهم ټوک،١١٩ مخ ) کې راوړى او ويلې يې دي : احمد او طبراني په کبير او اوسط کې په لنډه راوړى دى .

( خصايص نسائي : ١٩ مخ ) په خپل سند له عمرو بن حصين (رض) څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم (ص) وويل : (( علي له ما او زه له علي يم او علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

( خصايص نسائي : ٣٦ مخ ) په خپل سند د محمد بن اسامه بن زيد (رض) د پلار وينا راخستې،چې رسول اکرم(ص) وويل : (( علي ! ته زما زوم او د زامنو پلار يې ؛ ته له ما او زه له تا يم . ))

( خصايص نسائي : ١٩ مخ ) په خپل سند له هبيرة بن مريم،هاني بن هاني له حضرت علي روايت کړى : همدا چې له مکې راووتو؛ نو د حضرت حمزه لور راپسې چغې کړې : کاکا جانه ! کاکا جانه ! هغه مې راواخسته او کورودانې ته مې وويل،چې د تره لور دې سمباله کړه او فاطمې هم له ځان سره سپره کړه. حضرت زيد او حضرت جعفر يې د روزنې پر سر راسره شخړه وکړه . ما وويل : ما راوستې او د تره لور مې هم ده . جعفر وويل : زما هم د تره لور ده او ترور يې زما ښځه ده . حضرت زيد وويل : هغه زما ورېره ده . رسول اکرم(ص) هغه خپلې ترور ته ورکړه او ويې ويل : (( ترور د مور په څېر وي .)) او ما ته يې وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛زه له تا يم .)) حضرت جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې . )) او حضرت زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ورور او مولا يې . )) 

( د ابن جرير طبري تاريخ : دويم ټوک، ١٩٧ مخ ) په خپل سند له ابي رافع له پلار له نيکه نقل کړى : علي،چې د مشرکينو بېرغچيان ووژل؛نو رسول اکرم (ص)،چې د قريشو د مشرکينو ډله وليده؛ نو علي ته يې وويل : (( بريد پرې وکړه.)) علي بريد وکړ او خپاره يې کړل او عمرو بن عبد الله جمحي يې وواژه . بيا رسول اکرم (ص) د مشرکانو بله ډله وليده او ورته يې وويل : بريد پرې وکړه .علي هم بريد پرې وکړ او خپاره يې کړل او شيبه بن مالک يې وواژه .  حضرت جبراييل امين وويل : رسول الله ! دا دى مواساة . رسول اکرم (ص) وويل : (( هغه له ما او زه له هغه يم . )) حضرت جبراييل وويل : او زه ستاسې د داوړو يم . د حديث راوي وايي:  ټولو واورېدل،چې اورېدل کېدل : (( لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على. ))

( رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٢ مخ ) او ( على بن سلطان؛مرقاه : پينځم ټوک ،٥٦٨ مخ ) دواړو په شرح کې له ابي  رافع څخه روايت کړى چې وايي : علي،چې د احد د مشرکانو بېرغچيان ووژل؛نو حضرت جبراييل وويل : دا مواساة حقيقي مواساة دي . رسول اکرم (ص) وويل : (( اخر هغه له ما او زه له هغه يم . )) حضرت جبراييل : او زه ستاسې د دواړو يم . (مناقب احمد )

دا روايت هيثمي په مجمع ( شپږم ټوک،١١٤ مخ ) کې له طبراني او متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) کې له طبراني نقل کړى دى .

(رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٢ مخ ) وايي : ابوسعيد د شرف النبوه په کتاب کې راوړي،چې رسول اکرم (ص)، حضرت علي ته وويل : ((درې داسې څيزونه درکړل شوي،چې هيچا ته هم نه دي ورکړل شوي؛لومړى زما په څېر خسر،چې زه ستا په څېر خسر نه لرم؛دويم داچې داسې کورودانه يې درکړې،چې ما ته هاغسې نه ده راکړ شوې؛درېم دا چې د حسن او حسين په څېر زامن،چې ما ته يې هاغسې نه دي راکړي؛ خو تاسې ټول له ما او زه له تاسې يم . ))

( کنوزالحقايق مناوي : ٣٧ مخ ) داسې عبارت راوړى : (( على له ما او زه له هغه يم او علي تر ما وروسته د ټولو مؤمنانو ولي دى . )) ( طبراني ) 

(کنزالعمال : درېم ټوک،١٢٣ مخ ) د حضرت علي له خولې وايي : زيد بن حارثه،چې له مکې راته؛ نو د حمزه  سيدالشهداء لور يې هم له ځان سره راوسته . جعفر بن ابيطالب وويل : زه به يې له ځان سره کور ته بوځم او پالنه به يې کوم؛ځکه زما د تره لور او ترور يې زما کډه ده او ترور خو د مور په څېر وي . علي وويل: زه ورته وړ يم ؛ځکه  د تره لور مې ده او ښځه مې هم د خداى د رسول لور ده او د خداى د نبي لور تر ټولو وړ ده او دا خبره پر لوړ غږ کوم،چې رسول اکرم يې له وتو مخکې واوري . زيد وويل : زه وړ يم؛ځکه  ما له مکې راوستې او ورېره مې هم ده . دا مهال پاک نبي له کوره راووت او ويې ويل : ((په تاسې څه شوي دي؟)) علي وويل:هغه مې د تره لور ده او زه يې پالنې ته وړ يم او د رسول الله لور ما ته ناسته ده او د رسول الله لور تر ټولو غوره او وړ ده او دا ماشومه هم بايد د تره له لور سره ووسي . جعفر وويل : هغه بايد له ماسره ووسي، چې هم يې د تره لور او هم يې ترور ما ته ناسته ده . زيد وويل : د سفر زحمت يې ما ګاللى او ورېره مې هم ده . پاک نبي وويل : (( ډېر ژر به بې له دې حکمه په تاسې کې ورمندون-قضاوت وکړم . )) علي وايي : همدا چې و يې ويل :  (( بې له دې))؛نو وېره مې زړه ته راغله،چې هرومرو به آيت راغلى وي،چې موږ پر لوړ غږ خبرې کړې دي . بيا د خداى رسول وويل : ((زيد بن حارثه ! ته هم زموږ او هم د نجلۍ مولا يې . )) زيد وايي : رسول الله ! خوښ شوم . جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې او له هغې شجرې پېدا شوى يې،چې زه ترې پېدا شوى يم . )) جعفر وويل : رسول الله ! زه هم خوښ شوم . بيا يې وويل : (( علي ! ته مې غوره کړاى شوى او هم امين يې؛ ته له ما او زه له تا يم . )) ورته مې وويل : زه هم خوښ شوم! د خداى رسول بيا وويل : (( خوښ به شم،چې لور مې له جعفر کره ولاړه او پالنه يې وشي،چې له ترور سره يې وي؛ځکه ترور هم د مور په څېر وي . )) ټولو وويل : رسول الله ! ټول تسليم شوو . ( له عدني،بزار او ابن جرير څخه نقل )

ليکوال : دا روايت طحاوي هم په مشکل الاثار ( څلورم ټوک،١٧٤ مخ ) کې په ټکيو کې په لږ اختلاف راوړى او په ١٧٥ مخ کې يې هم له دوو لارو په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى . نسائي هم د خصايص په ٢٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : د خداى رسول (ص) وويل : ((علي ته زما غوره کړاى شوى او امين يې . ))