شېرشاه رشاد

زوکړه: انجينير شېرشاه رشاد په ١٣٣٩-١١-١٢هـ ل 1961-٢-٢م کال کي د کندهارښار د بابړو کوڅې ته څېرمه په کلاپسيل نومي کوڅه کي ،په يوه تاريخي کور کي چي اوس د زوړ کور په نامه شهرت لري، زېږېدلئ دئ،که څه هم د انجينير شېرشاه رشاد پلار علامه [بابا] او د هغه نېکه ګان په بابړو کوڅه کې زېږېدلي دي ،خو د سياسي او اقتصادي اړودوړ له اسيته، دده نېکه ګان و نه توانېدل چي پخپل پلرني کور کي تر اخره پوري پاته سي ،دده نېکه ګان ډېر ماړه او منورين خلګ ول،کله چي په١٩١٧ اکتوبر کي په روسيه کي سوسيالستي انقلاب بريالى سو،نو په افغانستان کي هم اقتصادي بحران رامنځ ته سو،ددې بحران څخه د افغانستان ځيني مشهور سوداګر متاثره سول،پدغو سوداګرو کي يو هم دده نېکه عبد الغفور خان ؤ. دوخت دواکمن اعليحضرت امان الله شاه غازي لخوا فيصله وسوه چي ددغو سوداګرو د پورو د ادايني د پاره بايد ددغو سوداګرو ټول ملکېتونه ضبط سي،دسوداګرو څخه کارېزونه،باغونه،او حتى کورونه هم واخيستل سول،دده دنېکه کور هم ضبط سو،چي وروسته ئې نېکه،انا،او علامه بابا دغه زاړه کور ته ورغلل چي د انجينير شېرشاه رشاد زوکړه پکښې سوې ده . خپله انجينير شېرشاه رشاد په يو داسي سياسي نظام کي زوکړى دى،چي سياسي اواقتصادي شرايط پکښي نېمه ډيموکراټ ول،دده د زوکړي څخه شاوخوا دوه کاله ترمخه په ١٣٣٨هـ ل کال کي په کندهار کي دمخ لڅۍ پر وړاندي ډېر لوى پاڅون وسو ، او د کندهار په ښار کي دوخت د لومړي وزير(صدراعظم)داود خان د حکومت، د ولايتي ادارې پرضد پاڅون وس. خداى بخښلې سردار محمد داود خان په خورا محتاطه او ټيټه کچه د هېواد د (موډرنېزه) کولو پروګرام تر لاس لاندي درلود،خو بغاوتونه پيل شول او دافغانستان حکومت تور لګاوه چي ددې ګډوډيو شاته د پاکستان د استخباراتي دستګاوو لاس ؤ ، د ١٩٦١ کال د اګسټ پر ٢٣ مه نېټه پاکستان په کندهار او ننګرهار کي خپلي کونسلګرۍ وتړلې،د پاکستان لخوا پر افغانستان د پولو تړلو، سره د هېواد سوداګرۍ او صنعت ته خورا دروند تاوان ورسېد، پدې پاڅون او بغاوتو کي د کندهار سېنما چي د هغه وخت په عصري لوازمو سمبال وه وسوځول سوه، د زرغوني انا د نجونو لېسه او پر ځينو نورو ښونځيو بريدونه وسول، زده کوونکي او ښوونکي ووهل سول او په دې کار کولو سره په کندهار کي دبند او کړاوونو لړۍ پيل سول. ځيني کسان فرار ته اړسول اوهمدارنګه د جبري سياستوځيني منفي اغېزې هم په ټولنه کي مسلطې سوې،په هېواد کي ځيني سياسي انګېزې راپورته سوې ،کله چي د١٣٢٧ کال د ثور پر لومړۍ نيټه په هېواد کي دويښ ځلميانو ګوند جوړ سو،نو د همدې غورځنګ ځيني لومړني غړي بند ته واچول سول او ددې ګوند پر ځينو برخو باندي بنديزونه ولګېدل ،دحقيقت او ورورږغ تر عنوان لاندي چي کومي خپروني د همدې غورځنګ له لاري په کندهار کي خپرېدلې هم بندي اعلان سوې، دې بنديزونو په هېواد كي تاوترېخوالى نور هم د اوج خواته پوري واهه.


زده کړې: انجينير شېرشاه رشاد خپلي زده کړي په ١٣٤٦هـ ل 1967م کال دکندهار په البيروني لېسه کي پيل کړې،دهمدې کال په نېمائې کي ددوى کورنۍ کابل ته کډه سوه او هلته ئې خپلي ابتدائې زدکړي لومړى په ميرويس هوتکي او بيا په سيدال خان ناصر ښوونځيو کي کړي دي . په ١٣٥٨هـ ل 1979م کال کي د نادرئې ليسې څخه د بکلوريا دسند تر اخيستلو وروسته ئې ددغه کال د کانکور په ازموينه کي ګډون وکړ،اودخپل ذوق سره سم ئې د مځکپوهني رشته د پوليتخنيک په انستيتوت کي انتخاب کړه، او دهغه کال د ٢٢٨٠٠دوه ويشت زره اته سوه محصلينو په آزموينه کي شپږم نمره بريالى او د هغه مهال د آزمويني تر ټولو لوړ امتياز ئې تر لاسه او د روسئې يا پخواني شوروي بورس ته انتخاب سو. تر شپږو کلونو وروسته په ١٣٦٥هـ ل 1986م کال کي د روسئې هېواد د ازېربېکوف پوهنتون د مځکپېژندني د څانګي څخه فارغ او په همدغه کال بيرته خپل وطن ته راستون سو. کله چي د نړۍسترځواک شوروي اتحاد پر افغانستان باندي په ١٩٧٩م کال کي خپل پوځونو بهولې ول،او جنګونو کرار-کرار زور اخيسته نو د انجينير صاحب د فارغېدو سره سم د همدې کال په مني کي د ميخايل ګورباچوپ او رونالډ ريګن تر منځ په يوه غونډه کي د افغانستان پر سر اختلافات نور هم زيات سول، او د ١٩٨٦-١١-٢ انګريزي ورځپاڼي سنډې ټلګراف په يوه اوږده راپور کي ليکلي چي :د امريکا حکومت د افغانستان مجاهدينو ته سټينګر توغندۍ ورکړي دي، ددې توغنديو څخه ٥ داني په ننګرهار کي استعمال سوي هم دي چي دوې اليکوپتري او يوه جنګي الوتکه ئې رانسکوره کړې ده ،د امريکا په دې عمل سره د روسي ځواکونو بمباريو او ورانيو په افغانستان کي نور هم زور واخيست. په ١٣٧١ه.ل- 199٢م کال کي چي ددويمي سقاوۍ کلونه هم ورته ويلاى سو، انجينير صاحب جبراً اړ سو چي افغانستان پرېږدي ،د افغانستان د پرېښېدو يو لامل ئې شايد د کابل کورنۍ جګړې وې،چي په ١٩٩٢-٤-٢٨ کي پيل سوي وې،محمد اعظم سيستاني د خپل کتاب (مقدمه بر کودتاى ثور) په ٢٠٦ مخ کي ليکي: د ١٣٧٢ کال دمرغومي د مياشتې پر ١١ نيټه له حزب اسلامي او حزب وحدت سره په اتحاد کي د جنبش ملي اسلامي ځواکونو او له اسلامي دولت سره په اتحاد کي د حزب اتحاد اسلامي او حرکت اسلامي ځواکونو تر منځ ناڅاپه جنګ و نښتئ، او د کابل ښار ئې يو ځل بيا پداسي حال کي چي د ژمي ساړه په لوړه کچه کي وه، په اور او وينو کي ډوب کړ،د راډيو ټلوېزون، د ارګ سيمه، هوائې ډګر،د پښتونستان څلورلاره، د نادر پښتون واټ،بالاحصار، دمکرويانو منطقه، د مرنجان غونډۍ، د کابل ژوبڼ،او ځيني نوري سيمي د جنګ تاوده ډګرونه او ميدانونه ول. په دغسي يوه فاجعه کې، چي ژوند ناممکن و، انجينير رشاد د افغانستان تر پرېښېدو وروسته جاپان هېواد ته ولاړ،هلته ئې په شېزوکا انستېتوت کي د جاپاني ژبي او ادبياتو يو کلن انستېتوت ووايه،دهمدې انستېتوت څخه تر فراغت وروسته ئې پخپل لومړي مسلک کي د GIS(دجغرافيائې انفارميشن سيستم)اړوند کارته و ګمارل سو.

په جاپان کي مصروفيتونه : لکه څنګه چي د انجينير صاحب مسلک مځکپېژندنه وه،او په همدې مسلک کي ئې لوړي زدکړي کړي وې،نو بناً په ١٩٩٧ کال کي ئې د اوګاني سوکريو کمپنۍ سره د GIS سيستم د مسؤل په حيث کار پيل کړ،او دهمدې وظيفي پر چوکۍ پنځه کاله پاته سو. GIS چي د Geographic information system لنډېز دى،دلومړى ځل د پاره په امريکا کي په 1993-94م کال کي اختراع سو او په ډېره چتکۍ سره ئې نورو پرمختللو هېوادو ته لاره وکړه،په دې سيستم کي د يوه هېواد،ولايت،ښار،ناحئې او حتى د ځينو کورنيو بشپړمعلومات ساتل کيږي لکه څنګه چي GPSد GISنوې بڼه ده ،خو بيا هم په GISسيستم کي د کتابتونو،موزيمو،اولرغونو ځايو پوره معلومات ساتل کيږي. پخوا به نقشې يوازې د کاغذ پر مخ لېکل کېدې،اوس ددې سيستم په کارولو سره په نقشو کي نور معلومات لکه انځورونه او متنونه هم ساتل کيږي او پر مختللو هېوادوکي داسيستم دموزېمو،کتابتونو،او لرغونوځايو دپاره د مالوماتو تر ټولو ښه وسيله بلل کيږي . تر دې وظيفي وروسته د ټوکيو د آسيايې-افريقايې ژبو دپوهنتون دپښتو او پاړسي څانګې دمسؤل پروفيسور نواتا په بلنه په همدې پوهنتون کي د جاپانيانو د پاره د پښتو ژبي استادونومول سو،په دې پوهنتون کي ئې دتدريس تر څنګ دهمدې پوهنتون دافغانستان پېژندني دکمېسون رسمي غړيتوب هم واخيست. په ١٣٨٠هـل 2002م کال کي جاپانيانو د افغانستان سره د پوهني او روغتيا په برخه کي د يوې کوچنۍ مرستندويه ټولني بنسټ د (كارېز مرستندويه ټولنه)په نامه کښېښود، چي مالي لکښت ئې جاپانيانو پر غاړه واخيست او د افغانستان په هغو ليرو پرتو سيمو کي ئې خلګو ته روغتيائې مرستي رسولې، چي ددولت امکانات به پکښې کم ول، او د هغې مرستندوي تولني مسؤل انجينير صاحب ؤ،چي په کال کي به يو يا دوه ځله افغانستان ته راتلى او خپل كارونه به ئې د نېژدې څارل.......................


د انجينير صاحب کړه وړه : انجينير صاحب شېرشاه رشاد د خپل افغاني او اسلامي کلتور سره نه يوازي داچي مينه لري، بلکې پرځان ئې هم عملي کوي، خصوصاً د کندهار کلتور ئې ډېر خوښ دى، يعني دا چي انجينير صاحب همېشه خامکي غاړه اغوندي. ما چي هر وخت انجينير صاحب لېدلى، دده د کالو ځانګړى انتخاب او د چوټو(ګاولو) خاص سټايل ئې ډېر خوند راکړئ، پدې وروستيو کي په کندهارۍ غاړوکي داسي ډول هم مشهور سوى چي کالر ولري، او پر کالر باندي خامک ورکوي، خو د انجينير صاحب د غاړو سبک پخوانيو ته ورته دى، په يخني کي کورتۍ يا صدرۍ استعمالول هم د انجينير صاحب د شان او درنښت نماينده کي کوي. د تېرو دوو کلونو څخه د انجينير صاحب پر سترګو عينکي هم وينم، شايد د سترګو د دېد کمزورتيائې يو لامل وي.

اثار او ليکني  : له لوست (مطالعې) سره مينه د فطري استعداد او لېوالتيا پر څنګ، روزنيز اړخ او کورنى چاپېريال ته هم اړتيا لري، انجينير صاحب په يو داسي ماحول کي را لوى سوى وو چي ګرده ورځ به ئې کتابونه مخ ته دوري هيسته کېدل او يا بۀ هم پر کتابونو باندي بحث کېدئ، دغو شراېطو په ده کي هم هغه تلوسه وزېږوله چي قلم را واخلي او د کاغذ پر مخ څه کاږي . دده لومړى قلمي کار له انګرېزي ژبي څخه د يوې کوشنۍ لنډي کيسې پښتو ته ژباړه وه چي د ښوونځي په نهمه ټولګۍ کي ئې تر سره کړه او د هغه مهال (د کوچنيانو انيس)يا کله به د کمکيانو انيس مجلې ته وسپارله، خو دا لومړۍ ژباړه په هر دليل چي و چاپ نه سوه، تر دوو درو مياشتو وروسته دا کوشنۍ لنډه کيسه د څو کليمو په اړولو سره د بل چا په نامه د (کوچنيانو انيس) په يوه ګڼه کي خپره سوه، او څه انځورونه ئې ورسره مل کړي ول. انجينير صاحب شېر شاه رشاد د خپلو د ندو په څنګ کي د خپل علمي او کلتوري خصلت پر اساس يو شمېر علمي، ښوونېزي، فرهنګي، سياسي، ټولنيز، مقالې، سرېزي او نظرئې ليکلي دي، چي د هغو له جملې څخه لاندي يو څو د بيلګي په ډول راوړم.

١ـ د انګليستان زړه سواند او خواخوږى شاعر جورج هارن بايرون. ژباړه ـ ژوندون مجله، څلورمه ګڼه (جدي ـ دلو ـ حوت) نهم کال ١٣٤٩ ل، ١٠ـ ١٤ مخونه ٢ ـ د استاد عبد الروف بېنوا د شعرونو روسۍ ژباړه.ليکنه ـ ژوندون مجله،درېيمه ګڼه(مېزان،عقرب،قوس) نهم کال، ١٣٤٩ ل ٣٠ ـ ٣٣ مخونه ٣ ـ په اشرف البلاد کندهار کي واجب التعظيمه نبوي خرقه .طلوع افغان ورځپاڼه ٤ ـ د پښتو کتابو په خپرولو کي نه پاملرنه او دهغو اغېزې .طلوع افغان ورځپاڼه ٥ ـ د انګرېز د استعماري سياست په وړاندي د ولسونو په راوېښونه کي د قلم او ژبي ونډه کندهار مجله ؟ د مولوي صالح محمد هوتک د پنځوسمي تلينې ياد غونډې ته ٦ ـ رواڼى، لواڼى او لوڼ د اسلم لوڼ و سمينار ته ليکنه. ٧ ـ د ارواښاد ګلبېدار په شاعري کي د الفاظو کاروونه ٨ ـ د تکړه لېکوال او شاعر استاد پنهان د آثارو کتابښود. ٩ ـ ايا سنسکريټ ژبه مړه ده له روسي منابعو څخه ژپاړه

١٠ـ د استاد رفيقي پر ادبي ښکلاوي اثر باندي نظر

١١ـ په نجومو کي د ورځي او کلونو توپېرونه په لمريز او سپوږميز کلنو کي، سباوون مجله، ١٣٦٩ کال، کابل ١٢ـ د البېروني منرالوجيکي نظريات او له اوسنيو منرالوجيکي معيارونو سره د هغو پرتله، د البېروني د زرمي کليزي نړيوال سمينار ته، مقاله ١٣٧٠ کابل

١٣ـ د علامه رشاد په څېړنېزه لاره کي د منابعو او ماخذونو علمي تحليل او تجزيه ،کابل ـ د زمري ١٦ ١٣٨٢

١٤ـ بلده که بلدى؟د محزون سمينار ته مقاله ١٥ ـ پښتو ادبي انجمن د تاريخ په څپو کي ،کندهار مجله ـ ١٣٩٢ حمل ـ ثور ٣٤ ـ ٣٨ مخونه ١٦ـ د کندهار د معارف پلار ـ مولوي صالح محمد هوتک کتاب باندي سريزه د ١ څخه تر ١٢ مخونو پوري ـ ١٣٨٨ چنګاښ ٢٦ ١٧ـ د افغاني پګړۍ شمله: د عبد النافع ثناء ژباړه اثر باندي نظر ١٨ـ درسي چپټرونه، لکه لغتپونه، د نړۍ ادبيات، پښتو متون، د څېړني مېتودولوژي او ...... (راټولوونه او اوډنه)

د کتاب په بڼه ١ ـ په افغانستان کي د مينرالي اوبو چينې د انجينير ستانه مير زهير سره ګډاثر ٢ ـ افغاني جاپاني ـ جاپاني مکالمه. ٣ـ د جاپانيانو لپاره د پښتو ژبي د زده کړي لوست، له پروفيسور نواتا سره ګډ اثر، د ټوکيو پوهنتون ٢٠٠٠ م کال تر کار لاندي آثار ١ـ د البېروني (کتاب الجماهير في معرفة الجواهر) پښتو ژباړه ٢ـ راځئ! خپل کندهار و پېژنو را ټولوونه او لنډيز


سفرونه: که د انجينير صاحب سفرونه دافغانستان پر څلورو خواوو باندي ووېشو،نو به داسي ووايو چي د افغانستان شمال خواته ئې ازبکستان،تاجکستان،ترکمنستان،آذربايجان،ارمنستان،ګرجستان جنوب خواته ئې پاکستان،هندوستان، ختيځ خواته ئې سينګاپور،ټايلند،ماليزيا،جاپان عربي هېوادو ته ئې امارت،قطر،او په اروپائې هېوادو کي ئې روسئې،سپينې روسئې ،اوکراين، فرانسي،او دامريکا متحده ايالاتو ته سفرونه کړي دي . کله چي پر کابل باندي په ١٣٧١هـ ل 1992م کلونو کي د دويمي سقاوۍ داړودوړسيلۍ راوالوتل،دنظارشورا او ځيني نورو اسلامي ګوندونو لخوا د کابل په شاوخوا سيمو کي خپل منځي جنګونه شروع سول،نو په کابل کي د ژوند کولو امکانات کرار-کرارمحدودېده،چي په پاېله کي ئې ډيرى اوسېدونکي د افغانستان پرېښودلو ته اړسول،په دې خلګو کي يوه هم د علامه رشاد بابا کورنۍ وه چي له علامه بابا او د هغه له مېرمني پرته نور اولادونه ئې د لنډي مودې دپاره لومړى کندهار اوبيا پاکستان ته کډه سول. جنګونو داسي زور واخيست چي يوازي په کابل کي شاوخوا ٦٠،٠٠٠ کسان ووژل سول دننه په کابل کي په لکونو انسانان د خپلو کورو پرېښودو ته اړ سول ،نور نو د هغو افغانانو چي بېلابېلو هېوادو ته مهاجر سوې ول،دا اميد وشلېدى چي په افغانستان کي به سوله،ارامي،کراري راسي . انجينير صاحب په ١٣٧٥هـ ل1996م کال کي د پاکستان څخه دخپل مشر ورور ډاکټر خالد رشاد په بلنه جاپان ته ولاړ،هلته ئې خپل ځان بې کارۍ ته ورنکړاو لومړى ئې دجاپاني ژبي او ادبياتو يو کلن انستېتوت ووايه،دده په وينا دا قضاء وه چي دى ئې شاوخوا لس کاله په جاپان کي هستوګن کړ. لکه څنګه چي جاپانيان افغانانو ته ځان خورا نېژدې احساسوي ،او فطرتاً ددوى سره نېژدي اړيکي لري ،نو دده تر فراغت وروسته په همدې هېواد کي په کار کولو مصروف سو....

دندي:- بې ځايه خبره به نه وي که ووايم چي انجينير صاحب د پوهي يو ژور سمندر دى، د ګران افغانستان دې لوى دانشمند د ادب، تاريخ، هنر، او فرهنګ، په بېلابېلو برخو کښي داسي پاخه ، او په زړه پوري ګامونه اخيستي دي چي هر ګام ئې د قدر وړ او بې سارى دى،انجينير صاحب چي کله په ١٣٦٥ کال کي د لوړو زده کړو څخه فارغه سو، وروسته ئې د عسکري په سپېڅلې دنده پيل وکړ،هغه وخت پر هغو محصلينو چي لوړي زده کړي ئې کړي وي ،د يو کال عسکري جبري ګڼل کېده، خو د انجينير صاحب د عسکرۍ موده برابر درې نيم کاله وغځېده . ده د عسکرۍ په دوران کي ځيني وظيفي سرته رسولي دي چي په هغو کي د کابل راډيو د هنر او ادبياتو د خپرونو د وياند په حيث د ١٣٦٧څخه بيا تر ١٣٧١ کال پوري راتلاى سي . ددې وظيفي تر څنګ ئې د ١٣٦٧څخه بيا تر ١٣٦٩ پوري د هېواد ورځپاڼي د مشاور ترجمان او د دباندنيو خبرونو ايډيټور په توګه وظيفه تر سره کړې ده. په ١٣٦٩ کي د علومو اکاډيمۍ د مځکپېژندني په انستيتوت کي علمي غړى سو،کله چي په ١٣٧١ کال کي د تنظيمي جنګونو وحشي دوره راغله انجينير صاحب د خپلي کورنۍ سره کندهار ته را کډه سو،او دلته بيا هم لاس تر زني لاندي نه کښېنستئ بلکي په کندهار راډيو ټلويزون کي ئې د موقت وخت د پاره د ادبي او تاريخي خپرونو د مسئول او وياند په حيث په کار پيل وکړ،جنګونو دلته هم زور واخيستئ او بالاخره په ١٣٧٢ کال کي مهاجرت ته مجبور سو. کله چي انجينير صاحب په جاپان کي د ژبو او ادبياتو زدکړي وکړې، وروسته ئې په همدې هېواد کي په ١٣٧٧ کال کي د شېزوکا د اوګانې سروې او ډېزاين کمپنۍ سره د جي اى ايس GISمنيجر پاته سو. تر منېجري وروسته په ١٣٨١ کال کي د ټوکيو د (ګاى داى) پوهنتون د ژبو په انستيتوت کي د پښتو ژبي د استاد په حيث په دنده و ګمارل سو. هغه وخت چي په افغانستان کي نوى حکومت راغى، نو ورسره د کارېز مرستندويه ټولنه هم اېجاد سوه ،په ١٣٨١ کال کي د همدې مرستندويه ټولني د افغانستان دمشر په حيث و ټاکل سو،ددې ټولني مشري او چوپړ تر اوسه پوري هم پرمخ بيائې،کله چي انجينير صاحب په ١٣٨٣.ل کال کي کندهار ته راستون سو، دده ادبي تحليلونو د چارو د مشرانو توجه ډېر ژر ځانته جلب کړه او همدا دليل ؤ چي په ١٣٨٧ کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني په پوهنځي کي د پښتو ژبي او ادبياتو افتخاري استاد او په ١٣٩١ کال کي د همدې پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځى تر اېجاد وروسته د همدې پوهنځي د سرپرست رئيس په توګه او په راوروسته کي په ياد پوهنتون کي د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز دمشر په صفت مقرر سو. په پوهنتون کي د علمي سمينارونو داېرول او د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز مسئوليت هغه دندي دي چي بېله انجينير صاحب څخه د بل چا د کنټرول، وس، اوتوان څخه وتلې خبره ده،په عين حال کي د علامه رشاد کلنيک، کارېز مرستندويه ټولني، کتابتون، او اکاډيمۍ رهبري او چاري هم ور دغاړي دي، له دې وروسته ښاغلي انجينير صاحب د هېواد او په خاص ډول د کندهار په ادبي ډګر کي د يو مهم شخصيت په توګه راووت، او ښه وځلېدئ. د استادۍ مېتود: د افغانستان غوندي هېواد کي د انجينير صاحب د استادۍ، لکچرنوټ تهيه کولو او تدريس ميتود خورا بېسارى، موثر او جالب دئ. له بده مرغه د افغانستان د لوړو زده کړو په تعليمي مؤسساتو کې له خورا زاړه، وراسته او ناکام ميتود څخه کار اخيستل کيږي هغه داسي چې يو خو زموږ کارېکولم په هيڅ وجه پر علمي معيارو نه دى ولاړ، نه د لوړوزدکړو وزارت کوم علمي سټنډرډ معرفي کړى دئ، نه ئې استادان پر علمي اساساتو ولاړو ميتودو ته مکلف کړي او نه هم اکثره استادان د بې تفاوتۍ له امله دا ملي، بشري او افغاني احساس لري چي ځانونه ستړي کړي، پراخه مطالعه وکړي، معتبرو علمي منابعو ته ځانونه ورسوي او پر نسبتاً ښه معيار برابر تدريسي مواد تهيه کړي، بلکي ددوى اکثريت ئې د پخوانيو له زړو او شکېدلو شوړېدلو پاڼو څخه د لکچرنوټ دو چپټر په نوم استفاده کوي، په دغو چپټرو کي چي هر څومره غلطۍ موجودي وي، نه اداره او نه هم افراد د هغو پر سمولو ځانونه مسؤل بولي، په بل او بل سمسټر کې محصلين بېچارګان هغه بيا ـ بيا کاپي کوي او خپل قيمتي وخت ئې پر لوستلو ضايع کوي، زياتره استادان خو د لکچرنوټ د تهيه کولو لياقت هم نلري بلکي د نورو خوړين چپټرونه تدريسوي چي نه خپله په پوهيږي او طبعاً چي محصل به هم هيڅ کله پوه نکړاى سي. موږ په خپل تحصيلي دوران کي ولېدل چي اکثريت چپټرونه به کندهار پوهنتون ته له کابل راتلل او په ډېر مزخرف شکل به راتلل، چي نه به کابل او نه هم ولاياتو کي دا علمي اساساتو ولاړ يو ټکى پکښې پېدا کېداى سي، که نه ؟ د فاجعې خبره خو لا داده چي زموږ د لوړو زدکړو په نصاب کي غيري علمي خو څه کوې ډېر غلط او ضد علمي مسائل ننوتي دي، ددې پر ځاى جي شاګرد ته فکري روښانتيا ورکړي، د نوې زمانې له غوښتنو سره ئې پر نوو لارو روان کړي، د کرکو، تشويشونو، تنګ نظريو، منفي تمايلاتو، او بدبېنيو په تيارو کې ئې ورکوي، د سولي، ورورولي او انسانيت پر ځاى ئې تشدد، خشونت، او نفرت ته هڅوي، دغه ډول ناوړه حالت هم په ولاياتو او هم په مرکز کې، په خصوصي او دولتي کچه علني حاکم دى.

په دغسي يوه سخت بحراني او ناوړه حالت کې انجينير صاحب په خورا بېساري ډول په کندهار پوهنتون کي تدريسي انقلاب راووست، ده هيڅکله له ماکمو ناوړو شرائطو څخه په شکايت او بهانه له خپل ملي او افغاني او انساني مسئوليت څخه تېښتنه ونکړه، هغه هيڅکله دولتي او اداري بې تفاوتيو او ناندريو ته تسليم نه سو، هغه خپل کار په سمه توګه پېژندلي و او په سمه توګه ئې راپيل او تر ننه ادامه ورکوي.

جالبه ده، موږ هيڅکله ونه لېده چي د يوې دورې چپټرونه دي ئې په بله دوره کي هم په عيني توګه شاګرد ته سپارلي او تدريس کړي وي، خامخا به زياتوني او کموني پکښې راغلي وي او د بشپړتابه خواته به ئې غځولي وي، موږ به تل د جپټرونو پر حاشيو نوي ـ نوي قلمي ياداښتونه لېدل، چي دا ياداښتونه به د بلي دورې لپاره په اصلي متن کي په خورا منظم، پاک او ستره شکل ځاى پر ځاى کېدل او په هر سمسټر کي به د سمسټر تر پايه بياـ بيا نوي خبري راتلې او موږ ته به ئې سپارښتنه کوله چي دا بايد پر خپل لکچرنوټ ياداښت کړو. بله ځانګړنه ئې د مسؤليت په خورا يوه بې ساري احساس سره دوخت پابندي وه، په پوهنتون کي دا ذهنيت بيخي اوس عام دى ، چي د انجينير صاحب په فرهنګ کي غيري حاضري او بې وخته راتګ نسته، همدا علت دى چي دده په درسي ساعت کې همېشه صنف له شاګردانو ډک وي، دده په ورځ محصلين وائې چي نن د انجينير صاحب ساعت لرو، او ددې خبري مانا د يوې اصطلاح په توګه داده چي، که مو ويلي غوړي هم تويږي، ځان به حاضروو او پر وخت به ئې حاضريږو. ددرس په پيل کي اول د تېر درس پوښتني کيږي، انجينير صاحب د پلان له مخي پوهيږي چي اول له چا څخه او څنګه پوښتني وکړي، دده په کتاب کې خو سکته او فشار بيخي نسته خو دده شاګرد به ځاني زده کړه کوي، دده برخورد، دده اخلاق او د درس طريقه داسي ده، چي هغه ډېر لټ شاګرد هم يو څه ځني زده کوي، او پر زده کړه ئې ځان په خپله خوښه مجبور احساسوي، بله جالبه دا چي دده تدريس عام فهمه، واضيح او د زدکړي وړ وي، ماتر اوسه دده له يوه شاګرده نه دي اورېدلي چې دده يو ټکى دي هم ګونګ ورته پاته سوى وي. تر پوښتنو وروسته په خورا آرام، جذاب او عيني حال کي خاص ظريف انداز سره درس پيلوي، په ټول ژوند به چا نه وي ځني اورېدلې چي چپ سه، غوږ ونيسه، دې خواته وګوره، فکر دي چيري دى، او.... البته بل صنف او استاد ته ئې لا نفر استولې چي غالمغال لږ کړي، چي زموږ د درس مزاحم ګرځي، زه ددې شاهد هم يم چي کله هغه زموږ په څنګ ټولکي کې تدريس کوي، او موږ ته بل استاد ولاړ وي، زموږ نارې ورته مزاحم سوي او سړي ئې را استولى او د آرامۍ هيله ئې کړې، اکثراً چي بل استاد راسي نو يا استاد يا هم محصل وائې چي په دا بل صنف کي رشاد صاحب تدريس کوي، يوڅه بايد آرام اوسو. که څه هم انجينير صاحب په کال کې يو وار جاپان او ځينو نورو هېوادو ته سفرونه کوي، خو د چا نه ياديږي چي دده تدريسي پروګرام دي په کوم سمسټر کي يو وخت هم نيمګړى پاته سوى وي، او بله په زړه پوري دا چي دده په امتحان کي د ناکاميو کچه بيخي ټيټه او زياتره وخت بيخي نه وي، په داسي حال کي چي دده په امتحاني مذهب کي د يوې ذرې اندازه مراعت نسته، دده هغه مسؤوليت چي د تدريس په جريان کي ئې په پوره اېمانداري او لوړ علمي معيار سره پور کړى وي نو په امتحان کي ئې په واقعي ډول خوږ ثمر ګوري، پر ده باندي په دې باب د هېڅ لوړ مقام، زورور او مخور واسطه نه چليږي، په رښتيا تدريس ته امادګي نيسي، په رښتيا تدريس کوي، او په لازياته رښتيا آزموينه اخلي، په دې باب زه ادعا کولاى سم، چي افغانستان به په اوس وخت کي بل دغسي بامسؤليته ، پر علم، وطن او ځوان نسل مين او علمي اصولو ته متعهد او پابند استاد ونلري. اوس ـ اوس په کندهار پوهنتون کي کرارـ کرار دده د هلو ځلو نتيجه ځان ښکاره کوي، او هغه محصلين چي تر فراغت وروسته په پوهنتون کي استادان مقرريږي، نو د انجينير صاحب پر نقش قدم روانيږي او د افغانستان تعليمي ډګر په پرمختګ کي د لوئې اميداوارۍ خبره ده. د انجينير صاحب يوه بله خوبي داده چي دى د اصلي تدريس تر څنګ ځوانان خپلو نورو اجتماعي مسؤليتوته هم متوجه کوي، او د درس تر څنګ نور زيات معلوماتي او ضروري مباحث هم مطرح کوي، چي ځوان محصلان ئې په خورا علاقمندي او توجه سره اوري، او خورا زيات مثبت تاثير پر کوي.











دويمه برخه

قوم:- د انجينير صاحب قومي نسبت په پښتني قبېلو کي بابړ قبيلې ته کيږي، په بابړو کي بيا د لکي صاحب خان په شجره پوري تړلى دئ. بابړ په شېراڼيو پښتنو کي يوه پښه ده،چي د پښتنو د نسب د شجرو له مخي په سړبني ښاخ پوري نښلي ، نعمت الله هيروي پخپل اثر حيات افغاني کي ليکلي چي شېراڼي يو زوى درلودهغه (چاد) نومېدئ، د چاد درې زامن ول، د اول زوى نوم ئې (دوم) د دوهم زوى نوم ئې (جلواني)او د درېيم زوى نوم ئې (هريپال)ؤ. د (دوم) څلور زامن ول،چي په هغو کي يو بابړ نومېدئ، د بابړو بيا دوه زامن ول چي يو ئې سنځر او بل ئې انځر نومېده. په مهابهارت کتاب ٢٠٦ مخ کي Babhruد يو پهلوان نوم راغلئ او ارنولد فليچر په Conquest highway to Afghanistan کي د بابړانو په اړه داسي ليکي: دا يوه کوشنۍ قبيله ده چي شمېر ئې ٥٠٠٠ )پنځو زرو) تنو ته رسيږي دا قبيله ډېره اسماعيل خان ته نېژدې ميشته ده او مرکز ئې چوډه دئ. بابړان ماړه خلګ دي،درناوى ئې کيږي، ددې قبيلې زياتره پرګنې د ملک او جايداد څښتنان دي او اجارداران ئې پښتانه نه دي،بابړان تعليم يافته خلګ دي،هلته ددوى په باب يوه وينا سته چي په انګليسي متن کي داسي راغلې ده: A Babar fool is a Gandapur sage ژباړه:د بابړو بېعقل د ګنډاپور هوښيار دى.


بابړ د The Pathans په نقشه کي :


بابړ د کسۍ د غره او اباسين (د نورو سندهـ) تر منځ پراته دي،د بابړو د مېني په جنوبي برخه کي کهيتران ،غرب ته ئې سترياڼي او تر سترياڼيو لوړ شېراڼي پراته دي. شمال ته ئې مياخېل او تر مياخېلو لوړ ګنډاپوريان پراته دي،لويديځ ته ئې غرنۍ سيمه چي د تخت سليمان په نامه ياديږي پرته ده . ددغو غرونو له چينو څخه اوبه راوزي چي ددوى کروندې په خړوبيږي. دبابړو څخه د لوېديزو غرونو په لړۍ کي يوه لاره کندهار ته تللې ده،خو دوى زياتره د غوايلرى يا ګوملي پر لاره کندهار ته ځي او راځي. بابړ د شېراڼيو له غرونو څخه تر نورو پښتنو وروسته راوتلي دي،البته سترياڼي تر بابړو لا هم وروسته د دامان سيمي ته راکښته سوي دي. بابړ چي له غرونو را وکوچېدل په چوډه (Chuda) کي مېشت سول، زياتره بابړان سوداګري کوي، د دامان تر نورو پښتنو شتمن او د هوسا ژوند خاوندان دي،ځيني ئې تر درې لکو ٣٠٠٠٠٠ روپيو پوري نقدي پيسې هم لري،بابړ تر نورو پښتنو نېک چلند او ښه خلک دي. تېمور شاه سدوزي ددوى سردار ته د امين الملک لقب ورکړى ؤ . د کندهار په ښار کي د بابړو څو کوره سته او په سوزني (ارغنداو)کي يو څو کلي سته،په کابل،کنړ او لوګر کي هم بابړ مېشته دي،ددغو بابړو شمېر تر پنځوسوو ٥٠٠ کورو زيات نه دئ . مهدي فرخ د تاريخ سياسي افغانستان د لومړي ټوک په ٢٠ مخ کي داسي وائي: شېراڼي او بابړ له سړبني پښې دي تقريباً٥٠٠٠ کوره دي،د تخت سليمان په غره او د جودان په علاقه کي مېشته دي. څوکوره ئې په کندهار،کابل،لوګر،سرخرود او جلال اباد کي هم سته،بابړان له ٥٠٠ څخه تر ٦٠٠ کوره بولي او زياتوي چي بابړ،جلواني او هريپال د شېراني پښې څخه دي. اولف کېرو چي د The Pathans کتاب په ١٥ مخ کښي د غلجيو او لوديو کومه شجره کښلې ده،په هغه کي ئې بابړ د مروت فرعي څانګه ښودلې ده،چي د لواڼيو پر لار لودي ته رسيږي. بابړ د شېراڼيو يوه پښه ده ، يوه برخه ئې په شپاړسمه مېلادي پېړۍ کي د تخت سليمان د غرو له شاوخوا څخه د ډېره اسماعيل خان و سيمي ته راشېوه سوه،بله برخه ئې په کسۍ غره کي اوسيږي، اوس هم د کسۍ د غره شاوخوا مځکي ددوى په واک کي دي،مګر دغه بابړان لږ دي او د چوډې له بابړانو سره ارتباط نه ساتي. بابړو چي په دامان کي کومه سيمه نيولې ده،١٨٠ ميله پراخي لري،شمال ته ئې د داربڼ مياخېل اوسي،جنوب ته ئې سترياڼي پراته دي،مځکي ئې جاټ او بلوڅ اجاره داران ور کري، او بابران پخپله سوداګري کوي. لږ څه بابړان پوونده د تاجرانو مله سوي دي،افغانستان او بخارا ته ځي،بابړان باسواده قبيله ده ، د سرحد په قبايلو کي ډېر با ايمانه،ماړه ،د اعتبار وړ او آرامه قبيله ده. د پکتيا په جنوبي څنډه آزره کي هم بابړان سته د ١٣٨٢ل د سنبلې په وروستۍ نيمائې کي ددوى او د حصارک د ناصرو تر منځ د جنغوزو پر يوه ځنګله شخړه وسوه،برابر دوې هفتي په سنګرو کي سره پراته او خزه وه،وروسته دولت يو هئيات ور ولېږه او ددوى تر منځ ئې تېږه کښېښوله. مانسټوارټ الفنسټون د کابل د سلطنت په بيان کتاب کي د بابړو په اړه داسي ليکلي:- بابړان ښه متمدن قوم دئ، دوئ په سوداګري ښه پوه او په عمومي ډول د دامان په قومو کي تر ټولو شتمن او غوړېدونکي دي او دغه پانګه ددغه ملک لپاره خورا ډېره ده. ددوى خانان ډېر واک لري او دوى په پښتنو قومو کي تر ټولو آرام او تر ټولو رښتني دي،تېمورشاه سدوزي ددوى مرحوم مشر نورمحمد خان بابړ د امين الملک مقام ته اوچت کړى ؤ،دى د هغه پاچا ډېر اعتمادي ؤ،د درانيو نه پرته د بل قوم سړي په منصب ډېر لږ وياړل کيږي.









دريمه برخه اولادونه : انجينير صاحب په ١٣٦٧-٩-١١هـ ل 1988-12-1م کي واده وکړ او دهغه واده دثمرې څخه خداى شپږ اولادونه ورکړه،چي په هغو کي ئې درې زامن ويسا، پروټ، پسرلى او درې ئې لوڼي تلوسه،ژمنه،او هڅه دي، لكه څنګه چي د اولادونو روزنه ستر عزم او پراخه حوصله غواړي او ځيني والدين په كورونو كي د اولادونو د روزني لپاره له بېلابېلو مېتودونو څخه كار اخلي،چي په هغو كي د اولادونو فكري جوړښت،جسمي جوړښت،ښوونه او روزنه،او بالاخره لوړي زدكړي هم راځي.

دا چي له نورو سره زموږ اړيکي، مينه او محبت يا دښمني او کرکه تر زياتي اندازې پوري په کورنۍ تربئې (روزنه) پوري اړه لري، د اصولو له مخي د تاندي ځوانۍ او له هغي څخه د پورته دوران ټول چال چلندونه، که ټولنيز وي يا ټولنيز ضد وي، د تېرو تجربو په نتيجه کي منځ ته راځي او دې تجربو ته په پام سره وېلاى سو چي  انجينير صاحب د خپلو نارينه اولادونو سره نسبتاً زيږ اود لوڼو سره په عاطفي لحاظ خواخوږي او زړه سوى لري،خپلو  اولادونو ته ژوند، د خپل تېر ژوند د تجربو په شكل ورښئې او ورته وائې چي ژوند كول د درس په شكل نه بلكې د تجربو په شكل دى.

د درس د ميخانيكي زده كړي څخه ئې راګرځوي او توصيه ورته كوي چي كلمات،الفاظ،كرښي او جملې بايد كټ مټ حافظې ته ونه سپارل سې،بلكي بايد كوښښ وسي چي لومړى د هر درس په مفهوم ځان پوه كړي او بيا ئې په ذهن كي داسي كښېنوي چي هغه د ژوند تر پايه پوري ورسره وي،او هغه بايد يوازي د آزمويني او د استاد د پوښتني د ځوابولو د پاره زده نه كړي. لكه څنګه چي مخكي يادونه وسوه، ښاغلى انجينير صاحب ډېر مقيد او سختګير سړى هم نه دى،د اسلامي اصولو پر بنسټ خپلو اولادونو ته د دوى د ژوند د ملګري(واده) د پاره فقط اصولي لاره ورښئې، نور انتخاب دوى ته پرېږدي، حتى تر دې اندازې پوري چي د كانكور د آزمويني دپاره هم،انجينير صاحب يوازي د هغه مسلك او ريشتې ځانګړني او خصوصيات ورته بيانوي،نور د پوهنځي انتخاب هم اولادونو ته ورپرېږدي. انجينير صاحب په خپل علم او توان سره خپل اولادونه ترمعقول څار لاندي ساتلي دي،چي په مقابل كي ئې د اولادونو برخورد هم ډېر سم دى. د انجينير صاحب دغه كاميابه ميتود دى چي مشر زوى (ويسا) ئې سږ ١٣٩٠ه.ل كال د كندهار پوهنتون د انجينيرۍ پوهنځۍ ته په ٣٠٨نومرو كامياب سو، په داسي حال كي چي د كندهار څخه د انجينيرۍ پوهنځۍ ته سږ كال يوازي او يوازي درې کسه كامياب سوي دي،او همدارنګه په لوڼو کي ئې مشره (تلوسه) سږ ١٣٩٠هـ ل کال د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي ته کاميابه سوې ده، چي اوس د هندوستان د ډهلي په جامعه ملي اسلاميه يونورسيټي کي په اقتصاد پوهنځۍ کي په درسو بوخته ده، او دا يې دوهم کال دى،دوهم زوى پروټ يې هم د کندهار پوهنتون د انجينيرۍ پوهنځۍ ته کامياب سوى دى،پاته دوې لوڼي (ژمنه او هڅه ) او يو زوى پسرلى ئې په مکاتبو کي په درسونو اخته دي .

وروڼه او خوندي : انجينير صاحب درې وروڼه او پنځه خوندې لري . په وروڼو کي ئې تر ټولو مشر ډاکټر خالد رشاد نوميږي ،چي زدکړي ئې په جاپان کي د طب په برخه کي تر ډوکټورا پوري کړي دي،هلته ئې له جاپانۍ ښځي سره واده کړى دى،يو زوى او څلور لوڼي لري . زوى ئې ميرويس نوميږي او د دوو کال دئ. ډاکټر خالد رشاد اوس د همدې هېواد په کيوتو پوهنتون کي پروفيسوردى،ددې وظيفي تر څنګ د رشاد په نامه خپل شخصي کلينيک هم لري او هلته په جاپان کي استوګن دى .

ډاکټر طارق رشاد : دوهم ورور ئې ښاغلی ډاکټر طارق رشاد نوميږي، چي په کال ١٣٣٥ ل کال د وږي ( جوزا ) په مياشت کي د کندهار په ښار کي زېږيدلی دی . تر څلورم ټولګۍ پوري ئې په اوسنۍ ظاهرشاهي ( چي مخکني نومونه ئې البيروني _ او بيا احمدشاهي وو ) زده کړه وکړه ، وروسته ئې دکابل د جمال مېني لومړنۍ ښوونځۍ او بيا غازي ليسه چي څه موده شيرشا سوري ليسه نوميده ، او نادرئې ليسه کي چي څه موده د عمر شهيد ليسه نوميده تر دولسم ټولګۍ پوري زده کړو ته ادامه ورکړه ، څو په ١٣٥٤ ل کال له نادرئې ليسې فارغ او د کانکور تر ازمويني ورورسته ئې د ننګرهار طب پوهنځی پيل کړه ، کله چي د ١٣٥٨ ل کال په لومړيو کي د اته نيمو مياشتو لپاره سياسي بندي شو تر خلاصيدو وروسته ئې د کابل د طب انستيتوت کي پاتي روغتيايي زده کړو ته ادامه ورکړه او په کال ١٣٦٠ ل کي بيا د يوې مودې لپاره د چارواکو له خوا د روسانو د تيري سره دمخالفت په وجه سياسي بندي شو ، او تر خلاصون وروسته ئې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ١٣٦٣ ل کال کي د کابل د طب انستيتوت څخه فارغ شو .

ښاغلي ډاکټر طارق رشاد په ١٣٧١ ل کال کله چي د کابل ښار د جمهوريت روغتون دداخله څانګي د ډاکټر په توګه دنده سرته رسول د ستمي ډلي له خوا د دريو مياشتو او شپږو ورځو لپاره د کابل د ولايت د شمالي سرای خواجه په يوه تياره ، نمجنه ، او تنګه سمڅه کي په ګواښ ، تعذيب ، تعجز ، وهلو او ټکولو ، هتکړۍ او بېړيو ، د اتنيکي تعصب او کرکي پر بنسټ دده اتنيکي او توکميزي ډلي (( پښتنو )) او دده ګراني ژبي ( پښتو ) ته په سپکاوي زندان تير کړ . او دهغې ډلي له خوا چي اوس په مرکزي واک کي وسله واله ډله ده . او ددغي کرکي پر بنسټ غواړي د ملي دفاع وزارت او ملي اردو جوړ کړي په توطيه کي ستمي متعصبينو په اصطلاح فرهنګيانو د بېلګي په ډول استاد محب بارش ، چي د شهباز ايرج په مستعار نوم دBBC راډيو د دري څانګي خبريال دی ، او بصير بدروز چي په اصطلاح د تخار د اندراب د پوهنتون د دري ژبي استاد دی لويه ونډه درلوده ، تر خلاصيدو وروسته ئې چي کله ددوی په واکمنۍ کي د تعصب او ستم لمن غوړيدلې وه د ځان لپاره چاپيريال تنګ او له ګواښه ډک وليدی ځکه ئې نو د پرديسۍ لاره غوره کړه او له هغه وخته راپه دې خوا _ له خپلي کورنۍ ( بچيو او مېرمني سره ) د نيدرلند ( هالنډ ) په هيواد کي اوسيږي  .

که څه هم چي ښاغلی ډاکټر طارق رشاد د روغتيايي چارو ډاکټر دی خو وايي چي ادب او کلتور زما هغه ذوق او ژوند دی چي له کوچنيوالي راسره دی ، اووايي چي زما کورنى چاپيريال زما په ذوق او ژوند کښي لويه ونډه لري چي له کوچنيوالي ئې دې لاري ته هڅولى يم . ډاکټر طارق رشاد چي لا ډاکټر نه و او لا د شپږم ټولګۍ زده کوونکی و پوښتنو ته د سمو ځوابونو په ورکولو سره ئې عکس په ژوندون مجله کي خپور شو ، چي هغه هم دښاغلي ډاکټر طارق رشاد په ادبي او فرهنګي چارو کي مشوق کيدای شي . ډاکټر طارق رشاد دليکنو تر څنګ خوږ شعر هم وايي ، دښاغلي ډاکټر طارق رشاد لومړۍ ليکنه اولومړی شعر په ١٣٥٤ ل کال په ننګرهار مجله کي خپاره شوي دي ، وروسته ئې شعرونه او ليکني نه په پرله پسې توګه بلکي کله ناکله خپرېدې او خپريږي ، او نوموړی وايي چي اوس يي دغه لاره ژوند اوعادت ګرځيدلې ده ، او وايي چي هر نيت چي وکړم عادت مي دغي لاري ته راګرځوي . د يادوني وړ ده چي نوموړي په کابل کي په اوونۍ کښي دوه ځله د افغانستان راډيو د هنر او ادبياتو له خپرونوسره همکاري درلوده . او په ١٣٦٣ ل کال کي د افغانستان د ځوانو ليکوالو اوشاعرانو د ټولني د مرکزي جرګې غړی و .

د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد خپاره شوي اثار :
١ _ له بېلابېلوشاعرانو سره په بېلابېلووختونو کي څلور ګډي شعري ټولګي .
٢ _ د ٢٠٠٤ ز کال په لومړيو کي له نورو شاعرانو او ليکوالو سره د شعرونو او لنډو داستانونو د هالنډي ژباړي ګډه ټولګه .
٣ _ لومړنۍ روغتيايي مرستي 
٤ _ په اوسنيو حساسو حالاتوکي د ډله ايزي ، ملي سياسي ، او ټولنيزي کلتوري هڅي اړتيا 
٥ _ د لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي په اړه د ليکنو او شعرونو ټولګه ( افغاني شمله ) 
٦ _ د ( ويښ ځلميانو ) د نهضت د کتاب سريزه 
٧ _ د څانګي او شملې مجلې چي پخوا په هالنډ کي خپرېدې مسول مدير 
٨ _ د روغتيا مجله چي پخوا په هالنډ کي خپريده اهتمام

٩ _ د عبد الباري جهاني د ... شعري ټولګي سريزه ١٠_ د نام حق ځيرک د غوټۍ و رژېده د ناول سريزه ١١_ د واحد نظري د زويه پام .. د طنز رومان سريزه

١٢_ پر ځينو کتابونو باندي لکه : نېدرلنډي پښتو پښويه ( هالنډي پښتوګرامر ) اوځينو نورو باندي سريزي 
١٣ _ څو لنډ ژوند ليکونه 
١٤ _ ځيني څېړنيزي او لنډي ليکني 



ناچاپ اثار :
١_ د ٧٠٠ شاوخوا  تخيلي ويناوي ( اثر )
٢ _ شعري ټولګه 
٣ _ ژبه ، ادبيات ، او د پښتو ادب لنډ تاريخ 
٤ _ تياتر _ ډرامې ، پېښې او نندارې 
٥ _ پښتو ژبه او ولسي ادب ليکنه 
٦ _ يو شمير نېمګړي څېړنيزي مقالې 

درېيم ورور او تر ټولو کشر ئې احمد شا رشاد نوميږي .

احمد شاه رشاد : احمدشاه (رشاد) دعلامه رشاد بابا کشر زوی دئ، په ۱۳۴۷ ل. کال د سلواغې (دلوي ) په مياشت کي په کابل کي زېږېدلی دى، لومړنی ښوونځی ئې په ۱۳۵۴ کال کي د کابل د خیرخانې د ``ببوجاني ``ښوونځی ، چي د خيرخانې په دوهمه برخه کي په يوکرايي کور کي وه، پيل کړ.

د لومړي ټولګي تر تمامېدو وروسته ئې، دهغه کال په ژمي کي د دوهم ټولګي (دسويې امتحان) ورکړ او په دغه آزموينه کي بريالی سو او په ۱۳۵۵ ل. کال کي د در‌ېيم ټولګي زده کوونکی وشمېرل سو، په هغه وخت کي نوموړي ښوونځی د (مريمي په ابتدائيه) نامه واو ښتل او يو نوی ښوونځی ته چي د ساختماني د ستګاه له خوا جوړه سوې وه، ور وکوچېد.

په ګران وطن کي تېر سوى ظلم او تاړاکونو، احمد شاه (رشاد) هم متاثير کړئ دى، او خپل د ژوند حال داسي راته بيانوي، ((د داود خان د ولسمشرۍ وختونه ول، په هغه وختو کي د زده کوونکو شمېر خورا ډېر او درسونه خورا جدي ول،په پنځم ټولګي کي وو، د ثور د مياشتي پسرلنۍ هوا وه، درسونه پيل ول،چي ناببره د جيټ الوتکو ږغونه چي پخوا به کله کله، خو په دغه ورځ ډېر او زړه بږنونکي ول، د ټولو زده کوونکو پام آسمان ته واړاوه ، استادي غوښتل زموږ پام د درس خواته ور واړوي، چي د ټولګي دروازه وټکول سول، .يو بل استاد ټولګي ته راننوت او زموږد ټولګي ښوونکي ته يې کوم څه وويل، د ده ترو تلو وروسته ښوونکي زموږ د منظمو وتلو او کور ته د تلو خبره راته وکړه . ټول زده کوونکي د کور د تګ په زيري ډېر خوشاله سوو. خونه پوهېده ، چي دغه بدلون به زموږ د ژوند هغه اووښتون وي ، چي تر اوسه يې د ربړونو او کړاوونو څخه ټول ملت کړيږی دا د ۱۳۵۷ل. کال د ثور د اوومي کودتاه وه. يو کال وروسته چي زه په شپږم ټولګي کي وم، موږ د کابل د خيرخانې ولومړۍ برخي ته کډه وکړه . څنګه چي ښوونځی اوکور مو سره ليري ول، نو زه هم يو بل ښوونځی ته چي[آزاد خان ابتدائيه]نومېدل، ورتبديل سوم. په دغه ښوونځي کي مي تراتم ټولګي پوري درس ووايه . څنګه چي دغه ښوونځی ابتدائيه وو او تراتمه يې صنفونه درلودل نو د خيرخانې لېسې ته واستول سوو.تر يولسم ټولګي پوري مي په خير خانه لېسه کي او تر هغه وروسته د هغه وخت د [عمر شهيد ]لېسې چي پخوا [ نادريه لېسه] او اوس فکر کوم بيرته بيا [نادريه لېسه ) نوميږی چي د کابل په کار ته پروان کي موقيعت لری ، خپل د ښوونځي درسونه په کال ۱۳۶۴ل. پای ته ورسول)) دا وخت د عسکری دمکلفيت دوره اتلس کلنۍ ته راټيټه سوي وه او هر چاچي به مکتب خلاص کړ، او د عسکرۍ سن ته به رسېدلي ؤ، په جبري توګه به عسکرۍ ته بيول کېدئ . خو څنګه چي احمد شاه (رشاد) لا په دې وخت کي اته لس کلن سوی نه و، دده په شان يو څو نورو زده کوونکو ته دکانکور د آزمويني د ورکولو اوپه دې امتحان کي له برياليتوب وروسته دپوهنتون د تګ امکان پيدا سو. دکانکور په آزموينه کي ئې ګډون وکړ، لومړی انتخاب ئې د[دژبو او ادبياتو پوهنځي] وه، چي له ښه مرغه و نوموړي پوهنځی ته کامياب او هلته ئې د پښتو ادبياتو په برخه کي په ۱۳۶۵ ل. کال کي خپلي لوړي زده کړي پيل کړې .

تر ۱۳۶۸ کال پوري  ئې د ژبو او ادبياتو په پوهنځی کي درس وايه. د نوموړي کال په لومړي سمسترکي د هغه وخت دحزبي دولتي موظفينو له خوا ده ته د دولت پرضد داحساساتي ، بي پرې خبرو په خاطر اخطارونه ورکول سول او څنګه چي په هغو وختو کي له دغو اخطارو سره د ډيرو نورو ربړونو، زحمتونو ، بندونو او حتی مرګ تهديد تړلی وو، مجبور سوچي پوهنتون اوحتی خپل کور ، کورنۍ او ګران وطن پرېږدي او له خپله ملکه څخه ونورو هېوادو ته پناه يوسي .
د ۱۳۶۸ل. کال په دوبي کي له کابل څخه کندهار ته راغئ او په دغه کال کي د کندهار اوسېدونکي د عسکرۍ د جبري بېولو څخه په امان ول او تريو څه وخته پوري دلته پاته سو. په کندهار کي هغه وخت دارالمعلمين چي د زرغونې انا دلېسې په مقر کي وو، او د نهم څخه يې بيا تر څورلسم ټولګي پوري معلمين پکښي روزل کېدل، دمعلم په حيث مقرر سو.
څو مياشتي ئې په دغه ښوونځي کي د ښوونکي په حيث دنده تر سره کړه خو څنګه چي احمد شا(رشاد)لا د پوهنتونه فارغ سوی نه و،  او مربوطه ادارې دده داسنادو د رارسېدو انتظار کاوه نو ده بېله معاشه کار وکړ.کرار کرار دکندهار اوضاع هم دده  لپاره له اوسېدو ووتله او مجبور سو،  چي چمن بيا کوټي او بيا پاکستان ته مهاجر سو. 

کله چي پاکستان ته ولاړئ او څه وخت ئې هورې تېر کړ، دا ورته معلومه سوه ، چي بيرته خپل وطن ته راستون سي، خو هلته دوستانو د پاته کېدو ټېنګار پر وکړ او دده د پاته کېدو يو دليل هم دا وو، چي پردغه لار تګ را تګ دومره عادي موضوع نه ده . په هغه وخت کي د کندهار بولدک عمومي لاربنده وه او موټران بېله عمومي سړکه د واندوز پر لار بولدک او کندهار ته تګ راتګ کاوه، نو د دوستانو د ډېر ټينګار په خاطر ديو څه نور وخت دپاته کېدو وعده ورسره و کړه، څو مياشتي ئې هورې تيري کړې، په دغو څو مياشتو کي ئې ددې امکانات پيدا کړل ، چي له پاکستانه هم ولاړ سي، په۱۹۹۰ کال کي ئې په غير مترقبه ډول امريکا ته د تلو کارسم سو.

هلته ئې د کاليفورنيا د لاس انجلس په ښار کي استوګنه پيل کړه او د سياسي پناهند هګۍ اود هغه ځای د قانوني اسنادو د اخېستلو له پاره ئې د دوی د قانون سره سم هلي ځلي  پيل کړې. پسله څو مياشتو ئې په هغه هېواد کي دکار د کولو اجازه لاس ته راوړله ، چي په کال کي به يو واري تمديدېدل. حتی دلومړنۍ مصاحبې (  (First interviewوخت او چانس ئې په ۱۹۹۸م. کال کي لاس ته راوړ او بيا په هغه ځای کي ئې د خارجيانو داستوګني  سند په ۲۰۰۵ کال کي ورته ورکړئ . 

ددغه جريان په لومړيو کلونو کي احمد شاه (رشاد) په شخصي ډول د انګليسي او بيا په کمپيوټر کي د ( Tape drive) چي په هغه وخت کي د کمپيوټر د ډېټا ذخيره کولو خورا لويه او مهمه وسيله وه، څه درس ووايه او په دغه برخه کي ئې کار هم پيل کړ، چي تر ۱۹۹۸م . کال پوري په دغه کار کي د خپل ديپارتمنت د منېجر ترسطحي پوري هم ورسېدئ. د قانوني اسنادو او حقوقو د اوږدې مودې دنه درلودلو څخه روحآ نا آرام او ډېر سټری سوی و، په نوموړي کال کي ئې له دغه کاره ناټ مات سو په همدا وخت کي کرار کرار دغه ټکنالوژۍ هم تغير کاوه او ده د يادي وسيلې امکانات او حتی علاقه هم نه درلودل چي په دغه برخه کي د هغو نويو وسيلو څخه چي رامنځ ته کېدل په مسلکي توګه ګټه واخلي. په ۱۹۹۸م. کال کي په څه شخصي کارو اخته او د منېجمنټ څه کورسونه ئې واخيستل. د ۲۰۰۰ م. کال کي په يوه ساختماني کمپنۍ کي دساحوي کتونکي (Field Supervisor) په حيث مقرر سو، او تر ۲۰۰۴ م. کال پوري ئې هلته دنده سرته ورسول او په دغه کال کي ئې د يوه دوست سره د يوي شخصي پانګه اچوني په نيت بيا هوري شخصي کار پيل او تر ۲۰۰۶ م. کال پوري ئې دوام وکړ، چي بالاخره دى مجبوره سو چي امريکا پرېږدي. په ۲۰۰۶ م. کال کي ئې کورنۍ او دى ښاغلئ کاناډا هېواد ته وکوچېدل او هلته ئې تر ۲۰۱۲ م. کال پوري ژوند وکړ ، د وخت په تېرېدو سره بيرته خپل هېواد ته راستون سو.

اوس د کندهار په ښار کي د خپل  پلرني کتابتون (علامه رشاد کتابتون)په چارو بوخت او ضمناً د خپل پوهنتون د بشپړېدو په نيت دکندهار پوهنتون د ښووني او روزني په پوهنځي  د پښتو ژبي او ادبياتو په څانګه کي دماښام له خوا زما همصنفي اوپه درس بوخت دى.  

په خويندو کي ئې کوکو رشاد او نجيبه رشاد د پښتو ادبياتو سره مينه لري او د چاپ او ناچاپو شعرونو څښتناني هم دي او کشري خور مرغلره رشاد ئې زدکړي په طب کي تر MD پوري کړي دي او ځيني وختونه په نثر او نظم کي تر خپل وسه پوري څه ليکي . پاته دوو خوندو ئې تر شپږم ټولګي پوري زد ه کړي کړي دي او وروسته د کورني ژوند په سمبالولو بوختي سوي دي .






کورنۍ شجره:








څلورمه برخه

کندهار ته راتګ: کله چي علامه رشاد بابا د ١٣٨٣-٩-١١هـ ل 2004-12-1م نېټه وفات سو، نو انجينير صاحب اړ سو چي کندهار ته راسي او دخپل پلار دهغه مغتنم کتابتون، چي بې سرنوشته پاته ؤ،مسؤليت پرغاړه واخلي . د ګران افغانستان مينه د استاد په زړه کي ژوندۍ پاته سوه،او ددنيا هيڅ هېواد د نوموړي د زړه څخه دغه فطري مينه و نه اېستله. داخبره رښتياده چي وائې (حب الوطن من الايمان) ، په تېرو کرښو کي موږ ولوستل چي انجينيرصاحب جاپان غوندي ښايسته او متمدن هېواد ته ولاړ،هلته د GIS منېجري وظيفه وردغاړي سوه،دژوند ټولي اسانتياوي ورته ميسري وې،خو زموږ دغه دروېش صفته انسان په جاپان غوندي هېواد کي لا هم ټينګ نه سو،ډېر ژر د افغانستان آب وهوا بيرته راجلب کئ، خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته راغى او په خورا تنګدستي کي ئې و خپلو ادبي او تحقيقي، خدماتي او تدريسي فعاليتونو ته دوام ورکړ، د استاد دا ډول کړنه د وطن،خاوري،او خپلي ژبي سره د ميني څرګندونه کوي. ددې ترڅنګ د مور يوازيتوب او د خپلو اولادونو ځيني مسؤليتونه ول چي له افغانستان او پښتني ټولني څخه ئې ليري نه سواى ادا کولاى، دا يو حقيقت دى چي هره ټولنه خپل ځانته بېلي- بېلي غوښتني لري، په هغه ټولنه كي چي انجينير صاحب ژوند پكي تېراوه، هلته تر ټولو وړاندي د ديني مناسکو اجراء كول تركور دباندي په نور چاپېريال كي امكان نه درلود. په داسي محيط كي د كوشنيانو را لوئېدل او د هغوى روزنه تر يو وخته ممكنه ده، وروسته –وروسته چي ځوانان كيږي هغوى ځيني داسي افعال او وظايف خپلوي چي د اسلامي اصولو څخه هاخوا او د پښتني ټولنې څخه ليري وي. په پرديو ټولنو كي كله كله داسي هم كيږي چي د مور او پلار د غوښتني څخه برعكس اولادونه پر بله خوا ولاړ سي چي دا كار ددوى د والدينو پر كمزوري عزم او نېمګړې روزنه باندي دلالت كوي. او يا كه كوشنيان را لوئېږي،هلته ځوانان كيږي،نو ددوى ځواني بيا و هغه اوج ته ورسيږي چي د خپلي معشوقې يا د ژوند د ملګري د پاره د نورو ټولنو عملونه او كردارونه خپلوي،چي وروسته په پرديو ټولنو كي ، د پرديو خپل سوي عادتونه په خپل هېواد کي له دوئ څخه هېرول او ليرې كول ځانته جلا زمانه او ټينګ هوډ غواړي،همدغه ځيني موارد ول چي انجينير صاحب جاپان پرېښود او افغانستان ته راستون سو،رښتيا خبره خو داده چي ګران استاد پخپل ذات کي د پښتو يو لوى ادبي تحريک(literary movement )او يو منظم ادبي انجمن دى. نوموړي د خوشال خټک ،علامه حبيبي،علامه رشاد بابا او... غوندي د سپېڅلي پښتو يو طلائې څپرکى دى. يو وخت به د کندهار په ادبي نړۍ کي زموږ او ستاسي اوسنۍ زمانه د انجينير صاحب په نامه ياديږي اوس دا زموږ کار دى چي د ګران وطن دغه فرهنګپال او حقدار لېکوال او نه ستومانېدونکى څېړونکى څونه و نازوو او څه ډول د احترام په سترګه ورته وګورو، له فيض او برکته ئې برخه يوسو او دده په رهبري خپله سنتي ټولنه پرمختللې، روښانه او متمدنه کړو.

انجينير صاحب پر دې خبره او نظر ټينګ ولاړ دئ چي د مغزونو تېښته له هېواده او په ځانګړي توګه له ښايسته کندهاره څخه د تور تم(جهالت) او روڼا(پوهي) تر مځ موازنه داسي له منځه يو وړه چي اوس د تور تم پله ډېره درنه پر اېسي، ددې نامتوازن حالت په اېجاد کي د قلم څښتنان ګرده له دې درانه پېټي څخه ځان کښلاى نسي.

دى تل په خپلو خبرو کي دې موضوع ته خوار جدي اشاره کوي چي موږ کندهاريان د نورو ښارونه او هېوادونه ورجوړوو، خو خپل کورونه او کلي مو هېر دي ، د پښتو دا محاوره پر موږ خورا ضدق کوي، چي ( د بل دارو د خپل جارو) يو.

اكاډيمي او كتابتون كله چي علامه رشادبابا وفات سو، نو انجينير صاحب اړ سو چي دده د پلار علامه بابا او اکا(مرحوم نجيب صاحب)د كتابتونو كتابونه راټول او يو منظم كتابتون ځني جوړ كړي. د كتابتون د جوړولو او دعلامه بابا د كتابونو د راټولولو په څنګ كي دانجينير صاحب بله لويه دنده د علامه بابا د ناچاپو خطي نسخو خونديتوب و ،چي بېله شكه هغه آثار د علامه بابا د ژوند د ټولو علمي او تحقيقي ستړياوو محصول و، کله چي علامه بابا وفات سو، نو دده د مغتنمو آثارو اکثريت برخه ناچاپ او نېمګړې پاته ول، ناچاپ ځکه وه، چي علامه بابا د خپل نفس د متاعت له مخې چاته د خپلو آثارو د چاپ لپاره غاړه نه کږوله او نېمګړې په دې مانا، چي د علامه بابا دخاص علمي احتياط له مخي هغه همېشه هڅه کوله چي پر خپلو څېړنو بياـ بيا له سره کتنې وکړې، پر همدې اساس به ئې پر خپلو آثارو بياـ بيا کتنې کولې، زياتوني اوکموني به ئې پکښي کولې، نورې ـ نورې پاڼي به ئې پوري مښلولې، اخېر به اثر هغه حد ته رسېدلى ؤ، چي فکر به کېده، چي بېله علامه بابا څخه ئې ممکن بل څوک د کتاب په بڼه ترتيب نکړاى سي او دا تشويش واقعاً پرځاى هم و، دده تر وفات وروسته پوهانو د هغه د آثارو د خوندي کولو او چاپولو لپاره ډېر وړانديزونه وکړل، خو په افغاني ټولنه کي دا کارونه د ټولنو او نه هم د حکومتونو د توان خبره وي. وائې چي (( چپاو بېله خپله خاونده نه راګرځي)) نو هغه و چي انجينير رشاد دغي لوئې قربانۍ ته زړه ښه کړ، چاپان او د هغه هېواد امکانات او اسانتياوي ئې شاته پرېښودې او خپله ئې د علامه رشاد اکاډيمۍ په چوکاټ کي يو بډاى کتابتون جوړ او د علامه بابا د کتابونو د تهئې بشپړولو، تحشئې، تعليقاتو او چاپ ته د اماده کولو لپاره ئې د همت ملا وتړله. انجينير صاحب فكر وكړچي ددې آثارو د چاپ د پاره بايد يو څېړنتون ياعلمي مركز دکتابتون په څنګ كي ورسره جوړ سي، چي په هغه كي به د علامه بابا او نورو حقدارو لېكوالو ناچاپ آثار چاپ ته آماده كيږي. هغه ؤ، چي د كتابتون تر څنګ ئې د اكاډيمۍ په جوړولو هم لاس پوري كړ او د ١٣٨٥كال په چنګاښ مياشت كي ئې د علامه رشاد اكاډيمي په نامه يو څېړنتون جوړ كړ. كه څه هم داد علامه بابا آرمان او آرزو وه چي ددې كتابونو څخه به ددې هېواد عامي پرګنې او اولس ګټه واخلي خو پر ده باندي چاپېره ناخوالو او كړاوونو دى د ژوند تر پايه پوري په څېړنه او ريسرج كي دونه بوخت و ساتى، چي ونه توانېدى يو منظم او د عامه ګټي اخيستني له پاره مجهز کتابتون جوړ كړي.

اكاډيمي: په نړۍ كي داسي ډيري اكاډيمياني سته چي د اقتصاد له پلوه بډايه،د تحقيق له پلوه پراخي او د كتابو له پلوه ډکي دي،خو علامه رشاد اكاډيمي نسبتاً يوه كوچنۍ اكاډيمي ده چي له اقتصادي لحاظه نسبتاً نورو اكاډيميو ته په محدود حد كي واقع ده. ددې اكاډيمۍ په كتابتون كي تقريباً ١٥٠٠٠ كتابونه،کلکسيونونه،مجلې او جريدې سته،او تر اوسه پوري دا شمېره هم دقيقه نه ده،ځكه په ځينو برخو كي بې راجستره كتابونه،کلکسيونونه،مجلې او جريدې لا پاته دي، د انجينير صاحب په خبره ددې برخي پر ثبت باندي اوس هم كار روان دئ، خو له معنوي پلوه په دې کتابتون کي د علامه بابا او نجيب صاحب داسي منحصر متون او ځانګړي نسخې خوندي دي، چي په ډېرو کتابونو کي د افغانستان اوس نه موندل کيږي.

د كار طريقه: داد اكاډيمۍ وظيفه وه چي د علامه رشاد كتابتون كتابونه لومړى راټول او بيا فهرست كړي، او وروسته ئې كتابتون ته وسپاري،او په دوهم قدم كي د علامه باباد ټولو ناچاپو اثارو څخه د دوو-دوو فوټوكاپۍ اخېستل او د اصلي نسخو سره پرتله كول راځي،ددې نسخو څخه ځكه فوټوكاپي اخلي چي د تحقيق ،كتني،سموني،او كمپوز په وخت كي به اصلي نسخي ته تاوان نه رسيږي او ټول كار به د همدې كاپي سوي نسخې څخه اخيستل كيږي. تر دې مرحلې وروسته د ټولو ناچاپو آثارو د پاره د فهرست جوړول او په هغوئ كي چاڼ كول دي،چي كوم اثر دمخه او كوم وروسته چاپ كړي،د چاڼ څخه وروسته د اكاډيمۍ د ټولو غړو په موافقه انتخاب سوى اثر تر کمپوزر پوري رسيږي چي ټايپ او چاپ ته اماده سي. د كتاب تر كمپوز وروسته په اخري پړاو كي ټايپ سوى كتاب يو ځل بيا د اصلي خطي نسخې سره کتل كيږي، د کتاب له پاره د ځايو نومونه، د سړيو نومونه، کتابښود او په انګرېزي ژبه د کتاب لنډه پېژندنه د اکاډېمۍ لخوا سرته رسيږي او وروسته مطبعې ته وړل كيږي، ځيني کتابونه يو شمېر پوهانو ته د کتني لپاره استول کيږي، چي په دې سلسله کي، ډېره مرسته استاد محمد معصوم هوتک کوي، ځکه يو خو هوتک صاحب خپله ځيرک او دقيق محقق دى او بل دى د علامه بابا سره د نژدې اوسېدو له امله د هغه له تحقيقي رويش سره تر بل هرچا ډېر آشناء دى، هغه ئې هم په ډېره حوصله او مېړانه د تحقيق،تحشئې، تعليقاتو او نورو سمونو چاري ترسره کوي. ددغسي يوې ستوغي او زړه خوړونکې پروسې بشپړتوب له انجينير صاحب پرته د بل شخص او بلې اکاډيمۍ د توان او زغم خبره نه ده. د كتاب تر چاپېدو وروسته د علامه رشاد اكاډيمۍ دپاره لويه ربړه داده چي چاپ سوي كتابونه په هغه ډول چي دوى فكر كاوه په هغه ډول نه پلورل كيږي. انجينير صاحب وائې((هغه ډول چي موږ په ډېر شوق او ذوق كار پر كاوه، او هغسې چي موږ فكر كاوه په هغه ډول سره نه پلورل كيږي،چي موږ په خرڅو سوو كتابونو باندي نور كتابونه چاپ ته سره اماده كړو)).د اكاډيمۍ د پاره تر ټولو لويه ستونزه داده چي د علامه بابا ځيني كښل سوي آثار د يادښتونو او مجموعې په بڼه سره راټول دي او هغه ته د كتاب بڼه وركول پراخه حوصله او ډېر وخت غواړي. دا ځكه چي د علامه بابا په زياتو آثارو كي د يوه مخ حاشېې چي سپيني به پاته وې په ياداښتونو باندي ډكي سوي دي،حتى ځيني اضافي پاڼي پر سريښ سوي دي او نور ياداښتونه پر كښل سوي دي، كله –كله د مناسبو ځايو سره ئې اشاره ورته كړې ده،خو کله بيا دا اشاره، يا د ربط نخښه ځني پاته وي. په كتاب كي د ياداښتونو رانقلول د اكاډيمۍ د غړو د پاره كله –كله ناشوني هم وي،كه د علامه بابا په ژوند كي دا آثار راټول سوي واى ممكن ډيري داسي برخي چي ده به ځيني ايستلي وائ او ډيري برخي به بيا داسي وائى چي اپډيټ(نوي)مالومات به ئې پر اضافه كولاى. دا خبره انجينير صاحب هم كوي چي د علامه بابا ځيني كتابونه پداسي حالت كي نه ول چي چاپ ته دي آماده سي،ډېر كتابونه ئې دياداښتو په شكل راټول سوي دي،ځيني ئې فهرست لري او حتى ځيني ئې فهرست هم نلري،دا ځكه چي د علامه بابا په وروستيو لسو كلونو كي دسترګو ديد هم ډير كمزورى سوئ وو،او ليكني به ئې هميشه پرعادت كولې. دعادت ليكني همېشه داسي وي چي ځيني ځايونه سپين،ځيني ټكي،وړغندي او سمبولونه سره اوړي او دا داكاډيمۍ د غړو وظيفه ده چي تر ممکنه حده متن سم ولولي او مناسبي سموني پكښي راولي، له نېکه مرغه د انجينير صاحب تر سالمي رهبرۍ او علمي مديريت لاندي اکاډيمۍ خپل رسالت په خورا ډاډمن او معتبر ډول اداء کوي. كتابتون: ښاغلي انجينير رشاد صاحب چي د افغانستان په ځينو ولايتونو او تر هېواد دباندي په نورو هېوادونو كي ځيني كتابخانې لېدلي،ورغلئ او استفاده ئې ځني كړې ده. هغو كتابتونو ته ورته كتابتون ئې جوړ كړئ دى،ددې كتابخاني نظم تر ډېره حده پوري پر catalog سيستم باندي ولاړ دى،دا سيستم چي په نړى كي په ډيكشنري سيستم باندي هم مشهور دى د يوه كتابتون يا څو كتابتونو د پاره په كار راتلاى سي. دا سيسټم تر ټولو وړاندي په ۱۹۱۱م كال كي دامريكا د كانګرس په كتابتون كي اختراع سو، وروسته د برتانيا ملي كتابتون او بيا ټولو عامه كتابتونو ته وغځول سو، او اوس د نړۍ په هر معياري كتابتون كي ددې سيستم څخه ګټه اخيستل كيږي. په دې سيستم كي كتابونه لومړى پر برخو وېشل كيږي،او وروسته هر كتاب ته ځانګړى كارټ جوړيږي چي د كتاب نوم،د لېكوال نوم،د كتاب د مخونو شمېر،د كتاب د مخونو اندازه،د چاپ كال،د چاپ ځاى او .... نور باندي کښل کيږي. دا ځانګړى كارټ د كتاب د مراجعه كوونكي د پاره د كتاب په پېدا كېدلو كي ښه مرسته كوي.

د دې ترڅنګ مراجعه كوونكى كولاى سي چي يو كتاب په دې سيستم كي د لاندي لارو څخه هم پيدا كړي،چي هغه عبارت دي له

• The Author - لېكوال • The Title – عنوان • The subject - مضمون/موضوع • The category - برخه كټلوګ سيستم ډېر ډولونه لري چي مشهور ئې دادي • د ليكوالو د نومونو په ترتيب يا Author catalog • د سيندونو په څېر يا Dictionary catalog • د الفبي په ترتيب يا Alphabetic catalog

په دې وروستيو كي دې سيستم برېښنائې نړۍ يا په بله وينا انټرنيټي دنيا ته هم مخه كړې او (Online library) برېښنائې كتابتونو كي ګټه ورڅخه اخيستل كيږي. ښاغلي انجينير صاحب دا سيستم پداسي حال كي افغانستان او بيا كندهار ته راوړى دى چي د افغانستان ملي آرشيف،ملي موزيم،او د كابل ملي كتابتون هم ددې سيستم څخه بې برخي دي. دا سيستم به موږ ځوانانو ته د نړۍ په نورو كتابتونو كي د ګرځېدلو او بالخصوص د پښتو وركو آثارو په پيدا كېدلو كي ډېره مرسته وكړي.

او ددې ترڅنګ ئې كتابونه پر موضوعاتو او كټګوريو باندي هم ويشلي دي.

د كتابتون د لاسمون د پاره ئې مسلكي المارۍد يوه با احساس تاجر په مالي مرسته د پاكستان هېواد څخه راغوښتي دي. د كتابتون د ټولو كتابونو شمېره تر اوسه پوري دقيقه نه ده، خو تر ١٥٠٠٠ ټوكو پوري كتابونه كټلوګ سيستم ته لوېدلي اود کلکسيونو،مجلو،او جريدو ثبت لا هم روان دى. كتابتون چي څلور کسه كاري پرسونل لري يو ئې پكښي موظف كتابدار ښاغلى احمد شا فضلي دى چي د سهار د ۸ بجو څخه د ماښام تر لمانځه پوري په كتابتون كي وي. د علامه رشاد كتابتون د جوړېدو په مادي برخه كي تر ډېره حده همدې كورنۍ اوږه وركړې ده،تر دې هاخواته ځينو ملګرو د كتابتون سره نقدي او ځينو بيا د كتاب د چاپېدو لګښت پر غاړه اخيستى دئ. پدې خلګو كي د امريكا د كلفورنيا ايالت اوسېدونكى ښاغلى فريد ميوندي،په كندهار كي حاجي ظاهر جان څرك او حمدالله راځي،د سويډن د افغان كلتوري ټولني د علامه رشاد اكاډيمۍ د دوو كتابو د چاپ لګښت پر غاړه اخيستى دى او په مركزي اروپا كښي ښاغلي غريب ،په سويډن كښي ښاغلي توخى او په لندن كښي داود اعظمي د چاپ سوو کتابونو دخرڅلاو په برخه كي مرسته ورسره كړې ده. او همدارنګه كارېز مرستندويه ټولنه د كتابتون د څلور کسو پرسونل معاش،د كمپيوټر او انټرنيټ مصرف هم وركوي. لكه څنګه چي د علامه بابا همدا آرمان و،اوس ددې وطن هر بچى ددې مغتنم كتابتون څخه ګټه اخيستلاى سي،خو ځينو شرايطو ته به غاړه اېږدي. هغه دا چي د علامه بابا او د هغه د كتابتون ځيني كتابونه كيميا (كميافته)دي،په بازارونو كي نه پيدا كيږي،ددې د پاره چي هم كتاب خوندي وي او هم مراجعه كوونكي ګټه ځني اخيستې وي،دوې لاري سته.

۱- د كتابخانې پر ځانګړې مېز باندي به مطالعه كوي او د كتاب څخه به خپل د استفادي وړ مالومات اخلي. ۲- د كتاب د وړلو د ضرورت پر اساس به كتاب يا هغه ځانګړې برخه چي دده په كار ده فوټوكاپي كوي. ځيني سپين ږري عالمان او حقداره لېكوالان ددې حالت څخه مستثنى‌ دي