شينډنډ په رسمي ډول په اداري تشکیل کې د هرات ولایت يوه ولسوالي ده، چې ۶۷۶۲ کيلومتر مربع پراخوالی او شاوخوا اته سوه زره اوسېدونکي لري. دغه ولسوالي له يوې خوا د هرات له ادرسکن او فارسي ولسواليو سره او له بلې خوا له غور او فراه ولايتونو سره پولې لري. شينډنډ همداراز له ايران سره د ادرسکن ولسوالي له لارې شاوخوا ۳۰ کيلومتره پوله او دوه نارسمي بندرونه لري. د شينډنډ له مرکز څخه د ايران تر پولې ۱۲۰ کيلومتره واټن، د هرات تر مرکزه ۱۳۰ کيلومتره، تر ادرسکن ولسوالۍ پورې ۶۲ کيلومتره، تر فراه ولايت پورې ۱۰۵ کيلومتره او د غور ولايت تر مرکزه ۳۰۵ کيلومتره واټن دی، چې پدې توگه خلک اړ دي د خپلو ستونزو لپاره ډېر لرې واټنونه ووهي. شينډنډ ۳۱۴ ثبت شوي کلي او په ټوليزه توگه ۵۷۲ کلي لري، څرنگه چې شينډند يوه ډېره پراخه ولسوالي ده نو په پنځو بلوکونو وېشل شوې چې دا ډول وېش په نورو ولسوالۍ کې نه ليدل کېږي. د شينډنډ مساحت د هېواد له نهو ولايتونو (کابل، کاپيسا، پنجشېر، لوگر، پکتيا، خوست، پروان، کونړ او لغمان) څخه لوی او نفوس يې هم له يو شمېر ولايتونو څخه زيات دی، خو دغې ولسوالۍ ته د هېواد د نورو عادي او وړو ولسواليو هومره امکانات او تسهيلات په پام کې نيول کېږي. په شینډنډ کې چې شاوخوا ۶ لکه وگړي ژوند کوي، يوازې يو ۵۰ بستريز روغتون فعاليت کوي. په ټول شينډنډ کې يوازې ۱۶.۵ کيلومتره هوار سړک وجود لري. د ټولې ولسوالۍ په کچه ۱۰۲ ښوونځي شته، چې زياتره يې ودانۍ نه لري، يو شمېر يې د ناامنيو او يو شمېر يې هم د فساد له کبله تړلي دي او په يو شمېر نورو کې نظامي پوستې او مرکزونه جوړ شوي دي. د نارسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۷۰٪ ماشومان له زده کړې څخه بې برخې دي او د ټولې ولسوالۍ په کچه د سواد سلنه ۱۳ ده. څرنگه چې په شينډنډ کې د مدني ژوند حتی ډېرې لومړنۍ اړتياوې هم په سختۍ پوره کېږي او پدې برخه کې شته اسانتياوې ډېرې محدودې او تقريباٌ په نشت حساب دي، لدې کبله هغه کورنۍ چې يو څه امکانات لري له شينډنډ څخه يې مهاجرت کړی او همدا اوس په زرگونو شينډنډي کورنۍ د هرات په مرکز کې د مهاجرت ژوند تېروي.