شیرزاد زلمی

ښاغلی شیرزاد"زلمی" د شهزاد میر زوی، د 1992 میلادي کال د مارچ په دریمه نېټه د شمالي وزیرستان، سره درګه سیمه کې په یوه دینداره او پښتانه کورنۍ کې زیږیدلی دی.

نوموړی د ګربزو د اږدنو کلي اوسیدونکی چی لومړنۍ زده کړې یې د خپل کلي په ابتدائیه ښوونځي، منځنۍ زده کړې یې د ګربزو ولسوالۍ په شیخ آمیر عالي لیسه او د لیسه دورې زده کړې یې په 1389 کال کې د خوست ښار په عبدالحی حبیبی عالي لېسه کې پای ته رسولي دي، نوموړي په 2018 میلادي کال کې د دشیخ زاید پوهنتون(Sheikh Zayed University) طب پوهنځۍ (Medical Faculty) څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.

ډاکټر صاحب شیرزاد زلمی اوس مهال په خوست ملکی روغتون کې د خپلو هېوادوالو په چوپړ کې دی، نوموړی د ډېرې لویې حوصلې، د لوی استعداد او غوره اخلاقو خاوند او د هر چا لپاره د خوږو خاطرو شخصیت دی، چې موږ دده په شتون همیشه ویاړو او د الله ج څخه ورته د لا نورو بریالیتوبونو هیله کوو.

ایمېل آدرس: sherzadzalmai01@gmail.com