دپښتو وتلې سندرغاړې شکیله ناز په دریم مارچ کال ۱۹۶۹ کې دپښتونخوا دمردان په پورې هوتي سیمه کې دفقیرمحمد خان په کور کې زیږیدلې ده.

هغې تر څوارلسم ټولګي زده کړې کړې دي،

لمړۍ زده کړې یې پخپل کلي اؤ منځنۍ زده کړې یې په پيښور کې کړي دي.

دهغې کورنۍ یوه فني کورنۍ وه اؤ دشکیله ناز نه وړاندې دهغې په ټبر کې چشتي چمن جان اؤ مهرالنساء د سندرو د فن سره تړلې نامتو هنرمندانې تیرې شوې وې.

دشکیله ناز دریوؤ نورو خویندو فریده خان،اقبال بانو اؤ ثمینه ناز هم سندرې ویلي چې پکې په تیرو وختونو کې د فریده خان سندرې دریډیو پاکستان نه ډیرې زیاتې مشهورې شوې دي.

کله چې دشکیله ناز دفن دعروج دور ؤ نو په دغه مهال دهغې کشره خور ثمینه ناز هم په ریډیو پاکستان اؤ پي ټي وي راڅرګنده شوه اؤ په لږه موده کې یې ډیر زیات شهرت وموندلو خو د واده کیدو له امله هغه هم ډیره زر د سندرو د نړۍ نه په کور کښیناسته.

فني سفر

شکیله ناز دخپل فني سفر پیل په کال ۱۹۸۴ کې دپاکستان دسرکاري ټي وي څخه له دې سندرې کړی ؤ

هغه چې به دټي وي په شیشه به راښکاره شوه نو دخلکو نظرونه به دټي وي په شیشه باندې ښخ پاتي شول.

چې په ریډیو به یې غږ راپورته شو نو په ماحول به داسې خاموشي خوره شوه لکه چې ټول کائنات دهغې دځنګیدلي اؤ خمار غږ په نشه کې ډوب نشه پروت وي اؤ دخبرو چل ترې هیر شوی وي.

نازونو د هغې دناز نه وجود موندلو اؤ سُرونو دهغې د سُر په مملکت کې ګدائي کوله.

دا شکیله ناز وه، هغه ناز چې دکال ۱۹۸۴نه تر ۱۹۹۱ یې دپښتو په سندریزه نړۍ دفن دیوې راڼۍ په توګه خپل راج قائم ساتلی ؤ.

واده اؤ کورنی ژوند یې

دکره اؤ باوري معلوماتو له مخې شکیله ناز چې کله واده شوه نو په کال ۱۹۹۱ کې یې دسندرو نړۍ ته په مخه ښه وویل اؤ‌ په کور یې لکه دیوې عادي پښتنې میرمنې ژوند شروع کړو.

وروستو یې په کورني ژوند کې ځینې تراخه واقعات راپیدا شول، پلار یې (استاد فقیرمحمد )خپل ژوند دلاسه ورکړو اؤ شکیله ناز هم دپاکستان په پریښودو مجبوره شوه.

دهغې د اوږدې غیرموجودګۍ په موده کې که هر څو فني اؤ نشریاتي ادارو دهغې دژوند اؤ فن په هکله دپروګرامونو جوړولو هڅه کړې ده خو بریالي شوي ځکه نه دي چې یو خو شکیله ناز دمیډیا مخې ته د راتلو نه ډډه کړې ده اؤ بل هغې پخپل ټول فني ژوند کې یوازې دوه مرکې کړي دي چې دهغې ریکارډ هم اوس نشته ،

نو هیچا ته معلومه نه وه چې شکیله ناز څوک وه ، چرته پیدا شوې وه ، دې فن ته څنګه راغله ، څومره سندرې یې ویلي ، دچا شاګردي یې کړې ده اؤ داسې نور ….

شکیله ناز دخپل فني سفر پیل په کال ۱۹۸۴ کې دپاکستان دسرکاري ټي وي څخه له دې سندرې کړی ؤ چې !

ګل بشرې دغه ګل دې بس دی ، نور مه شکوه ګل

همدغه ګل دې بس دی نور مه شکوه ګل

هغې ته دسندرو دغه پروګرام دهاغه وخت د پي ټي وي پروډیو سر ښاعلي فرمان الله جان ورکړی ؤ اؤ فرمان الله جان وایي‌ “شکیله ناز په لمړي ځل پلار سره ټي وي ته راغلې وه ، ما پرې څلور سندرې کړې وې اؤ هره سندره یې دیوې بلې نه زیاته مشهوره شوې وه”.

فرمان الله جان وایي شکیله ناز له یوازې الله دغاړې خواږه نه وؤ ورکړي بلکې دهغې ښائیست اؤ ځواني هم داسې وه چې د ټي وي په سکرین به راښکاره شوه نو په هرچا به یې خامخا اثر کولو .

فني زده کړې یې چا نه کړې وې

شکیله ناز فني زده کړې دخپل پلار استاد فقیر محمد څخه کړې وې ، استاد فقیرمحمد پخپله د هارمونیم ډیر وتلی استاد ؤ خو وروستو چې بیا کله شکیله ناز مشهوره شوه نو دوخت دستروموسیقارانو ارواښاد رفیق شینواري اؤ ارواښاد راحدت حسین سره ورته د کار کولو اؤ نزدې ناستې پاستې موقعې په لاس ورغلې اؤ دهغوئ نه یې هم ډیرې زده کړې وکړې.

شکیله ناز پخپل فني ژوند کې اووه سندریز البمونه ریکارډ کړي اؤ ددې ترڅنګ یې خورې ورې سندرې هم په شلګونو دي خو ویډیو البم یې نه دی ریکارډ کړی.

شمس الزمان شمس یې دخوښې شاعر ، رفیق شینواری یې دخوښې موسیقار ، استاد خیال محمد، ګلناربیګم اؤ کشور سلطان یې دخوښې سندرغاړي دي.

خو په نن دور کې یې د هارون باچا، کرن خان اؤ ګل پاڼې اوازونه هم ډیر خوښیږي.

دفن دنیا کې به بیا قدم ږدي که نا دا پریکړه یې په وخت سپارلې ده.

دشکیله ناز مشهورې سندرې اؤ غزلې په لاندې ډول دي:

بیا کډې باریږي، پړي یې واچول اوښانو کې

څه وکړمه خدایه زړه مې بند دی په کوچیانو کې

هسې په خوله وایم چې ښه تیریږي

بغیر له تا وختونه نه تیریږي

سترګو دجانان کې زما ښکلي جهانونه دي

وا دې خله دنیا زه اوږی ستا ددنیا نه یمه

مه کوئ مانه تپوسونه

نه کړم یاري نه په یارۍ پوهیږم عالمه، مه کړئ تپوسونه

ګل بشرې دغه ګل دې واخله نور مه شکوه ګل

همدغه ګل دې بس دی نور مه شکوه ګل