شپږ کتابونه

د احادیثو شپږکتابونه چي عبارت له بخاري، مسلم، نسائی، ابوداوود، ترمذی او ابن ماجه څخه دي داهل السنت مسلمانانو په مذهب دحدیثونو په موضوع کي ترټولو معتبري سرچینې ګڼل کیږي .

کتاب لیکوال د زیږیدو نیټه د مرګ نیټه عمر د زیږون ځای
صحيح بخاري محمد بن اسماعیل البخاري 194 هه - 810 ع 256 هه - 870 ع 62 کاله په ازبکستان کې بخارا ښار
صحیح مسلم مسلم بن الحجاج 206 هه - 822 م 261 هه - 875 ع 55 کاله د ایران نیشاپور ښار
سنان النساء احمد بن شعیب ښځې 214 هه - 829 ع 303 هه - 915 م 89 کاله په ترکمنستان کې د نسا ښار
سنان ابي داود ابو داود 202 هه - 817 م 275 هه - 888 م years 73 کاله په ایران کې د سجستان ښار
سنن الترمذي ابو عيسى محمد الترمذي 209 هه - 824 م 9 279 ه - - 2 892 ع 70 کاله په ازبکستان کې د ترمذ ښار
سنن ابن ماجه محمد بن ماجه 209 هه - 824 م 273 هه - 886 ع years 64 کاله د ایران قزوین ښار

ښي|150x150px| سنان سعید بن منصور دشپږو کتابونوڅخه لمړئ معتبرکتاب چي په اسلامي نړۍ کي ترقرآن کریم وروسته لویه سرچینه ګڼل کیږي دمحمدبن اسماعیل البخاري کتاب دی . محمدبن اسماعیل البخاري دازبکستان هیواد له بخارا ښار څخه وو اوپخپل دغه کتاب کي یې نژې ۷۳۹۷ حدیثونه راټول کړي دي چي دادهغه حدیثونو شمېردی کوم چي په تکراري ډول سره ذکرسوي دي اوکه چیري په تکراري ډول نه وي بیا یې شمېر ۲۶۰۲ حدیثونو ته رسیږي .

دصحیح البخاري په اړه خپله امام بخاري وايي چي یوځل له خپل استاذ (اسحاق بن راهویه) سره ناست وم اوهغه پخپلو خبرو کي وویل چي که چیري تاسو دحضرت محمد(ص) دحدیثونو په اړه یوکتاب راجمع کړی ډېربه ښه وي . بخاري وايي ددې خبري په اورېدوسره مي په زړه کي ددې کار اراده وکړه څوچي په پای کي سرته ورسېدی . ښي|141x141px| سنان سعید بن منصور

  • دحدیثونو دویم معتبرکتاب صحیح مسلم دی چي دمسلم بن الحجاج القشیري له لوري لیکل سوی دی . مسلم بن حجاج په اصل کي دنیشاپور وو اوپه ۲۰۴هجري ق کي یې نړۍ ته سترګي غړولي دي . نوموړي پخپل کتاب (صحیح مسلم) کي شاوخوا ۷۲۷۵ حدیثونه راټول کړي دي خوکه چیري له دغه حدیثونوڅخه تکراري حدیثونه وویستل سي نوشمېر یې ۴۰۰۰ ته رسیږي . ددغه کتاب په اړه لوی شمېر علماء وايي چي ترصحیح البخاري وروسته ترټولوښه سرچینه ده .

ښي|141x141px| سنان النساء دحدیثونو دریم معتبرکتاب سنن النسائی دی چي داحمدبن شعیب النسائی له لوري لیکل سوی دی اودغه امام په اصل کي دترکمنستان هیواد څخه وو چي په ۲۱۵هجري ق کي پیدا اوپه ۳۰۳هجري ق کي وفات سو .

سنان ابي داود
سنان ابي داود

دحدیثونو څلورم معتبر کتاب سنن ابی داوود دی چي د امام ابوداوود سجستاني په لاس لیکل سوی دی اوپه دغه کتاب کي نژدې ۴۸۰۰ حدیثونه شتون لري . امام ابوداوود په اصل کي دسجستان ولایت وو چي په ۲۰۲هجري ق کي پیدا اوپه ۲۷۵هجري ق کي وفات سو . ښي|148x148px| سنن الترمذي دحدیثونو پنځم معتبره کتاب سنن الترمذي دی چي د امام ابوعیسی محمدالترمذی له لوري لیکل سوی دی اوپه دغه کتاب کي امام ترمذي ټول حدیثونه اودهغوی په اړه معلومات ذکر کړي دي چي کوم حدیث صحیح، کوم ضعیف او کوم حسن دی اوعلت یې څه دی .

ښي|144x144px| سنان سعید بن منصور دحدیثونو شپږم معتبره کتاب سنن ابن ماجه نومیږدي چي د امام محمدبن ماجه له لوري لیکل سوی دی اوپه دغه کتاب کي نژدې ۴۳۴۱ حدیثونه شتون لري . محمدابن ماجه په اصل کي په اصل کي دقزوین دښار وو چي په ۲۰۹هجري ق کال کي پیدا اوپه ۲۷۳هجري ق کال کي وفات سوی دی .