شوننېزم دغه اصطلاح د فرانسې د لومړۍ امپراطورۍ د يوه سرتيرې״نيكولاى شووين״ له نامه څخه اخيستل شوې ده چې هدف يې د نورو هېوادونو غلامول او د ملتونو ترمنځ د نفاق او بدبينۍ پيدا كول دي. ددې سياست پيروان خپل ملت پر نورو ملتونو لوړ بولي او نور ملتونه حقير شميري. شوئنيزم له نژاد پرستۍ نه منشاء نيسي او د وطن پرستۍ نه چې يو شريف احساس دى، ناوړه استفاده كوي. د خپل ملت لوړتيا د نورو ملتونو په ضرر تبليغوي. شوئنستي سياست د نړۍ ملتونه يو د بل په وړاندې راپاروي. ددې پر ځاى چې د ملتونو ترمنځ دوستي رامنځ ته كړي، د ملتونو ترمنځ د نفاق اور بلوي. استعماري، استثماري او فاشيستي رژيمونه د نورو هېوادونو په وړاندې د شوئنيستي سياست نه كار اخلي او خپلې منابع لټوي