شواهد
د یوې قضیې لپاره شواهد هغه څه ته ویل کېږي چې د هغې قضیې ملاتړ کوي. د ملاتړ شوي قضیې د حقیقت لپاره ډېری د یو دلالت په توګه پېژندل کېږي. هغه ونډه چې شواهد یې لوبوي او د هغې د درک څرنګوالی له یوې برخې څخه بلې برخې ته توپیر لري. په معرفت پوهنه کې، شواهد هغه څه ته ویل کېږي چې باورونه توجیه کوي یا د یو ځانګړي فکري چلند درلودلو ته منطقي بڼه ورکوي. د بېلګې په توګه: د یوې ونې ادراکي تجربه ممکن د شواهدو په توګه داسې عمل وکړي چې دا باور توجیه کوي چې ونه شته ده. په دې ونډه کې، شواهد ډېری د شخصي ذهني حالت په توګه په نظر کې نیول کېږي. په دې برخه کې مهم موضوعات هغه پوښتنې دي چې د ذهني حالتونو د ماهیت په اړه پوښتل کېږي، د بېلګې په توګه: ایا دوی باید د قضیې په ډول وي او ایا کله چي ذهني حالت بلې خوا ته ګمراه کړي ،لاهم د شواهدو په توګه پېژندل کېږي. نورې برخې، لکه: ساینسي او حقوقي نظام، د شواهدو په عامه ماهیت باندې ډېر ټینګار کوي.
د ساینس په فلسفه کې شواهد هغه څه ته ویل کېږي چې یوه ساینسي فرضیه تصدیق یا رد کړي. د نمونې په توګه: د عطارد د سیارې د غیر نورمال مدار سنجش داسې شواهد منځ ته راوړي چې، د انشتین د نسبیت عمومي تیوري تاییدوي. د دې لپاره چې د مخالفو تیوریو ترمنځ د بې طرفه درېیم ګړي ونډه ولوبوي، اړینه ده چې ساینسي شواهد، لکه: د لیدلو وړ فزیکي شیانو یا پېښو په څېر عامه او غیر متنازع وي، ترڅو د ډول ډول تیوریو پلویان د شواهدو په اړه هوکړې ته ورسوي. د دې کار ډاډ د ساینسي تګلارې په لټولو سره منځ ته راځي او د شواهدو د تدریجي راټولېدو د لارې د رامنځ ته شوې ساینسي هوکړې لامل کېږي.
د ساینسي مفهوم لپاره دوه ستونزې دا دي: له نیمګړې ټاکنې، یعنې شته شواهدو کېدای شي ،دوه متضادې تیورۍ په یو ډول سره ملاتړ کړي او د تر بار لاندې تیوري یعنې هغه څه چې ساینس پوهان یې د شواهدو په توګه ویني کېدای شي، له وړاندې څو تیورکي فرضیې له ځانه سره ولري چې د نورو ساینس پوهانو له خوا شریکې شوې نه وي. ډېری په داسې نظر دي چې دوه ډوله شواهد شتون لري، فکري شواهد یا هغه چې په خپل ذات کې شواهد دي او تجربي شواهد یا هغه شواهد چې د حسونو له لارې د لاسرسي وړ دي.
د دې لپاره چې یو شی د یوې فرضیې لپاره د شواهدو ونډه ولوبوي، باید له هغه سره سمه اړیکه ولري، چې د دې شواهدو د اړیکې په نوم یادېږي. د دې اړیکې د څرنګوالي په اړه متضادې تیورۍ شته دي. د احتمالي درېځ پلویان وایي چې یو شی هغه وخت د شواهدو په توګه ګڼل کېږي، چې د ملاتړ شوې فرضیې احتمال لوړ کړي. د تعلیلي – فرضي تګلارې په بنسټ، شواهد د فرضیې لپاره پر مشاهده ولاړې پایلې له ځانه سره لري. د مثبتې بېلګې دریځ وایې چې: د مشاهدې یوه جمله هغه وخت د یوې جامع فرضیې لپاره د شواهدو په توګه ګڼل کېږي چې، دا جمله د فرضیې لپاره یوه مثبته بېلګه منځ ته راوړي. د شواهدو دا اړیکې په ډول ډول ځواک سره را منځ ته کېږي. دا اړیکې د حقیقت لپاره د مستقیم ثبوت څخه نیولي تر کمزورو شواهدو پورې چې یوازې له یوې فرضیې سره را څرګندېږي او لکه په حالاتو اړوند شواهد، د نورو متضادو تیوریو ملاتړ نه کوي.
په قانون کې د شواهدو قواعد، د هغو شواهدو ډولونه تر پوښښ لاندې راولي چې په قانوني بهیر کې د منلو وړ وي. د قانوني شواهدو ډولونه، د مشاهدې، مستند شواهد او فزیکي شواهد دي. په یوه حقوقي قضیه کې هغه برخې چې جنجالي بڼه نه لري، په ډېری "د قضیې د حقیقتونو" په توګه ګڼل کېږي. د بې شخړې له حقیقتونو پورې خوا، قاضي یا فیصله کوونکی پلاوی ډېری د قضیې د نورو برخو د حقیقت د سپړلو دنده لري. شواهد او قواعد د هغو حقیقتونو د څېړلو په اړه پرېکړه کوي چې، تر شخړې لاندې وي، چې ځینې یې د قانونې ټولګې په بنسټ د قضیې اړوند ګڼل کېدای شي. شواهد په ځینو ځانګړو قضیو کې (د مثال په توګه د اعدام د جرمونو لپاره) باید د نورو حالتونو (د نمونې په توګه د کوچنۍ مدني شخړې) په پرتله خورا ژورمټي وي، چې د قضیې په پریکړه کې د شواهدو کیفیت او کمیت په کلکه سره تر اغېز لاندې راولي.[۱]
د شواهدو طبیعت
سمولد یوې قضیې لپاره شواهد هغه څه ته ویل کېږي چې، د هغې قضیې ملاتړ کوي. شواهد په معرفت پوهنه او د ساینس په فلسفه کې له بنسټیز ارزښت څخه برخمن دي. شواهدو ته رجوع په بېلابېلو برخو کې، لکه: په حقوقي نظام، تاریخ، ژورنالیزم او ورځنیو خبرو اترو کې ترسره کېږي. د شواهدو د طبعیت تیوریک کولو لپاره ډول ډول هڅې ترسره شوې دي. دا هڅې ډېری د یوې ساحې څخه په ناڅاپه درک یا د شواهدو له خوا په یوه نظري اړوند ونډه پیل کېږي او وروسته عمومي بڼه اخلي، چې د شواهدو د جامع تعریف لامل کېږي. [۲][۳][۴][۵]
یو ارزښتمن درک دا دی چې، شواهد هغه څه دي چې باورونه توجیه کوي. ددې فکري کرښې په معرفت پوهنه کې پیروي کېږي او شواهد د شخصي فکري حالت په بڼه،لکه: تجربه، نور باورونه او پوهه تعریف کوي. دا له هغه نظر سره نږدې تړاو لري چې د یوه کس منطقي چلند، شواهدو ته د هغه د غبرګون په بنسټ ټاکل کېږي. بل درک چې د ساینس په فلسفه کې ډېر پراخ دی، په شواهدو باندې په داسې ډول تمرکز کوي چې ساینسي فرضیې تاییدوي او د متضادو تیوریو ترمنځ منځګړیتوب کوي. د دې نظر پر بنسټ، اړینه ده چې شواهد عام وي، ترڅو ساینس پوهان ورته شواهد شریک کړي. دا لیدلوری، د شخصي ذهني حالتونو برعکس، عام او د لید وړ فزکي پدېدې، لکه: فزیکي شیان او پېښې د غوره شواهدو په توګه ګڼي. له دې درېځ سره یوه ستونزه داده چې د شواهدو را منځ ته شوي تعریفونه، هم په یوه برخه کې او هم د نورو برخو تر منځ ډېر توپیر لري او له یو بل سره سمون نه لري. د بېلګې په توګه: روښانه نه ده چې په وینو رنګ چاقو او یوه حسي تجربه تر خپل منځ څه ګډ حالت لري، کله چې دواړه په بېلابېلو څانګو کې د شواهدو په توګه منل کېږي. دا ښیی چې د شواهدو د بېلابېلو نظري ونډو په اړه هېڅ واحد لیدلوری نشته، په بله وینا: کله چې موږ د شواهدو په اړه خبرې کوو، تل مو موخه یو شی نه وي. [۶][۷][۸]
د شواهدو په لویو تیوري پوهانو کې برټرند رسل، ویلارد وان اورمان کوین، منطقي مثبت پلویان، تیموتی ویلیامسن، ارل کاني او ریچارد فېلډمن شامل دي. رسل، کوین او منطقي مثبت پلویان په تجربه پلوه لیدلوري پورې تړاو لري او په دې باور دي چې، شواهد په ترتیب سره حسي ډېټا، د حسي اخیستونکو هڅې او د مشاهدې افاده له ځان سره لري. د ویلیامسن په وینا: یوازې او یوازې پوهه شواهد را منځ ته کوي. کاني او فېلدمن په دې اند دي چې، یوازې د یوه کس اوسني رواني حالتونه باید شواهد وګڼل شي. [۹][۱۰]
سرچينې او ياداښتونه
سمول- ↑ American College of Forensic Examiners Institute. (2016). The Certified Criminal Investigator Body of Knowledge. Boca Raton, Florida: CRC Press. pp. 112–113. ISBN 978-1-4987-5206-0
- ↑ DiFate, Victor. "Evidence". Internet Encyclopedia of Philosophy. نه اخيستل شوی 11 June 2021.
- ↑ Kelly, Thomas (2016). "Evidence". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. نه اخيستل شوی 11 June 2021.
- ↑ Ho, Hock Lai (2015). "The Legal Concept of Evidence". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. نه اخيستل شوی 11 June 2021.
- ↑ Conee, Earl; Feldman, Richard (2008). "Evidence". Epistemology: New Essays. Oxford University Press.
- ↑ Steup, Matthias; Neta, Ram (2020). "Epistemology". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. نه اخيستل شوی 15 June 2021.
- ↑ Mittag, Daniel M. "Evidentialism". Internet Encyclopedia of Philosophy. نه اخيستل شوی 15 June 2021.
- ↑ Gage, Logan Paul (2014). "1. Introduction: Two Rival Conceptions of Evidence". Objectivity and Subjectivity in Epistemology: A Defense of the Phenomenal Conception of Evidence (PhD Thesis). Baylor University.
- ↑ Huemer, Michael (2019). "Sense-Data". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. نه اخيستل شوی 15 June 2021.
- ↑ Williamson, Timothy (2002). Evidence. Oxford University Press. doi:10.1093/019925656X.001.0001. ISBN 978-0-19-159867-8.