شهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنه
د ډاکټر نجیب الله ژوندلېک
سمولﻧﺠﯿﺐ ﺍﻟﻠﻪ ﺩ ﺍﺧﺘﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﺯﻭﯼ ﺩ ١٣٢٥ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺍﺳﺪ ﺩ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ١٥ ﻧﯿټﻪ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ﭘﻪ « ﻣﺮﺍﺩ ﺧﺎﻧﯿﻮ » ﮐﯥ ﭘﻪ ﯾﻮﯼ ﭘښﺘﻨﯥ ﮐﻮﺭﻧۍ ﮐﯥ ﺯﯾﺮﯾﺪﻟﯽ ﺩﯼ ﺍﻭ ﭘﻪ ١٣٣١ ﮐﺎﻝ ﮐﯽ ﯾﯽ ﺧﭙﻠﻪ ﻟﻮﻣړﻧۍ ﺯﺩﻩ ﮐړﻩ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ﺩ ﺩﻩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺍﺑﺘﺪﺍﯾﻲ ښﻮﻭﻧځﯽ ﮐﯥ ﭘﯿﻞ ﺍﻭ ﭘﻪ ١٣٤٢ ﮐﺎﻝ ﯾﯥ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ﺩ « ﺣﺒﯿﺒﯿﯽ » ﻟﯿﺴﯽ څﺨﻪ ﭘﻪ ﺑﮑﻮﺭﯾﺎ ﻻﺱ ﺗﻪ ﺭﺍﻭړﻩ . ﭘﻪ ١٣٤٤ ﮐﺎﻝ ﮐﯥ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻥ ﭘﻪ « M.P.C.B » ﮐﻮﺭﺱ ﮐﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﺷﻮ، ﺩ ﺩﻏﻪ ﮐﻮﺭﺱ ﭘﻪ ﺑﺮﯼ ﺳﺮﻩ ﺗﺮ ﺑﺸﭙړﯾﺪﻭ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﭘﻪ ﭘﻮﻫﻨځﯽ ﮐﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﺷﻮ . ﭘﻪ ١٣٤٤ ﮐﺎﻝ ﮐﯥ ﮐﻠﻪ ﭼﯽ ﻻ ﺩ « M.P.C.B » ﺩ ﮐﻮﺭﺱ ﻣﺤﺼﻞ ﺅﻭ، ﻋﻤﻠﻲ ﺳﯿﺎﺳﺖ ﺗﻪ ﯾﯥ ﻭﺩﺍﻧﮕﻞ . ﺩ ﻫﻤﺪﻏﻪ ﮐﺎﻝ ﭘﻪ ﺑﻬﯿﺮ ﮐﯥ ﺅ ﭼﯥ ﺩ ﻫﻤﺪﯼ ﮐﻮﺭﺱ ﺩ ﺩﺭﯼ ﺳﺆﻭ څﺨﻪ ﺯﯾﺎﺗﻮ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﺅﻧﮑﻮ ﻫﻐﻪ ﺩ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺧﺒﺮﻭ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐړﮐﯿﭻ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ﭼﯽ ﺩ ﻋﻘﺮﺏ ﺩ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﺩ ﺩﺭﯾﻤﯥ ﻭﺭځﯥ ﭘﻪ ﭘﺎﯾﻠﻪ ﮐﯥ ﭘﯿﺪﺍ ﺷﻮﯼ ﺅﻭ، ﺩ ﮐﺎﻧﺪﯾﺪﻭﻟﻮﻧﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻭټﺎﮐﻪ . ﭘﻪ ﺩﻏﻪ ﻭﺧﺖ ﮐﯥ ﻧﺠﯿﺐ ﺍﻟﻠﻪ ﻻ ﺩ ﻫﯿڅ ﯾﻮﻩ ﺳﯿﺎﺳﯽ ﺑﻬﯿﺮ ﻏړﯼ ﻧﻪ ﻭﻭ . ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺑﯿﺎ ﻫﻐﻪ ﺩ ١٣٤٤ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺟﺪﻱ ﭘﻪ ﻣﯿﺎﺷﺖ ﮐﯥ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩ ﺧﻠﮏ ﺩ ﺩﻣﻮﮐﺮﺍﺗﯿﮏ ﮔﻮﻧﺪ ﻏړﯾﺘﻮﺏ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐړ . ﺩ ﺧﭙﻞ ﮔﻮﻧﺪ ﭘﻪ ﻧﻤﺎﯾﻨﺪﮔﺊ ﯾﯥ ﭘﻪ ﻣﻈﺎﻫﺮﻭ، ﻏﻮﻧډﻭ ﺍﻭ ﻣﯿټﻨﮕﻮﻧﻮ ﮐﯥ ﻓﻌﺎﻟﻪ ﻭﻧډﻩ ﺍﺧﯿﺴﺘﻪ ﺍﻭ ﺩ ﺩﻏﻪ ﺩﻭﺭﺍﻥ ﺩ ﭘښﺘﻮ ﺍﻭ ﺩﺭﻱ ﮊﺑﻮ ﯾﻮ ویاند وو. ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﺍﻭ ﺩﺭﻱ ﮊﺑﻮ ﯾﯥ ﺭﻭﺍﻧﯽ ﺧﺒﺮﯼ ﮐﻮﻟﯽ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺍﻧﮕﻠﯿﺴﯽ ﺍﻭ ﺍﺭﺩﻭ ﮊﺑﻮ ﻫﻢ ﭘﻮﻫﯿﺪﻩ . ﺩ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻥ ﭘﻪ ټﻮﻝ ﺗﺤﺼﻠﻲ ﮊﻭﻧﺪ ﮐﯥ ﺩ ﺩﺍﮐﺘﺮ ﻧﺠﯿﺐ ﺍﻟﻠﻪ ﻟﻪ ﻧﻮﻡ ﺳﺮﻩ ځﻮﺍﻧﺎﻥ ﺁﺷﻨﺎ ﺅ . ﻟﻪ ﯾﻮ ﺷﻤﯿﺮ ﻧﻮﺭﻭ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺳﺮﻩ ﯾﯥ ﺩ ١٣٤٨ ﮐﺎﻝ ﭘﻪ ﺍﻭﻟﻪ ﻧﯿﻤﺎﯾﻲ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺳﯿﺎﺳﺖ ﮐﯥ ﺩ ﻓﻌﺎﻟﯥ ﺑﺮﺧﯥ ﺍﺧﯿﯿﺴﺘﻨﯥ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ څﻠﻮﺭ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﺑﻨﺪﻱ ﺷﻮ . ١٣٤٨ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﭘﻪ ﺗﺎﺭﯾﺦ ﮐﯥ ﺩ ﻣﻈﺎﻫﺮﻭ ﺍﻭ ﺍﻋﺘﺼﺎﺑﻮﻧﻮ ﺩ ﮐﺎﻝ ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﺷﻬﺮﺕ ﻟﺮﻱ . ﯾﻮ ځﻞ ﺑﯿﺎ ﻧﺠﯿﺐ ﺍﻟﻠﻪ ﻟﻪ ﯾﻮ ﺷﻤﯿﺮ ﻧﻮﺭﻭ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺳﺮﻩ ﺩ ١٣٤٩ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺟﺪﻱ ﭘﻪ ﻣﯿﺎﺷﺖ ﮐﯥ ﻟﻪ ﺩﯼ ﺍﻣﻠﻪ ﭘﻮﺭﻩ ٩ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﺑﻨﺪﻱ ﺷﻮ ﭼﯥ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ﺩ ښﺎﺭﯾﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮﺍ ﺩ ﺍﻣﺮﯾﮑﺎ ﺩ ﺟﻤﻬﻮﺭ ﺭﺋﯿﺲ ﺭﯾﭽﺎﺭﺩ ﻧﮑﺴﻦ ﺩ ﻣﻌﺎﻭﻥ ﺳﭙﯿﺮﻭ ﺍﮔﻨﯿﻮ ﭘﻪ ﻣﻮټﺮ ﭼﯥ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﻣﯿﻠﻤﻪ ﺅﻭ ﺩ ﺧﻮﺳﺎ ﻫﮕﯿﻮ ﮔﺰﺍﺭﻭﻧﻪ ﻭﺷﻮﻝ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﺩ ﺍﻣﺮﯾﮑﯽ ﺑﯿﺮﻍ ﻭﺳﺆځﻮﻝ ﺷﻮ . ﺩﻭﻩ ځﻠﻪ ﺑﻨﺪﻱ ﮐﯿﺪﻟﻮ ﻫﻐﻪ ﺩ ﻧﻮﺭﻣﺎﻝ ﺗﺤﺼﻠﻲ ﺑﻬﯿﺮ څﺨﻪ ﺩﺭﯤ ﮐﺎﻟﻪ ﺷﺎﺗﻪ ﻭﻏﻮﺭځﺎﻭﻩ . ﭘﻪ ١٣٥٤ ﮐﯥ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻥ ﺩ ﻃﺐ ﻟﻪ ﭘﻮﻫﻨځﻲ ﻧﻪ ﻓﺎﺭﻍ ﺷﻮ ﺍﻭ ﻭﺭﭘﺴﯥ ﯾﯥ ﺩ ﻗﺮﻏﯽ ﺩ ﺍﺣﺘﯿﺎﻃﻮ ﺩ ﺿﺎﺑﻄﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻏﻨډ ﮐﯥ ٦ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﺩ ﻋﺴﮑﺮﻱ ﺧﺪﻣﺖ ﺳﺮ ﺗﻪ ﺭﺳﻮﻟﯽ ﺩﯼ . ﺩ ١٣٥٦ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺍﺳﺪ ﭘﻪ ﻣﯿﺎﺷﺖ ﮐﯥ ﯾﯥ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩ ﺧﻠﮏ ﺩ ﺩﻣﻮﮐﺮﺍﺗﯿﮏ ﮔﻮﻧﺪ ﺩ ﻣﺮﮐﺰﯼ ﮐﻤﯿټﯽ ﻏړﯾﺘﻮﺏ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐړ ﺍﻭ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ښﺎﺭ ﺩ ښﺎﺭﻱ ﮔﻮﻧﺪﻱ ﮐﻤﯿټﯽ ﻣﺸﺮ ﻭټﺎﮐﻞ ﺷﻮ . ﭘﻪ ١٣٥٣ ﮐﺎﻝ ﮐﯥ ﯾﯥ ﻭﺍﺩﻩ ﮐﺮﯼ ﺍﻭ ﺩﺭﯼ ﻟﻮﻧﯽ ﺩ ﻫﯿﻠﯽ، ﺍﻭﻧۍ ﺍﻭ ﻣﺴﮑﺎ ﭘﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﻟﺮﻱ . ﻫﻐﻪ ﺩ ١٣٥٧ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺛﻮﺭ ﺩ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﻟﻪ ﺑﺪﻟﻮﻥ ﻧﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ، ﭘﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﺣﺎﻝ ﮐﯥ ﭼﯥ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ښﺎﺭ ﺩ ﮔﻮﻧﺪﻱ ﮐﻤﯿټﯽ ﻣﻨﺸﯽ ﺅ، ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ﻭﻻﯾﺖ ﺩﻭﻟﺘﯽ ﮐﻤﯿټﯽ ﻣﺴﺌﻮﻟﯿﺖ ﯾﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻏﺎړﻩ ﺩﺭﻟﻮﺩ . د داودخان له مترقي غوښتونکي دولت ﺳﺮﻩ ﺩ ﺳﯿﺎﺳﯽ ﺍﺧﺘﻼﻑ ﭘﻪ ﻭﺟﻪ یې د ثور په خونړۍ کودتا کي برخه واخیستل چي مستقیماً د شوروي اتحاد په اشارو ترسره سول. [۱]ﺩ ١٣٥٧ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺳﺮﻃﺎﻥ ﭘﻪ ﻣﯿﺎﺷﺖ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺍﯾﺮﺍﻥ ﮐﯥ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩ ﺩﻣﻮﮐﺮﺍﺗﯿﮏ ﺟﻤﻬﻮﺭﯾﺖ ﺩ ﻟﻮﯼ ﺳﻔﯿﺮ ﭘﻪ ﺣﯿﺚ ﻭﮔﻤﺎﺭﻝ ﺷﻮ ﺍﻭ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺑﯿﺎ ﺩ ﻫﻤﺪﻏﻪ ﮐﺎﻝ ﺩ ﻣﯿﺰﺍﻥ ﺩ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﻧﯿﻤﺎﯾﻲ ﮐﯥ ﻟﻪ ﺭﮊﯾﻢ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺳﯿﺎﺳﻲ ﺍﺧﺘﻼﻑ ﺩ ﮊﻭﺭﻭﺍﻟﻲ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﺩ ﺳﻔﺎﺭﺕ ﻟﻪ ﻭﻇﯿﻔﯽ څﺨﻪ ﮔﻮښﻪ ﮐړﯼ ﺷﻮ . ﺩ ﻫﻤﺪﯤ ﺍﺧﺘﻼﻑ ﻟﻪ ﻣﺨﯽ ﺍﻭﻝ ( ﯾﻮﮔﻮﺳﻼﻭﯾﯽ ) ﺑﯿﺎ ( ﻓﺮﺍﻧﺴﯥ ) ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﺑﯿﺮﺗﻪ ( ﯾﻮﮔﻮﺳﻼﻭﯾﯽ ) ﺗﻪ ﻭﻻړ .ﻧﺠﯿﺐ ﺩ ١٣٥٨ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺟﺪﻱ ﺩ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ٢١ ﻣﻪ ﻧﯿټﻪ ﺑﯿﺮﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﻭﻃﻦ ﺗﻪ ﺭﺍﺳﺘﻮﻥ ﺷﻮ ﺍﻭ ﺩ ﺩﻭﻟﺘﯽ ﺧﺪﻣﺘﻮﻧﻮ ﺩ ﺍﻃﻼﻋﺎﺗﻮ ﺩ ﺭﺋﯿﺲ ﭘﻪ ﺗﻮﮔﻪ ﻭټﺎﮐﻞ ﺷﻮ ﺍﻭ ﺩ ﺩﯼ ﺗﺮ څﻨﮓ ﯾﯥ ﺩ ﻗﺒﺎﺋﯿﻠﻲ ﭼﺎﺭﻭ ﺩ ﺳﻤﻮﻥ ﺩ ﮐﻤﯿﺴﯿﻮﻥ ﻣﺴﺌﻮﻟﯿﺖ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻏﺎړﻩ ﺩﺭﻟﻮﺩ . ﺩ ١٣٦٠ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺍﺳﺪ ﭘﻪ ﻣﯿﺎﺷﺖ ﮐﯥ ﯾﯥ ﺩ ﮔﻮﻧﺪ ﺩ ﻣﺮﮐﺰﻱ ﮐﻤﯿټﯽ ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﭘﺮﺍﺧﻪ ﻏﻮﻧډﻩ ﮐﯥ ﺩ ﺍ . ﺥ . ﺩ . ﮒ . ﺩ ﺳﯿﺎﺳﯽ ﺩﻓﺘﺮ ﻏړﯾﺘﻮﺏ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐړ . نجیب د کمونست ګوند له ډیرو وفادارو کسانو څخه وو د همدغه وفاداریو له امله د وخت د ملي امنیت یا خاد مشرتوب ورکړل شو. نجیب د خاد ریاست په موده کي د شوروي اشغال سره د جهاد په جرم خپل افغان او مسلمان وروڼو باندي هیڅ ډول رحم ونکړ او په دغه جرم یې ډېري کورنۍ د غم پر ټغر کښېنولې. د ده د خاد ریاست په موده کي آن د لمونځ، جماعت او روژې په جرم د پوهنتون محصلین، دولتي کارمندان او د ښار اوسیدونکو ته بیلابیلي سزاوي ورکړل شوې. د نجیب کمونستي او سوسیالستي فکر پر هغه دومره غالب شوی وو چي آن پر خپلو وروڼو او کورنۍ یې هم رحم نه کاو. په افغانستان کي تر شوروي اشغال ماتوني وروسته پوه شو چي دغه لاره ډېره بې مانا وه او دوی ناحقه د شوروي یرغل د راضي کولو لپاره ۱۰ کاله خپل خلک وژل او ځورول خو دا وخت ډېر ناوخته وو. نجیب د شوروي اتحاد د رهبرۍ په امر د افغانستان ولسمشر و ټاکل شو، شهنواز تټی چي یو ډېر مکار او ظالم انسان وو د ده په وخت کي د دفاع وزیر وټاکل شو. دوستم چي د شمالي افغانستان د خلکو په ځورولو، ربړولو او خصوصاً د شورویانو په امر د پښتنو د وژنو مسؤل وو یو لوی قدرت وو او پر شمالي افغانستان هر څه د هغه په امر ترسره کیدل. نجیب په خپلو مکارو سیاستونو دا هیله لرل تر څو افغان مجاهدین ورته تسلیم سي او ګډوله کمونست - دیموکرات حکومت رامنځته کړي ولي هغسي ونشول تر هغه چي مجاهدینو په زور واک ورڅخه واخیست او دی یې نظر بند کړ.[۲]
د مجاهدینو د بې کفایتۍ او د نجیب د پاتي شونو (دوستم، مالک او نورو کمونست ملیشه قوماندانو) د ناروا ظلم او ستم له امله هیواد دومره خوار سو چي هیڅ ارزښت ورپاته نشو د هیواد لوی ښارونه خالي شول. لويي لاري د ډاکوانو او غلو په لاسونو کي وې، افغانستان د پوره تجزیې او ملک الطوایفي پر غاړه وو چي په دغه وخت کي د کندهار میړنیو ځوانانو د لوی ملاصاحب یا ملا محمد عمر اخوند په مشرۍ یو تحریک را پیل کړ کابل او مکمل افغانستان یې د نجیب له ملیشو، د مجاهدینو له ټوپک سالارانو او د واک له تږو داړه مارانو څخه خلاص کړ. نجیب یې پر اریانا څلور لاري را ځوړند کړ او بې کفایته خرڅ شوي تش په نامه مجاهدین یې تر کولاب او مشهده وځغلول یو وار بیا هیواد د ارامۍ سا واخیستل.[۳]