د مولوي شهزاده شاهد حياء خان زوی د کنړونو ولايت د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه گِل د درې د سيري کلي اوسيدونکی په کال ١٣٤١ لمريزکې زيږيدلی.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د ملا محمد زيد په منځنۍ ښونځي کې ترسره کړي او بيا د پښتونخوا د حديقه العلوم په جامعه پوهنتون کې خپلې زده کړې د لېسانس په کچه ترسره کړي . په ١٩٩٢ ز.کال کې له فارغېدو وروسته په همدې جامعه کې د استاد په توگه وظيفه اجرا کړې. په ١٣٦٨ ل.کال کې د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې يو ديني مرکز جوړ شو چې تراوسه پورې يې گڼ شمېر علماء او حافظان ټولنې ته وړاندې کړي دي. په ۲۰۰۲م، ز. منځمهالې اضطراري لويه جرگه او د اساسي قانون په لويه جرگه کې د کونړ نماينده، د کونړنو ولايت د مرافعي ريس او د کابل ولايت د مرافعي ريس په توکه وظيفي اجراکړي او په ١٣۸۴ کال ټاکنو کې د کنړ ولايت څخه په تر ټولو ډيرو رايو په اخستلو سره د هيواد په ولسي جرگه کې د خلکو استازيتوب کوي.