شن کوا
شن کوا یا شن ګوا (په چینایي: 沈括؛ زوکړه: ۱۰۳۱ زکال – مړینه: ۱۰۹۵ زکال) چې له درناوي څخه کانژونګ بلل کېده او مستعار نوم یې منګکی (نن ورځ منګکسي ویل کېږي) ونګ و؛ چینایي نابغه، عالم او د سونګ د لړۍ (۹۶۰-۱۲۷۹ زکال) دولتي چارواکی و. شن د ریاضیاتو، نوري فزیک او د وخت د اندازه کولو د علم په ګډون د ګڼ شمېرو نورو علمي څانګو ښوونکی و. نوموړي د خپل دولتي خدمت پر مهال د مالیې د وزیر، دولتي مفتش، د سونګ د دربار د ستورپوهنې د برخې د رئیس، د سلطنتي میلمستون د مرستیال وزیر او د علمي چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ. په درباري سیاستونو کې هغه د اصلاح غوښتونکو ډلې ته اړوند و چې د نوو پالیسیو د ډلې په نوم پېژندل کېده او لومړي وزیر وانګ آنشي (۱۰۲۱- ۱۰۸۵ زکال) یې مشري کوله. [۱][۲]
نوموړي په ۱۰۸۸ زکال کې د هیلو د سیند د مقالاتو یا د هیلو د سېل د مقالاتو (夢溪筆談؛ Mengxi Bitan) تر عنوان لاندې خپل اثر کې د لومړي ځل لپاره مقناطیسي سوزني قطب نما تشرېح کړه چې بیا د سمندري تګ راتګ په برخه کې ترې ګټنه وشوه (دغه ډول قطب څرګندونکې وسیله په اروپا کې د لومړي ځل لپاره د الکساندر نکام له خوا په ۱۱۸۷ زکال کې وړاندې شوه). شن د شمالي قطب پر لور د مقناطیسي انحراف له مخې د واقعي شمال مفهوم کشف کړ، هغه دغه چاره د راځوړندو مقناطیسي ستنو او «د سماوي نصف النهار د پر مختللو ازموینو پر مټ ترسره کړه دا د شن د [نجومي] اندازه ګیرۍ او د قطبي ستوري او واقعي شمال ترمنځ د فاصلې د ټاکلو پر بنسټ وه». دغه لاسته راوړنه د بېړۍ چلونې اړوند په بشري تاریخ کې د یوې ګټمنې قطب نما په جوړولو کې تر ټولو مهم ګام و او داسې ښکاري چې په دغه مفهوم باندې تر راتلونکو ۴۰۰ کلونو پورې څوک په اروپا کې نه پوهېدل (د ۱۴۵۰ زکال په شاوخوا کې د جرمني د لمریز ساعت شواهد ښيي چې په هغو کې کارېدلی انحراف د چیني ژئومنسر قطب نما ګانو له نښو سره ورته والي لري). [۳][۴][۵][۶][۷][۸]
شن د خپل همکار وي پو سره یوځای هوډ درلود څو د سپوږمۍ او سیارو مداري مسیر په یوه ځانګړې پنځه کلنه پروژه کې د خپلو ورځنیو مشاهداتو له مخې ترسیم کړي، خو د دغې چارې سره مخالفو درباري سیاسونو د دوی مخه ونیوله. شن کوا د ستور پوهنې په برخه کې د خپلو مرستندویه چارو په اډانه کې کروي اسطرلاب یا د دار د حلقې لرونکې کره، اشاره کوونکی نومون، د لید لوله او د اوبو پر مټ چلېدونکی نوی ساعت اختراع کړ. شن کوا همدارنګه د ځمکې د جوړښت (ژئومورفولوژي) اړوند د ځمک پوهنې نوې فرضیه د داخلي سمندري فوسیلونو په موندلو، د خاورې د تخریب اړوند پوهې او د خټو د رسوب پر بنسټ ابداع کړه. [۹][۱۰]
نوموړي همدارنګه د لرغونو ډبرینو شوو بامبو ګانو (د نۍ د ونو) د مشاهدې پر مټ چې د ځمکې لاندې په یوه وچه شمالي برخه کې یې شتون درلود او هغه مهال دغې خاورې د بامبو ګانو له ودې ملاتړ نه کاوه، د اوبو او هوا د تدریجي بدلون فرضیه وړاندې کړه. نوموړی په چین کې لومړنی شخصیت و چې له یوې وچې حوضچې څخه یې له اوبو څخه د وتلو بېړیو د بیارغونې په برخه کې کار واخیست. هغه همدارنګه د کانالي بندونو (pound lock) د نسبتا نوې اختراع څخه د ګټنې اړوند لیکنه وکړه. په داسې حال کې چې د ابسکورا کامرې مخترع نه و، خو په هغو کې یې د مقعرې هیندارې د کانوني نقطې او د ستنې په اندازه سوري ترمنځ اړیکه تشرېح کړه. شن په پراخه کچه د سربي چاپ اړوند چې د بي شنګ (۹۹۰ – ۱۰۵۱ زکال) له خوا اختراع شوی و لیکنې وکړې، همدا و چې د بی شنګ دغه میراث د هغه د مکتوبو اثارو او د سربي چاپ د نورو لرغونو ډولونو څخه د معاصر درک پر مټ نوو نسلونو ته لار ومونده. نوموړي د چین یوه لرغوني دود څخه په پیروۍ د سرحدي سیمو د تفتیش پر مهال د هغو یوه پام وړ نقشه ترسیم کړه. د یو اماتور لرغون پوه له خوا د موندل شوي پولادي کمان له میکانېزم څخه د هغه توصیف ثابته کړه چې دا د یعقوب لکڼه ده، هغه شته وسیله چې په ۱۳۲۱ زکال کې د لیوي بن ګرسون له توصیف وړاندې په اروپا کې چا نه پېژندله. [۱۱]
شن کوا د هیلو د سیند د مقالو په نامه اثر سربېره نور کتابونه هم لیکلي خو د هغه د نورو کتابونو ډیری لیکنې اوس پاتې نه دي. د شن یو شمېر اشعار د نوموړي له مړینې وروسته د هغه په مکتوبو اثارو کې په چاپېدو خوندي شوي. په داسې حال کې چې نوموړي تر ډېره په علمي او فني مسایلو تمرکز درلود، خو له وړنداوینې کولو او ماورا طبیعي شیانو سره یې لېوالتیا لرله؛ په دویم مورد کې د عیني شاهدانو د شهادت پر بنسټ له ناڅرګنده الوتونکو څخه د هغه توصیف شاملېږي. ورته مهال یې د دائوئیستي او کنفیسیوسي لرغونو متنونو شرحه هم ولیکله.
سرچينې
سمول- ↑ Yao (2003), 544.
- ↑ Needham (1986), Volume 4, Part 2, 33.
- ↑ John Makeham (2008). China: The World's Oldest Living Civilization Revealed. Thames & Hudson. p. 239. ISBN 978-0-500-25142-3.
- ↑ Bowman (2000), 599.
- ↑ Mohn (2003), 1.
- ↑ Mohn (2003), 1.
- ↑ Sivin (1995), III, 22.
- ↑ Embree (1997), 843.
- ↑ Sivin (1995), III, 18.
- ↑ Sivin (1995), III, 23–24.
- ↑ Bowman (2000), 105.