شمن باوري یا شمنېزم هغه مذهبي چاره ده چې په کې یو عمل کوونکی (شمن) د جذبې، خلسې یا د آرامښت د حالت په څېر تغیر موندلو حالتونو پر مټ له هغه څه سره چې پر باور یې د ارواه ګانو نړۍ ده تعامل کوي او یا هم اړیکه ټینګوي. د دغې چارې موخه په معمول ډول د ارواه هدایت کول یا هم په فزیکي نړۍ کې د رغېدو، طالع لیدنې او یا هم د ځینو نورو لارو له مخې د معنوي انرژۍ ترلاسه کول دي. [۱][۲]

هغه اعمال او باورونه چې د «شماني» اعمالو په توګه ډلبندي کېږي د بېلابېلو څانګو د پوهانو له دې ډلو د انسان پوهانو، لرغون پوهانو، تاریخ پوهانو، دیني عالمانو، فیلسوفانو او ارواه پوهانو پام یې ځانته اړولی. د دغې موضوع اړوند په سلګونو کتابونه او علمي مقالې لیکل شوې چې آن څو سیال علمي ژورنالونه د شمنېزم مطالعې ته ځانګړي شوي دي.

په شلمه پېړۍ کې غیر بومي لویدیځ وګړو په کلتور ضد خوځښتونو لکه په هیپي او د نوي عصر د معنویت په خوځښتونو کې په ښکیل کېدو د خپلو نظریاتو له مخې د بومي مذاهبو سره په مخالفت داسې جاودیي – مذهبي چارې رامنځته کړې چې د نیوشمنېزم او نیوشمنیک خوځښت اصطلاحات ورته کارول کېږي. [۳][۴][۵]

ترمینولوژي سمول

ریښه موندنه سمول

د شمنېزم معاصر انګلیسي لغت د روسي شمن (šamán) لغت څخه اخیستل شوی چی په خپل نوبت سره یې د تونګوزي ژبې – په ډېر احتمال سره د اونکي ژبې ویونکو شمال لویدیځې لهجې ته اړوندېږي چی صیام اونکي وګړي یې کاروي او یا هم د مانچو ژبې ډول دی- له شمان (samān) لغت څخه سرچینه اخیستې. د دغه لغت ریښه ځینې مهال هم د تونګوزي د سا (sā) – معنی یې «پوهېدل» دي- ریښې ته اړوندېږي. له دې سره فنلنډي کلتوري ژب پوه جوها جانهونین دغه اړوندتیا د دغو ژبنیو دلایلو له امله له پوښتنې سره مخ کوي: «دغه امکان نشو کولای په بشپړه توګه رد کړو، خو نه باید یې هم له قید او شرط پرته ومنو، ځکه چې د مفروض اشتقاقي اړیکه د غږ پوهنې (فونولوژي) له مخې نامنظمه ده (په ځانګړې توګه د غږ لرونکو حروفو کمیت ته په پام). [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

میرچا الیاده څرګندوي چې د سانسکرېټ شرامنا (śramaṇa) چې یوې لار ورکې صومعې یا مقدس شخصیت ته اشاره کوي، د بودېزم په خوا کې یې د مرکزي آسیا ډیری ژبو ته پراختیا موندلی او کېدای شي د شمن د کلمې اصلي ریښه همدې ته اړونده وي. [۱۲]

دغه اصطلاح د هغو روسانو له خوا چې د سایبریا له بومي وګړو سره په تعامل کې و، ومنل شوه. دغه موضوع د روسي تبعیدي کلیسايي آواکوم په خاطراتو کې یاده شوې. شل کاله وروسته هالنډي مسافر نیکولاس وېټسن د تونګوزي بومي وګړو او په سایبریا کې د سامویدي ژب ویونکو بومي وګړو سره د خپلې استوګنې اړوند کیسې په خپل کتاب Noord en Oost Tataryen (۱۶۹۲ زکال) کې ولیکلې او په دې سره یې دغه اصطلاح لویدیځې اروپا ته راوړه. لوبک ښار ته اړوند سوداګر آدام برانډ په ۱۶۹۸ زکال کې په چین کې د روسیې له سفارت څخه خپل مشاهدات خپاره کړل؛ د هغه د اثرپه ژباړې سره چې په همدغه کال کې خپره شوه د شمن کلمه انګلیسي ژب ویونکو ته ور معرفي شوه. [۱۳][۱۴][۱۵]

انسان پېژندونکې او لرغون پوهې سیلویا توماسکوا استدلال کړی چې د ۱۶۰۰مې لسیزې په نیمايي کې ډیری اروپایانو د شیطان عربي اصطلاح ټولو هغو غیر عیسوي اعمالو او باورونو ته کاروله چې د اورال غرونو هاخوا بومي وګړو ته اړوند و. هغه استدلال کوي چې کېدای شي د شمن اصطلاح همدې ډول د تونګوزي ژبو بېلابېلو لهجو ته لار موندلې وي او بیا وروسته مسیحي مبلغینو، کاشفینو، سرتېرو او استعماري واکمنانو ته ویل شوې وي؛ هغه چې وګړو د پېړیو لپاره ورسره سره مخ پر زیاتوالي اړیکه لرله. [۱۶]

د شمن د ښځینه بڼې لپاره ځینې مهال شمانکا کارول کېږي چې واقعي تونګوزي اصطلاح نه ده بلکې یوازې له شمن سره د ښځینه نومونو اړوند د «کا» روسی وروستاړی ور اضافه شوی. [۱۷]

تعریفونه سمول

د انسان پوهانو ترمنځ د «شمنېزم» د کلمې لپاره هېڅ واحد د ټولو د توافق وړ تعریف شتون نه لري. توماس ډاونسون د شمنېزم درې مشترکو عناصرو په توګه د لاندې مواردو وړاندیز کوي: تمرین کوونکي تل د خپلې آګاهۍ کچې ته تغیر ورکوي، ټولنه په آګاهۍ کې بدلون ته د یوې مهمې آئیني چارې په توګه ګوري او همدارنګه د دغه عمل اړوند پوهه کنټرول کېږي.

انګلیسي تاریخ لیکونکی رونالډ هالتون څرګندوي چې د ۲۱مې پېړۍ په نوي پیل کې د دغې اصطلاح څلورو جلا تعریفونو شتون درلود او داسې ښکارېده چې له ټولو یې ګټنه کېږي:

  • د دغې اصطلاح لومړنی مورد «ټولو هغو کسانو ته چې د بدلون موندلې آګاهۍ په حالت کې دي او د ارواه ګانو له نړۍ سره اړیکه ټینګولی شي» استفاده کېږي.
  • په دویم تعریف کې دغه اصطلاح هغو کسانو ته اطلاق کېږي چې د نورو په لارښوونه د ارواه ګانو له نړۍ سره اړیکه نیسي په داسې حال کې چې خپله د بدلون موندلې آګاهۍ په حالت کې دي.
  • دریم تعریف یې هڅه کوي شمنان له نورو جادویي مذهبي متخصصینو څخه چې باور پر دې دی؛ له ارواه ګانو سره اړیکه لري لکه له «روحي واسطه ګرایانو»، «جادوګرانو»، «معنوي شفا کوونکو» او نورو څخه د دغې ادعا پر بنسټ چې شمنان له خپلو ځانګړي تخنیکونو په کار اخیستو چې د نورو له خوا نه کارول کېږي؛ جلا کړي. (ستونزمنه خو دا ده چې هغه څېړونکي چې له دغه دریم تعریف څخه ملاتړ کوي تر اوسه نه دي توانېدلي د دغو تخنیکونو په تعریف یوې هوکړې ته ورسېږي).
  • څلورم تعریف چې د هاتون له خوا وړاندې شوی، شمنېزم سایبریايي او هغو ته په نږدې اسیایي سیمو کې بومي ادیانو ته کاروي. د شاماني مطالعاتو د ګلوموت مرکز د څېړنو له مخې د شمنانو یو منګولیايي سازمان د شمن کلمه په کره توګه د «کشیش» په معنی کارولې ده. [۱۸][۱۹]

د اکسفورډ انګلیسي ډیکشنري له مخې شمن (/ˈʃɑːmən/ SHAH-men، /ˈʃæmən/ یا /ˈʃeɪmən/) هغه کس ته ویل کېږي چې د ارواه ګانو په نړۍ کې خیر غوښتونکو او شرغوښتونکو ته لاسرسی او په هغو نفوذ لري، چې په معمول ډول د یو لړ مراسمو په حالت کې د خلسې یا آرامښت حالت ته ننوزي او په فال لیدلو او نورو ورته چارو لاس پورې کوي. د «شمن» کلمې په ډېر احتمال سره د شمالي آسیا  د تونګوزي اونکي ژبې څخه سرچینه اخیستې. د جوها جانهونن په خبره «دغه کلمه په ټولو «تونګوزي عباراتو» لکه په نګیدال، لاموت، اودهه/اوروچي، نانايي، ایلچا، اوروک، مانچو او اولچا کې تائید شوې او «هېڅ داسې څه شتون نه لري چې له دغه فرض سره په ټکر کې وي چې د «شمن» معنی له مخکنۍ تونګوزي» اخیستل شوې؛ آن کېدای شي چې داسې ریښې دې ولري چې لږ تر لږه دوه زره کاله مخینه لري. دغه اصطلاح په ۱۵۵۲ زکال کې د روسي ځواکونو له خوا د کازان شمنستي خاناتو له فتح کولو وروسته لویدیځ ته ور وپېژندل شوه.[۲۰][۲۱][۲۲]

د «شمنېزم» اصطلاح د لومړي ځل لپاره د بهرنیو ناظرینو په توګه د لویدیځو انسان پوهانو له خوا د ترکانو او مغولانو او همدارنګه د تونګوزي د ګاونډیو وګړو او سامویدي ژب ویونکو د لرغونو دینونو لپاره وکارول شوه. په ټوله نړۍ کې د ډېری مذهبي سنتونو په مشاهده کولو سره لویدیځو انسان پوهانو له دغې اصطلاح څخه پراخې ګټې اخیستنې ته مخه کړه. دغه اصطلاح د هغو نا اړوندو جادویي – مذهبي اعمالو لپاره چې په یو شمېر قبایلي ادیانو کې یې شتون درلود وکارول شوه؛ دغه ډول ادیانو په اسیا، افریقا، استرالیا او حتا د امریکا لویې وچې ته په بشپړه توګه نا اړوندو سیمو کې شتون درلود او باور پر دې دی چې چارې یو بل ته ورته دي. په داسې حال کې چې دغه اصطلاح د یو شمېر کلتوري بهرنیانو له خوا د ډېری بومي معنوي چارو لپاره کارول شوې، خو له دې سره بیا هم د «شمن» او «شمنېزم» کلمات په دقیقه توګه د بومي معنویت تنوع او پیچلتیا نه توصیف کوي. هر قوم او قبیله ځانته ځانګړې د ژوندانه طریقه لري او د هماغو له مخې په خپلو ژبو کې یو شمېر اصطلاحات کاروي. [۲۳][۲۴]

میرچا الیاده لیکي: «له دغې پیچلې ښکارندې څخه لومړنی تعریف کېدای شي د هغو تر ټولو لږ ګواښ لرونکی تعریف وي: شمنېزم = «د مذهبي جذبې، خلسې یا آرامښت تخنیک». شمنېزم دغه فرضیې ته اړوندېږي چې شمنان د انساني نړۍ او د ارواه ګانو د نړۍ ترمنځ پیغام وړونکي دي.[۲۵]

سرچينې سمول

  1. Singh, Manvir (2018). "The cultural evolution of shamanism". Behavioral and Brain Sciences 41: e66: 1–61. doi:10.1017/S0140525X17001893. PMID 28679454. https://www.researchgate.net/publication/318255042. 
  2. Mircea Eliade; Vilmos Diószegi (May 12, 2020). "Shamanism". Encyclopædia Britannica. Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه May 20, 2020. Shamanism, religious phenomenon centred on the shaman, a person believed to achieve various powers through trance or ecstatic religious experience. Although shamans’ repertoires vary from one culture to the next, they are typically thought to have the ability to heal the sick, to communicate with the otherworld, and often to escort the souls of the dead to that otherworld. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gredig, Florian (2009). Finding New Cosmologies. Berlin: Lit Verlag Dr. W. Hopf. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kehoe, Alice Beck (2000). Shamans and religion : an anthropological exploration in critical thinking. Prospect Heights, Ill.: Waveland Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57766-162-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Wernitznig, Dagmar, Europe's Indians, Indians in Europe: European Perceptions and Appropriations of Native American Cultures from Pocahontas to the Present. University Press of America, 2007: p.132. "What happens further in the Plastic Shaman's [fictitious] story is highly irritating from a perspective of cultural hegemony. The Injun elder does not only willingly share their spirituality with the white intruder but, in fact, must come to the conclusion that this intruder is as good an Indian as they are themselves. Regarding Indian spirituality, the Plastic Shaman even out-Indians the actual ones. The messianic element, which Plastic Shamanism financially draws on, is installed in the Yoda-like elder themselves. They are the ones - while melodramatically parting from their spiritual offshoot - who urge the Plastic Shaman to share their gift with the rest of the world. Thus Plastic Shamans wipe their hands clean of any megalomaniac or missionizing undertones. Licensed by the authority of an Indian elder, they now have every right to spread their wisdom, and if they make (quite more than) a buck with it, then so be it.--The neocolonial ideology attached to this scenario leaves less room for cynicism."}}
  6. Hutton, Ronald (2001). Shamans: Siberian Spirituality and the Western Imagination. TPB. OCLC 940167815. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Juha Janhunan, Siberian shamanistic terminology, Mémoires de la Société Finno-Ougrienne 1986, 194:97.
  8. Crossley, Pamela Kyle (1996). The Manchus. Blackwell Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55786-560-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hoppál 2005: 15
  10. Diószegi 1962: 13
  11. Januhnan, 1986: 98.
  12. Eliade, Mircea (1989). Shamanism. Arkana Books. د کتاب پاڼې 495. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Written before 1676, first printed in 1861; see Hutton 2001. p. vii.
  14. Hutton 2001, p. 32.
  15. Adam Brand, Driejaarige Reize naar China, Amsterdam 1698; transl. A Journal of an Ambassy, London 1698; see Laufer B., "Origin of the Word Shaman," American Anthropologist, 19 (1917): 361–71 and Bremmer J., "Travelling souls? Greek shamanism reconsidered", in Bremmer J.N. (ed.), The Rise and Fall of the Afterlife, London: Routledge, 2002, pp. 7–40. (PDF Archived 2013-12-02 at the Wayback Machine.)
  16. Tomaskova, 2013, 76–78, 104–105.
  17. Tomaskova, 2013, 76–78, 104–105.
  18. Hutton 2001. pp. vii–viii.
  19. "Circle of Tengerism". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Definition of Shaman by Oxford Dictionaries". د اصلي آرشيف څخه پر April 2, 2017 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Singh, Manvir (2018). "The cultural evolution of shamanism". Behavioral and Brain Sciences 41: e66: 1–61. doi:10.1017/S0140525X17001893. PMID 28679454. https://www.researchgate.net/publication/318255042. 
  22. Juha Janhunen, Siberian shamanistic terminology, Suomalais-ugrilaisen Seuran toimituksia/ Mémoires de la Société Finno-Ougrienne, 1986, 194: 97–98
  23. Alberts, Thomas (2015). Shamanism, Discourse, Modernity. Farnham: Ashgate. د کتاب پاڼي 73–79. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4724-3986-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Fatal Naming Rituals". Hazlitt (په انګلیسي ژبه کي). 2018-07-19. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Mircea Eliade, Shamanism, Archaic Techniques of Ecstasy, Bollingen Series LXXVI, Princeton University Press 1972, pp. 3–7.