شعیب د یوه پیغمبر نوم و چې اصلي نوم یې اوثیرن بن صیقون بن عیفا بن ثابت بن مدین بن ابراهیم و. قران كريم کي د شعيب عليه السلام او د هغه د قوم ذکر په سوره اعراف، هود او شعراء کي په تفصيل سره شوى دى. شعيب عليه السلام ته د غوره تقرير كولو په وجه خطيب الأنبياء هم ويلى كيزي.

د شعيب عليه السلام قوم

حضرت شعيب عليه السلام ته نبوت په مدين يا مديان کي وركرل شو. مدين د يوي قبيلي نوم دى دا قبیله د حضرت ابراهیم علیه السلام د زوى مدين د نسل نه وه، كوم چي د ابراهيم علیه السلام د دريمي ميرمني قطورا نه پیدا شوی وو. مدين د خپلي ميرمني او زمنو سره د خپل ميرني ورور حضرت اسماعیل علیه السلام سره څنګ کي حجاز کی واړول. د همدي قوم د اوسيدو په وجه دي ښار ته مدين ويل كيږي. دا ښار نن هم د ختيځ اردن د معادن بندرگاه خوا ته موجود دى.