ژباړونکي: محمد عیسیٰ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نسب :

حسن بن عمار بن علي الشرنبلالي، کنیت یې ابو الاخلاص وو.


په کال ۹۹۶ھ کي پیدا سوی دی.


د علومو تحصیل:

په شپږ (۶) کلنۍ کي خپل پلار مصر ښار ته راوستی، قرآن کریم یې حفظ کړی او د شیخ محمد محوي او شیخ عبدالرحمن المسیري رحمة الله علیهما څخه یې لومړني زده کړي تر سره کړې. د امام عبدالله نحریري،  علامه محمد العجمی رحمة الله علیهما څخه یې فقه زده کړه. د شیخ الاسلام نورالدین علی بن غانم مقدسي او داسي نورو علماؤ څخه یې هم خپل علمي تنده پوره کړې ده. په ۱۰۳۵ھ کي یې د مسجد اقصی زیارت وکړی هلته یې د شیخ الاسلام ابوالاسعاد بن یوسف بن وفا صحبت ترلاسه کړی.


درس او تدریس:

د خپل وخت نامتو محدث، فقهې او په فتوی لیکلو کي یې څاری نه درلودی. يو څه وخت یې په جامعه ازهر کي هم تدریس کړی دی. نامتو شاګردان یې عبارت دي:


سیدالسند احمد بن محمد حموی

شیخ الا شاهین الامنادی

علامه احمد العجمی

علامه اسماعیل نابلېسی دمشقې رحمة الله علیهم



او داسي نور.


تصانیف:

(۱) رقم البیان فی دیة المفصل والاسنان:  دغه کتاب یې په ۱۰۱۹ھ کي تالیف کړی دی

(۲) بسط الکفالته فی تاجیل الکفالته: دغه کتاب یې په ۱۰۲۶ھ کي تالیف کړی دی

(۳) حفظ الاصغرین عن اعتقاد من زغم الحرام لایتعدی لذمتین

(۴) سعادة اهل الاسلام بالمصافحة عقیب الصلوه والسلام: دغه دواړه کتابونه یې په ۱۰۲۹ھ کي تصنیف کړه

(۵) غنیته ذوی الاحکام فی بغیة ورر الاحکام:  په ۱۰۳۵ھ کي یې تصنیف کړی

(۶) اسعاد آل عثمان المکرم ينآء بیت الله المحرم: په ۱۰۳۹ھ  کي یې تصنیف کړی.

(۷) انفاذ الاوامر الالهیته بنصر العساکر العثمانیه: دغه کتاب یې په ۱۰۴۰ھ کي تصنیف کړی دی.

(۸) تنقیح الحکام فی الابراء الخاص والعام:  په ۱۰۴۲ھ  کي یې تصنیف کړی.

(۹) امداد الفتاح شرح نور الایضاح: دغه کتاب یې په ۱۰۴۶ھ کي تصنیف کړی.

(۱۰) حسام الحکام المحقیقین لصد المعتدین عن اوقاف المسلمین.

(۱۱) نظر الحاذق الخریر فی الرجوع علی المتسعیر.

(۱۲) جد اول الزلال الجاریة لترتیب الفوائت بکل احتمال: دغه کتاب یې په ۱۰۵۰ھ کي تصنیف کړی.

(۱۳) واضح الحجة للعدول عن خلل الحجة: دغه کتاب یې په ۱۰۵۲ھ کي تصنیف کړی دی.

او داسی نور.


د نور الایضاح لیکنه:

لکه څنګه چي تاسو خبر یاست چي د علامه الشرنبلالي رحمه الله  هر کتاب د علم بحر دی او هر کتاب خپل د ځان مثال خپله دی. خو نورالایضاح هغه کتاب دی چي د حضرت رحمه الله په حیات کي غیر معمولي شهرت ترلاسه کړی. او د فقهي ډیري غټ مسائل یې په ډېر پیاوړي او قوي ترتیب سره رالنډ کړي دي. او دغه رساله درې سوه (۳۰۰) کاله پخوانۍ رساله ده.




دغه کتاب علامه الشرنبلالي رحمه الله  د کتاب اعتکاف پوري په (۱۰۳۲، ۵، ۲۶ھ) کي ولیکی. وروسته یې کتاب زکوة او حج ور اضافه کړل.


ددې کتاب هندوستان ته راوړونکی  امام العصر و محدث اکبر علامه انور شاه کشمیری رحمه الله دی. دی مصر ته د خپل استاذ (شیخ الهند رحمه الله) په امر ولاړی او دغه کتاب یې مطالعه کړی، کله چي هندوستان ته راغلی نو دغه کتاب یې ټوله ولیکی.


وفات:

تقریبا په (۷۵) کلنۍ کي په کال (۱۰۶۹ھ)  کي دغه ستر حنفي فقیه ددې پاته نړۍ څخه سترګي پټي کړې.


رحمة الله علیه رحمة واسعة