شراب يو الکولي څښاک دی چې عموماً له تومنه شويو انګورو څخه جوړ شوي وي. تومنه په انګورو کې شته خواږه مصرفوي او دا په ايتانول او کاربن ډای اکسايډ بدلوي او په دې پروسه کې تودوخه خوشې کوي. بېلا بېل ډوله تومنه کوونکي د شرابو په بېلا بېلو ډولونو کې مهم عوامل دي. دا ډول ډول والی د انګورو بيالوژيکي کمياوي ودې، په تومنه کولو کې شامل غبرګون، د انګورو مخ پر وده چاپېريال (سیمه) او د شرابو توليد د پروسې تر منځ پېچلي تعاملاتو په پايله کې منځ ته راځي. ډېريو هېوادونو د شرابو د اندازې او خصوصیاتو د روښانه کولو لپاره حقوقي ځای ټاکنه کوي. دا چاره په عموم کې د جغرافيايي اصل او د انګورو اجازت شوېو ډولونو تر څنګ د شرابو د توليد نور اړخونه محدودوي. هغه شراب چې د انګورو له تومنه کولو (تخمير) څخه نه وي جوړ شوي، نور فصلونه پکې ښکېل وي چې د وریژو شراب او نورو ميوو شراب پکې شامل دي، لکه الوچه، ګيلاس، انار، بې دانې توت او ايلډر بيري (تور انګور ته ورته مېوه ده).

له زرګونو کلونو راهيسې شراب توليديږي. د شرابو تر ټولو لرغونی ثبوت د اوسنۍ جورجيا (6000 مخزېږديز) له قفقاز سيمې، پاريس (۵۰ مخزېږديز)، ايټاليه او ارمينيا (۴۰۰مخزېږديز) څخه موندل شوی دی. د اوسنۍ نړۍ شراب د امريکاګانو د اصلي اوسېدونکو خلکو له خوا توليد شوي الکولي څښاک سره اړه لري، خو په بنسټيز ډول د نوې اسپانيې د وروستيو اسپانوي روايتونو پورې تړلي دي. په وروسته وختونو کې، څنګه چې د لرغونې نړۍ شرابو د شرابي انګورو لارو چارو ته وده وکړه، په اروپا کې د شرابو د توليد درې تر ټولو سترې سيمې په ځان کې رانغاړ. نن سبا، ايټاليه، اسپانيه، فرانسه، متحده ايالات او چين هغه پنځه هېوادونه دي چې د شرابو د توليد تر ټولو سترې سيمې پکې موجودې دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

شرابو له اوږدې مودې راهيسې په مذهب کې د پام وړ ونډه درلودلې ده. لرغونو مصريانو سور رنګه شراب له وينې سره تړلي دي او د «ډيونيسس» يوناني فرقې او روميانو په خپل «بچاناليا» (د يوې رومې ميلې نوم و) کې استعمال کړي دي، يهوديانو همدا راز په «کيدش» کې او مسيحيت په «يوکرسټ» کې شامل کړي دي. مصري، يوناني، رومي او اسرائيلي شرابو روايتونه اوس هم د دې په لرغونو جرړو پورې تړلي دي. په ورته توګه د ايټاليې، اسپانيې او فرانسې د شراب تر ټولو سترو سيمو کې د سپېڅلو شرابو په اړوند ميراثونه موجود دي، په همدې ډول په سويل لوېديځو متحده ايالاتو کې د شراب جوړونکو انګورو دودونه په نوې اسپانيه کې پيل شوي دي، ځکه چې کاتوليکو مذهبي مشرانو او راهبانو تر ټولو دمخه په نيو مکسيسکو او کليفورنيا کې شراب توليد کړي و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخ سمول

د شرابو تر ټولو لرغوني اثار له جورجيا (۶۰۰۰ مخزېږديز)، ايران (پاريس) (۴۰۰۰ مخزېږديز)، ارمينيا (۴۱۰۰ مخزېږديز) او سيسلي (۴۰۰۰ مخزېږديز) څخه موندل شوي دي. تر ۴۵۰۰ مخزېږديز پورې شراب بالکان ته ورسېدل او په لرغوني يونان، تريس او روم کې مصرفېدل او لمانځل کېدل. د تاريخ په اوږدو کې، شراب د دې د نشه کونکو اغېزو لپاره استعمال شوي دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

اوسنۍ جورجيا په ځمکه د ۶۰۰۰-۵۸۰۰ مخزېږيزو کلونو تر منځ د انګورو د شرابو او د شرابو توليدونکو انګورو تر ټولو لرغوني اثار موندل شوي دي. لرغوني اثار او جنيتيکي شواهد دواړه روښانه کوي چې په نورو سيمو کې د شرابو تر ټولو ابتدايي توليد په پرتليز ډول وروسته وختونو کې، په مکمنه ډول په سويلي قفقاز (چې ارمينيا، جورجيا او اذبايجان پکې شامل دي) يا ختيځې ترکيې او شمالي ايران تر منځ لوېديځې اسيا په سيمو کې موندل شوي دي. په ۴۱۰۰ مخزېږديز کې تر ټولو لرغوني د شرابو د توليد کارخونه په ارمينيا کې د اينري-۱ د شرابو توليد ځای دی. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

که څه هم شراب نه و، د انګورو او وريژو د مخلوط پر بنسټ جوړ شوي تومنه شوي څښاکو ابتدايي ثبوت په لرغوني چين (۷۰۰۰ مخزېږديز) کې موندل شوی دی.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

د لرغون پېژندونکو د ۲۰۰۳ز کال يو راپور د دې شونتيا څرګندونه کوي چې په لرغوني چين کې د اومې مخزېږديزې زرېزې په لومړيو کلونو کې انګور له وريژو سره ګډ کړای شوي و. د هينان، جياهو د نوي ډبرين عصر له سيمې څخه په خټينو صراحيو کې د تارټيک اسيد او نورو عضوي مرکباتو نښې موجودې وې، کومې چې عموماً په شرابو کې موندل کېږي. په هر حال، په دې سيمه کې نورې اصلي مېوې، لکه سوما (سوما يو ډول بوټی دی چې سره مېوه کوي) هم نه شي رد کېدای. که دې څښاک کې، کوم چې د وريژو د شرابو اصل بلل کېږي، د نورو مېوو پر ځای انګور شامل وای، نو دا به په چين کې شته څو درجنه اصلي ځنګلي انواعو څخه کوم يو يې و، نه « Vitis vinifera» (يو ډول انګور دي) کوم چې له ۶۰۰۰ کاله وروسته دود شول.[۴۷][۴۸][۴۹]

په اغلب ګومان د لوېديځ پر لور د شرابو د کلتور خپرېدل د «فونيشنو» مدنيت له امله وه، څوک چې د مديترانې د ساحل په څنډو کې د اوسني لبنان (له دې سره د اسرائيلو/فلسطين او ساحلي سوريې کوچنۍ برخې هم شاملې دي) په شا اوخوا کې پرتو ښاري ايالتونو د مرکز څخه دباندې په لور خپور شوی و، په هر حال، په «سارډينيا» کې د «نوراګک» کلتور کې د «فونيشينو» له راتګ څخه مخکې د شرابو څښل دود و. د «بايبلوس» شراب د لرغوني پاچايۍ پر مهال مصر او بيا ټولې مديترانې ته صادرېدل. د دې په شواهدو کې له ۷۵۰ مخزېږديز څخه د دوه فونيشينو بېړيو پاتې شوني شامل دي، کوم پاتې شوني چې د هغوی د شرابو د وسايلو سره روغ موندل شوي دي، کوم چې «رابرټ بيلارډ» له خوا موندل شوي و، د شرابو (چيرم) د لومړيو سترو سوداګرو په توګه، داسې برېښي چې «فونشينو» دا د زيتونو د تيلو په مرسته په يو پوړ کې له اکسډايز کېدو څخه خوندي کړي و، له دې وروسته د صنوبر ونې او موم مهر دی، چې کنډ ته ورته و.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

په «پرسيپوليس» کې د «اپادانه» سيمې لرغوني پاتې شونو کې په ۵۱۵ مخزېږديز کې داسې حکاکۍ شاملې دي، په کومو کې چې د هخامنشي پاچايۍ تابع ملتونو پوځيان ښودل کېږي، چا چې د هخامنشي پاچا ته ډالۍ راوړلې، په دوی کې ارمينيايان هم شامل دي، چا چې مشهور شراب راوړل.

هومر (د اتمې مخزېږديزې پېړۍ، خو شونې ده چې له دې مخکې مرکبات)، الکمين (اومه مخزېږديزه پېړۍ) او نورو کې د شرابو ادبي حوالې زياتې موجودې دي. په لرغوني مصر کې، له شپږ دېرشو څخه شپږ د زوښې لوښي يې د «توت انخ امون» په مزار کې موندل شوي وو، د کوم نوم چې «خای» و، څوک چې د شاهي شرابو مشر سوداګر و. له دوی څخه پنځه د زوښې لوښي يې د پاچا خصوصي ملکيت په توګه پېژندل شوي دي، شپږم يې د شاهي کور د «ايټن» ملکيت اړوند و (اټين دلمر ربن النوع). د اوسني چين د منځنۍ اسيا سينګيانک کې هم د شرابو اثار موندل شوي دي چې تاریخ يې دويمې او لومړۍ مخزېږديزې زريزې ته رسېږي.[۵۴][۵۵]

په هندوستان کې له انګورو څخه د جوړو شويو الکولو لومړۍ پېژندل شوې يادونه د سترواک «چندرګپټ موريه» د صدر اعظم «چانکيا» د څلورمې مخزېږديزې پېړۍ په وروستيو ليکنو کې موندل شوې ده. د هغه په لیکنو کې، «چانکيا» د سترواک او د هغه د دربار له خوا د «مادهو» په نوم پېژندل شويو شرابو په پرله پسې استعمال ته په شاراې سره د شرابو استعمال غندنه شوې ده.[۵۶]

لرغونو روميانو د پوځي لښکرکوټ ښارونو (هغه ښارونه چې لښکر پکې ټولېدو/قشله) سره نږدې د انګورو باغونه جوړ کړي وو، څو تر ليرې ځايه د شرابو د استولو پر ځای، په همدې سيمه کې شراب توليد کړای شي. د دې سيمو څخه يو شمېر سيمې يې اوس د شرابو د توليد لپاره نړيوال شهرت لري. روميانو موندلې وه چې د شرابو د تشو صراحيو په داخل کې د سلفر د شمعو بلولو سره هغه تازه او د سرکې له بوی څخه پاک ساتل کېږي. د اروپا په منځنيو پېړيو کې، رومي کاتوليکې کليسا له شرابو څخه ملاتړ وکړ، ځکه چې پادريانو شراب د مذهبي غونډو لپاره د يوې اړتيا په توګه بلل. په فرانسه کې راهبانو د کلونو لپاره شراب جوړ کړي و او دا يې په غارونو کې تومنه کول. د اګلستان د پخلي يو لرغونی لارښود (نسخه) چې تر نولسمې پېړۍ پورې په بېلا بېلو بڼو کې پاتې شوې ده، په دې لارښود کې د خرابه شويو يا خوسا شويو باسټارډو شرابو څخه د سپينو شرابو د بيا تصفيه کولو غوښتنه شوې ده.[۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

سرچينې سمول

  1. (په 13 November 2017 باندې). Georgia made 'world's oldest wine'. BBC News
  2. (په 13 November 2017 باندې). Earliest Wine in World Found in 8,000-year-old Neolithic Georgia.
  3. Doce, Elisa Guerra (2004). "The Origins of Inebriation: Archaeological Evidence of the Consumption of Fermented Beverages and Drugs in Prehistoric Eurasia". Journal of Archaeological Method and Theory. 22 (3): 751–782. doi:10.1007/s10816-014-9205-z. S2CID 143750976. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. (په 28 December 2003 باندې). Now that's what you call a real vintage: professor unearths 8,000-year-old wine. The Independent.
  5. Watson, Ivan (20 April 2010). "Unearthing Georgia's wine heritage". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Spilling, Michael; Wong, Winnie (2008). Cultures of The World Georgia. د کتاب پاڼې 128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-3033-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. (په 21 May 2015 باندې). Evidence of ancient wine found in Georgia a vintage quaffed some 6,000 years BCE. Euronews.
  8. Cheslow, Diana (8 June 2015). "Georgia's Giant Clay Pots Hold An 8,000-Year-Old Secret To Great Wine". NPR. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. (په 2 August 2013 باندې). Georgian wines: older and wiser. Financial Times.
  10. Spilling, Michael; Wong, Winnie (2008). Cultures of The World Georgia. د کتاب پاڼې 128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-3033-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  11. Thach, Liz (25 May 2018). "A brief history of American winemaking". The Conversation. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  12. Johnson, H. (1989). Vintage: The Story of Wine. Simon & Schuster. د کتاب پاڼي 11–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-671-79182-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  13. "Isis & Osiris". University of Chicago. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. Congressional Serial Set. U.S. Government Printing Office. 1903. د کتاب پاڼې 263. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. Adams, Fiona (29 April 2019). "New Mexico's Deep Winemaking History". Wine Enthusiast. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  16. California Vineyardists Association; Associated California Fruit Industries (1980). Wines and Vines. Hiaring Company. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  17. Doce, Elisa Guerra (2004). "The Origins of Inebriation: Archaeological Evidence of the Consumption of Fermented Beverages and Drugs in Prehistoric Eurasia". Journal of Archaeological Method and Theory. 22 (3): 751–782. doi:10.1007/s10816-014-9205-z. S2CID 143750976. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  18. (په 13 November 2017 باندې). Georgia made 'world's oldest wine'. BBC News
  19. (په 13 November 2017 باندې). Earliest Wine in World Found in 8,000-year-old Neolithic Georgia.
  20. (په 28 December 2003 باندې). Now that's what you call a real vintage: professor unearths 8,000-year-old wine. The Independent.
  21. Watson, Ivan (20 April 2010). "Unearthing Georgia's wine heritage". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  22. Spilling, Michael; Wong, Winnie (2008). Cultures of The World Georgia. د کتاب پاڼې 128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-3033-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  23. (په 21 May 2015 باندې). Evidence of ancient wine found in Georgia a vintage quaffed some 6,000 years BCE. Euronews.
  24. Cheslow, Diana (8 June 2015). "Georgia's Giant Clay Pots Hold An 8,000-Year-Old Secret To Great Wine". NPR. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  25. (په 2 August 2013 باندې). Georgian wines: older and wiser. Financial Times.
  26. Spilling, Michael; Wong, Winnie (2008). Cultures of The World Georgia. د کتاب پاڼې 128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-3033-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  27. (په 18 July 2012 باندې). 7,000 Year-old Wine Jar. University of Pennsylvania Museum of Archaeology and Anthropology
  28. Berkowitz, Mark (1996). "World's Earliest Wine". Archaeology. Archaeological Institute of America. 49 (5). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  29. "National Geographic: Earliest Known Winery Found in Armenian Cave". 12 January 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  30. (په 30 August 2017 باندې). Traces of 6,000-year-old wine discovered in Sicilian cave. The Guardian.
  31. "B.A.C. Per Drink". 6 October 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  32. "Effects at Specific B.A.C. Levels". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جون ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  33. "wine-serving-size". American Institute for Cancer Research. 3 March 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  34. McGovern, Patrick; Jalabadze, Mindia; et al. (28 November 2017). "Early Neolithic wine of Georgia in the South Caucasus". Proceedings of the National Academy of Sciences. 114 (48): E10309–E10318. doi:10.1073/pnas.1714728114. PMC 5715782. PMID 29133421. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  35. (په 13 November 2017 باندې). 'World's oldest wine' found in 8,000-year-old jars in Georgia. BBC News
  36. Tucker, Abigail (August 2011). "The Beer Archaeologist". Smithsonian Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  37. McGovern, Patrick E. "Grape Wine". University of Pennsylvania Museum of Archaeology and Anthropology. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  38. "National Geographic: Earliest Known Winery Found in Armenian Cave". 12 January 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  39. "Backdirt | UCLA Cotsen Institute of Archaeology". ioa.ucla.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  40. Li, Hua; Wang, Hua; Li, Huanmei; Goodman, Steve; Van Der Lee, Paul; Xu, Zhimin; Fortunato, Alessio; Yang, Ping (2018). "The worlds of wine: Old, new and ancient". Wine Economics and Policy. 7 (2): 178–182. doi:10.1016/j.wep.2018.10.002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  41. Li, Yuanbo; Bardaji, Isabel (2018), New wine world from Asia Development, regional comparison and opportunities for the wine industry in China (PDF), Universidad Politécnica de Madrid, د کتاب پاڼې 1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  42. Cañete, Eduardo; Chen, Jaime; Martín, Cristian; Rubio, Bartolomé (2018). "Smart Winery: A Real-Time Monitoring System for Structural Health and Ullage in Fino Style Wine Casks" (PDF). Sensors (Basel, Switzerland). MDPI. 18 (3): 2. Bibcode:2018Senso..18..803C. doi:10.3390/s18030803. PMC 5876521. PMID 29518928. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  43. Castro-Sowinski, Susana (17 November 2016). Microbial Models: From Environmental to Industrial Sustainability. Springer. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789811025556. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  44. Hames, Gina (2010). Alcohol in World History. Routledge. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-54870-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  45. McGovern, Patrick. "Prehistoric China – The Wonders That Were Jiahu The World's Earliest Fermented Beverage". University of Pennsylvania Museum of Archaeology and Anthropology. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  46. Doce, Elisa Guerra (2004). "The Origins of Inebriation: Archaeological Evidence of the Consumption of Fermented Beverages and Drugs in Prehistoric Eurasia". Journal of Archaeological Method and Theory. 22 (3): 751–782. doi:10.1007/s10816-014-9205-z. S2CID 143750976. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  47. McGovern, Patrick E.; et al. (30 September 2003). "Fermented beverages of pre- and proto-historic China". Proceedings of the National Academy of Sciences. The National Academy of Sciences. 101 (51): 17593–17598. Bibcode:2004PNAS..10117593M. doi:10.1073/pnas.0407921102. PMC 539767. PMID 15590771. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  48. (په 24 December 2004 باندې). Penn Museum Archaeochemist And International Scholars Confirm 9,000-Year History of Chinese Fermented Beverages. ScienceDaily. ScienceDaily LLC
  49. McGovern, Patrick E.; et al. (30 September 2003). "Fermented beverages of pre- and proto-historic China". Proceedings of the National Academy of Sciences. The National Academy of Sciences. 101 (51): 17593–17598. Bibcode:2004PNAS..10117593M. doi:10.1073/pnas.0407921102. PMC 539767. PMID 15590771. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  50. McGovern, Patrick E. (2003). Ancient wine: the search for the origins of viniculture. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691070803. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  51. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  52. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  53. MIT technology helps map ancient Phoenician shipwrecks MIT press release.
  54. Rong, Xu Gan; Fa, Bao Tong. "Wine Production in China". Grandiose Survey of Chinese Alcoholic Drinks and Beverages. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اگسټ ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  55. Johnson, Hugh (1989). Vintage: The Story of Wine. Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-671-68702-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  56. Robinson, J., سمونګر (2006). The Oxford Companion to Wine (چاپ Third). Oxford University Press. د کتاب پاڼي 355–356. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-860990-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  57. کينډۍ:Cite episode
  58. Phillips, Rod (12 November 2002). A Short History of Wine. Harper Perennial. د کتاب پاڼي 62–63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-093737-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  59. Henderson, Pat (1 February 2009). "Sulfur Dioxide: Science behind this anti-microbial, anti-oxidant, wine additive". Practical Winery & Vineyard Journal. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  60. Johnson, H. (1989). Vintage: The Story of Wine. Simon and Schuster. د کتاب پاڼي 82–89. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-671-68702-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)