دېدزکام پزه په خپل ځان کې د ننه لعاب لرونکې پرده لرې، کله چې څوک زکام شې نوموړې پرده پړسېږې، په نتيجه کې له پوزې يو ډول نرۍ اوبه را وزې، او پوزه سوی شروع کوي.

زکام يوه وايروسې او بکترېايې، په عين حال کې سارې ناروغي ده، د پرنجې ټوخې او هوا له لارې چې د زکام ويروس په کې خپور شوی وي له يوه کس څخه بل کس ته انتقال مومي.

زکام کله د ويروس او کله هم د بکرياګانو پواسطه منځ ته راځې، د ويرس په واسطه منځ ته راغلی کېدای شې د څلورو يا پنځو ورځو په موده کې پخپله ښه شي خو د بکترياپه واسطه رامنځته شوی زکام درملو او تداوي ته اړتيا لري .

په سړه هوا کې ګرځېدل، په لمده ځمکه کښيناستل، په اوبو لمدېدل، دشپې تر ډېره په سړه هوا کې پاتې کېدل، د بدن ګرمېدل او بيرته ژر يخېدل( سړېدل) په ګرمو خوړو پسې سړې اوبه څښل د زکام منځ ته راتلو ته لاره هواروي.

کله چې سړی په زکام اخته شې طبعيت يې سست وي کار ته يې زړه نه کېږي په تندي يې بوج وي، پوزه يې بنده وې خارښت کوې او اوبه ترې راځې،د پوزي سورې يې سره شي، ورسره ورسره په ستونې کې درد هم منځ ته راشي، که چېرته زکام د ډېر وخت لپاره دوام وکړې د هوا د نل د زخمې کېدو له امله ټوخی هم منځ ته راځې، تبه وي او د نبض شمېر هم ورسره زياتېږي همدارنګه زکام لرونکې کس ته کېدای شې ځېنې وخت قبضيت هم پيدا شې او په اشتهاکې يې هم فرق راشې، د دوو ورځو په تېرېدو سره کوم نرم مايعات چې له پوزې راوزې په دې وخت کې لږ څه ګاټه وي.

که چېرته څوک د ډېر وخت لپاره په دوامداره توګه په زکام اخته شې، او تداوې يې صورت ونه نيسې بيا زړېږې چې په دې توګه کېدای شې د تل لپاره په وجود کې ځای ونيسې،همدارنګه په ځينو خلکو کې زکام په وراثتي ډول هم شتون درلودای شي.

که چېرته نزله او زکام د ډېر وخت لپاره په چا کې شتون ولري کېدای شې د حساسيت له کبله وي، په داسې حالت کې په کار ده چې معاينات تر سره شې تر څو مالوم شې چې ناروغ د کومو څيزونو په وړاندې حساسيت ښودلی تر څو د حساسيت د له منځ وړلو لارې چارې ورته ولټولې شې او يا په راتلونکې کې د حساسيت لپاره احتياطې تدابېر ونېول شي .

په دې ناروغۍ کې نه يوازې د تنفسي سيسټم پاسنۍ برخه اغېزمنه کېږې بلکه دتنفسې سيستم لاندنۍ برخه هم تر اغېز لاندې راولي.

هغه زکام چې د ويروس له امله منځ ته راغلی وي پکار ده چې ناروغ استراحت وکړې او ورسره خوا کې له عادي اسپرېن څخه استفاده وکړي.

تړلې لیکنې سمول

زکام حساسیت وینه طب