شاهزادګۍ لوئیز، د آرګیل دوشس

شاهزادګۍ لوئیز، د آرګیل دوشس (لوئیزا کارولین البرټا؛ زوکړه: د ۱۸۴۸ زکال د مارچ ۱۸مه – مړینه: د ۱۹۳۹ زکال د ډسمبر ۳مه) د ملکې ویکټوریا او د شهزاده البرټ شپږم اولاد او څلورمه لور وه.

نوموړې په خپل عامه ژوند کې د هنر، لوړو زده کړو او فیمینېستي ارمانونو یو له پیاوړو پلویانو څخه وه. سربېره پر دې د اډینبورګ د داخلي علومو د کالج یو له اغېزمنو ملاتړو څخه وه؛ دغه کالج له دې وروسته د ملکې مارګاریت د پوهنتون په نوم یادېده او له ۱۸۹۱ زکال څخه یې تر ۱۹۳۹ زکال پورې د هغو مشري وکړه. د ژوندانه په لومړیو کې یې له خپلې کورنۍ سره ګڼ شمېر سلطنتي استوګنځایونو ته کډه وکړه. هغه مهال چې د ۱۸۶۱ زکال په ډسمبر میاشت کې د نوموړې پلار ومړ؛ دربار د ویر او غم یوه اوږده دوره تېره کړه، خو هغې په دغه دوره کې چندان همدردي څرګنده نه کړه. نوموړې پیاوړې مجسمه جوړونکې او هنرمنده وه چې تر اوسه پورې یې یو شمېر مجسمې شتون لري. دا د فیمینېستې خوځښت ملاتړې وه، له ژوزفین باټلر سره یې مکاتبه لرله او همدارنګه یې له الیزابت ګارېټ سره ناستې کولې.

لوئیز له واده وړاندې له ۱۸۶۶ زکال څخه تر ۱۸۷۱ زکال پورې د ملکې د غیر رسمي منشي په توګه خدمت وکړ. د لوئیز د واده د موضوع اړوند د ۱۸۶۰مې لسیزې په وروستیو کې یو لړ بحثونه ترسره شول. د پروس او ډنمارک د سلطنتي کورنیو له خوا د هغې خواستګاري وشوه، خو ویکټوریا نه غوښتل له یو بهرني شهزاده سره واده وکړي او هغې ورته د بریتانیا د یو لوړ پوړي اشرافي سره د واده وړاندیز وکړ. د سلطنتي کورنۍ د غړو له مخالفت سربېره لوئیز د لورن په مارکویس جان کمپبل مینه وه چې د آرګیل د دوک وارث و. ویکټوریا د هغې له واده سره موافقه وکړه او د ۱۸۷۱ زکال د مارچ په ۲۱مه نېټه یې واده وکړ. د هغې د خوښیو په پیلېدو دوی دواړه په ډېر احتمال سره د ماشوم نه لرلو او همدارنګه یې په چارو کې د ملکې له خوا د محدودیتونو لګېدو له امله له یو بل څخه لرې شول. [۱][۲][۳]

په ۱۸۷۸ زکال کې لورن د کاناډا ګورنر جنرال وټاکل شو، چې له ۱۸۷۸ زکال څخه یې تر ۱۸۸۴ زکال پورې دغه دنده پر غاړه لرله. له همدې امله لوئیز په مخ پر زیاتوالي ډول له کاناډا سره لېوالتیا پیدا کړه. د هغې له نامه څخه د لوئیز سیند او د البرټا ایالت په څېر د کاناډا د ګڼ شمېر ځانګړنو په نوم اېښودو کې ګټنه وشوه. په ۱۹۰۱ زکال کې یې هغې ټولنیزې ټولګې ته لار ومونده چې د هغې د مشر ورور، نوي پاچا اووم اډوارډ له خوا جوړه شوې وه. له لورن سره د لوئیز ګډ ژوند له یو بل څخه د لرې والي د اوږدو دورو په لطف دوام وموند. دوی دواړه په ۱۹۱۱ زکال کې بېرته له یو بل سره جوړ شول، خو په ۱۹۱۴ زکال کې د لورن له مړینې وروسته له عاطفي پلوه ماته شوه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته هغې له عامه چارو څخه تقاعد ته مخه کړه او له کنزېنګټون ماڼۍ څخه یې بهر ډېرې لږ عمومي دندې ترسره کولې. نوموړې د ۹۱ کلونو په عمر په همدغه ماڼۍ کې مړه شوه.

لومړنی ژوند سمول

لوئیز د ۱۸۴۸ زکال د مارچ په ۱۸مه د لندن په باکېنګهام ماڼۍ کې وزیږېده. نوموړې د بریتانیا د واکمنې ملکې ویکټوریا او له ساکس – کوبورګ او ګوتا څخه د هغې د مېړه شهزاده البرټ څلورمه لور او شپږمه ماشومه وه. د هغې زوکړه له هغو انقلابونو سره هم مهاله وه چې ټولې اروپا ته یې پراختیا موندلې وه او له امله یې ملکې څرګنده کړه چې لوئیز کېدای شي «یوه عجیبه او غریبه ماشومه» وي. دا د ملکې لومړنی زیږون و چې د کلورفورم بیهوښه کوونکو درملو په مرسته ترسره شو. [۴][۵]

البرټ او ویکټوریا دواړو په ګډه سره هغې ته د لوئیزا کارولین البرټا نوم انتخاب کړ. هغې ته د ۱۸۴۸ زکال د مۍ په ۱۳مه نېټه د باکېنګهام ماڼۍ په خصوصي کلیسا کې د کانټربري د لوی سقف، جان بېرډ سامنر له خوا د تعمید غسل ورکړل شو. له دې سره چې په دغو مراسمو کې د هغې نوم لوئیزا واخیستل شو، خو د ژوند په اوږدو کې تل د لوئیز په نوم پېژندل کېده. د دغو مراسمو پر مهال دوشس ګلاسسټر چې د پاچا دریم جورج له محدودو ماشومانو څخه وه او لا ژوندۍ پاتې وه، له یاده یې ووتل چې چېرې ده؛ هغه د مراسمو په نیمايي کې له خپل ځایه راپورته شوه او د ملکې پښو ته یې ګونډې ووهلې چې له امله یې ملکې د وېرې احساس وکړ. [۶][۵]

لوئیز د خپلو خویندو او وروڼو په څېر د هغه سخت تدریسي نصاب پر مټ و روزل شوه چې د هغې د پلار شهزاده البرټ او د هغه د باور وړ ملګري بارون سټوکمار له خوا طراحي شوی و. د دغو زده کړو پر مهال دغو ماشومانو ته د پخلي کولو، بزګرۍ، کورنیو چارو او نجارۍ په څېر د یو شمېر عملي چارو زده کړې هم ورکړل شوې. [۷]

لوئیز د خپل ماشومتوب له کلونو څخه تکړه او ځېرکه وه چې په هغې کې هنري وړتیاوې په ډېرې چټکۍ سره وپېژندل شوې. په ۱۸۶۳ زکال کې د آزبورن هاوس څخه د لیدنې پر مهال د شاعر الفرډ لارډ ټنیسون زوی هالام ټنیسون څرګنده کړه چې لوئیز کولای شي «ښکلې نقاشي» وکړي. د سلطنتي رتبې لرلو له امله د هغې هنري چارې په پام کې وه نه نیول شوې. ورته مهال ملکې په پیل کې هغې ته اجازه ورکړه څو د مجسمې جوړونکې ماري تورنیکرافت تر نظر لاندې د هنرونو په ښوونځي کې چې اوس مهال د هنرونو سلطنتي کالج دی، زده کړې وکړي. لوئیز همدارنګه تکړه ګډا کوونکې وه؛ ویکټوریا د هغې له یوې ګډا وروسته ولیکل چې لوئیز «له خپلو خویندو څخه په ډېر دقت او زړورتیا د تورې سره ګډا کولای شي». د هغې شوخ طبیعت او ځیرکتیا د خپل پلار محبوبیت ځانته جلب کړ او همدارنګه یې د خپل لټون کوونکي طبیعت له امله د سلطنتي کورنۍ له نورو غړو څخه د «ولې ویونکې یا پوښتنه کوونکې کوچنۍ مېرمنې» لقب خپل کړ. [۳][۸][۸][۹][۱۰][۱۱]

وروستي کلونه سمول

لوئیز د خپل ژوندانه وروستي کلونه په کنزینګټون ماڼۍ کې تېر کړل چې هلته یې د خپلې خور شاهزادګۍ بئاتریس څنګ ته کوټه لرله. ځینې مهالونه به د ۱۹۲۵ زکال د نومبر په ۱۱مه نېټه په وایټ هال کې د سمبولیک قبر څخه د لیدنې د مراسمو په څېر د سلطنتي کورنۍ په یو لړ عامه چارو کې راڅرګنده کېدله. له دې سره د هغې روغتیايي حالت مخ پر خرابېدو شو. په ۱۹۳۵ زکال کې هغې خپل وراره پاچا پنځم جورج او د هغې مېرمنې ملکې ماري ته د کینزینګټون په ټاون حال کې د سېلور جوبیلي جشن پر مهال سلامي وکړه او د کنزینګټون سیمې د افتخاري ازادګانو په توګه وټاکل شوه. د وروستي ځل لپاره په عامه چارو کې د هغې ګډون په ۱۹۳۷ زکال کې د کورنیو صنایعو او هنرونو په نندارتون کې و. د دغو مواردو پر مهال د هغې مشر وراره پاچا اتم اډوارډ د ۱۹۳۶ زکال د ډسمبر په ۱۱مه له سلطنت لاس واخیست. له همدې امله نوموړې د ۱۹۳۶ زکال په ډسمبر میاشت کې د بریتانیا لومړي وزیر سټنلي بالډوین ته د یو لیک په لیکلو له نوموړي سره د دغه رامنځته شوې ستونزې له امله خواخوږي څرګنده کړه. [۱۲][۱۳][۱۴]

مړینه سمول

شهزادګۍ لوئیز د ۱۹۳۹ زکال د ډسمبر د ۳مې نېټې پر سهار په کنزینګټون ماڼۍ کې مړه شوه. د جګړې له امله د هغې د جنازې مراسم په ساده توګه ترسره او مړی یې د ۱۹۳۹ زکال د ډسمبر په ۸مه نېټه په ګولډز ګرین کوره کې وسوزول شو. د هغې ایرې د ۱۹۳۹ زکال د ډسمبر په ۱۲مه د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ او آرګیل کورنۍ د غړو په شتون کې د سنټ جورج کلیسا په سلطنتي صندوق کې کېښودل شوې. له دې وروسته یې ایرې د ۱۹۴۰ زکال د مارچ په ۱۳مه وینډوزر ته څېرمه په فراګمور کې سلطنتي هدیرې ته یووړل شوې. د لوئیز په وصیت کې راغلي و چې که چېرې په سکاټلنډ کې مړه شوه، باید د کیلمون په کمپبل هدیره کې د خپل مېړه په څنګ کې خښه کړای شي، خو که چېرې په انګلستان کې مړه شوه بیا یې په فراګمور کې د خپل پلار او مور څنګ ته خښه کړي. تابوت یې د آرګیل او ساترلنډ هایلنډرز ګارد څخه د هغې د اتو افسرانو ساتونکو له خوا یووړل شو. د هغې شتمني ۲۳۹۲۶۰ پونډه، اتلس شلېنګه او شپږ پنسه وه، چې په پورونو کې یې د سېګرټو لپاره ۱۵ شلېنګه شامل وو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۱۷][۲۰]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:London Gazette
  2. کينډۍ:London Gazette
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Stocker 2004, Louise, Princess, duchess of Argyll.
  4. Marshall 1972، ص. 122.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Longford 1987، ص. 195.
  6. کينډۍ:London Gazette
  7. Martínez 2005.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ McDougall 1988, Youth (1848–1878).
  9. Cantelupe 1949.
  10. Ralph Lewis 1996.
  11. Lang او Shannon 1987، ص. 326.
  12. Longford 1991، ص. 80.
  13. Longford 1991، ص. 81.
  14. Longford 1991، ص. 306.
  15. کينډۍ:London Gazette
  16. The Glasgow Herald, 13 December 1939, p. 9
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Wake 1988، ص. 412.
  18. "Queen Victoria's daughter died owing money for cigarettes". BBC. 24 December 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Longford 1991، ص. 83.
  20. Wake 1988، ص. 413.