شاهزاده اندرو، د یورک دوک

شاهزاده اندرو، د یورک دوک (اندرو آلبرټ کریسټین اډوارډ؛ زوکړه: د ۱۹۶۰ زکال د فبروري ۱۹مه) او د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ غړی دی. نوموړی د ملکې دویمې الیزابت او د اډینبورګ د دوک شاهزاده فیلېپ دریم ماشوم او دویم زوی او همدارنګه د پاچا دریم چارلز کشری ورور دی. اندرو د بریتانیا د تاج او تخت د ترلاسه کونکو په کتار کې یومهال دویم ځایګی درلود چې اوس مهال اتم ځایګري لري؛ ورته مهال د وراثت په هغه کتار کې د هغو کسانو لومړی دی چې د واکمن پاچا له اولادې څخه نه دي.

اندرو د بریتانیا په سلطنتي پوځ کې د چورلکو د پیلوټ او همدارنګه د جنګي بېړیو د لارښود او کېپتان په توګه خدمت کړی. د فالکلنډ په جګړې کې هغه د ځمکنۍ جګړې ضد عملیاتو، د ټپیانو د تخلیې او همدارنګه د بېړیو ضد اګزوسه توغندیو د انحرافي عملیاتو په ګډون په ګڼ شمېر ماموریتونو کې ونډه لرلې ده. په ۱۹۸۶ زکال کې هغه له سارا فرګوسن سره واده وکړ او د یورک دوک شو. دوی د شهزادګۍ باتریس او شاهزادګۍ یوجیني په نامه دوه لورانې لري. دوی دواړه په ۱۹۹۲ زکال کې له یوبل جلا او په ۱۹۹۶ زکال کې یې طلاق واخیست چې رسنیو په پراخه کچه د دوی ترمنځ دغه ستونزه تر پوښښ لاندې راوړه. د یورک د دوک په توګه نوموړي د خپلې مور دویمې الیزابت په استازولۍ ګڼ شمېر رسمي دندې او ماموموریتونه مخته یووړل. نوموړی د ۲۰۱۱ زکال له جولای میاشتې څخه وروسته د ۱۰ کلونو لپاره د بریتانیا د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د چارو د استازي په توګه خدمت وکړ.

په ۲۰۱۴ زکال کې امریکایي الاصله اسټرالیایي مبارزې ویرجینیا ګیوفري ادعا وکړه چې د ۱۷ کلنۍ په عمر د جنسي قاچاقبر جفري اپستین له خوا اندرو ته د جنسي چارو په موخه قاچاق شوې وه. اندرو په دغه موضوع کې خپله ښکېلتیا رد کړه. له اپستین سره د اړیکو اړوند له نیوکو وروسته اندرو د ۲۰۲۰ زکال په مۍ میاشت کې له خپلو ټولو دولتي دندو استعفا ورکړه، همدارنګه ترې ملکې د ۲۰۲۲ زکال په جنوري میاشت کې ټول پوځي ویاړونه او هغه مرستندویه مسئولیتونه واخیستل چې ورته سپارلي یې و. نوموړی په نیویارک کې په ګیوفري باندې د جنسي تیري په یوه مدني دعوا کې ښکېل شو، خو دغه دعوا د ۲۰۲۲ زکال په فبروري میاشت کې له محکمې بهر د دواړو لور ترمنځ د شخصي جوړجاړي پر مټ حل شوه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

لومړنی ژوند سمول

اندرو د ۱۹۶۰ زکال د فبروري په ۱۹مه له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجو د باکېنګهام ماڼۍ په بلجیمي تخت کې وزیږېد؛ دی د ملکې دویمې الیزابت او د اډینبورګ د دوک شاهزاده فیلېپ دویم زوی و. نوموړي ته د ۱۹۶۰ زکال د اپرېل په ۸مه نېټه د همدغې ماڼۍ د موسیقۍ په خونه کې د تعمید غسل ورکړل شو. [۸][۹]

اندرو په ۱۸۵۷ زکال کې د شهزادګۍ باتریس له زیږون وروسته لومړنی ماشوم و چې د بریتانیا د واکمنې ملکې د واکمنۍ پر مهال وزیږېد. نوموړی د خپلې خور آن او وروڼو چارلز او اډوارډ په څېر په باکېنهګام ماڼۍ کې د یوې خصوصي ښوونکې له خوا وروزل شول چې وروسته بیا د برکشر، سکاټ ښارګوټي ته څېرمه د هیټرډاون ښوونځي ته ولېږل شو. په ۱۹۷۳ زکال کې هغه په شمالي سکاټلنډ کې ګورډن سټون ښوونځي ته ولاړ، چېرې چې د هغه پلار او مشر ورور زده کړې کړې وې. دلته له شپږ میاشتو زده کړو وروسته – د ۱۹۷۷ زکال له جنوري میاشتې تر جون میاشتې پورې – د علمي تبادل د یو پروګرام په ترڅ کې یې د کاناډا په لېکفیلډ کالج کې ګډون وکړ. نوموړي دوه کاله وروسته په جولای میاشت کې د ګورډنسټون ښوونځي د انګریزي، تاریخ او اقتصاد د عالي زده کړو برخه خوشې کړه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

پوځي خدمت سمول

سلطنتي سمندري ځواک سمول

سلطنتي کورنۍ د ۱۹۷۸ زکال په نومبر میاشت کې اعلان وکړ چې اندرو به راتلونکی کال په سلطنتي سمندري ځواک کې خدمت وکړي. د ۱۹۷۹ زکال په مارچ او مۍ میاشتو کې نوموړي د سلطنتي سمندري ځواک د الوتنو په کالج کې نوم ثبت کړ او د اړینو زده کړو وروسته نوموړی د چورلکو د کار زده کوونکي پیلوټ په توګه ومنل شو چې د ۱۹۷۹ زکال له مۍ میاشتې څخه وروسته یې د ۱۱ کلونو قرارداد لاسلیک کړ. د همدغه کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه نوموړی د سمندري ځواکونو د بریدمن (midshipman) په توګه ومنل شو او په دارتموث کې یې د بریتانیا د سلطنتي سمندري ځواکونو کالج ته لار ومونده. د ۱۹۷۹ زکال پر مهال نوموړي د سمندریزو کمانډو ځواکونو روزنیزه دوره بشپړه او له امله یې د هغو شنه خولۍ هم ترلاسه کړه. ده د ۱۹۸۱ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د دویم بریدمن رتبه ترلاسه او د اکتوبر په ۲۲مه د روزل شوو ځواکونو په ډلګۍ کې وګمارل شو. [۱۸][۱۹]

د فالکلنډ جګړه سمول

د ۱۹۸۲ زکال د اپرېل په ۲مه ارجنټاین په فالکلنډ ټاپوګانو برید وکړ، هغه ټاپوګان چې بریتانیا د خپل سمندري قلمرو د برخې په توګه د هغو د مالکیت ادعا لرله او له امله یې د فالکلنډ جګړه پیل شوه. دغه مهال د الوتکو لېږدونکې اینوېنسبل نومې بېړۍ د بریتانیا له هغو دوه عملیاتي بېړیو څخه وه چې د لاسرسي وړ وې، دغې بېړۍ د سویل پر لور د سلطنتي سمندریز پوځ د هغو ضربتي ځواکونو د انتقال په برخه کې پام وړ رول ولوباوه چې چمتو و دغه ټاپوګان بېرته ونیسي. [۲۰][۲۱]

په دغه بېړۍ کې د اندرو شتون او د عملیاتو پر مهال د ملکې د زوی د مړینې احتمال د بریتانیا دولت اندېښمن کړی و او کابینې لیوالتیا لرله چې نوموړی د جګړې پر مهال د میز پر سر دندې ته ولېږدول شوي، خو ملکې ټینګار وکړ چې زوی ته یې اجازه ورکړل شي په خپله بېړۍ کې پاتې شي. شاهزاده په خپله بېړۍ کې پاتې شو څو د چورلکو د همکار پیلوټ په توګه دنده ترسره کړي، هغه د اوبتلونو ضد او ځمکنۍ جګړې، د اګزوسه په نامه د بېړۍ ضد مزایلو د انحراف، د ټپیانو د تخلیې او د هوايي ژغورنې او لټون په عملیاتو کې برخه واخیسته. نوموړی د بریتانیا په اس اس اتلانتیک کانویر سوداګریزې بېړۍ باندې د ارجنټاین د برید شاهد و. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د جګړې له پای وروسته اینوېنسبل بېړۍ پورتموث ته بېرته راوګرځېده چېرې چې ملکې دویمې الیزابت او شاهزاده فیلېپ خپل زوی او د بېړۍ نورو کارکوونکو ته د بېرته راګرځېدو هرکلی ووایه. د راپورونو له مخې د ارجنټاین پوځي حکومت پلان درلود څو اندرو د ۱۹۸۲ زکال په جولای میاشت کې په موسټیکو جزیره کې ترور کړي؛ خو دغه هڅه یې ترسره نه کړه. [۲۷][۲۸]

شخصي ژوند سمول

شخصي علایق سمول

اندریو له ګلف لوبې سره پریمانه لیوالتیا لرله او د دغې لوبې په ترسره کولو کې یې یوازې یو رقمي تېروتنه لرله. نوموړی له ۲۰۰۳ زکال څخه تر ۲۰۰۴ زکال پورې – د دغه کلب د ۲۵۰مې کلیزې د فصل پر مهال – په سنټ اندروز کې د ګلف لوبې د سلطنتي او لرغوني کلب کېپتان و.  همدارنګه نوموړی د ګلف لوبې د ګڼ شمېر نورو سلطنتي کلبونو ملاتړی و او د یو شمېر نورو افتخاري غړیتوب یې هم درلود. په ۲۰۰۴ زکال کې د کارګر همکار ګوند پارلماني استازي، یان ډېوېډسون د بریتانیا د شکایاتو ملي کمیسیون ته د یولیک په لیکلو نیوکه وکړه چې نوموړي د ګلف لوبې په موخه په دوه سفرونو کې د سلطنتي هوايي ځواک له الوتکو ګټنه کړې. هغه مهال چې ملکې د ګلف له څو کلبونو څخه سلطنتي ملاتړ لغو کړ، اندرو د ګلف په سلطنتي او لرغوني کلب کې له خپل افتخاري غړیتوب استعفا ورکړه. په دورنوچ سلطنتي کلب کې د هغه افتخاري غړیتوب له دغې پرېکړې څو میاشتې وروسته لغو شو. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

له کوسټارک سره اړیکې سمول

اندرو د فالکلنډ په جګړه کې د خپل فعال خدمت وړاندې د ۱۹۸۱ زکال په فبروري میاشت کې له امریکايي انځور اخیستونکې او اکټورې کوسټارک سره ولیدل. د ۱۹۸۲ زکال په اکتوبر میاشت کې دوی دواړه د رخصتۍ په موخه موسټیکو جزیرې ته ولاړل. خبریاله ټینا براون وايي چې سټارک د اندرو یوازنۍ د خوښې وړ نجلۍ وه. په ۱۹۸۳ زکال کې دوی دواړه د مطبوعاتو، پاپارازي او ماڼۍ تر فشار لاندې له یوبل جلا شول. په ۱۹۹۷ زکال کې اندرو د سټارک د لور پلار (پدرخوانده) وبلل شو. هغه مهال چې په ۲۰۱۵ زکال کې اندرو د جفري اپستین په خوا کې په جنسي ځورونې تورن شو، سټارک له ده دفاع وکړه.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې سمول

  1. "Prince Andrew again denies having sex with Epstein victim". AP NEWS. 15 November 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 10 August 2021 باندې). Prince Andrew Sued by Epstein Accuser Virginia Giuffre Over Alleged Sexual Assault.
  3. (په 10 August 2021 باندې). Virginia Giuffre: Prince Andrew accuser files civil case in US. BBC News.
  4. (په 21 May 2020 باندې). Prince Andrew didn't think it was all over, but it is now. The Times.
  5. (په January 13, 2022 باندې). Queen strips Prince Andrew of all military titles and royal patronages. The Times.
  6. "A statement from Buckingham Palace regarding The Duke of York". The Royal Family. 13 January 2022. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 15 February 2022 باندې). Prince Andrew settles US civil sex assault case.
  8. کينډۍ:London Gazette
  9. "Queen Elizabeth II holding an infant Prince Andrew". Royal Collection Trust. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. The Queen's third child, Prince Andrew, was born on 19 February 1960 at Buckingham Palace, and was christened on 8 April. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Royal Family tree and line of succession". BBC. 4 September 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Prince Andrew: Envoy career plagued with controversy". BBC. 21 July 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. Educated by a governess, then at Heatherdown Prep School, Surrey, and Gordonstoun in Scotland الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 9 July 2004 باندې). The Guardian profile: Prince Andrew.
  13. (په 28 April 2009 باندې). Gordonstoun turns back clock to a golden age of cold showers (but would Prince Charles agree?). The Scotsman.
  14. Cawthorne, Nigel (2021). Prince Andrew: Epstein, Maxwell and the Palace. Gibson Square. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781783341771. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. . New book claims Prince Andrew was 'obsessed' with pornography. The New Zealand Herald.
  16. "Early Life & Education". The Duke of York. 26 October 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 25 November 2019 باندې). The life and times of Prince Andrew.
  18. "The Duke of York – Naval Career". The Duke of York official website. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اگسټ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:London Gazette
  20. O'Hara, Glen (2010). Britain and the Sea: Since 1600. Macmillan International Higher Education. د کتاب پاڼي 213–214. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-07312-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  21. Cawley, Charles (2015). Colonies in Conflict: The History of the British Overseas Territories. Cambridge Scholars Publishing. د کتاب پاڼې 202. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4438-8128-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Queen Elizabeth II and the Royal Family: A Glorious Illustrated History. London: DK Publishing. 2015. د کتاب پاڼې 217. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1465438003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 12 June 2001 باندې). Prince Andrew Talks of His Dangerous Falklands Experiences. MercoPress.
  24. (په 19 June 1982 باندې). Prince Andrew, a hero of the Falklands war.
  25. (په 3 June 1982 باندې). Helicopter pilot Prince Andrew is flying anti-submarine patrols in.... UPI.
  26. (په 14 November 1983 باندې). Prince Andrew talks of Falklands horror. Glasgow Herald.
  27. (په 17 October 1983 باندې). Argentines planned to kill Prince Andrew. Montreal Gazette. Postmedia Network
  28. Ward, Sharky (1993). Sea Harrier Over the Falklands. Barnsley, South Yorkshire: Pen and Sword Books. د کتاب پاڼې 113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0850523058. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Royal, by Robert Lacey, 2002.
  30. Barkham, Patrick (9 July 2004). "The Guardian profile: Prince Andrew". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Coughlan, Sean (28 January 2022). "Prince Andrew gives up honorary membership at prestigious golf club". BBC. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Murray, Ewan (28 January 2022). "Relief as Prince Andrew relinquishes membership of Royal & Ancient Club". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "'New humiliation' for Prince Andrew as his membership of royal golf club revoked". Geo TV. 26 February 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "HRH The Duke of York installed as Liveryman". The Worshipful Company of Shipwrights. 14 March 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Battersby, Matilda (15 February 2015). "Prince Andrew's ex Koo Stark speaks about their relationship for first time in 30 years". The Independent. London, England. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Burnet, Alastair (1986). The ITN Book of the Royal Wedding. London, England: Michael O'Mara Books. د کتاب پاڼې 38. The actress Miss Koo Stark was a regular girlfriend of Prince Andrew for several years. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Battersby, Matilda (15 February 2015). "Prince Andrew's ex Koo Stark speaks about their relationship for first time in 30 years". The Independent. London, England. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Brown, Tina (2007). The Diana Chronicles. New York City: Broadway Books. د کتاب پاڼې 228. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7679-2309-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Newsweek, Volume 128 (1997), p. 76
  40. McNamara, Kim (2015). Paparazzi: Media Practices and Celebrity Culture. Cambridge, England: Polity. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0745651743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Campbell, Lady Colin (1998). The Real Diana. Mount Pleasant, South Carolina: Arcadia Publishing. د کتاب پاڼې 161. ASIN B01K562L9Q. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)