سېکېزم په افغانستان کې
د معاصرې دورې پر مهال په افغانستان کې سېکېزم د افغانستان هغه لږ شمېر وګړو ته محدودېږي چې تر ډېره په لویو ښارونو کې استوګن دي؛ دوی تر ډېره په جلال آباد، غزني، کابل او تر یو کچې هم په کندهار او خوست کې ژوند کوي. سېکان په افغانستان کې تر ډېره هغه پېژندل شوي اقلیت غیر مسلمانان دي چې د افغانستان په وروستي تاریخ کې دولتونو او سیاسي ډلو په عموم بڼه د د دوی پر وړاندې ښکاره تبعیض ته شا نه ده ټیټه کړي؛ له دې سره هم په دغه هېواد کې د ۱۹۷۸ زکال را وروسته جګړو د دوی پر ژوند جدي اغېز لرلی. [۱][۲]
په افغانستان کې د سېکانو د ټولنې ریښه په پراخه کچه دوه جریانونو ته اړوندېږي؛ یو له دغو څخه د دغه هېواد پښتو او دري ژب ویونکي بومي وګړي دي او د هغو کسانو له اولادې څخه دي چې په ۱۵۲۰ زکال کې افغانستان ته د سېکېزم د بنسټګر ګورو نانک په راتلو سېکېزم ته اوښتي دي. دویم جریان یې د سیکانو له راتلونکې سترواکۍ سرچینه اخلي چې د لویدیځ پر لور مخته تلل او د سېک سوداګرو لپاره یې کندهار او کابل ته سوداګریزې لارې جوړولې؛ دغه ډله سېکان بیا د پنجابي ژبې په هندکو لهجه خبرې کوي. د دغه مختلط نسب لرلو له امله د افغانستان سېکان مختلفې قومي ژبنۍ ریښې لري چې په دغو کې پښتانه، هندکوان یا پنجابیان شامل دي. [۳][۴][۵]
د ۱۹۷۰مې لسیزې د سر شمېرنې پر بنسټ په افغانستان کې د سېکانو شمېر له ۲۰۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو تنو پورې وښودل شو (د افغانستان د ټولو وګړو له ۱.۸٪ څخه تر ۴.۶ سلنه برخه یې جوړوله، په همدې بنسټ دغه مهال د هغو هېوادونو په کتار کې شامل و چې زیات شمېر سېکان یې لرل). د دوی شمېر په افغانستان کې د جګړې د پیل را وروسته مخ پر کمښت شو. په ۲۰۱۳ زکال کې اټکل وشو (له ۱۹۷۹ زکال وروسته په افغانستان کې سر شمېرنه نه ده شوې) چې په افغانستان کې د سېکانو ۱۲۰۰ کورنۍ یا ۸۰۰۰ تنه ژوند کوي؛ په ۲۰۱۹ زکال کې دغه شمېره ۱۰۰۰ تنه وښوول شوه (د افغانستان په ولسي جرګه کې د افغان سېک استازي نریندر سینګ خالصه په خبره) چې بیا په ۲۰۲۰ زکال کې یې ټولیز شمېر، په کابل کې د سېک سوداګر راج سوتاکا په خبره له اویا څخه تر اتیا کورنیو پورې ورسېد چې شاوخوا ۷۰۰ تنه کېدل. اوس مهال په زرګونو تنه افغان سېکان په هند، بریتانیا، متحده ایالاتو او کاناډا کې ژوند کوي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
موجودیت
سمولکابل
سمولد ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال په کابل کې څه باندې ۲۰۰۰۰۰ سیکانو ژوند کاوه خو په ۱۹۹۲ زکال کې د کورنۍ جګړې د پیل له امله د هغوی ګڼ شمېر اړ شول له هېواده بهر کډه وکړي. د کورنۍ جګړې پر مهال په کابل کې د سېکانو له اتو درمسالونو څخه اووه یې ویجاړ شول. یوازې د کابل په کارته پروان سیمه کې د هغوی درمسال له جګړې څخه تر یوې کچې جوړ پاتې شو. دوی اوس مهال د کابل په کارته پروان سیمه او همدارنګه د کابل د زاړه ښار په یو شمېر برخو کې ژوند کوي. په کابل ښار کې د استوګنو سېک وګړو کره شمېره مالومه نه ده. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
جلال آباد
سمولد ۲۰۰۱ زکال پر مهال په جلال آباد کې ۱۰۰ سېک کورنیو ژوند کاوه چې د غړو شمېر یې شاوخوا ۷۰۰ تنو ته رسېد او د دغه ښار په دوه لویو درمسالونو کې یې عبادت کاوه. د دوی د افسانو له مخې په دغه ښار کې لرغوني درمسالونه د ګورو نانک دیو د لیدو د لمانځنې د یاد په موخه جوړ شوي دي. د ۲۰۱۸ زکال د جولای په لومړۍ نېټه شاوخوا ۱۰ سېک وګړي د جلال آباد ښار د لومړۍ حوزې په بازار کې د موخه ییز ځانمرګي برید ښکار شول. د دغه برید مسئولیت د داعش ډلې سیمه ییزې څانګې پر غاړه واخیست. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
کندهار
سمولپه کندهار ښار کې ډېر لږ سیک وګړي شتون لري چې په ۲۰۰۲ زکال کې یوازې ۱۵ کورنیو په دغه ولایت کې ژوند کاوه. [۲۷]
تاریخ
سموللومړنۍ تاریخچه
سمولګورو نانک په ۱۵مې پېړۍ کې کابل ته سفر وکړ. نوموړی په سنتي ډول په افغانستان کې د پیر بلاګردان (Peer Balagdaan) په توګه پېژندل کېږي. یو شمېر پخوانیو کهتري سېکانو په افغانستان کې د سوداګریزو موخو لپاره ځانته مستعمرې جوړې او هغه یې وساتلې. وروسته بیا د سېکانو د کنفدراسیون (مثل) او افغان دراني سترواکۍ ترمنځ نښتو یو شمېر اندېښنې رامنځته کړې. سربېره پر دې سېکانو د ۱۹مې پېړۍ پر مهال په افغانستان باندې د بریتانیا د سترواکۍ په بریدونو کې د بریتانوي پوځ د سرتېرو په توګه خدمت وکړ. [۲۸][۲۹]
۲۰مه پېړۍ
سمولپه ۱۹۴۷ زکال کې د هند له تجزیې وروسته په افغانستان کې د سېک وګړو شمېر زیات شو ځکه چې سیک کډوال د نوي تاسیس شوي پاکستان له پوټهوهار سیمې څخه دلته راوتښتېدل. سېکانو له ۱۹۳۳ زکال څخه تر ۱۹۷۳ زکال پورې د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ او بیا د شوروي تر ملاتړ لاندې د پیاوړي سېکولر حکومت پر مهال ډېره وده وکړه. [۳۰]
جګړې
سمولپه ۱۹۸۰مه لسیزه کې د افغان شوروي د جګړې پر مهال ډیری افغان سېکان هند ته وتښتېدل، چېرې چې د ټولې نړۍ ۹۰ سلنه سېک وګړي ژوند کوي؛ بیاځلي له دې څخه هم په زیاته کچه سېک وګړي هغه مهال هند ته کډه شول چې په ۱۹۹۲ زکال کې د ډاکټر نجیب الله حکومت سقوط وکړ. په ټول هېواد کې د سېکانو درمسالونه، د جلال آباد په جګړه (۱۹۸۹ زکال) او د ۱۹۹۰مې لسیزې په کورنۍ جګړه کې ویجاړ شول، یوازې د کابل په کارته پروان سیمه کې یې یو درمسال جوړ پاتې شو. [۳۱][۳۲][۳۳]
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال سېکان تر تعقیب لاندې و او اړ کړای شول څو جزیه ورکړي. طالبانو د مړو د سوزولو اړوند د سېکانو دود هم منع اعلان کړ او د هغوی د مړو د سوزولو ځای یې ړنګ کړ. له دې سربېره هغوی اړ و چې د پېژندو په موخه ژېړې او یا هم خپلې سنتي جامې واغوندي. [۳۴][۳۵][۳۶]
۲۱مه پېړۍ
سمولد دود له مخې سېکان خپل مړي سوزوي، هغه چاره چې د اسلام په مبارک دین کې انساني کرامت ته سپکاوي کوونکې بلل کېږي. د مړو د سوزولو چاره د افغان سېکانو ترمنځ په یوه مهمه موضوع اوښتې، ځکه چې د دوی د مړو سوزولو ځایونه په ځانګړې توګه د کابل په قلاچې سیمې دوی ته اړوند ځای چې له یوې پېړۍ راهیسې سېکانو د مړو په سوزولو کې ترې ګټنه کړې؛ د سیمې وګړو ترې نیولی چې اکثریت مسلمانان دي. په ۲۰۰۳ زکال کې سېکانو د دغه ځای اړوند د افغانستان دولت ته شکایت وکړ او څرګنده یې کړه چې دوی مجبور دي خپل مړي د سوزولو په موخه پاکستان ته ولېږي، همدا و چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د موضوع څېړنې ته مخه کړه. له څېړنو وروسته دغه ځای په ۲۰۰۶ زکال کې بېرته سېکانو ته وسپارل شو؛ ورته مهال په ۲۰۰۷ زکال کې د دغې سیمې وګړو هغه مهال له سېکانو سره شخړه وکړه چې دوی د خپل یوه مشر د سوزولو چارې په دغه سیمه کې ترسره کولې له همدې امله پولیس صحنې ته ننوتل او د دغه مړي د سوزولو مراسم د پولیسو په شتون کې ترسره شول. له ۲۰۱۰ زکال را وروسته داسې راپورونه شتون لري چې په کابل کې سیمه ییز وګړي تر ډېره پورې سېکانو ته د مړو سوزولو اجازه نه ورکوي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]
له دې سره په افغانستان کې د سېکانو ټولنه لاهم له یو لړ نورو ستونزو سره ښکېل ده، خو په دغو ستونزو کې تر ټوله لویه یې هماغه د مړو د سوزولو اړوند ده.
د ۲۰۱۳ زکال په سپټمبر میاشت کې افغان ولسمشر حامد کرزي هغه تقنیني فرمان لاسلیک کړ چې د سېکانو لږکۍ ډلې ته یې د افغانستان په ملي شورا کې یوه څوکۍ ځانګړې کړه، خو دغه فرمان د پارلمان له خوا رد شو. دغه فرمان بالاخره د ۲۰۱۶زکال په سپټمبر میاشت کې د کرزي د ځای ناستي ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د کابینې په تصویب نافذ شو. په راتلونکو پارلماني ټاکنو نرندر سینګ خالصه د افغانستان د ولسي جرګې څوکۍ خپله کړه. [۴۷][۴۸][۴۹]
د ۲۰۱۸ زکال په جون میاشت کې پر سېکانو باندې د جلال آباد له خونړۍ پېښې وروسته ولسمشر حامد کرزی او ولسمشر محمد اشرف غني دواړه د کارته پروان درمسال ته له سېکانو سره د غمشریکۍ په موخه ورغلل. ولسمشر غني د هېواد سېکان او هندوان د «ملت ویاړ» وبلل او په یوه بله غونډه کې یې هغوی د افغانستان د تاریخ «نه جلا کېدونکې برخه» وګڼل.[۵۰][۵۱]
په ۲۰۲۱ زکال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د سېکانو شمېر په شدیده کچه راکم شو؛ ګڼ شمېر افغان سېکانو نورو هېوادونو ته پناه یووړه او یو شمېر نور یې هم هڅه کوي ځانونه له افغانستان څخه وباسي. [۵۲]
سرچينې
سمول- ↑ U.S. State Department (14 September 2007). "Afghanistan - International Religious Freedom Report 2007". The Office of Electronic Information, Bureau of Public Affair. Archived from the original on 20 July 2019. نه اخيستل شوی 2009-07-04.
- ↑ "Blood in the Abode of Peace: The attack on Kabul's Sikhs". Afghanistan Analysts Network - English. 2020-04-01. نه اخيستل شوی 2023-01-09.
- ↑ "A Precarious State: the Sikh Community in Afghanistan - AIIA". Australian Institute of International Affairs (په انګليسي).
The origin of the Sikh community in Afghanistan has broadly two streams. There are those who are descendants of converts to the teaching of Guru Nanak –Sikhism’s founder – during his trip to Kabul, recorded to be around 1520. These Sikhs are Pashto or Dari speakers, ethnically indigenous to the region, and potentially from groups who did not adopt Islam as the religion became regionally dominant between the 9th and 13th centuries. The second stream derive from the short-lived Sikh Empire (1799–1849) as it pushed westward, gaining control of territory to the Khyber Pass and Sikh merchants established trading routes into Kandahar and Kabul. This group speak Hindko, a dialect of Punjabi that is mostly found around Peshawar, in the province of Khyber Pakhtunkhwa in north-west Pakistan.
- ↑ Eusufzye, Khan Shehram (2018). "Two identities, twice the pride: The Pashtun Sikhs of Nankana Saheb". Pakistan Today. Archived from the original on 26 June 2020. نه اخيستل شوی 31 May 2020.
One can sense a diminutive yet charming cultural amalgamation in certain localities within the town with the settling of around 250 Pashtun Sikh families in the city.
Ruchi Kumar, The decline of Afghanistan's Hindu and Sikh communities Archived 21 September 2020 at the Wayback Machine., Al Jazeera, 2017-01-01, "the culture among Afghan Hindus is predominantly Pashtun" Beena Sarwar, Finding lost heritage Archived 6 March 2021 at the Wayback Machine., Himal, 2016-08-03, "Singh also came across many non turban-wearing followers of Guru Nanak in Pakistan, all of Pashtun origin and from the Khyber area." Sonia Dhami, Sikh Religious Heritage – My visit to Lehenda Punjab Archived 28 January 2021 at the Wayback Machine., Indica News, 2020-01-05, "Nankana Sahib is also home to the largest Sikh Pashtun community, many of whom have migrated from the North West Frontier Provinces, renamed Khyber-Pakhtunwa." Neha, Pak misusing Durand Line to facilitate terrorists, says Pashtun Archived 25 November 2020 at the Wayback Machine., Siasat Daily, 2019-09-20, "The members of the Pashtun and Afghan Sikh community living in Europe and UK have gathered in Geneva" Sabrina Toppa, Despite border tensions, Indian Sikhs celebrate festival in Pakistan Archived 25 November 2020 at the Wayback Machine., TRT World, 2019-04-16, "Hasanabdal is home to around 200 Sikh families that have primarily moved from Pakistan’s Khyber Pakhtunkhwa province, including Pakistan’s former tribal areas. The majority are Pashtun Sikhs who abandoned their homes and took refuge near Sikhism’s historical sites." - ↑ Shaista Wahab, Barry Youngerman. A Brief History of Afghanistan Archived 14 December 2019 at the Wayback Machine. Infobase Publishing, 2007. ISBN 0-8160-5761-3, ISBN 978-0-8160-5761-0. Pg18
- ↑ Divya Goyal (28 July 2020). "Sikhs and Hindus of Afghanistan — how many remain, why they want to leave". Archived from the original on 6 February 2021. نه اخيستل شوی 6 July 2021.
- ↑ Ruchi Kumar (1 January 2017). "The decline of Afghanistan's Hindu and Sikh communities". Archived from the original on 4 March 2021. نه اخيستل شوی 6 July 2021.
- ↑ Ruchi Kumar (19 October 2017). "Afghan Hindus and Sikhs celebrate Diwali without 'pomp and splendour' amid fear". Archived from the original on 26 October 2017. نه اخيستل شوی 6 July 2021.
- ↑ "Nearly 99% Of Hindus, Sikhs Left Afghanistan in Last Three decades". 21 June 2016. Archived from the original on 3 June 2021. نه اخيستل شوی 6 July 2021.
- ↑ Friel, Terry (20 January 2007). "Afghanistan's hated Sikhs yearn for India". Reuters. Archived from the original on 19 June 2021. نه اخيستل شوی 6 July 2021.
- ↑ "Explainer: who are the Afghan Sikhs?". The Conversation. 20 August 2014. Archived from the original on 31 March 2020. نه اخيستل شوی 20 May 2020.
- ↑ "Hindus, Sikhs warn of leaving Afghanistan". Pajhwok Afghan News. 2013-07-31. Archived from the original on 30 September 2018. نه اخيستل شوی 2013-09-27.
- ↑ "Solidarity for Sikhs after Afghanistan massacre". www.aljazeera.com. Archived from the original on 23 April 2020. نه اخيستل شوی 2020-03-27.
- ↑ "Afghanistan's Dwindling Sikh Community Escapes to India". Voice of America. نه اخيستل شوی 2022-12-04.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ "Why are Afghan Sikhs desperate to flee to the UK?". BBC. نه اخيستل شوی 2022-12-04.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ "'It feels really nice to be here': Sikh refugee families facing persecution in Afghanistan arrive in Calgary". CBC. نه اخيستل شوی 2022-12-04.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ "Attacked at home, Afghan Sikhs find community in New York". Los Angeles Times. نه اخيستل شوی 2022-12-04.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Ruchi Kumar (19 October 2017). "Afghan Hindus and Sikhs celebrate Diwali without 'pomp and splendour' amid fear". Archived from the original on 26 October 2017. نه اخيستل شوی 6 July 2021.
- ↑ "No Home for Afghanistan Sikhs". The Sikh Foundation International. Archived from the original on 6 January 2018. نه اخيستل شوی 2016-03-08.
- ↑ "COI QUERY" (PDF). European Country of Origin Information Network. 2020-08-05.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Akhgar, Tameem (2021-08-13). "Bomb disrupts funeral for 25 Sikhs killed in Afghan capital". AP News (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-05.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ "Country Policy and Information Note Afghanistan: Sikhs and Hindus". The United States Department of Justice. 2019-05-22. Archived from the original on 2021-12-28. نه اخيستل شوی 2023-07-20.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Sikhs set example for getting along with the Taliban Archived 10 January 2003 at the Wayback Machine.. By Scott Baldauf, Staff writer of The Christian Science Monitor, 13 April 2001
- ↑ "Suicide Attack Targets Sikhs in Jalalabad, 19 Killed". TOLO. 1 July 2018. Archived from the original on 3 August 2018. نه اخيستل شوی 2 July 2018.
- ↑ "Deadly blast hits Afghanistan's Jalalabad". Al Jazeera English. 1 July 2018. Archived from the original on 10 July 2018. نه اخيستل شوی 2 July 2018.
Ghulam Sanayi Stanekzai, Nangarhar's police chief, said the explosion was caused by a suicide bomber who targeted a vehicle carrying members of the Sikh minority who were travelling to meet the president.
- ↑ "Suicide bomber kills 19 in attack on Sikhs and Hindus in Afghanistan". Independent.co.uk. 2 July 2018. Archived from the original on 2 July 2018. نه اخيستل شوی 25 April 2019.
- ↑ "Focus on Hindus and Sikhs in Kandahar". IRIN. 17 June 2002. Archived from the original on 11 November 2018. نه اخيستل شوی 2016-03-09.
- ↑ Service, Tribune News. "Booklet on Guru Nanak Dev's teachings released". Tribuneindia News Service (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2023-02-20.
Rare is a saint who has travelled and preached as widely as Guru Nanak Dev. He was known as Nanakachraya in Sri Lanka, Nanak Lama in Tibet, Guru Rimpochea in Sikkim, Nanak Rishi in Nepal, Nanak Peer in Baghdad, Wali Hind in Mecca, Nanak Vali in Misar, Nanak Kadamdar in Russia, Baba Nanak in Iraq, Peer Balagdaan in Mazahar Sharif and Baba Foosa in China, said Dr S S Sibia, director of Sibia Medical Centre.
- ↑ Hew McLeod (1997). Sikhism. New York: Penguin Books. p. 251. ISBN 0-14-025260-6.
- ↑ "Explainer: who are the Afghan Sikhs?". The Conversation. 20 August 2014. Archived from the original on 31 March 2020. نه اخيستل شوی 20 May 2020.
- ↑ Majumder, Sanjoy (25 September 2003). "Sikhs struggle in Afghanistan". BBC News. Archived from the original on 9 June 2004. نه اخيستل شوی 18 November 2010.
- ↑ Burns, John F. (2 April 1989). "Rocket Kills 22 in Afghan Temple". The New York Times. Archived from the original on 7 June 2020. نه اخيستل شوی 6 June 2020.
- ↑ "Sikhs, Hindus reclaim Kabul funeral ground - World - DNA". Dnaindia.com. 2006-01-08. Archived from the original on 1 October 2012. نه اخيستل شوی 2012-09-01.
- ↑ "Archived copy" (PDF). Archived (PDF) from the original on 16 April 2021. نه اخيستل شوی 16 April 2021.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link) - ↑ "Afghan Sikhs are targeted by the Taliban and unable to even bury their dead - The Week". www.theweek.in. Archived from the original on 16 April 2021. نه اخيستل شوی 16 April 2021.
- ↑ Magnier, Mark; Baktash, Hashmat (2013-06-10). "Afghanistan Sikhs, already marginalized, are pushed to the brink". Los Angeles Times (په انګليسي). ISSN 0458-3035. Archived from the original on 8 March 2016. نه اخيستل شوی 2016-03-08.
- ↑ Hemming, Jon. "Sikhs in Afghan funeral demonstration « RAWA News". Rawa.org. Archived from the original on 29 March 2009. نه اخيستل شوی 2012-09-01.
- ↑ "Afghanistan's Sikhs feel alienated, pressured to leave". The Times of India. Archived from the original on 20 June 2015. نه اخيستل شوی 10 June 2015.
- ↑ "Why are Afghan Sikhs desperate to flee to the UK?". BBC News. 4 September 2014. Archived from the original on 4 September 2014. نه اخيستل شوی 21 June 2018.
- ↑ Margherita Stancati and Ehsanullah Amiri (13 January 2015). "Facing Intolerance, Many Sikhs and Hindus Leave Afghanistan". WSJ. Archived from the original on 17 January 2015. نه اخيستل شوی 11 March 2017.
- ↑ Ali M Latifi. "Afghanistan's Sikhs face an uncertain future". Al Jazeera. Archived from the original on 15 April 2019. نه اخيستل شوی 10 June 2015.
- ↑ Hemming, Jon. "Sikhs in Afghan funeral demonstration « RAWA News". Rawa.org. Archived from the original on 29 March 2009. نه اخيستل شوی 2012-09-01.
- ↑ Majumder, Sanjoy (25 September 2003). "Sikhs struggle in Afghanistan". BBC News. Archived from the original on 9 June 2004. نه اخيستل شوی 18 November 2010.
- ↑ "Sikhs, Hindus reclaim Kabul funeral ground - World - DNA". Dnaindia.com. 2006-01-08. Archived from the original on 1 October 2012. نه اخيستل شوی 2012-09-01.
- ↑ Hemming, Jon. "Sikhs in Afghan funeral demonstration « RAWA News". Rawa.org. Archived from the original on 29 March 2009. نه اخيستل شوی 2012-09-01.
- ↑ "Sikhs, Hindus celebrate in Kabul". Pajhwok Afghan News. 2010-04-14. Archived from the original on 9 September 2011. نه اخيستل شوی 2012-09-01.
- ↑ "1 Wolesi Jirga seat reserved for Hindus, Sikhs". pajhwok.com. Archived from the original on 25 December 2018. نه اخيستل شوی 28 September 2013.
- ↑ "Afghan Government Approves Reservation for Sikhs/Hindus in Parliament". The Wire. Archived from the original on 25 April 2019. نه اخيستل شوی 25 April 2019.
- ↑ Bhaumik, Anirban (22 August 2021). "Sikh Afghan lawmaker Narender Khalsa among evacuees". Deccan Herald. نه اخيستل شوی 23 January 2023.
- ↑ "Jalalabad blast: Afghan President visits gurudwara, promises action against culprits". Hindustan Times. 5 July 2018. Archived from the original on 5 July 2018. نه اخيستل شوی 25 April 2019.
- ↑ "Afghan Hindus and Sikhs meet with President Ghani, raise issue of land grabbing". 11 December 2018. Archived from the original on 18 December 2018. نه اخيستل شوی 25 April 2019.
- ↑ Mohan, Saadhya. "explainer-history-of-afghan-sikhs-in-afghanistan". The Quint. نه اخيستل شوی 30 August 2021.