سېلېني

د لرغوني يونان د سپوږمۍ ښځينه خدای

په لرغوني يوناني دين او افسانو کې، سيلين د سپوږمۍ ښځینه خدايه او سپوږمۍ تجسم کوي. هغه چې د «ميني» په نوم هم پېژندل کېږي، د روايتونو تر مخې د «هايپرسن» او «تيا» تيتانانو لور ده، او د لمر د خدای هيليوس او د سباوون د ښځینه خدایې ايواس خور ده. هغه د سپوږمۍ ګاډۍ په ټولو اسمانونو کې چلوي. په ګڼو افسانو کې هغې ته د زيوس، پان، او فاني «اينډيمين» په ګډون، جلا جلا عاشقان منسوب شوي دي. له کلاسيکي پړاو وروسته، سيلين اکثره د «ارټيمس» سره يوځای پېژندل کېږي، لکه څنګه چې د هغې د ورور هيليواس پېژندګلو له «اپولو» سره کېږي. سيلين او ارتيمس له «هيکټي» سره هم تړاو درلود، او درېيواړه د سپوږمۍ او د سپوږميزو ښځينه خدايانو په توګه بلل کېدل، خو يوازې سيلين خپله د سپوږمۍ د تجسم په توګه بلل کېده.[۱][۲]

سېلېني
Σελήνη (زړه يوناني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې

په رومي دين او افسانو کې د هغې سياله «لونا» ښځینه خدايه ده.[۳]

د نوم لغتپوهنه او منشأ

سمول

نومونه

سمول

د سيلين نوم د يوناني نوم سيلاس (σέλας) څخه اخيستل شوی دی، او معنا يې ده "رڼا، ځلا، برېښنايي". په ډوريکي او ايوليکي لهجو کې د هغې نوم په ترتيب سره  د Σελάνα (Selána) او Σελάννα (Selánna) په بڼه ليکل کېدو.[۴][۵]

سيلين ته «ميني» هم ويل کېدل. یوناني ټکی «ميني» د سپوږمۍ او سپوږميزې مياشتې په معنا دی. د «ميني» نارينه بڼه (مين) د فريجيني سپوږمۍ خدای «مين» نوم هم و. «ميني» او «مين» دواړه ټکي له پروټو-هيلينيکي ټکي *méns ("مياشت") څخه اخيستل شوي دي، او دا ټکی بيا خپله له پروټو-اندو-اروپايي ټکي *mḗh₁n̥s څخه اشتقاق شوی (يعنې سپوږمۍ، سپوږميزه مياشت)، چې ښايي اصلي رېښې يې *meh₁- ("اندازه کول") وي، او د انګليسي ټکي د سپوږمۍ او مياشت سره برابر ټکی دی. يوناني سټويکي فيلسوف «کريسيفيس» د «سيلين او «مين» ټکي په ترتيب سره د یو خدای د نارينه او ښځينه اړخونو په توګه تفسير کړي دي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

که څه هم خپله د سيلين (يا د هغې کوم سلف) لپاره کوم روښانه تايید نه دی موندل شوی، خو مايسينيايي يونان کې د مياشتې لپاره د «مين» ټکی په B خطي بڼه کې موندل شوی دی چې (me-no، له اضافتي بڼې μηνός, mēnós څخه اخيستل شوی).[۱۱]

لکه څنګه چې هيليواس کله له اپولو سره يوځای پېژندل کېږي، نو «فيبس» ("روښانه") بلل کېږي، همداسې، کله چې سيلين له ارتيميس سره يوځای پېژندل کېږي، نو هغه د «فوبي» ("ښځینه بڼه") په توګه بلل کېږي. همدا راز له ارتميس څخه، سيلين ته کله کله "سينتيا" ويل کېدل، چې معنا يې ده "هغه چې له ماونټ سنتس ده" (د ارتيميس د زېږېدو ځای).[۱۲][۱۳]

منشأ

سمول

سيلين او د هغې ورور، خور او د اسمان خدای زيوس، د روښانه پروټو-اندو-اروپايي اصل د یوناني خدايانو له جملې څخه دي، که څه هم وروسته دوی د غېر پروټو-اندو-اروپايانو له خوا په عبادتځای کې څنډې ته کړای شوي وو، او په دې ډول څنډې ته کېدل د دوی اصلي کار وګرځېد، تر څو هغه کوچني خدايان شي، کوم چې د سترو خدايانو سره تړلي وي، او د يوناني دين په يوناني ساتلو کې مرسته کوي.[۱۴]

د سپوږمۍ پروټو-اندو-اروپايي اصلي خدايې نوم، د *Meh₁not (له کوم څخه چې د سيلين مستعار نوم ميني اخيستل شوی دی) په ډول بيا جوړ شوی دی، او داسې برېښي چې دا يو نارينه خدای و. په هر حال د دې ښځينه خدايې څانګه ښځینه ده، ځکه چې د لرغونو يونانيانو په ژبه کې، د نړۍ په اړه جنسيتي نظريې ته انعکاس ورکړل شوی و. لرغونې يوناني ژبه کې درې ګرامري جنسيتونه موجود وو (نارينه، ښځینه او بې پرې)، له همدې امله، کله به چې يو اله [خدای] يا ښځینه خدايې د يو شي يا يو تصور تجسم وړاندې کاوه، دوی به د اړوند نوم جنسيت هم تر لاسه کاوه؛ سيلين، چې د سپوږمۍ لپاره يوناني نوم دی، ښځينه دی (داسې حال کې چې «مين» يې نارينه دی)، همدا لامل دی هغه ښځينه خدايه چې د دې تجسم وړاندې کوي، اړينه ده چې ښځينه وي. په پروټو-اندو-اروپايي افسانو کې، سپوږمۍ، کومه چې يو نارينه شخصيت دی، عموماً يې له لمر سره جوړه – عموماً د واده له لارې – جوړوله، کوم چې ښځينه شخص دی، او کوم چې په يوناني افسانو کې په نارينه خدای [نارينه معبود] او د سيلين په ورور هيليوس کې پېژندل کېږي. په هر حال، داسې ښکاري چې د سباوون (ايوس) او د لمر (هيليوس) په خلاف، سپوږمۍ په پروټو-اندو-اروپايي افسانو کې کم اهميت درلود.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۶][۱۹]

که څه هم دا هڅې شوي دي چې سيلين ته د ټرای له «هيلن» سره تړاو ورکړل شي، چې لامل يې د دوی د نومونو ورته والی دی، خو له «لاکونيا» څخه د «هيلن» لپاره په دوه لومړيو انتسابونو کې د هغې نوم په «ډيګما» [واو حرف] سره ليکل شوی دی (لرغونې یوناني Ϝελένα، او رومي شوې بڼه يې: Weléna ده)، او په دې ډول د دوی تر منځ هر ډول اړيکې ردوي. د دې پر ځای احتمال دا دی چې هيلن له هيليوس سره زياته اړيکه لري، او داسې برېښي چې دا دواړه شخصيتونه له يو شريک پروټو-اندو-اروپايي سلف څخه منځ ته راغي چې «سن ميډين» دی.[۲۰][۲۱][۲۲]

تشریحات

سمول

له هغې پرته چې خپله په سپوږمۍ تطبيق کېږي، د سيلين د بدني جوړښت او شخصيت پاتې تشريحات ډېر کم دي. نه په الياد او نه د هومر په اوډيسي کې سيلين د ښځينه خدايې په توګه ياده شوې ده، په داسې حال کې چې د هيسواډ په «تيوجوني» کې د هغې یادونه يوازې د «هايپرسن» او «تيا» د لور او د «هيليوس» او «ايواس» د خور په توګه شوې ده. په هر حال، هغه د هومري د دري دېرشو  حمدونو څخه د يو حمد موضوع وه، کوم چې لاندې تشریح وړاندې کوي:[۲۳][۲۴]

او له دې وروسته، د خواږه غږ ميوسيز، د زيوس لوڼې، په سندرو کې ښه مهارت لرونکې، د اوږدو وزرونو لرونکې سپوږمۍ په اړه وايي. د هغې د لا فاني سر څخه، له اسمان څخه يوه ځلا ليدل کېږي، او ځمکې ته غاړه ورکوي؛ او هغه ښکلا ډېره ستره ده چې د هغې د ځلېدونکې رڼا څخه پيدا کېږي. هغه هوا چې مخکې نه وه روښانه شوې، د هغې د زرين تاج له رڼا څخه پړکا کوي، او د هغې لکړه په روښانه ډول ځلېږي، کله چې هم سيلين خپل ښکلی جسد د سمندر په اوبو کې مينځلی دی، او له لرې ځايه ځلېدونکې لباس يې اغوستی دی، او د پياوړې غاړې لرونکې، ځلېدونکو اسونو جوړه زين کوي، د مياشتې په منځ کې د شپې له مخې، د څټ د اوږدو ويښتانو لرونکو اسونو په مرسته په پوره چټکتيا سره خپله ګاډۍ چلوي: له هغې وروسته د هغې ستر مدار ډکېږي او له هغې وروسته څومره چې هغه زياتېږي، لکړه يې لا زياته ځلېږي. نو هغه د فاني نارينه وو لپاره په باوري ډول نښه او علامه  ده. درود دې وي، د سپينو ليچو ښځینه خدايې، روښانه سيلين، نرمه، د ځلېدونکې کوڅۍ په لرونکې ملکه![۲۵]

دوه نورو سرچينو هم د هغې وېښتو ته اشاره کړې ده: هيليوس ته هومريکي افسانه همدا لقب کاروي εὐπλόκαμος ("د روښانه کوڅيو والا")، کوم چې په پورته افسانه کې د سيلین لپاره کارول شوی دی (په نورو ځايونو کې د "شتمن"، "ښکلي"، يا "ښه کوڅۍ شوي" په توګه ژباړل شوی دی)، په داسې حال کې چې «ايپمينيډيز» د ἠυκόμοιο ("د ښکلو وېښتو والا") صفت کاروي.[۲۶][۲۷]

په وروستيو روايتونو کې، سيلين (خپله سپوږمۍ په څېر) د ښکرونو لرونکې په توګه بيان شوې ده. په اورفيکي حمد کې سيلين په دې ډول مخاطبه شوې ده چې "ای د غوايي ښکر لرونکې سپوږمۍ"، او سربېره پر دې په دې ډول تشریح شوې ده چې "د مشعل لرونکې،....نارينه او ښځينه، ...د اسونو سره مينه کونکې"، او د "بشپړتيا او ښېګڼې" ورکونکې. «ايمپيډوکولز، اريپيډيس» او «نوننس» ټولو هغه  د γλαυκῶπις (glaukṓpis، "د روښانه سترګو والا"، د اتينا ښځينه خدايې عام صفت) په ډول تشريح کړې ده، په داسې حال کې چې د يو شعر يوه برخه، چې ښايي د «پامپريپييس» له خوا ليکل شوی وي، نوموړې κυανῶπις (kyanṓpis "د تورو سترګو والا") په توګه بيان کړې ده. د «کريټ» «ميسوميډيز» هغه γλαυκὰ (glaukà، "خړرنګه زرينه") بللې ده.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې

سمول
  1. A Greek–English Lexicon s.v. σελήνη.
  2. Hard, p. 46; Oxford Classical Dictionary, s.v. Selene; Morford, pp. 64, 219–220; Smith, s.v. Selene.
  3. Smith, s.v. Selene; Kerényi, pp. 196–197; Oxford Classical Dictionary, s.v. Selene; Hard, p. 46; Morford, pp. 64, 219–221.
  4. A Greek–English Lexicon s.v. σελήνη.
  5. Athanassakis and Wolkow, p. 90, on lines 1–2; Kerényi, pp. 196–197; Keightley, p. 56.
  6. Athanassakis and Wolkow, pp. 90, on lines 1–2, 91, on line 5; Kerényi, p. 197. Athanassakis and Wolkow speculate that Selene's name 'might have developed as a euphemism for the moon proper (Greek "mēnē")'.
  7. Oxford Classical Dictionary, s.v. Selene; Kerényi, p. 197.
  8. Obbink 2002, p. 200.
  9. Beekes, p. 945.
  10. Hard, p. 46; Oxford Classical Dictionary, s.v. Selene; Smith, s.v. Selene.
  11. "The Linear B word me-no". www.palaeolexicon.com. بياځلي په April 8, 2023.
  12. Morford, p. 64; Smith, s.v. Selene. Phoebe was also the name of Selene's aunt, the Titan mother of Leto and Asteria, and grandmother of Apollo, Artemis, and Hecate.
  13. Pannen, p. 96. For example see Ovid, Heroides 18.59–74. The English Romantic poet John Keats calls Selene Cynthia in his poem Endymion.
  14. Davidson 2010، م. 205.
  15. Hansen 2004, p. 27
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ West 2007، م. 351.
  17. Matasović 2009، م. 155.
  18. Gamkrelidze او Ivanov 1995، م. 590-591.
  19. Mallory او Adams 1997، م. 385.
  20. West 2007، م. 137.
  21. Mallory او Adams 1997، م. 164.
  22. West 2007، م. 231.
  23. Hesiod, Theogony 371–374.
  24. Stoll, p. 61.
  25. Hymn to Selene (32) 1–17, translation by Hugh G. Evelyn-White.
  26. Aelian, On Animals, 12.7 [= Epimenides fr. 3B2 Diels = fr. 2 Freeman (Online version at Demonax | Hellenic Library; A Greek–English Lexicon s.v. εὔκομος.
  27. Homeric Hymn to Helios (31) 6 (Evelyn-White: "rich-tressed"; West 2003: "lovely-tressed"), Homeric Hymn to Selene, (32) 18 (West 2003: "lovely-tressed"; Keightley, pp. 55–56: "well-tressed"). Keightley, describes εὐπλόκαμος, along with λευκώλενος also used in the Hymn to Selene, "white-armed", as being two of the "usual epithets of the goddesses".
  28. Keightley, p. 56; Plutarch, Moralia 929 C–D (Concerning the Face Which Appears in the Orb of the Moon 16) [= Empedocles fr. D132 Laks-Most = fr. B42 Diels-Kranz], 934 D (Concerning the Face Which Appears in the Orb of the Moon 21); Euripides fr. 1009 [= Scholia on Apollonius of Rhodes' Argonautica 1.1280–1281]; Nonnus, Dionysiaca 5.70.
  29. For a horned Selene see for example: Seneca, Medea 98, Phaedra 419; Valerius Flaccus, Argonautica 8.29; Quintus Smyrnaeus, The Fall of Troy 1.147–149; Nonnus, Dionysiaca 1.221, 5.163, 11.186, 48.583. For a horned moon see, for example: Ovid, Metamorphoses 7.179–180; Aratus, Phaenomena 733; Virgil, Georgics 1.436; Statius, Thebaid 12.1–3; Tryphiodorus, The Taking of Ilios 514–519.
  30. Orphic Hymn to Selene (Athanassakis and Wolkow, p. 11).
  31. Select Papyri 3.140 Page, pp. 566, 567.
  32. Mesomedes, Hymn to the Sun 15 (Psaroudakes, p. 122).