سیند (لغاتونه)
سیند یا ویکبلري د کلمو یوه ټولګه ده، چي په یوه ژبه پوري اړوند لغاتونه پکښي ځای پر ځای سوي وي. په انګلیسي ژبه کي د Vocabulary کلمه د لاتیني (vocabulum)څخه اخیستل سوې ده، چي مانا یې ویئ (لغت) بلل کیږي. د لغتونو ټولګه یا سیند د ژبي او ارتباط یوه اړینه برخه جوړوي، او همدارنګه د افکارو، نظرونو، احساساتو او معلوماتو په رسولو کي هم مرسته کوي. سربیره پردې لغتونه په بېلابیلو څانګو کي لکه ژبپوهنه، تعلیم، ارواپوهنه او مصنوعي استخباراتو کي مهم ځای لري. د لوی شمېر لغتونو ترلاسه کول د دویمې ژبې په زده کولو کي ترټولو لویه ننګونه بلل کیږي.