سيمټيکس

(له سیمټیکس نه مخ گرځېدلی)

سیمټیکس (په انگرېزي: Semtex) یوه پلاستيکي چاودونکې ماده ده چې په چکسلواکیا کې د ۱۹۵۴ کال څخه جوړېده . دغه چاودونکي توکي په اوس وخت کې د چېک په جمهوریت کې د برنو په ښار کې جوړېږي. سیمټیکس په پوځ کې او په کان کې کارېږی. سیمټیکس هم د ترهگرو لخوا کارېږي.

Semtex H
Semtex 1A

د سیمټیکس ډولونه

سیمټیکس د پینټریټ او هیکسوژن څخه تشکیل کېږی. دغه چاودونکې ماده کولای شي د سور رنگ یا نارنجي رنگ ولري .سیمټیکس چې په پوځ کې کارېږي د سیمټکس اېچ يا د چيکي ژبې په وينگ (تلفظ) ورته (ها) وايي ( Semtex H ) په نوم یادېږي. دغه د سیمټکس ډول د ۱۹۶۴ کال څخه راهيسې جورېږي. سیمټیکس ها په ځانگړي ډول تر ۱۹۸۱ ز. کال پورې لیبیا ته لېږدېدل . له ۱۹۸۱ز. کال وروسته د چکسلواکيا حکومت د لېږد مخه ونيوله. سیمټیکس ۱ اې ( Semtex 1A) یو ډول سیمټیکس دی چې یوازې د استخراج لپاره کارېږي.

تاریخ

ليبيا تر ټولو لوی د سیمټیکس اخیستوونکی و. ليبيا چې د سیمټیکس لویه زېرمه لرله دغه چاودونکي توکي د ایرلېنډ جمهوري پوځ (IRA ) ته ورکړه . په ۱۹۸۶ز. کال کې امریکا پر ليبيا برید وکړ. د دی له کبله په ۱۹۸۸ز. کال کې ترهگرو په امریکایي الوتکه کې د سیمټیکس (تقریبا ۴۰۰ گرامه) توکي پټ کړل او د الوتنې په وخت کې سیمټیکس وچاودېدل . امریکا د دغه برید څخه وروسته لیبیا تورنه کړه .

منابع