سیمون اډولفین وېل (زوکړه: د ۱۹۰۹ زکال د فبروري ۳مه – مړینه: د ۱۹۴۳ زکال د اګست ۲۴مه) فرانسوۍ فیلسوفه، روحاني لیکواله او سیاسي فعاله وه. له ۱۹۹۵ زکال راوروسته د هغې اړوند له ۲۵۰۰ څخه زیات علمي اثار خپاره شوي دي چې په دغو کې د هغې د اثارو کره تجزیه او تحلیل هم شاملېږي. [۱][۲]

وېل له رسمي زدکړو څخه له فراغت وروسته ښوونکې شوه. هغې د ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال په دوامداره بڼه تدریس وکړ، خو د همدغې مودې پر مهال یې د نامناسبو روغتیايي حالاتو له امله او همدارنګه د سیاسي فعالیتونو په موخه څو ځله وقفه هم لرله. دغه ډول چارو ورته څرګنده کړه چې باید د کارګري اتحادیو له خوځښت سره مرسته وکړي او د انارشېستانو لوری ونیسي چې د هسپانیا په کورنۍ جګړه کې دوروټي ډلګۍ بلل کېده. ورته مهال یې له یو کال څخه د زیاتې مودې لپاره د کارګرې په توګه کار وکړ څو په ښه توګه د کارګرې طبقې د ژوندانه وضعیت درک کړي.  

وېل د ژوند په تېرېدو په مخ پر زیاتوالي ډول له دیني چارو او عرفان سره لېوالتیا ومونده.هغې د خپل ژوند پر مهال د عرفان اړوند لیکنې وکړې، خو ډیری لیکنو یې د مړینې تر مهاله چندان پام ځانته جلب نه کړ. په ۱۹۵۰مه او ۱۹۶۰مه لسیزه کې د هغې اثار د اروپا په لویه وچه او ټوله انګریزي ژب ویونکې نړۍ کې مشهور شول. ورته مهال یې افکار په ډیری برخو کې د پراخو څېړنو موضوع جوړوي. [۳][۴]

ریاضي پوه اندري وېل د هغې ورور و. [۵][۶]

فکري ژوند

سمول

وېل تکړه زده کوونکې وه او په ۱۲ کلنۍ کې یې په لرغونې یوناني ژبه واک وموند. وروسته یې سانسکرېت ژبه زده کړه، څو وکولای شي د بهاګاواد ګیتا اصلي نسخه ولولي. د رنسانس دورې د مفکرې پیکو دلا میراندولا په څېر هغې هم د نړۍ له نورو ادیانو سره لېوالتیا لرله او هڅه یې کوله څو هر دیني کلتور د الهي حکمت د بیان کوونکي په توګه درک کړي. [۷]

د نوې ځوانۍ پر مهال وېل د څلورم هنري په ښوونځي کې د دغه ښوونځي د تکړه ښوونکي، امېل چارتیه چې د «آلن» په نوم پېژندل کېده، تر نظر لاندې زده کړې وکړې. هغې اېکول نرمال سوپریور پوهنتون ته د لارموندنې په موخه د ۱۹۲۷ زکال په جون میاشت کې د لومړي ځل لپاره ازموینه ورکړه خو د تاریخ په مضمون کې پاتې راغله. په ۱۹۲۸ زکال کې د «عمومي فلسفې او منطق» د تصدیق په ازموینه کې لومړنۍ شوه او سمون دوبورا دویم شو. د دغو کلونو پر مهال وېل د خپلو راډیکال نظریاتو له امله د ګڼ شمېر کسانو پام ځانته جلب کړ. له همدې امله هغه «سره پیغله» بلل کېده؛ آن تر دې چې د خوښې وړ روزونکي یې «مریخي نجلۍ» بلله. [۸][۹][۱۰]

وېل په اېکول نرمال سوپریور پوهنتون کې فلسفه ولوسته او په ۱۹۳۱ زکال کې یې د دکارت د پوهې او درک تر عنوان لاندې تېزس په لیکلو سره د دوکتورا سند ترلاسه کړ. همدغه کال یې د عامه زده کړو په برخه کې د ملکي خدمتونو ازموینه هم په بریالۍ توګه ورکړه. له دې وروسته یې د لوپوی سیمې د نجونو په یو منځني ښوونځي کې د فلسفې تدریس وکړ او د خپل لنډ عمر په دغه دوره کې یې تدریس اصلي بوختیا وه.[۱۱][۱۲]

سیاسي فعالیت

سمول

وېل تر ډېره پورې د کارګرې طبقې په ملاتړ په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل کېدله. په ۱۹۱۵ زکال کې هغه مهال چې یوازې ۶ کاله عمر یې درلود په لویدیځه جبهه کې یې د سرتېرو سره د همدردۍ په موخه د بورې له خوړلو ډډه وکړه. په ۱۹۱۹ زکال کې چې ۱۰ کلنه وه ځان یې بلشویکه اعلان او د نوې ځوانۍ په وروستیو کې له کارګري خوځښت سره مل شوه. هغې لنډې سیاسي لیکنې کولې، په لاریونونو کې یې ونډه اخیسته او د کارګرانو د حقونو له زیاتوالي یې دفاع کوله. دغه مهال نوموړې یوه مارکسېسته، سوله غوښتونکې او د کارګري اتحادیې غړې وه. هغه مهال چې په لوپوی کې یې تدریس کاوه؛ په سیمه ئیزو سیاسي فعالیتونو کې ښکېل شوه او د نیوکو سربېره یې له بیکاره کارګرانو او اعتصاب کوونکو څخه ملاتړ کاوه. وېل هېڅکله هم په رسمي ډول د فرانسې له کمونېست ګوند سره مل نه شوه او د شل کلنۍ په عمر یې په مخ پر زیاتوالي ډول په مارکسېزم نیوکې کولې. د پیټرمن په خبره هغه یو له لومړنیو کسانو څخه وه چې د ظلم نوی ډول یې وموند، هغه چې مارکس یې وړاندوینه نه وه کړې، چېرې چې اشرافو بوروکراتانو کولای شو په هماغه کچه په عامو وګړو ژوند ستونزمن کړي څومره چې کپیټلېستي استثمار کوونکو تریخ کولای شو. [۱۳]

وېل په ۱۹۳۲ زکال کې جرمني ته سفر وکړ څو له هغو مارکسېستي فعالینو سره همکاري وکړي چې دغه مهال په لویدیځه اروپا کې پیاوړي او تر ټولو کلک مدیریت شوي کمونېستان ګڼل کېدل، خو هغوی یې د دغې دورې د راتلونکې پالونکو فاشېستانو سره یوشان ګڼل. هغه مهال چې فرانسې ته راوګرځېده، سیاسي ملګرو یې د هغې وېره رد کړه او فکر یې کاوه چې جرمني اوس هم د منځلارو یا کیڼ اړخ پلوو له خوا کنټرول کېږي. وروسته له هغه چې هېټلر په ۱۹۳۳ زکال کې واک ته ورسېد، وېل خپل ډېری مهال له هغو جرمني کمونېستانو سره مرستې ته وقف کړ چې تېښتې ته یې مخه کړې وه. کله کله به یې هم د «ځپلو او آزادۍ» په څېر د اقتصادي او ټولنیزو مسایلو اړوند مقالې لیکلې او همدارنګه یې د کارګري اتحادیو مجلو ته ګڼ شمېر لنډې مقالې لېږلې. د هغې لیکنو د دود مارکسېستي تفکر اغېز له نیوکو سره مخ کړ او د کپیټلېزم او سوسیالېزم د حدودو بدبینانه شرحه یې وړاندې کړه. خپله لئون تروتسکي د هغې څو مقالو ته ځواب ولیکه او په خپلو ځوابونو کې یې د هغې په لیدلورو او آن شخصا خپله پر دې باندې نیوکې وکړې. ورته مهال د پیټرمن په خبره له دې سره هم تروتسکي د وېل د یو شمېر افکارو تر اغېز لاندې راغلی و. [۱۴][۱۵]

وېل د ۱۹۳۳ زکال پر مهال د فرانسې په هغه عمومي اعتصاب کې ګډون وکړ چې د بیکارۍ او د معاشاتو د کموالي په اعتراض جوړ شوی و. راتلونکی کال نوموړې د ۱۲ میاشتو لپاره د تدریس له دندې ترخیص واخیست څو په ناڅرګنده بڼه په دوه کارخونو کې د کارګرې په توګه کار وکړي؛ یو له دغو کارخونو څخه د رنو فرانسوي موټرو جوړونکي شرکت ته اړوند وه او باور دادی چې دغې چارې لار برابره کړه نوموړې له کارګري طبقې سره اړیکه ټینګه کړي. په ۱۹۳۵ زکال کې هغې یوځل بیا تدریس ته مخه کړه او د خپلو عوایدو ډېره برخه یې سیاسي او مرستندویه چارو ته ځانګړې کړه.

د سولې غوښتنې د ادعا سربېره هغې د هسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال هسپانیا ته سفر وکړ څو د جمهوري غوښتونکې ډلې ملاتړ وکړي. له همدې امله د یوې انارشېستې په توګه وبلل شوه چې د فاشېست ضد قوماندان جولیان ګورکین په لټه کې وه؛ له هغه څه یې وغوښتل چې دا د یوې استخباراتي مامورې په بڼه د بندي خواکین مورین د ژغورلو په موخه ماموریت ته ولېږي. ګورکین دغه وړاندیز وه نه مانه او څرګنده یې کړه چې وېل به هېڅکله هم له سره تېره نه شي؛ ځکه چې دا ډېره لرې وه هغه دې ځان هسپانوۍ وبولي. وېل ځواب ورکړ چې دا «هر ډول حق لري» او د خپلې خوښې په صورت کې ځان قرباني کولای هم شي، خو له یوه ساعت بحث وروسته یې هم ګورکین متقاعد نشو کړای چې دغه دنده دې ته وسپاري. پر ځای یې نوموړې له دوروټي ډلګۍ سره مل شوه چې مشري یې فرانسوي ژب ویونکي سبسټین فوور سنچري کوله او د «کمانډو» په سبک باندې یې په سختو نښتو کې تخصص درلود. له دې امله چې وېل په لید کې ستونزه لرله، نښه یې په سمه توګه نه شوای ویشتلی او ملګرو یې هم هڅه کوله په پوځي ماموریتونو کې د هغې له وړلو څخه ډډه وکړي، له دې سره چې ځینې وختونه به یې په خپل تګ ټینګار هم کاوه. په جګړه کې یې یوازنۍ مستقیمه ونډه یوازې هغه مهال وه چې د یو هوايي برید پر مهال یې په یوې بم غورځونکې الوتکې باندې له خپل ټوپک څخه ډزې وکړې. په دویم برید کې یې هڅه وکړه د خپلې ډلې اتومات درنه وسله وکاروي، خو ملتیا کوونکو یې مخه ونیوله ځکه چې هغوی غوره ګڼله پر ځای یې له دغې وسلې څخه یو بلد او تیز لید لرونکی کس ګټنه وکړي. له دغې ډلې سره له څو اونیو وخت تېرولو وروسته یې ځان د پخلي په اور وسوزاوه. هغه اړ شوه دغه ډله پرېږدي او د خپل مور او پلار سره وګوري چې د لټون په موخه یې هسپانیې ته راغلي وو. هغوی مرسته وکړه دا له هېواده وباسي او په اسیسي کې یې درملنه وکړي. نږدې یوه میاشت وروسته د ۱۹۳۶ زکال په اکتوبر میاشت کې دغه ډله د پردیګرا په نښته کې نږدې په بشپړ ډول له منځه ولاړه او ټولې ښځینه جنګیالۍ یې ووژل شوې. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې

سمول
  1. "Dictionary.com | Meanings & Definitions of English Words". Dictionary.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 13 December 2023.
  2. Saundra Lipton and Debra Jensen (3 March 2012). "Simone Weil: Bibliography". University of Calgary. نه اخيستل شوی 16 April 2012.
  3. Sheldrake, Philip (2007). A Brief History of Spirituality. Oxford: Blackwell. pp. 180–182. ISBN 978-1-4051-1770-8.
  4. Especially philosophy and theology—also political and social science, feminism, science, education, and classical studies.
  5. کينډۍ:MacTutor Biography
  6. کينډۍ:MacTutor Biography
  7. Sheldrake, Philip (2007). A Brief History of Spirituality. Oxford: Blackwell. pp. 180–182. ISBN 978-1-4051-1770-8.
  8. Hellman, John (1982). Simone Weil: An Introduction to her Thought. Wilrid Laurier University Press.
  9. Liukkonen, Petri. "Simone Weil". Books and Writers (kirjasto.sci.fi). Finland: Kuusankoski Public Library. Archived from the original on 24 April 2007.
  10. Alain, "Journal" (unpublished). Cited in Petrement, Weil, 1:6.
  11. Simone Weil: Complete Works I "Premieres Écrits Philosophiques". Gallimard. 1988. p. 161.
  12. André Chervel. "Les agrégés de l'enseignement secondaire. Répertoire 1809-1950". Laboratoire de recherche historique Rhône-Alpes. نه اخيستل شوی 23 June 2014.
  13. Simone Pétrement (1988); p. 176
  14. Simone Pétrement (1988); p. 178
  15. Simone Pétrement (1988); p. 176
  16. McLellan, David (1990). Utopian Pessimist: The Life and Thought of Simone Weil. Poseidon Press. ISBN 9780671685218. p121
  17. Simone Pétrement (1988); p. 271
  18. Simone Pétrement (1988); p. 272
  19. Simone Pétrement (1988); p. 278