سیمه ییزه شبکه

سیمه ییزه شبکه (Local Area Network) یوه کمپیوټری شبکه ده چې یو محدود ځای لکه کور , کاري دفتر یا یو اپارتمان تر پوښښ لاندې راولي. سیمه ییزه شبکه (LAN) لکه څنګه چې یې له نامه څخه معلومیږي هغه شبکه یا نیټورک دی چې په هغه ځایونو کې چې د پراخوالي له پلوه کوچني وي جوړیږي. لکه د یو دفتر نیټورک , د یوه کور نیټورک او نور. په نوموړي شبکه کې محدود شمېر کمپیوټرونه او د تړلو کېبلونه کارول کیږی.