سیلویا پنکهرست

استل سیلویا پنکهرست (زوکړه: د ۱۸۸۲ زکال د مۍ ۵مه – مړینه: د ۱۹۶۰ زکال د سپټمبر ۲۷مه) بریتانوۍ فیمینېسته او سوسیالېسته مبارزه وه. نوموړې ژمنه وه څو د لندن په ایسټ اینډ کې کارګرې طبقې ته اړوندې ښځې تنظیم او همدارنګه یې لیوالتیا نه لرله څو د جګړې پر مهال په ۱۹۱۴ زکال کې له دولت سره سیاسي اوربند وکړي؛ همدا و چې د خپلې مور او خپلې خور، امیلین او کریسټابل پانکهورست تر مشرۍ لاندې د ښځو د رایو د حق غوښتنې له خوځښت جلا شوه. هغې د روسیې له انقلاب څخه الهام واخیست او له لینېن څخه یې مشوره ترلاسه کړه، خو د کارګرانو په کنټرول کې یې د سنډیکالېستي پروګرام په تائید او همدارنګه د شوروي د مخ پر ودې دیکتاتورۍ په نقد کولو سره مسکو وننګاوه. 

د ایرلنډ د خپلواکۍ پر ملاتړ، په ټوله بریتانوي سترواکۍ کې د استعمار ضد مبارزې او په اروپا کې د فاشېزم ضد یووالي په موخه د پنکهرست غږ لوړ و. په ۱۹۳۵ زکال کې په اتیوپیا باندې د ایټالیا له برید وروسته هغې ځان اتیوپیايي ارمانونو ته وقف کړ او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د خپل ژود پاتې کلونه د بېرته واکمن شوي سترواک هایله سلاسي د میلمه په توګه تېر کړل. په نړیواله کچه د نیوټایمز او اتیوپیا نیوز په نومونو باندې د هغې د پان افریقايي اونیزو نشر، د بریتانوي چارواکو له خوا په لویدیځه افریقا او راستافاري ویسټ انډیز کې د ملت پاله احساساتو د رامنځته کوونکي عامل په توګه په پام کې نیول کېږي.

لومړنی ژوند

سمول

استل سیلویا پنکهورست (وروسته یې خپل لومړنی نوم له ځانه لرې کړ) د منچسټر د اولډټرافورډ په ډرایټون ټراس برخه کې د املین پنکهورست (کورنی نوم یې ګولډن) او ډاکټر ریچارډ پنکهورست په کورنۍ کې وزیږېده.

ډاکټر پنکهورست په ۱۸۷۲ زکال کې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې د ملي ټولنې یو له بنسټګرو غړو څخه و چې په سیمه ییزو ټاکنو کې یې د ملکیت لرونکو نه واده شوو ښځو د رایې ورکولو او همدارنګه یې پر ملکیت او عاید باندې د واده شوو ښځو د کنټرول اړوند قانون په مسودې جوړولو کې ونډه لرله. د هغه د لور په خبره نوموړي د ایرلنډ له کورنۍ واکمنۍ څخه د ملاتړ له امله هم له ټولو توپیر درلود، هغه «د انګلستان پارلمان ته لومړنی نوماند و چې ځان یې د ایرلنډ د خودمختاره حکومت ملاتړی اعلان کړ او په ۱۸۸۳ زکال کې یې له منچسټر څخه په ټاکنو کې ګډون وکړ».[۱][۲]

د دوی کور د لندن په راسل څلور لارې کې موقعیت درلود چې د بریتانوي او بهرنیو راډیکال روڼ اندو کوربه سیمه وه. په دغو کې روسي انارشېست پیټر کروپوتکین، کمونار لویز میشل او فابیان انی بیسانټ شامل وو.[۳]

په ۱۸۹۳ زکال کې د پنکهرست والدین له سکاټلنډي معدنچي، کي هاردي سره چې د دوی سره یې کورنی تګ راتګ درلود، د خپلواک کارګر ګوند د بنسټګرو غړو په توګه یوځای شول. [۴][۵]

پنکهورست او خویندو یې، کریسټابل او اډېلا، د منچسټر د نجونو په ښوونځي کې زده کړې وکړې. په ۱۹۰۳ زکال کې پنکهورست د منچسټر د هنرونو ښوونځي ته ولاړه څو د یوې هنرمندې په توګه زده کړې وکړي. [۶][۷]

په ۱۹۰۴ زکال کې پنکهورست د لندن د هنرونو په سلطنتي کالج کې د زده کړو سکالرشېپ ترلاسه کړ، خو نوموړې په دې باندې په پوهېدو چې د دغه کالج د کلنیو ۱۶ تحصیلي بورسونو څخه ۱۳ یې نارینه و ته اړوند دي ډیره وپارېده، له همدې امله نوموړې د یوې پارلماني پوښتنې اړوند وویل چې باید کي هارډي ته وویل شي چې چارواکو «د هېڅ تغیر اړوند فکر نه دی کړی». [۸][۹][۱۰]

د رایو د ورکړې حق

سمول

د ۱۹۰۳ زکال د اکتوبر په ۱۰مه نېټه د منچسټر په نیلسون کوڅه کې د پنکهرست دوی په کور کې د ښځو د خپلواک خوځښت په توګه د ښځو ټولنیزه او سیاسي اتحادیه (WSPU) تاسیس شوه. د پنکهرست خور کریسټابل د خپلواک کارګر ګوند یو شمېر ښځې متقاعدې کړې وې چې دوی باید د ځانونو لپاره خپله یو شمېر چارې ترسره کړي او دوی داسې یو خوځښت ته اړتیا لري چې ګوندي اړوندتیا وه نه لري. [۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۹۰۶ زکال کې سلویا پنکهرست له کریسټابل او خپلې مور سره په دغه اتحادیه کې بشپړ مهالي کار ته مخه کړه. هغې د WSPU لپاره لوګو، بروشورونه، بنرونه او بېلابېل پوسټرونه جوړ او همدارنګه یې د هغو د غونډو سالون تزئین کړ. په ۱۹۰۷ زکال کې د انګلستان او سکاټلنډ صنعتي ښارونو ته ولاړه او هلته یې په کاري چاپېریالانو کې د کارګرو ښځو انځورونه وکښل. هغې وروسته ولیکل چې دلته د ښځو د دومره ستونزو شاهده وه چې احساس یې کاوه خپل د خوښې وړ مسلک نور مخته نشي وړلی. نوموړې د یوې بشپړ مهالې تنظیم کوونکې په توګه له الیس هاوکینز او ماري ګاوتورپ سره په ګډه مرسته وکړه څو په لسټر کې هم WSPU تاسیس شي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

پنکهورست د ښځو د رایو په نامه د WSPU په اخبار کې ګڼ شمېر مقالې ولیکلې او په ۱۹۱۱ زکال کې یې د دغې اتحادیې د مبارزاتو تبلیغاتي تاریخچه د The Suffragette: The History of the Women's Militant Suffrage Movement تر عنوان لاندې خپره کړه. په دغو کې د ۱۹۱۰ زکال د نومبر د ۱۸مې نېټې د تورې جمعې د عیني شاهدانو کیسې شاملې وې، چې شاوخوا ۳۰۰ ښځو د پارلمان د ودانۍ پر لور لاریون وکړ څو د حل او فصل په لایحه کې دوی ته د رایو د حق د ورکړې په موخه فشار وارد کړي، خو دوی د پولیسو او نارینه سیل کوونکو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوې چې آن په یو شمېر یې جنسي تېري هم وشول. [۱۸][۱۹]

د ۱۹۱۳ زکال له فبروري څخه د ۱۹۱۴ زکال تر اګست میاشتې پورې سیلویا اته ځله په لندن کې د اعتراضاتو له امله ونیول شوه. د پشکې او موږک په اصطلاح د پېژندل کېدونکي قانون له تصویب وروسته هغه د لنډې مودې لپاره خوشې شوه څو د نه خوړلو له اعتصاب څخه خلاصه شي. ملاتړو یې هغه خپل کور او د باو په اولډ فورډ سټریټ کې خپل دفتر ته بوتله، دلته پولیس د هغې د بېرته نیولو لپاره راغلل خو دا ځل یې ملاتړو له پولیسو سره ښکېل شول. [۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۹۱۴ زکال په جون میاشت کې د هغې ملاتړو نوموړې د عوامو جرګې سټرینجر ګالري (د میلمنو سالون) ته بوتله او هلته یې څرګنده کړه چې تر څو لومړی وزیر اسکویت د ختیځ لندن د ښځو څخه د یوې استازې د شتون اړوند هوکړه وه نه کړي، د نه خوړو اعتصاب ته به دوام ورکړي. اسکویت له شپږو کارګرو میندو سره وکتل. وروسته له هغه چې د دوی خبرې یې واورېدې، لومړي وزیر د پنکهورست اقدام ته په درناوي چې د ایسټ اینډ د ښځو په ژوندانه کې یې د رایو د اهمیت اړوند ترسره کړی و، یوځل بیا د دولت دریځ تکرار کړ او څرګنده یې کړه چې د ښځو د رایو موضوع باید د رایو په ورکړې کې عمومي دیموکراتیکې اصلاح ته په تمه پاتې شي. دغه چاره تر ۱۹۱۸ زکال پورې ترسره نه شوه او یوازې واده شوو ښځو او همدارنګه له ۳۰ کلونو څخه جګ عمر لرونکو ښځو ته یې د ورکړې اجازه ورکړل شوه. له نارینه و سره په بشپړه توګه د برابرې رایې حق لس کاله نور وخت هم ونیو. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

انقلابي توب

سمول

کیڼ اړخی کمونېزم

سمول

د ۱۹۱۹ زکال تر مارچ میاشتې پورې پنکهورست ټینګار درلود چې انتخاب یې څرګند دی: سوسیالېستان باید «د شوروي په څېر یو صنعتي جمهوریت رامنځته کړي» او پارلماني سیسټم له منځه یوسي. لینېن په خپل کتاب، کین اړخی کمونېزم: یو نوزادي اختلال (Left-Wing Communism: An Infantile Disorder) کې د دوی ټولنې ته په اشاره پنکهورست ته لارښوونه وکړه چې له تاکتیکي پلوه په صریحه بڼه د پارلماني سیسټم رد کول یوه «تېروتنه» ده. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ۱۹۲۰ زکال په جون میاشت کې WSF دریم انټرنشنل ته اړوند د بریتانوي کمونېست ګوند د افتتاحیه مراسمو کوربه توب وکړ. دغې غونډې ته د چمتوالي د برخې په توګه پنکهورست په ورکرز ډریډناټ (Workers' Dreadnought) اخبار کې د هغو مانیفېست خپور کړ. د ګوندي دولت او مرکزي اقتصاد اړوند د لینېنېستي ماډل پر ځای هغې تر ډېره د هالنډي مارکسېست انقلابي، انتوني پانه کوک د کونسلېزم (شورا پالنې) او د هغه د همکار سیلویو کوریو له انارکو – سنډیکالېزمي نظریاتو سره نږدېوالی درلود. [۳۱][۳۲][۳۳]

مړینه او د خښولو مراسم

سمول

پنکهورست په ۱۹۶۰ زکال کې د ۷۸ کلونو په عمر په ادیس بابا کې مړه شوه، د هغې د جنازې مراسم په بشپړه دولتي توګه ترسره شول او د اتیوپیا پاچا هایله سلاسي هغه «افتخاري اتیوپیايي» وبلله. نوموړې یوازنۍ بهرنۍ وه چې په ادیس بابا ښار کې د تثلیث د جامعې کلیسا په مخ کې په هغه ځای کې خښه شوه چې د ایټالیا په جګړه کې د وژل شویو وطن پرستانو لپاره ځانګړی شوی و.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې

سمول
  1. Burton, S "Relatively Famous: Richard Pankhurst, The Red Doctor", BBC History Magazine, February 2007, 8:2, p. 22
  2. "Suffrage Stories:'We Believe That The Rousing Of The Irish People Had Best Be Left To Irish Women'". Woman and her Sphere. 29 April 2014. نه اخيستل شوی 25 March 2023.
  3. Pedersen, Susan (4 March 2021). "Susan Pedersen · Worth the Upbringing: Thirsting for the Vote". London Review of Books. نه اخيستل شوی 6 November 2022.
  4. Purvis, June (1996). "A 'pair of ... infernal queens'? A reassessment of the dominant representations of Emmeline and Christabel Pankhurst, first-wave feminists in Edwardian Britain". Women's History Review. 5 (2): 260. doi:10.1080/09612029600200112.
  5. Simkin, John. "Sylvia Pankhurst". Spartacus Educational. نه اخيستل شوی 3 March 2018.
  6. کينډۍ:Cite ODNB
  7. Mulhallen, Jacqueline (2021). "Artist". Sylvia Pankhurst. نه اخيستل شوی 19 November 2022.
  8. کينډۍ:Cite ODNB
  9. Mulhallen, Jacqueline (2021). "Artist". Sylvia Pankhurst. نه اخيستل شوی 19 November 2022.
  10. Bullock, Ian; Pankhurst, Richard (1992). Sylvia Pankhurst: From Artist to Anti-Fascist. London: Palgrave Macmillan. pp. 1–13.
  11. Purvis, June (2002). Emmeline Pankhurst: A Biography. London: Routledge. p. 67. ISBN 978-0-415-23978-3.
  12. Pankhurst, Christabel (1959). Unshackled: The Story of How We Won the Vote. London: Hutchison, p. 43.
  13. Purvis, June (1996). "A 'pair of ... infernal queens'? A reassessment of the dominant representations of Emmeline and Christabel Pankhurst, first-wave feminists in Edwardian Britain". Women's History Review. 5 (2): 260. doi:10.1080/09612029600200112.
  14. Winslow, Barbara (2008). The Oxford Encyclopedia of Women in World History. Oxford: Oxford University Press. p. 409.
  15. Chambers, Emma. "Women Workers of England". Tate Gallery. نه اخيستل شوی 3 March 2014.
  16. Mulhallen, Jacqueline (2021). "Artist". Sylvia Pankhurst. نه اخيستل شوی 19 November 2022.
  17. Crawford, Elizabeth (2 September 2003). The Women's Suffrage Movement: A Reference Guide 1866-1928. Routledge. pp. 281–. ISBN 978-1-135-43402-1.
  18. Mercer, John (2007). "Writing and Re-Writing Suffrage History: Sylvia Pankhurst's 'The Suffragette'". Women's History Magazine. Vol. 56. pp. 11–18. SSRN 1439723.
  19. Pankhurst, Sylvia (2013). The Suffragette Movement – An Intimate Account of Persons and Ideals (Kindle ed.). London: Warton Press. p. 6656. OCLC 1027059219.
  20. Ward, Margaret (1995). "Conflicting Interests: The British and Irish Suffrage Movements". Feminist Review (50): (127–147) 135. doi:10.2307/1395496. ISSN 0141-7789. JSTOR 1395496.
  21. Woman and her Sphere (2014). "Suffrage Stories:'We Believe That The Rousing Of The Irish People Had Best Be Left To Irish Women'". Woman and her Sphere (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2023-03-25.
  22. "Sylvia Pankhurst". Spartacus Educational (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-11-10.
  23. Pedersen, Susan (4 March 2021). "Susan Pedersen · Worth the Upbringing: Thirsting for the Vote". London Review of Books. نه اخيستل شوی 6 November 2022.
  24. Archives, The National (2014-06-19). "The National Archives - The working women's struggle for the vote". The National Archives blog (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-11-06.
  25. Carlyle, Susan; Matgamma, Sean (2001). "Sylvia Pankhurst and Democracy | Workers' Liberty". www.workersliberty.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-11-11.
  26. Pedersen, Susan (4 March 2021). "Susan Pedersen · Worth the Upbringing: Thirsting for the Vote". London Review of Books. نه اخيستل شوی 6 November 2022.
  27. Shipway, Mark (1988). "1917-1945: Anti-Parliamentary Communism: The movement for workers councils in Britain - Mark Shipway | libcom.org". libcom.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-11-05.
  28. Lenin, V. I. (1970). Left-Wing Communism, an Infantile Disorder. Peking: Foreign Languages Press. pp. 77–78.
  29. Lenin, V. I. (28 August 1919). "Letter to Sylvia Pankhurst". www.marxists.org. نه اخيستل شوی 2022-11-14.
  30. Shipway, Mark (1988). "1917-1945: Anti-Parliamentary Communism: The movement for workers councils in Britain - Mark Shipway | libcom.org". libcom.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-11-05.
  31. Carlyle, Susan; Matgamma, Sean (2001). "Sylvia Pankhurst and Democracy | Workers' Liberty". www.workersliberty.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-11-11.
  32. "A constitution for British soviets. Points for a communist programme". Workers' Dreadnought. VII (13). 19 June 1920.
  33. Shipway, Mark A. S. (1988). Anti-parliamentary communism : the movement for workers' councils in Britain, 1917-45. Basingstoke: Macmillan. ISBN 0-333-43613-X. OCLC 16755670.
  34. "Fifty Years Since the Death of Sylvia Pankhurst, Ethiopians Pay Tribute – Owen Abroad". www.owen.org. نه اخيستل شوی 29 February 2020.
  35. "Historic statue of suffragist leader Millicent Fawcett unveiled in Parliament Square". Gov.uk. 24 April 2018. نه اخيستل شوی 24 April 2018.
  36. Topping, Alexandra (24 April 2018). "First statue of a woman in Parliament Square unveiled". The Guardian. نه اخيستل شوی 24 April 2018.
  37. "Millicent Fawcett statue unveiling: the women and men whose names will be on the plinth". iNews. 24 April 2018. نه اخيستل شوی 25 April 2018.