سیسیلین یا جیمنوفیونا – Caecilians – Gymnophiona په انګرېزۍ کې ورته اپودا (Apoda) نوم هم اخلي. د دوه ژواکو اوسمهال ژوندی درې لویې ډلې دي چې غړو ته یې سیسیلین (caecilians) نوم اخلي. سیسیلین له لاتیني سیکوس (caecus) کلیمې څخه اخیستل شوی او مانا یې ړوند یا نابینا ده. بې غړو بدن (limbless body) لري، د ټولې نړۍ په ګرمو سیمو په لنده ځمکه کې د ځمکې لاندې ژوند کوي. د پټ ژوند له امله یې ډېر غیر مسلکي خلک (layperson) نه پېژني. د جنوبي امریکا نسل کایسیلیا (Caecilia) یې تر یو متر پورې (۳.۳ فټه) اوږده پیدا کیږي. تر ټولو غټ ډول یې سیسیلین تومپسوني (caecilian thompsoni) ده چې تر ۱۵۲ سانتي متره (۶۰ انچه) پورې اوږده شته دي. تر ټولو واړه یې ایدیوکرانیم روسیلي (Idiocranium russeli) ډول ده چې په لوېدیځه افریقا کې پیدا کیږي او اوږدوالی یې تر ۱۰۴ ملي متره پورې رسیږي.

دا درې ډلې په لسو کورنیو کې سره وېشل شوي چې پنځه کورنۍ یې امریکا، دوه کورنۍ په افریقا او درې کورنۍ یې په اسیا کې پیدا کیږي. په سریلانکا، فلپاین، اندونیزیا او سیشل کې هم شته دي. یوازې په سیشل ټاپو کې درې نسلونه لري. په مداګاسکار کې تر اوسه تقریبا ۱۸۰ ډوله مطالعه شوي. پنځه ډوله یې د امزون په باراني ځنګلونو کې هم شته دي.

د مثل د تولید په اړه یې کلني مالومات محدود دي. د اسیا یو ډول (ichthyophiids) د کال په یو ځانګړې موده کې او کله کله د کال په هر وخت کې د مثل تولید کوي. د سریلانکا (Ichthyophis glutinossus) ډول په باراني موسم کې جنسي نزدیکت کوي. د وي وي پاروس (viviparous) ډول د مثل د تولید دوه کلنه دوره لري. په ګواتمالا کې وي وي پاروس ډیمورفیس (viviparous Dermophis) ډول د باراني موسم په پېل کې جنسي نزدیکت کوي.

ټول سیسیلین داخلي القاح (internal fertilization) کوي. دوه کورنۍ (Ichthyophiidae and Rhinatrematidae) هګۍ په هغه غارونو او خټه کې کوي چې اوبو ته نږدې وي, ښځه د دې هګیو ساتنه کوي چې شمېر یې تر ۵۴ هګیو پورې وي. کله چې هګۍ لاروای بچیان شي نو له دې غارونو ویالو، لښتیو او ډنډونو ته ځي تر څو هلته خپل کور جوړ کړي. ځینې ډولونه خپلې هګی د ځمکې پر سطحه کوي او په مختلفو ډولونو کې یا ترې لاروای بچیان پیدا کیږي او یا یې بدن غټو سیسیلین ته ورته وي. درې کورنۍ یې وي وي پاروس (viviparous) ډول لري؛ په دې کورنیو کې تر دوه یا درې بچیانو زېات نه پیدا کیږي.

د ځمکې د سیسیلین خواړه د ځمکې چونجیان او نور د نرم بدن لرونکي ژوي دي. د ځمکې له پاسه او داخل دواړو کې ځان تغذیه کوي. په سر کې دوه حس لرونکي ښاخونه یا ښکرونه (chemosensory tentacle) لري د کوم په ذریعه چې خپل ښکار پیدا کوي. په خپلو ځواکمنو غاښونو خپل ښکار رانیسي او له نیولو وروسته شخوند پرې وهي (masticate). په اوبو کې ژوند کونکي سیسیلین (Aquatic caecilians) په کبانو، مار کب یا مار ماهي (eels) او په هغو شمزی نه لرونکو یا غېرې فقاریه (invertebrate) باندې ځان تغذیه کوي چې اوبو کې ژوند کوي.

سیسیلین اوږد بې غړو بدن (limbless body) لري، د بدن شکل یې استوانه اي ده چې په کلواېکا یا لکۍ (cloaca) باندې ختمیږي. بدن یې ګرد شکل پوښلی دې ګرد شکل ته انګرېزۍ کې (Annuli) وایي کوم چې لمړۍ کرښې (primary grooves) لري او بدن یې په برخو ویشي. سیسیلین بې څوکې پڅ سر (blunt head) لري، د سر کوپړۍ یې هډوکی لري چې په څو برخو وېشل شوی هډوکی ده, غاښونه یې د زامې په هډوکي کې دي.

تړلې لیکنې سمول

لټکی