ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یو رضاعی ورور دعبدالله بن حارث په نوم درلود ، اودوه رضاعی خویندی ئی دانیسه بنت حارث اوخدامة یا جذامة بنت حارث درلودلی .
ځواب : خدیجة بنت خویلد / عائشة بنت ابوبکرصدیق / حفصة بنت عمر بن الخطاب / ام حبیبة ( رملة ) بنت ابی سفیان / سودة بنت زمعة / ام سلمة ( حبیبة ) بنت سهیل / زینب بنت خزیمة / زینب بنت جحش / جویریة بنت حارث / صفیة بنت حیی / میمونة بنت حارث / .
ځواب : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دری زامن وه چی ابراهیم ، قاسم او عبدالله ( طیب او طاهر ) دعبدالله لقبونه وه ، اولورانی ئی : زینب ، رقیة ، ام کلثوم او فاطمة وه .
ځواب : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم ټول اولادونه دده مبارک په ژوند کی وفات شول پرته له فاطمی رضی الله عنها څخه چی شپږ میاشتی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وفات څخه وروسته مړه شوه .
ځواب : حضر ت محمد صلی الله علیه وسلم طائف ته دخلکو دین ددعوت په خاطر لاړ ، خلکو نه یواځی چی دعوت ئی قبول نه کړ بلکی نو تکلیف او ستونزی ئی ورته ورسولی ، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پښی مبارکی په وینو لیت پیت شوی .
ځواب : صحابه کرام هغو ته ویل کیږی چی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره ئی دایمان په حالت کی ملاقات شوی وی ، او په همغه ایمان او عقیده سره وفات شوی وی ، اګر که ددوی ملاقات اومجلس ورسره دیوی لحظی لپاره هم شوی وی صحابی بلل کیږی ، که ئی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه حدیث روایت کړی وی یانه ، ښځه وی یا نر ، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره ئی په غزاګانوکی ګډون کړی وی یانه ، ټولوته صحابه ویل کیږی .
ځواب : انصار دمدینی منوری اوسیدونکی دی چی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم او مهاجرینو سره ئی مرسته کړی ده او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ددوی قدر کاوه او په اوچت نظر ئی ورته کتل .
ځواب : حضرت ابوبکرالصدیق رضی الله عنه ، حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ، حضر عثمان ذی النورین رضی الله عنه ، وحضرت علی رضی الله عنه ، طلحه رضی الله عنه ، زبیر رضــی الله عنه ، عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه ، سعد بن أبی وقاص رضی الله عنه ، سعید بن زید رضـی الله عنه ، او ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه وه .
خدیجة بنت خویلد / عائشة بنت ابوبکرصدیق / حفصة بنت عمر بن الخطاب / ام حبیبة ( رملة ) بنت ابی سفیان / سودة بنت زمعة / ام سلمة ( حبیبة ) بنت سهیل / زینب بنت خزیمة / زینب بنت جحش / جویریة بنت حارث / صفیة بنت حیی / میمونة بنت حارث / .