سید نور علي شاه

د څوارلسمی صدئ سلطان الاؤلياءد نړئ وتلی منلئ شخصيت، د هيواد اتل قهرمان، د صوفياؤ په صف کښ وتلئ منلئ ځلانده ستورئ، شيخ الحديث والتفسير، ماهر علوم عقليه ونقليه، فخر الفقراء والعلماء الشيخ المحدث السيد نورعليشاه الجيلاني النقشبندي المعروف صاحب مبارک رضي الله عنه وأرضاه ○دا مبارک په کال ۱۹۴۲ (بمطابق ۱۳۶۶ھ) کښ په کلی تاروجبه (مربوط پيښور) کښ د شيخ المشائخ پير سيد محمد جمال شاه الجيلاني قدس سره په کورنئ کښ دنيا ته سترګې غړی کړی، بيا خپل پلار مبارک دوی ته سيد نور عليشاه نوم کيښود، دا مبارک مورزاده د خدای دوست وو، په وړوکوالي کښ د ذکر او اذکارو سره اکثر به مشغول وو، وخت سره سره خپل والد ګرامي د علوم اسلاميه درس ورکولو، د ماشومتوب څخه دوی قرآن کريم، احاديث، فقه څه نا څه د خپل والد ګرامي څخه وئيلی وو، بيا دوی مبارکو د عصری علومو زده کړه د ګورنمنټ هائي سکول تاروجبه څخه تر اتم صنف پوری اويلو، بيا د علوم اسلاميه لپاره د مختلفو علماؤ څخه زدکړی وکړی،

حضرت صاحب مبارک قدس سره مختلفو فنونو کښې الله جل جلاله مهارت پوهه ورکړی وه ! لکه نحو ، منطق ،صرف ، بلاغت ، حکمت ، طب، فلسفه، تصوف، نظم، اصول حدیث ، اصول تفسیر ، په تفسیر کښې الله جل شانه داسې مهارت ورکړې وو، که د وقت امام تفتازانې او د دې دور سیوطې ورته اوایم مبالغه به نه وي،

ابتدائی کتابونه د فنون مدونه څخه نحو، صرف، منطق، معاني د حضرت العلامه ومولانا جان استاذ صاحب، او شيخ الحديث کابل استاذ صاحب څخه وويل، د فقهې، او د ميراث مسايلو زده کړه ئې قاضي القضاة مفتي محمد عزير صاحب، او شيخ الحديث قاضی غلام سرور صاحب څخه وکړه، د نظم زدکړه ئې د شيخ الحديث احسان الله جان قادری صاحب څخه وکړه، دورة الصغری دوی مبارکو په قصه خوانئ کښ د شيخ الحديث سراج الدين صاحب څخه وکړه، همدا شان د تکملی بعضی کتابونه خارجی او داخلی کتابونه ئې د شيخ الحديث مولانا فضل الرحمن صاحب څخه وويل، بلآخر دوی د فنونو، او دفنونو د تکملی د تکمیل څخه فارغ شول، او دورة الصغری ئی مکمل کړه، او په دارالعلوم سرحد کښ ئې د نامورو اشخاصو څخه دورة الکبری سند ترلاسه کړ، د دی ترڅنګ دوی مبارکو په مختلفو شعبو کښ خپله مشغله درلوده، ابتدائی قدم د دوی امامت او خطابت د خوشمقام کلی څخه شروع شوی وو، او د طالبئ لړئ ئې هم د دې ځاې څخه پيل کړی وه، د زده کړی سره سره به دوی مبارکو د حکمت او د طب زدکړه هم ترلاسه کوله د دوی مبارکو استاذان: شيخ الحديث مولانا آمين الحق جان استاذ صاحب ترخه نوشهره شيخ الحديث مولانا کابل استاذ صاحب حالا خوشمقام نوشهره شيخ الحديث ولي الله جان صاحب بډهني پشاور شيخ الحديث مولانا احسان الله جان قادری صاحب پشاور شيخ الحديث قاضي القضاة مفتي محمد عزير صاحب بډهنئ پشاور شيخ الحديث قاضي غلام سرور صاحب بډهنئ پشاور شيخ الحديث استاذ الکل برابات مولوی صاحب مهمند ايجنسي شيخ الحديث استاذ المفتيين مفتي عبداللطيف صاحب پشاور شيخ الحديث العلامه ومولانا فضل الرحمن صاحب نمکمنډی پشاور شيخ الحديث مولانا ايوب جان بنوری صاحب دارالعلوم سرحد پشاور

تصوف: سمول

د علم باطن په علومو کښ الله تبارک وتعالی خورا مهارت، او لويه برخه ورکړی وه، دوی مبارکو د تصوف ټولی سلسلی لکه نقشبنديه، چشتيه نظاميه، سهرورديه، قادريه ابتدا د خپل والد ګرامي څخه ترلاسه کړی، او د والد ګرامي قدس سره څخه هغه فيض وبرکت، تجليات، انوارات، اسرار ودقائق دوی مبارکو ته ورکړل شوی د دی ترڅنګ دوی مبارکو سلسله اويسيه مسکينيه د حضرت غوث الزمان شلبنډئ حضرت صاحب رحمه الله ترلاسه کړی، خو تر دی دمه صاحب مبارک رضي الله عنه وأرضاه د رب کريم د معرفت هغه تنده چی پری ماتيږی، ويل کيږی چې صاحب مبارک رضي الله عنه وارضاه به هر وخت دا دعا غوښتله چی ياالله جل جلاک ماته داسی هستی را په نښه کړه چی ستا محبت ماته عطاء کړی، رب کريم هغه دعا مستجابه وګرځوله، وخت تيريده چی الله تعالی په ملک پاکستان يو لوی احسان وکړ، د زمانی يوسف ثانی سیدنا ومقتدانا مجدد عصر حاضر اخندزاده پيرارچی سيف الرحمن خراساني رحمة الله عليه د کفارو عيسويانو دظلم څخه په کال ۱۹۸۰ ( دهائی) کښ افغانستان څخه پاکستان ته هجرت وکړ، او په نوښار کښ د پيرسباق کلی شاميرګړهئ کښ استوګنه اختيار کړه، او د طريقت هغه فيض او برکت د علم باطن هغه بحرونه او د شريعت تابع داری د دی ځای څخه په خوريدو وو، بلاخره صاحب مبارک رضي الله عنه وأرضاه ته خپلو متعلقينو دا هستي ور معرفی کړه، بيا صاحب مبارک قدس سره بيعت د آخوندزاده پيرارچی مبارک رضي الله عنه وأرضاه څخه وکړ، هغه تنده د محبت د باری تعالی او اسرار ودقائق، علوم باطني ومعنوی، ئی په صحبت کښ ترلاسه کړ، ځکه حضرت مبارک صاحب رضي الله عنه وأرضاه به فرمايل ( پاچاصيب ته زما مريد نه ئی، ته زما مراد ئې) . صاحب مبارک رضي الله عنه وأرضاه د اولياؤ سلطان وو، که د زمانی بايزيد بسطامي ورته وايم، که مولانا روم وو، ابوالحسن خرقاني دوخت وو، محمد هاشم سمنګاني د دور وو، نور الله مرقده الشريف

د تصوف خدمات ئی اظهر من الشمس دې، دوی مبارکو مريدان او خلفاء په پاکستان کښ په مختلفو ښاريوو کښ وجود لری، او خدمات د علم ظاهر وباطن نور هم په پرمختګ روان دی من جمله د هغی څخه د وی مبارکو د خلفاوو نومونه تاسو ته تقديم کوو

خلفاء_حضرات سمول

رئيس الشعرا مولانا ظفیر ګل خادم صاحب

        پشاور

پیر طریقت جبریل آمین نوری سیفی صاحب

       پشاور

پیر طریقت پیر نذیر نوری سیفی صاحب

       راولپنډی

پیر طریقت مولوی صاحب میر ولی نوری

      کابل افغانستان

پیر طریقت حضرت حبیب نوری صاحب

       اکوړه خټک

پیر طریقت مولوی صیب مرسلین نوری

       لغمان افغانستان

پیر طریقت محمد عارف نوری سیفی صاحب

       کراچی ولایت سنده

پیر طریقت میجر اظهر نذیر نوری صاحب

       لاهور پنجاب

پیر طریقت پیر ذر خان نوری سیفی صاحب

       پشاور

پیر طریقت مولوی ظهور احمد نوری سیفی

       نوشهره

پیر طریقت مولوی سمیع الله نوری سیفی

      جلال آباد

پير طريقت مولوی رفيع الله نوری صاحب جلال آباد شيخ الحديث مولانا رحيم شاه صاحب نورستان بدخشان افغانستان پيرطريقت مولانا معاذ الرحمن صاحب پشاور پيرطريقت مولانا مجيب الرحمن صاحب پشاور پيرطريقت مولانا أصغر علی صاحب پشاور پيرطريقت مولانا محمد صادق صاحب پشاور پيرطريقت شمس العارفين صاحب ډيره اسماعيل خان پيرطريقت مولانا قاری فدا محمد صاحب نوشهره پير طريقت مولانا قاری عبدالله صاحب

بڈهنئ پشاور

پيرطريقت صوفی مستقيم جان صاحب نوشهره پيرطريقت مولانا شوکت علي صاحب پشاور پيرطريقت شيخ الحديث مفتي مجيد صاحب دره نور ننګرهار افغانستان پيرطريقت مولانا فضل الرحمن صاحب باجوړ پيرطريقت پيرسيد کمال شاه صاحب تاروجبه نوشهره پيرطريقت سيد طاهرشاه صاحب تاروجبه نوشهره پيرطريقت سيدانورعليشاه صاحب تاروجبه نوشهره پيرطريقت پيرسيد هارون عليشاه صاحب تاروجبه نوشهره پيرطريقت سيدحسين عليشاه صاحب تاروجبه نوشهره پيرطريقت سيد حضرت عليشاه صاحب تاروجبه نوشهره پيرطريقت سيد کوهرعليشاه صاحب تاروجبه نوشهره پيرطريقت مولانا عبدالله صاحب ٹيله بند پشاور پيرطريقت مولانا تسليم صاحب متني پشاور پيرطريقت پير موسم شاه صاحب چمکنی پشاور پيرطريقت قاری فضل آمين صاحب هريپور پيرطريقت قاری عبدالصمد صاحب صوابي پيرطريقت صوفی صاحب حق جالا بيله پشاور پيرطريقت پير ملک فرحت الله صاحب پشاور پيرطريقت صوفی فضل کريم مرحوم پشاور پيرطريقت قاری اکبر علي صاحب نوشهره پيرطريقت مولانا ايوب جان صاحب نوشهره پيرطريقت ميان جميل حسين صاحب نوشهره پير طريقت مولانا ثناالله صاحب نوشهره پيرطريقت مولانا غني ګل صاحب ننګرهار افغانستان پيرطريقت مولوی فاروق صاحب باميان افغانستان پيرطريقت مولانا شمس الإسلام صاحب هزارخوانی پشاور پيرطريقت قاری نسيم صاحب پشاور پيرطريقت مولانا عبدالرشيد نوری صاحب پشاور پيرطريقت صوفی ناصر اقبال صاحب چمکنی پشاور پير طريقت مولانا ظاهرشاه صاحب ترخه نوشهره پيرطريقت صوفی سرور خان صاحب پشاور پیر طریقت مولوی محمد آیاز نوری سیفی

       پشاور

پیر طریقت محمد فیاض نوری سیفی

      ګولړه شریف
  1. عظیمه_فتحه د غیر مقلدینو شکست

په کال ١٩٨٣ کښي ولسوالي نوشهره ولایت خیبر پښتونخوا په کلي تاروجبه کښي د وهابیانو خوارجو یوه جامعه مقرر شوه ! په دي جامعه کښې د چترال ستر ستر شیخان د وهابیانو او د #قطر دیو څو مبتدعینو په حکم دا جامعه مخ تر مخه تلله !

د صاحب مبارک رح په حکم ټول سالکان شاګردان محبین عوام متفق شول دا مدرسه ﺉ له بیخ نه ویستله او #تاریخ_په_دی_ګواه دی د هیواد رئيس جمهور جنرال ضیاء الحق هم رسوا شو او د صاحب مبارک رح مقابله ﺉ ترسره ﺉ نکړه او هغه مدرسه د وهابیانو همدا شان ړنګه پاتی شوله، یقینا دا لويه قرباني ده چی سترګی پټول تری مناسب ندی . حضرت قدوة السالکين، زبدة العارفين، جامع العلوم الظواهر والبواطن سیدنا ومرشدنا السيدنورعليشاه الجيلاني قدس سره که مشهور به صاحب مبارک (تاروجبه باچاصاحب) است، جامع طرق اربعه خصوصاً مروج نقشبنديه وعلوم ظاهره ولدنيه، شب چهار شنبه وقت ۸ بجه ۳۰ دقيقه، ۷ ربيع الاول ۱۴۴۳ھ جان شيرين خود بجانان تسليم کرد .

محرر: فقير سيد عنايت الله باچا حنفی