سید رقیب شاه هاشمي

محترم سید رقیب شاه  "سادات الهاشمي "پيژند  ګلوی!!                  

الحاج ديپلوم انجينر سيد رقيب شاه "هاشمي" د ميرزا سيد غفور شاه "هاشمي" زوى د میرزا سید هاشم "هاشمي "لمسي او د سیداحمدشاه "هاشمي " کړوسي دی په قوم سادات الهاشمی دی په متوسط عالمه کورنی کې په کال 1337 ل کی د ننګرهارولایت د کامی ولسوالی په  ده غازی کلۍ کې زېږېدلي پلاریی دینداره دولتی مامور چې په اغاملا مشهوروو اوله پخوا د ننګرهار ولایت  د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې هستوګنی دی.

لومړنۍ زده کړې:

لومړنی زده کړی یی د کور و کلي له ديني عالمانو څخه وکړی. په  1344 ل کال د کامی ولسوالي متوسطه مکتب چی په هغه وخت کی د کامی د صدی په کلی کی وو  په لومړني ښوونځي کې شامل شو د اوږدی لاری له امله او د پلار د ماموریت دندی له امله په همدی کال د جلال اباد ښارعبدالوکیل لومړنی ښوونځی ته تبدیل او بیا په څلورم صنف کی میاعمرلومړنی ښوونځی ته تبدیل شوی چی په کال 1350ل کې د جلال اباد  ښار د میا عمرلومړنی ښونځي څخه بریليک تر لاسه کړ.

د کال 1350 ل په سنبله میاشت کی د یو اختصاصی کانکور ازمو ینی  له لاری د ننګرهار په عالی لیسه کې شامل شو او 7-8   ټولګی یی ولوستل په هغه کلو نو کی د جلال اباد ښار د تجربوی متوسطه ښوونځی فارغینو ته یو امتیاز ووچی له نهم صنف فارغینو څخه به اول ، دوهم او دریم نمبرشاګردان به په ترتیب کابل ولایت  ثانوی تخنیک ، دبلخ ولایت د مزارشریف تخنیکم ، او د خوست ولایت تخنیکم ته به امتیازی استول کیده په دی نیت چی ګوندی یو مسلکی ښوونځی ته لاړ شی د کال په نیمایی کی 1352 کی تجربوی مکتب ته تبدیل او هلته په تجربوی مکتب کی اول نمبرفارغ شو 1353 ل خومتاسفانه په دی کال هیڅ یوکس له  فارغینو مسلکی ښوونځیوته ونه لیګل شول. په لسم صنف کی یو وار بیا ننګرهارپه عالی لیسه کې شامل ترڅو له دولسم صنف څخه 1356  فارغ التحصیل شو. 

بکلوريا   Baccalaureate:

 په کال 1356 ل د سلواغه په میاشت کې د جلال آباد ښار د ننګرهار عالی ليسه څخه فارغ او په  1357ل په حمل مياشت کې د کابل پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې شامل او د تحصيل په دوران کې 23/07/1359 ل نیټه کې دبر حق  جهاد پر وخت  د رژيم له خوا په پل چرخي محبس کې محبوس شوی ووخو د الله ج له لطفه په کال 1360 ل دسلواغه په میاشت کی له محبسه رها شوو  .

ليسانس  B.Sc:

 په کال 1361ل د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي کی دوباره تحصیل ته دوام ورکړی چې دplant  Sciences   عمومي نباتاتو له څانګې په کال 1361 ل په حوت کې فارغ التحصيل شويدي .

ماستري  M.Sc : په کال 1368 ل د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د باغداري (Horticulture ) څانګه کې شامل او په کال 1370 ل  کې فارغ التحصيل شویدی .

اوږدې مودې کورسونه:

1. اداره  او منجمت کورس اووظیفه  :

د افغانستان اسلامی دولت د اداری اصلاحاتو عمو می  ریاست IARCSC/CBU کابل د ظرفیتونو د لوړولو برخه کې یی لاندی اداری مضمون کورسونه لوستلی اوبیا د  ننګرهار د اداری اصلاحاتو په دفتر کی د ترینرپه صفت مقررشوی 1385 ل اود ننګرهار د مختلفو ادارو رئیسانو او مامورینو ته د اداری یا منجمنت  تدریس کړی 

   Master Training in IARCSC/CBU (Independent Administrative Reform  and Civil Services Commission, /Capacity Belding Unit.) Islamic republic of Afghanistan Part time

·        Management OL (Operational Level)

o  Office Communication

o  Office writing

o  Work ethics

o  Moderation

o  Time management

o  Document Management

o  Conflict Resolution

·        Management  ML (Management Level) 

o  Communication

o  Leadership

o  Conflict Resolution

o  HR (Human Resources) Management

o  Financial Management 

o  Project Management

2. په ملي ديموکراتيک انستیتوت NDI کې ملی او دیموکراتیک مسائلوکورسونه  چی لست یی لاندی شته لوستی اوبیا د ننګرهار ولایت د NDI په دفتر کی د ترینرپه صفت یی تدریس کړی  کال 1382-1385 ل د شرقی زون د ټولو حزبونوکادری اوعادی اعضاو ته د سیاسی منجمنت درسونه  اوهم د کاندیدانو کامپین کونکو ته د کمپاین کولواصولی زده کړی او نور درسونه  

Master Training in NDI (National Democratic Institute is an American NGO Jul./01/2004 –30/03/06 ) Founded By US AID Part time                                                                                      

1-How to Run an Election campaign

2-Election day

3- organization and Management of political party  

4-Candidates and  Parliamentarians

                                                   5-Basic of  Democracy

3.په مختلفو دولتي او غير دولتي دفترونوکې تر 130 څخه زیات مسلکي او غیرمسلکی مختلف کورسونه, سمینارونه, ورکشاپونه یوڅویی دلته د بیلګی په ډول  :

19/09/2002 – 22/092002            Potato Extinction Course ICARDA at Jalalabad

15/06/2000 – 04/07/2000           TOT (Training of Trainers) Course for Poultry Trainers in the UN FAO jalalabad

26/03/1998 – 09/04/1998           Poultry production from FAO Livestock Development for Food Security in Afghanistan Jalal abad city

12/05/1992 – 14/06/1992           Management of administration course IRC Peshawar, Pakistan

26/03/1992 - 03/04/1992            Cereal crops extinction course IRC Peshawar, Pakistan

وظایف

دولتی وظايف gov.af:

د کرنې، مالداري او اوبو لګولو وزارت مربوط د ننګرهارد کرنی او مالداری ریاست ترویج مدیریت 1362کی او بیا د ننګرهار د ناوې پراختياء پروژه) (NVDA  کې په مختلفو بستونو کې 2 – 8 بست پورې او اوس له 1391 تراوسه  په   MUDA/TTPکې د تدقیق او مطالعاتو مسئول په صفت  .

غير دولتي وظایف NGOs  :

 په  ملي  او  نړیوالو غير دولتي دفترونویا انجیوګانو کی   NGOs د مسلکی کادر په صفت وظیفه اجراکړیده په لاندی دفترونوکی په ډول:

1-                      د ملګروملتونو دفتر د کرنی او غذا لپاره دفترننګرهارکی 

Organization Of the United  UN FAO( Food and Agriculture

      Nangarhar province                              Nations)

2 – د ملګرو ملتونو د مهاجرینو په چارو کی دفتر په ننګرهارکی

 UN IOM/ CTG Global  ( The International Organization for Migration (IOM) of the United Nations/ CTG Global - International Humanitarian Support  CTG is a proud member on the UN Global Compact.)

3- د ملګرو ملتونو د نړیوال غذا ی پروګرام اداره  په کنړ کی

UN WFP/ CTG Global   ( United Nations World Food Programme/ CTG Global - International Humanitarian Support 

UNOCHA/ SRO  United Nation office for the coordination of Humaitarion Assistance to Afghanistan /SRO Jalal abad office.

4 – د ای اف هوپ امریکایی موسسه  دفتر په ننګرهار کی

IF HOPE  ( International foundation of Hope ) ،  سمول

5- اداری منجمنت کورس زده کړه کابل کی اوبیا وظیفه په اداری اصلاحا ت دفتر ننګرهار کی

IARCSC/CBU  (Independent Administrative Reform and Civil Service Commission (IARCSC)/ Capacity Building  Unit Department (CBU)) Part time  سمول

5 – د اسیایی انکشافی بانک کومک دافغانستان د ننګرهار د بزګروسره د امریکایی دفترد سولی   ریښه یا روټ اف پیس دفتر پواسطه  په ننګرهار کی   سمول

ROP/RBSP  (Roots of Peace is an American NGO/ADB Rural Business support program (RBSP) Afghanistan ). سمول

6- دنړیوال کومکو او انکشاف اداره په کابل سروبی ولسوالی کی

 IRD - AVIPA   (International Relief & Development in Afghanistan /Afghanistan Vouchers for Increased Productive Agriculture (AVIPA) Program ) US Aid

7- ملی دیموکراتیک انستیتوت کابل کې د استاد په صفت خدمتی په ننګرهار دفتر کی

NDI )National Democratic Institute is an American NGO (

8- د بیارغونی اود انرژی د تحفض اداره د افغانستان لپاره ننګرهار ولایت د شینوار غنی خیلو ولسوالی

Area(Agency for Rehabilitation and Anergy Conservation in Afghanistan )

9 – د کلیو د پراختیا موسسه ننګرهار د خوګیانو ولسوالی کږه 

ARDA ( Agency for Rural Development of Afghanistan

10 – د افغانستان لپاره د منیر د بیارغونی موسسه په ننګرهار او بامیانو کی

  Moneer Reconstruction Agency  ) ) MRAA

       

  اوپه نورو موسسوکی د لنډومودوکار لپاره وظایف  .

د ليکوال کتابونه چې چاپ اوخپاره شوي دي :

1. حوره 1358 ل کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت چاپ اونشرکړى دى لومړی چاپ .

2. ارزش غذايي ميوه زيتون و طرق مختلف تکثيران 1368 د کرنې او مالدارۍ وزارت چاپ اونشر کړى دى.

3. زيتون ( د افغانستان په ختيځو او جنوب ختيځو سيمو کې د ښوونو توليد او ترويج) د کرنې او مالدارۍ وزارت چاپ اونشر کړى دى.

4 ښوون (زيتون) پروسس 1390 مهمند خپرندویه ټولنه جلال اباد چاپ او نشرکړیدی  .

5.  روغن نباتی وتولید پنبه دانه  1391ل کال. خییبر خپرندویه اداره کابل میوند جاده ،میوند څلی ته څیرمه د محلوچو کوڅی مخامخ چاپ او نشرکړیدی

6. دڅښاک وړاوبه  1393 مهمند خپرندویه ټولنه جلال اباد چاپ او نشر کړیدی.

7. حوره دوهم چاپ  1395د لومړی چاپ د مقالو بیا لیدنه اوزیاتونی (نوی مقالی اومطلبونه سره)د چاپ د پروسی لاندی   .

8. د ژوند چاپیریال ککړوونکې  مسلکی کتاب همدا کتاب

9. د اشعارو ټولګه تر اوسه  چاپ شوی نه ده .

10. مختلف مسلکی ، سیاسی ، ادبی او کلتوری مضامین په جرایدو ورځ پاڼو، او مصاحبی په  تلویزونونو او رادیوګانو کی . د شعر نمونه : د دښتو صحرانی

ته می حوره د جنت ئی + ته مې مینه اوغزت ئی

شایسته ئی ګلالی + د دښتو صحرانی

راځه راځه جا نانه + په ماشه مهربانه

دنیا کړه ټول حیرانه

ته لایق د محبت ئی + ته می حوره د جنت ئی

شایسته ئی ګلالی د دښتو صحرانی

ټول ګلان در نه قربان شه + خوشحالی نه ټول خندان شه سیدرقیب نوم په زبان شه ته مثال د صداقت ئی

+ ته می مینه او عزت ئیشایسته ئی ګلالی

د دښتو صحرانی

کابل احمدشاه بابا مینه ۲۲/۰۴/۱۳۶۵ سیدرقیب شاه ( هاشمې)

==تړلې لیکنې==لیکوال: دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه ( هاشمی )

دخلاقیت مفهوم خلاقیت (Creativity ) دانسان په فکر کی دنوی فکراو تحولاتودوامداره حرکت ته خلاقیت وایی .

یاپه بل عبارت دنوی اختراع اوتصور ایجاد دی ،دتازه اویا انعطاف قبولو ل دی .

ټول انسانان که څه هم سره ډیر توپیرونه لری خولرونکی د خلاقیت دی په دی معنی چی دخلاقیت کلیمه منحصردیوتیزفکره شخص نه دی معلومه ده چی استعدادونه ،فکری توپیرونه ، فزیکی توپیرونه سره جلا اویو شان نه دی .الله ج لوی حکمت په همدی کی دی چی ټول خلک وکړی شی په ټولنه کی ژوند او خدمت وکړی .

خلاقیت د استعدادونو او ذوقونو ظهوردی .مهمه داده چی په دی سمت حرکت وشی ، له یوی زاویه نه دغیرمعمولی منظری اومسایلودید دی .

دخلاقیت ضرورتونه چی باید وکتل شی :هدف،انگیزه، تخیل،خلاق تفکر،تیزفکری، پوهه،مهارتونه ،اودکارکړنه ده .

ځینی کسان چی تاسو فکرکوی چی یو خلاق شخص دی اوپه ټولنه کی مشهورشوی دی هغه نه شی کولی چی معجزه وکړی گورو چی هیواد هره ورځ دنابودی کندی ته په بیړه روان دی .

مونږنه شو کولی چی دپخواوختونو ناکامی تجربی تکرارکړو دجنگ اقتصاد دسولی داقتصادسره ښکاره توپیرلری مونږباید داوسنی حالت اوجنگی شرایطوسره دمقابلی خلاق سیاست دهیواد دجنگی شرایطو، منطقوی شرایطو او دخلکو دعینی او ذهنی شرایطوسره سم وکاروو او د بهرنیو نظریات ، بی مورده حرکت اودستورونه که څه هم دمنلو وړنه دی ونه کاروو اوکارول یی دمشرانودناکاره مدیریت زیږنده ده . خلاقیت په همدی کی دی چی بهرنیان اوهیوادوال دواړه قانع کړی شی . دولتی لوړرتبه چارواکی دی دخلکو ،حکومت ،شورا او ولسونو څخه دی مشوری واخلی اوپه خپل عقل دی نه غره کیږی .

غالباً دقضاوت طبع اودخلاقیت طبع همیشه په جنگ کی وی دخلکو ضرو رتونه ، نوی مفکوری چی دقضاوت دستگاه مختل کوی دمنلو وړنه دی که څه هم خلاق فکربه کیدای شی یوه اختراع کړی وی .

پوهاند اودنظرخاوندان په خلاقیت کی سن نه منی ،تحصیلات نه منی ،طبقاتی توپیرونه نه منی ،دجنس توپیرونه نه منی ،په حقیقت کی خلاقیت تیزفکری پوری اړین نه دی .

په کلی کی دیو کلیوال بزگرنظرچی وایی ما دملاصاحب نه اوریدلی که خدایان دووایی دنړی نظام ویجاړیده ، په همدی منطق وایی په هیواد کی پاچایان دو دی ځکه نظام خراب دی .

پاچاکه کافر یا مسلمان وی خوکه یو وی ناامنی به کمه شی مثال یی دتیروختونو حکومتونه اوو . بیاوایی که هرڅه وه خونظام خواوو اوس خونظام نه شته .

۱+۱=؟ منفی فکرونه دچاروجوړونکی نه دی په عصبانیت ،دنوروعیبونه لټول ساده او اسانه کاردی چی یواځی نا امیدی منځ ته راوړی نو زه پوښتم د ناتوانی احساس د کومی ستونزی حل کیدی شی ؟

راځی په گډه فکروکړو داوسنیو ناامنیو،گډوډیوپه هکله منفی خواته کتل گټه نه لری دټولنی ټول وگړی دی خپل نظریات ،پیشنهادونه ،دنظام دجوړیدوپه لوری ولیکی دا چی څه کاره یاست متعلم ،محصل،معلم، مامور ،سرتیری ،افسر، انجنیر، داکتر ،بزگر ،کارگر اویاپښ اوترکاڼ یاست خپل نظرونه موشریک کړی .

قرانکریم داسی فرمایی :

لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللّهِ إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلاَ مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ ﴿۱۱﴾

ژباړه :الله ج به دهیڅ قوم حالت بدل نکړی ترڅوقوم پخپله خپل حالت بدل نکړی .

سوره رعد۱۱ ایه خپل نظریات شریک کړی یواځی لایکونه کفایت نه کوی او دستونزو حل نه دی یواځی نوروته خبررسوی نظرونه (کمنتونه ) کولی شی د مثبت لوری ته یو حرکت وی

انشاءالله

دخلاقیت مفهوم

سرچینې سمول

‎پښتانه شاعران او ليکوالان Pashto language poets and writers‎'s photo. پښتانه لیکوالان وپيژنئ